د طالبانو پلاوی د اسلامي وحدت ۳۷ غونډه کې د ګډون لپاره تهران ته لاړ

AP ۱۴۰۲ تله ۸

په کابل کې د ایران سفارت وايي، د طالبانو څلور کسیز پلاوی د اسلامي وحدت په ۳۷ کانفرنس کې د ګډون لپاره تهران ته لاړ.

د ایراني رسنیو د راپور له مخې، دا ناسته د یکشنبې په ورځ د تهران د سرمشریزو تالار کې جوړېږي.

د اسلامي وحدت د ۳۷ غونډې رسمي وېبپاڼه کې راغلي چې «ګډو ارزښتونو ته د رسېدو لپاره اسلامي همکارۍ»د سږنۍ ناستې موضوع ده.

د اسلامي‌وحدت غونډه د ایران د اسلامي انقلاب د بنسټګر روح الله خمیتي په فرمان سره اول ځل پر ۱۳۷۹ کال جوړه شوه.

نور خبرونه

رادیو