• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د امریکا استازی: امنیت شورا دې افغانستان کې د وضعیت بدلولو لپاره پر طالبانو فشار واچوي

۴ تله ۱۴۰۲ - ۲۶ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۸:۵۶ GMT+۱تازه شوی: ۵ تله ۱۴۰۲ - ۲۷ سپتمبر ۲۰۲۳، ۰۳:۳۵ GMT+۱

د امریکا استازي رابرټ ووډ د سې شنبې په ورځ د امنیت شورا په غونډه کې وویل، چې د دې شورا غړي باید پر طالبانو د سیاسي خبرو اترو د پیل او د بشري حقونود سرغړونو له امله فشار واچوي. هغه وویل چې ان اسلامي هېوادونه هم د طالبانو د سیاست خلاف دي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا په تېرو دوو کلونو کې څو ځلې د افغانستان د وضعیت په اړه ځانګړې غونډه وکړه. د ګډونوالو هېوادونو استازو د ښځو په اړه د طالبانو پر تګلارو او د دغې ډلې پر حکومتوالۍ نیوکې وکړې.

د امریکا استازي وویل، طالبان د خپل سیاست د دوام لپاره هېڅ توجیه نه لري او ان اسلامي هېوادونه هم په افغانستان کې د دغې ډلې له سیاست سره مخالفت کوي. نوموړي د امنیت شورا له غړو وغوښتل چې پر طالبانو فشار راوړي.

رابرټ ووډ وویل: «د امنیت شورا باید پر طالبانو فشار راوړي چې د افغانستان له خلکو سره جدي خبرې پیل کړي او د خلکو د غوښتنو ملاتړ دې وشي.»

د امنیت شورا غړو په تېرو دوو کلونو کې په کراتو د افغانستان پر وضعیت اندېښنه ښودلې، خو پر طالبانو د فشار اچولو په برخه کې د نظر اختلاف لري.

چین د دې شورا یوازینی دایمي غړی دی چې کابل ته یې د سفیر په لېږلو سره له دغې ډلې سره خپلې اړیکې ښې کړې دي.

د فرانسې استازي د سې شنبې په ورځ د امنیت شورا په غونډه کې وویل، چې د افغانستان وضعیت ورځ په ورځ کړکیچن کیږي. هغه د طالبانو لخوا «پر خلکو سیسټماټیک فشار» او د ښځو د حقونو پر محرومیت نیوکه وکړه.

د فرانسې استازي په افغانستان کې امنیتي وضعیت د اندېښنې وړ وباله.

هغه وويل: «امنيتي وضعیت ډېر د اندېښنې وړ دی. د داعش او القاعدې په څېر ترهګرو ډلو په افغانستان کې پناه اخیستې ده. موږ وضعیت له نږدې څارو.»

امریکا او فرانسې له افغانستان سره د بشري مرستو د دوام ژمنه وکړه. خو د امریکا استازي اعتراف وکړ، چې طالبانو په افغانستان کې د مرستو رسولو شرایط ستونزمن کړي دي.

هغه پر طالبانو نیوکه وکړه او ویې ویل چې «د مرستو په چارو کې لاسوهنه یا د نورو موخو لپاره یې کارول» د منلو وړ نه دي.

ترویج لرونکی

عبدالباري جهاني: تاریخ او کتابونه وايي چې ملایان ګنهکاره او د زوال عاملین دي
۱

عبدالباري جهاني: تاریخ او کتابونه وايي چې ملایان ګنهکاره او د زوال عاملین دي

۲

فراګیر بنسټ: د طالبانو د ښځو ضد محدودیتونو افراط‌ګري او ټولنیزه ناامني زیاته کړې

۳

بریتانیا د افغان کډوالو د لېږد پروګرام د پای نېټه اعلان کړه

۴

د پاکستان او طالبانو ترینګلې اړیکې؛ شهباز شریف د پوځي عملیاتو پر دوام ټینګار کوي

۵

د پاکستان دفاع وزیر: له طالبانو سره د «کنټرول وړ همغږۍ» هڅه روانه ده

•
•
•

نور کیسې

ایرانی چارواکی: د افغانستان د نشه يي توکو د تولید کمولو لپاره څه نه دي شوي

۴ تله ۱۴۰۲ - ۲۶ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۸:۴۷ GMT+۱

د ایران د نشه يي توکو ضد ادارې مشر وايي، په افغانستان کې د نشه يي توکو د تولید کمولو لپاره کوم ځانګړی ګام نه دی پورته شوی.

سکندر مومني زیاته کړه، په افغانستان کې د نشه يي توکو د له منځه وړلو لپاره سمبولیک کارونه شوي دي، لکه د یوې کوچنۍ کروندې له منځه وړل یا د څو کسانو نیول.

د هغه په خبره، د ملګرو ملتونو شمېرې او زموږ موندنې ښيي چې په افغانستان کې د صنعتي نشه يي توکو، شیشې او متامفتامین تولید زیات شوی دی.

نوموړي د ایران دولتي رادیو تلویزیون ته وویل، د ایران اصول دا دي چې له نشه يي توکو سره په کور او بهر مقابله وشي.

طالبانو تېر کال د نشه يي توکو پېر او پلور بند کړ.

خو د ملګرو ملتونو د نشه يي توکو او جرایمو ضد دفتر دوه میاشتې مخکې یوه راپور کې وویل، چې افغانستان تېر کال د نړۍ اتیا سلنه تریاک تولید کړي دي.

په راپور کې دا هم ویل شوي چې افغانستان په سیمه کې د شیشې یا کریسټال یو مهم تولیدوونکی دی.

دې دفتر ویلي په افغانستان کې تېر کال د کوکنارو ځمکه ۲۸ سلنه ډېره شوې او د تریاکو تولید ۷ زره اته سوه ټنو ته رسېدلی دی.

د امریکا متحده ایالات د قره باغ له اوسېدونکو سره څه باندې ۱۱ میلیونه ډالره بشري مرستې کوي

۴ تله ۱۴۰۲ - ۲۶ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۷:۴۹ GMT+۱

د امريکا د نړیوالې پرمختيايي ادارې مشرې ارمنستان ته د سفر په ترڅ کې اعلان وکړ، چې امريکا به د ناګورنو قره باغ له اوسېدونکو سره د بشري مرستو په برخه کې ١١،٥ ميليونه ډالره ځانګړي کړي.

سامانپا پاور د اذربایجان له چارواکو وغوښتل، چې د قره باغ له اوسېدونکو سره مرسته وکړي.

مېرمن پاور د امریکا د بهرنیو چارو له مرستیال وزیر یوري کیم سره د دوشنبې په ورځ (د تلې په ۳مه) ارمنستان ته ورسېده.

ایروان ته د دوی د سفر یو هدف د دیموکراسۍ، ملي حاکمیت، خپلواکۍ او د ارمنستان له ځمکنۍ بشپړتیا څخه د امریکا د ملاتړ اعلان دی.

سامانټا پاور د لاچین لارې په دروازه کې، چې له قره باغ سره یوازینۍ ځمکنۍ لار ده خبریالانو ته وویل: «په دې سیمه کې زیات شمېر ملکي وګړي ټپیان شوي او باید وایستل شي.»

د امريکا د نړیوالې پراختيايي ادارې مشرې دا هم وويل، چې ولسمشر جوبايډن دغه سفر ته رالیږلي تر څو د قرباغ له چارواکو، نادولتي موسسو او ولسي وګړو سره خبرې وکړي.

دقره باغ ارمنیان چې د اذربایجان جمهوریت د یوې برخې په توګه په رسمیت پیژندل شوي، تیره اونۍ د اذربایجان له خوا له ۲۴ ساعته پوځي عملیاتو وروسته اوربند ته اړ شول.

د راپورونو له مخې په قره باغ کې ۱۲۰ زره ارمنیان اوسیږي چې نه غواړي د اذربایجان د یوې برخې په توګه له توکمیز تصفیې او ځورونې ویرې سره ژوند وکړي.

د ارمنستان حکومت د یکشنبې په ورځ ناوخته اعلان وکړ، چې تر زرو ډېر کسان له قره باغ څخه دغه هېواد ته داخل شوي دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازې:له طالبانو سره خبرې د دې ډلې د پېژندلو په معنا نه دي

۴ تله ۱۴۰۲ - ۲۶ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۷:۰۴ GMT+۱

د افغانستان لپاره د دغه سازمان د سرمنشي استازې د امنیت شورا په غونډه کې ټینګار کړی، چې له طالبانو سره خبرې د دغې ډلې د پېژندلو په معنا نه دي.

رزا اوتونبایوا وویل؛ د دوی هدف دا دی چې طالبان داسې لوري ته بوځي چې له نړۍوالو قوانینو او افغاني کلتور سره سم عمل وکړي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې د سې شنبې په ورځ (د میزان ۴مه) په غونډه کې وویل، چې دا خبرې ښيي چې ملګري ملتونه د طالبانو په اړه د پالیسۍ د بدلولو لپاره څومره هڅې کوي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي استازې وايي، افغانستان له نیمې پېړۍ راهیسې په جګړو او شخړو کې بوخت دی او باید ډاډ ترلاسه شي چې د خبرو دروازې پرې نه تړل کېږي.

هغې د افغانانو ترمنځ پر خبرو اترو د ټینګار په ترڅ کې زیاته کړه: "د افغانستان خلک او په ځانګړي ډول مېرمنې باید وکولای شي چې په یوه سوله ییزه ټولنه کې ژوند وکړي."

اوتونبایوا د طالبانو له چارواکو سره د ښځو د حقونو او د نجونو د تعلیم او د یوه ټول شموله حکومت د جوړولو په اړه د اسلامي هېوادونو د استازو د ناستې او خبرو اترو خبر ورکړ.

هغې هیله څرګنده کړه، چې له طالبانو سره به دا ناستې دوام وکړي او نړۍواله ټولنه به له دې ډلې سره تماس ونیسي.

اغلې اوتونبایوا چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي دفتر یوناما مشره هم ده، زیاته کړه، چې له طالبانو سره د نړۍوالې ټولنې تعامل باید د اسلامي هېوادونو په منځګړیتوب وشي.

اغلې اوتونبایوا ټینګار وکړ، چې طالبان له کورني مشروعیت پرته نړۍوال مشروعیت نه شي لرلی.

هغې له بندیانو سره د طالبانو د چلند په اړه د یوناما وروستي راپور ته په اشارې سره وویل، چې دغه ډله له بشري حقونو څخه سرغړونه کوي.

طالبان په کابل کې د اریوب سېنما ودانۍ په کرایه ورکوي

۴ تله ۱۴۰۲ - ۲۶ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۵:۱۵ GMT+۱

د کابل د باغ بالا سیمې اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې طالبان پلان لري چې د اریوب سېنما ودانۍ په کرایه ورکړي. د ځايي خلکو په وينا؛ طالبانو پخوا د دې سېنما سيمه د موټرونو په تمځي بدله کړې وه.

د اریوب سېنما د خپلې ځانګړې معمارۍ له امله د افغانستان یو له مشهورو سېنماګانو څخه ده.

اریوب سېنما د باغ بالا په سیمه کې او د کابل ښار د څلورمې ناحیې د انټرکانټیننټل هوټل ته څېرمه موقعیت لري.

هغه عکسونه چې افغانستان انټرنشنل ته رسېدلي ښيي، چې د دې سېنما په ودانۍ کې یوه لویه لوحه ځړول شوې ده، چې دا "ودانۍ په کرایې ورکول کیږي" پر لېکل شوي دي.

د دغې سېنما ودانۍ په ۲۰۱۴ کال کې د فرانسې په مالي مرسته رغول شوې وه.

طالبانو د فلمونو او موسیقۍ ننداره «حرام» بللې ده. دغې ډلې د خپل رژیم په لومړی دوره کې د سېنما ارشیف او یو شمېر فلمونه وسوځول.

په تېر کې په کابل ښار کې شاوخوا ١٨ دولتي او شخصي سېنماګانې وې، چې يو شمېر يې د جګړو او بې غورۍ له امله ويجاړې شوې دي.

په تېرو دوو لسیزو کې ځینې سېنماګانې ترمیم شوې دي، چې ډېری یې هندي فلمونه نندارې ته وړاندې کول. د سېنما صنعت ته د کلتوري ودې او پاملرنې سره - سره، د افغانستان سېنما له پرمختګ څخه ووتله.

د 1400 کال په اوړي کې د طالبانو د واکمنۍ سره سېنماګانې په بشپړه توګه وتړل شوې.

په ۱۳۹۹ کال کې پخواني حکومت او کابل ښاروالۍ د فرهنګي فعالانو له مخالفت سره - سره د پارک سېنما چې د افغانستان یو له تاریخي سېنما ګانو څخه وه، ویجاړه کړه.

سور صليب: په افغانستان کې د پاکو اوبو د نشتوالي له امله د خلکو ژوند له ګواښ سره مخ دی

۴ تله ۱۴۰۲ - ۲۶ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۴:۳۸ GMT+۱

د سره صلیب نړۍواله کمېټه وايي، د افغانستان د خلکو لپاره د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی ستونزمن شوی او په دغه هېواد کې د میلیونونو خلکو ژوند له خطر سره مخامخ دی. د دغه سازمان په وینا؛ د پاکو اوبو نشتوالی د سختو ناروغیو لامل کېدای شي.

د سره صليب نړۍوالې کمېټې د سې شنبې په ورځ (د تلې ۴مه) پر اېکس پاڼې يوه ويډيو خپره کړې او ویلي یې دي، چې اوږدې شخړې او اقليمي بدلون د اوبو د کمښت د بحران لامل شوی دی.

د دې ادارې په وینا؛ د افغانانو لپاره د پاکو اوبو د سرچینو موندل ستونزمن دي او د څښاک، پخلي او حفظ الصحې لپاره د پاکو اوبو د ترلاسه کولو لپاره په ساعتونو قطارونو کې ولاړ وي.

په دې ویډیو کې یو افغان دا تاییدوي، چې د څښاک پاکو اوبو ته د خلکو لاسرسی له ګڼو ننګونو سره مخ دی.

هغه وايي، چې د ځمکې لاندې د اوبو کچه د پام وړ راټيټه شوې او د خلکو ستونزې يې لاپسې زياتې کړي دي.

د سره صلیب نړۍوالې کمېټې دغه وضعیت «تریخ» بللی او خبرداری یې ورکړی، چې د افغانانو روغتیا له خطر سره مخامخ ده.

یوه افغان ډاکټر سره صلیب ته ویلي، هغه کسان چې ککړې اوبه کاروي د کولرا په څېر ناروغیو د اخته کېدو له خطر سره مخ دي.

سره صلیب زیاته کړې، چې په افغانستان کې د اوبو د کمښت ننګونې ته د رسېدو لپاره کار کوي او د ۲۰۲۳ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې یې په کلیوالو او ښاري سیمو کې له ۳۵۰ زرو څخه زیاتو خلکو ته د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی برابر کړی دی.
​