په اسراییلو کې د جرمونو زیاتوالی؛ د یوې عربې کورنۍ پنځه غړي په خپل کور کې په ډزو ووژل شول

د اسراییلو په عرب مېشتو سیمو کې د وژنو په وروستۍ پېښه کې، پولیسو د چهارشنبې په ورځ وویل، چې د یوې ښځې او دوو تنکیو ځوانانو په ګډون د یوې عربې کورنۍ پنځه غړي د بسمټ ټبون په ښارګوټي کې په خپل کور کې په ډزو وژل شوي دي.