• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د زاهدان د خونړۍ جمعې تلین؛ راپورونه وايي امنیتي ځواکونو پر مظاهره چیانو ډزې کړې دي

۷ تله ۱۴۰۲ - ۲۹ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۵:۰۷ GMT+۱

راپورونه وایی په زاهدان کې د «خونړۍ جمعې» د لومړي تلین په درشل کې د اسلامی جمهوریت امنیتی ځواکونو د دغه ښار په واټونو کې پر مظاهره کوونکو ډزې وکړې. د حال وش ویبپاڼې د راپور له مخې، د امنیتي ځواکونو په ډزو کې لږ تر لږه ۱۹ تنه مظاهره کوونکي ټپیان شوي دي.

د زاهدان مکي جومات هغه انځورونه چې په ټولنیزو شبکو کې خپاره شوي ښيي چې خلک د اسلامي جمهوریت له امنیتي ځواکونو یو شمېر ټپي شوي کسان پناه کوي.

حالوش ویبپاڼې مخکې راپور ورکړی و، چې امنیتي ځواکونو مکي مسجد ته تلونکې ټولې لارې او کوڅې تړلې دي.

د راپورونو له مخې د جمعې په ورځ د تلې په اوومه د سیستان او بلوچستان په زاهدان، خاش، راسک او تفتان ښارونو کې مظاهره چیان واټونو ته راووتل او د اسلامي جمهوریت پرضد یې شعارونه ورکړل.

د زاهدان ښار خلکو د جمعې له لمانځه وروسته د خونړۍ جمعې له تلین یوه ورځ مخکې سړکونو ته پّه وتلو سره د «موږ بسیجي، سپاهي، داعش تاسو یاست» شعارونه ورکړل.

له زاهدان څخه خپرې شوې ویډیوګانې او راپورونه ښيي چې امنیتي ځواکونه د ښار په بېلابېلو سیمو کې پر ښاریانو ډزې کوي او مظاهره کوونکي د پولیسو مخې ته ولاړ دي.

د مکي جومات امام مولوي عبدالحمید اسماعیلزهي د جمعې د لمانځه په خطبه کې د زاهدان د خونړۍ جمعې د تلین په مناسبت وویل، چې دغه ډول پراخ قتل عام توکمیزو او مذهبي اقلیتونو ته د اسلامي جمهوریت د تعصبي نظر پایله ده.

د مولوي عبدالحمید د جمعې د لمانځه خطبه د زاهدان د قتل عام له لومړۍ تلین یوه ورځ مخکې وه.

ترویج لرونکی

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته
۱

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته

۲
ځانګړی

د اختر په مناسبت؛طالبانو مدرسو ته مېلیونونه افغانۍ ځانګړې کړې خو ښوونکو تنخوا نه‌ده اخیستې

۳

طالبانو الله ګل مجاهد د خپل زوی په جنازه کې له ګډون وروسته بېرته زندان ته لېږدولی

۴

ملا شیرین د کندهار سیمه ییزو چارواکو ته د امنیتي پېښو په تړاو خبرداری ورکړی

۵

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

•
•
•

نور کیسې

پاکستاني طالبانو د بلوچستان په مستونګ او د پښتونخوا په هنګو کې بریدونه وغندل

۷ تله ۱۴۰۲ - ۲۹ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۲:۲۰ GMT+۱

د پاکستاني طالبانو ډله وايي، د بلوچستان په مستونګ او د پښتونخوا د هنګو د جمعې ورځې بریدونه دوی نه دي کړي. په مستونګ کې د میلاد النبي مراسمو کې ځانمرګي تر پنځوسو ډېر کسان ووژل او همدومره یې ټپیان کړل. د هنګو په دوابه کې هم د پولیسو جومات کې ځانمرګی برید شوی دی.

پاکستاني طالبانو رسنیو ته په یوه اعلامیه کې ویلي، په دې دواړو بریدونو خواشیني ښودلې ده او وايي په کلکو ټکو یې غندي.

دا ډله زیاتوي چې په جوماتونو، مدرسو، ښوونځیو او عامه ځایونو کې بریدونه د دوی کار نه دی.

د جمعې په ورځ د بلوچستان په مستونګ کې د میلادالنبي په مراسمو کې ځانمرګي ۵۷ کسان ووژل او تر شپېتو یې ټپیان کړل.

دا ډول د جمعې لمانځه کې د هنګو د دوبې د پولیسو تاڼې دورازه کې یو ځانمرګی برید شوی او ور پسې بل ځانمرګي د پولیسو جومات ته ځان رسولی دی.

ځايي چارواکي وايي، په دې پېښه کې درې کسان وژل شوي او ۱۳ ټپیان دي.

لا هم کومې ډلې د دې دواړو بریدونو مسوولیت نه دی منلی.

د پښتونخوا د هنګو ولسوالۍ په دوابه کې په جومات کې ځانمرګی شوی

۷ تله ۱۴۰۲ - ۲۹ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۰:۵۶ GMT+۱

د پښتونخوا د هنګو ولسوالۍ په دوابه کې د جمعې لمانځه پر مهال د پولیسو په جومات کې ځانمرګی برید شوی دی. د پولیسو په وینا په دې پېښه کې درې کسان وژل شوي او ۱۳ ټبیان دي. لا هم د دې برید مسوولیت کومې ډلې نه دی منلی.

یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې یوه ځانمرګي د پولیسو د تاڼې په دروازه کې چاودنه کړې او بل جومات ته ځان رسولی دی.

د دې سرچینې په خبره، دې پېښه کې تراوسه د درې کسانو د وژل کېدو او ۱۳ نورو د ټپي کېدو خبره کېږي.

خواله رسنیو کې داسې ویډیو هم خپره شوې چې پکې خپړه لګیا ده او کنډوالې پورته کوي.

ویډیو کې خلک وايي، چې د جومات په غورځېدو سره ډېر خلک تر کنډوالو لاندې شول.

ځايي چارواکو تراوسه د دې پېښې په هکله څه نه دي ویلي.

نن د بلوچستان په مستونګ ولسوالۍ کې هم د میلادالنبي په مراسمو کې د چاودنې له امله تر ۵۲ کسان ووژل او همدومره ټپیان شول.

د پاکستاني طالبانو ویاند عمر خراساني د مستونګ برید کې لاس لرل رد کړي دي او بلې ډلې هم په غاړه نه دی اخیستی.

د بلوچستان په مستونګ کې د ځانمرګي برید له امله ۵۷ کسان ووژل او لسګونه نور ټپیان شول

۷ تله ۱۴۰۲ - ۲۹ سپتمبر ۲۰۲۳، ۰۸:۳۱ GMT+۱

د پاکستان روغتیايي چارواکي وايي، نن جمعه د بلوچستان په مستونګ ولسوالۍ کې یوه جومات ته څېرمه د ځانمرګي برید له امله لږ تر لږه ۵۲ کسان مړه او تر ۶۰ ډېر ټپیان شول. له چاودنې وروسته د کوټې په روغتونونو کې بېړنی حالت اعلان شوی دی.

تراوسه کومې ډلې د دې برید مسوولیت نه دی منلی.

له دې سره د پاکستاني طالبانو د تحریک ویاند محمد خراساني ویلي، چې ټي‌ټي‌پي په دې چاودنه کې لاس نه لري.

چاودنه هغه مهال رامنځته شوه، چې د الفلاح سړک مدينې جومات ته څېرمه خلک د ميلاد النبي مراسمو کې راټول شوي وو.

د پاکستان د پولیسو د سر پلټونکي مرستیال منیر احمد رویټرز ته ویلي، ځانمرګي د پولیسو د مرستیال له موټر سره نږدې برید کی دی.
د بلوچستان د اطلاعاتو سرپرست وزیر جان اڅکزی وايي، د پېښې سخت ټپیان کوټې ته وړل کېږي او د دغه ښار په روغتونونو کې بېړنی حالت اعلان شوی دی.هغه زیاتوي چې ژغورونکې ډلې مستونګ ته روانې شوې دي.


تر اوسه د دغې چاودنې څرنګوالی روښانه نه دی.

د پي ټي ای مشر عمران اسماعيل دغه چاودنه په کلکه غندلې او ويلي يې دي، هغه کسان چې بې ګناه خلک وژني ظالمان او ترهګر دي.
نوموړي هيله څرګنده کړه، چې د قانون پلې کوونکې ادارې به ډېر ژر مجرمين ونيسي.

تر دې مخکې هم په همدې ولسوالۍ کې په یوه چاودنه کې د جمعیت علمای اسلام د مشر حافظ حمدالله په ګډون لږ تر لږه ۱۱ کسان ټپیان شوي وو.

د روان کال په مۍ میاشت کې د مستونګ په سور کارېز سیمه کې هم ناپېژاندو وسله‌والو د پولیو ضد واکسین پر ټیم برید وکړ، چې په پایله کې یې یو ساتونکی ووژل شو.

د تېر کال په اکټوبر میاشت کې هم د مستونګ په قبایلي سیمه کې پر دوو موټرو د بمي چاودنې له امله درې کسان وژل شوي او شپږ نور ټپیان شوي وو.

د خوړو نړۍوال پروګرام: د افغانستان له خلکو سره مو له نیمايي زیاتې مرستې کمې شوې

۶ تله ۱۴۰۲ - ۲۸ سپتمبر ۲۰۲۳، ۲۰:۲۸ GMT+۱

د خوړو نړۍوال پروګرام وايي، چې په اګسټ میاشت کې په افغانستان کې څه باندې شپږ میلیونه کسانو له دغه سازمان څخه خوراکي او مالي مرستې ترلاسه کړې دي. دې سازمان د پنجشنبې په ورځ پر اېکس ټولنیزې شبکې لیکلي، چې اوس به د بودیجې د سخت کمښت له امله یوازې له 3 میلیونو خلکو سره مرسته وکړي.

د دغه سازمان د شمېرو پر بنسټ؛ په افغانستان کې تر ۲۹ میلیونو ډېر خلک بشري مرستو ته اړتیا لري. د مرستې ترلاسه کوونکو نیمایي برخه ښځې دي.

اوږدمهاله شخړې، د اقلیم بدلون، د بیکارۍ سره سخت اقتصادي زوال، د نغدو پیسو کمښت او د خوراکي توکو د بیو لوړوالی د دې لامل شوی، چې افغانستان په نړۍ کې له ستر بشري بحران سره مخ شي.
دغه سازمان وايي؛ د روان کال د می او اکتوبر تر منځ شاوخوا ۱۵،۳ میلیونه کسانو د خوړو سخته ناانډولي تجربه کړې، چې له دې ډلې ۳.۴ میلیونه کسان د سختې لوږې له امله په دوامداره توګه بشري مرستو ته اړتیا لري.

د خوړو نړۍوال پروګرام په پام کې لري، چې تر ۲۰۱۳میلادي کال پورې د ۲۱ میلیون خلکو ملاتړ وکړي.

د دې لپاره په ۲۰۲۳میلادي کال کې، له ۲.۲ ملیارد ډالرو څخه ډېرو مرستو ته اړتیا لري، ترڅو اړمنو خلکو ته سمدستي خوراکي مرستې او د ژوند ژواک لومړنی کومک چمتو کړي.

د خوړو نړۍوال پروګرام اوس د ۱.۰۸ ملیارده ډالرو کمښت سره مخ دی؛ ترڅو د راتلونکو شپږو میاشتو لپاره خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي.

امنه محمد: په افغانستان کې د مېرمنو او نجونو وضعیت ورځ تر بلې خرابېدونکی دی

۶ تله ۱۴۰۲ - ۲۸ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۸:۲۴ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې امنې محمد په افغانستان کې د مېرمنو او نجونو پر وضعیت اندېښنه څرګنده کړه او ویې ویل، چې په دغه هېواد کې د مېرمنو او نجونو وضعیت ورځ تر بلې مخ په خرابېدو دی.

نوموړې په یوې خبري غونډې کې په افغانستان کې د نجونو او مېرمنو لپاره د کار، زده کړو او ټولنیزو حقونو د خوندیتابه غوښتنه وکړه او ویې ویل، چې افغان مېرمنې باید خپل حقونه تر لاسه کړي.

اغلې امنې زیاته کړه، چې په نېږدې وخت کې به «په اسلام کې د ښځو ونډه» په نامه یوه غونډه هم جوړه شي او په یاده غونډه کې به د افغان مېرمنو او نجونو اوسنی وضعیت وارزول شي.

هغې وویل: “تاسو پوهیږئ چې په دې وروستیو کې د اسلامي همکاریو سازمان افغانستان ته یو پلاوی استولی و. موږ فکر کاوه چې پر طالبانو د فشار راوړلو لپاره د سیمې هېوادونه هم اړین دي. هغوی د نړۍوالې ټولنې برخه دي او باید فشار پرې راوړي تر څو ډاډ ترلاسه کړي چې افغانستان کې د ښځو حقونه یو ځل بیا ورکول کیږي”.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیاله دا څرګندونې په داسې مهال کوي، چې له دې وړاندې د ملګرو ملتونو په غونډه کې د نړۍ ګڼو استازو په افغانستان د مېرمنو او نجونو پر وضعیت اندېښنه څرګنده کړې وه او له طالبانو یې غوښتي وو، چې مېرمنو او نجونو ته دې د هغوی حقونه ورکړي.

طالبانو تر اوسه د ملګرو ملتونو د سرمنشي د مرستیالې دغو څرګندونو ته په ځواب کې څه نه دي ویلي، خو د ملګرو ملتونو غونډې ته په ځواب کې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي وو، چې د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې ګډونوال د دې پر ځای چې د افغانستان پر بنسټيزو مسلو تم شي، د هغه په وینا ټولو فرعي موضوعاتو ته مخه کړې وه.

ښاغلي مجاهد ویلي وو:”په ملګرو ملتونو کې بحثونه او نظرونه فقط د دوو کوچنیو او کورنیو موضوعاتو (د ښځو تعلیم او کار) په لویولو سره منحرف شول.”