• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د مسکو غونډه؛ د افغانستان د سولې او عدالت ملي حرکت د افغانانو د خپلمنځي خبرو پیلېدل غواړي

۷ تله ۱۴۰۲ - ۲۹ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۴:۴۲ GMT+۱تازه شوی: ۸ تله ۱۴۰۲ - ۳۰ سپتمبر ۲۰۲۳، ۰۳:۳۵ GMT+۱

د افغانستان د سولې او عدالت ملي حرکت د مسکو غونډې په غبرګون کې د افغانانو د خپلمنځي خبرو د پیلېدو غوښتنه کړې ده. دغه حرکت وايي، په افغانستان کې د مشروع او ټولشموله حکومت له مخې تلپاتې سوله د سیمې د امنیت، ثبات او اقتصادي پرمختګ په ګټه ده.

د سیمه ییزو هېوادونو استازو هم نن د مسکو غونډه کې په افغانستان کې له ترهګرۍ سره پر مبارزه او د ټولګډي یا همه شمول حکومت پر جوړولو ټینګار کړی دی.

د افغانستان د سولې او عدالت ملي حرکت د جمعې په ورځ په یوه اعلامیه کې ویلي چې د دې موخو د ترلاسولو لپاره یوازنۍ لار د افغانانو ترمنځ د خپلمنځي خبرو پیلېدل دي.

دې حرکت له سیمه ییزو هېوادونو او نړیوالې ټولنې غوښتي چې د ملګرو ملتونو په څار دې په افغانستان کې د ټولګډي حکومت د جوړولو لپاره د افغانانو د خپلمنځي خبرو د پیلېدو ملاتړ وکړي.

دا حرکت له سیمه ییزو هېوادونو د داسې شرایطو برابرېدل غواړي چې له مخې طالبان هم دې خبرو کې ګډون او پر خپلو ژمنو عمل وکړي.

په اعلامیه کې له هېوادونو غوښتل شوي چې د طالبانو حکومت په رسمیت ونه پېژني، خو زیاته کړې یې ده چې یوازې په افغانستان کې د تلپاتې سولې او د افغانانو د ارادې له مخې د یوه نظام د رامنځ ته کېدو لپاره دې له دې ډلې سره تعامل وشي.

طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي تېره یکشنبه له یوه پلاوي سره د روسیې په بلنه د مسکو فارمټ پنځمې غونډې ته تللی دی.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت وايي، په سږنۍ غونډه کې د افغانستان پر حالت، بیارغونه، د افغانانو پر خپلمنځي روغه جوړه او د سیمې پر امنیت خبرې کېږي.

په دې ناسته کې د روسیې، ایران، هند، قراقستان، قرغزستان، پاکستان، چین، ترکمنستان او ازبکستان استازي هم ګډون کوي.

مسکو فارمټ غونډه هر کال د افغانستان په هکله په روسیه کې جوړېږي.

تېر کال طالبان دې غونډې ته د ټول ګډي حکومت د نه جوړولو په دلیل بلل شوي نه وو.

ډېر لیدل شوي

د مسکو فارمټ اتمه غونډه؛ محمد صادق به د پاکستان د پلاوي مشري وکړي
۱

د مسکو فارمټ اتمه غونډه؛ محمد صادق به د پاکستان د پلاوي مشري وکړي

۲

میډل ایسټ مانیټر: افغانستان د پاکستان لپاره پر مهم سیمه‌ییز فشار بدل شوی

۳

د طالبانو د کلیو بیا رغونې وزیر: د افغانانو او پاکستانیانو وینه تویول حرام دي

۴

د روغتیا نړیوال سازمان: په نړۍ کې هره دقیقه څلور ښځې د سینې په سرطان اخته کېږي

۵

پاکستانی دیني عالم طالبانو ته: له پاکستاني پوځ سره جګړه له «اسلام سره دښمني» ده