• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د مستونګ او هنګو ‏د چاودنو په تړاو د حامد کرزي او طالبانو غبرګون

۸ تله ۱۴۰۲ - ۳۰ سپتمبر ۲۰۲۳، ۰۹:۱۸ GMT+۱تازه شوی: ۸ تله ۱۴۰۲ - ۳۰ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۴:۲۴ GMT+۱

د ⁧‫افغانستان‬⁩ پخواني ولمشر حامد كرزي د ⁧‫خیبرپښتونخوا‬⁩ په ⁧‫هنگو‬⁩ او د ⁧‫بلوچستان‬⁩ په ⁧‫مستونگ‬⁩ سیمو کې چاودنې چې له امله یې ولسي خلکو ته درنه مرګژوبله اوښتې غندلې او دغه کړنې یې غیر اسلامي او د بشر ضد ګڼلې دي.

د هېواد پخواني ولسمشر په خپلې اېکس پاڼه لیکلي، «د لوی خدای له درباره د دغو غمجنو پېښو قربانیانو ته د جنت، کورنیو ته یې د جمیل صبر او ټپیانو ته د سملاسي روغتیا دعا کوم.»
د دې ترڅنګ د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت هم په خپلې اېکس پاڼه دغه پېښه غندلې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې پاکستان په دغه هېواد کې د وروستیو تاوتریخوالو د پړې ګوته طالبانو ته نیسي.
د دې سره تېره ورځ د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال عباس ستانکزي د یوې غوڼډې پرمهال د نوم نه اخیستو پرته وویل:« هر هېواد کې ستونزې شته؛ خو ښه خبره دا ده، چې هر څوک دې خپلې ستونزې په خپله حل کړي او بل چا ته دې د ملامتيا ګوته نه نيسي.»
هغه زیاته کړه:« د نړۍوالو قوتونو د خوشحاله کولو لپاره پر افغانستان تور لګول د حل لار نه ده او ګاونډي هېوادونه بايد له دې کاره لاس واخلي، ځکه په دې سره د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکي ترينګلې کېږي.»
له هغې وروسته د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت دا ومنله، چې افغان طالبانو د ټي‌تي‌پي شاوخوا ۲۰۰ غړي نیولي دي.

ډېر لیدل شوي

په لندن کې یو افغان پناه‌غوښتونکي د یو کس پر وژلو اعتراف وکړ
۱

په لندن کې یو افغان پناه‌غوښتونکي د یو کس پر وژلو اعتراف وکړ

۲
ځانګړی راپور

په پاکستان کې افغان ښځینه زده کړیالانې: حکومت راته له رسنیو سره د خبرو نه کولو ویلي

۳
ځانګړی

پنځه کاله پټ ښوونځي

۴

پر نړۍوال بازار د ایران او امریکا د کړکېچ اغېز؛ په افغانستان کې د تېلو بیې لوړې شوې

۵

د روسیې په مشرۍ پوځي تمرین؛ له افغانستانه منځنۍ اسیا ته د وسله‌والو د احتمالي نفوذ مخنیوی