د تاشکند هوايي ډګر ته څېرمه په یوې چاودنه کې یو کس وژل شوی او تر ۱۵۰ ډېر ټپیان دي

د ازبکستان چارواکو د پنجشنبې په ورځ د (تلې په ۶مه) خبر ورکړ، چې د تاشکند هوايي ډګر ته څېرمه په یوې چاودنه کې یو کس وژل شوی او ۱۶۲ تنه ټپیان شوي دي. د چارواکو په خبره، په تاشکند هوايي ډګر کې الوتني په عادي ډول ترسره کېږي.