د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر د سعودي له استازي سره د بشري مرستو په اړه خبرې کړې دي
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر د مسکو ناستې په څنډه کې د سعودي عربستان له استازي سره کتلي. د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند مرستیال تېره ورځ (د تلې ۸ مه) په اېکس پاڼه لیکلي، چې امیر خان متقی او جلوي بن ترکي ال سعود د «دوه اړخیزو غونډو او بشري مرستو» پر زیاتوالي خبرې کړې دي.
هیڅ هېواد د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني.
د مسکو فارمټ غونډه د جمعې په ورځ د (تلې ۷مه) د روسیې په کازان ښار کې جوړه شوه.
په غونډه کې د سعودي عربستان استازي د څارونکي په توګه ګډون کړی و.
د هېوادونو استازیو د مسکو په غونډه کې د بشري حقونو د درناوي او په افغانستان کې د یوه پراخ بنسټه حکومت د جوړېدو غوښتنه وکړه.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر چې د دغې غونډې د مېلمنو په ډله کې و، وویل چې په تېرو دوو کلونو کې د سیمې هېوادونه له دغې ډلې سره د اړیکو په برخه کې مخکښ وو.