• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ۳۰ ورځنۍ بودیجې له تصویب سره د جمهوریتپالو مخالفت ښايي د امریکا د فدرال حکومت چارې ودروي

۸ تله ۱۴۰۲ - ۳۰ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۵:۱۸ GMT+۱تازه شوی: ۹ تله ۱۴۰۲ - ۱ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۰:۱۷ GMT+۱

د امریکا په ولسي جرګه یا د استازو مجلس کې جمهوريتپالو غړو د دغه هېواد حکومت ته د موقتي بودیجې د ورکولو پلان تصویب نه کړ. له دې پرېکړې سره د امریکا د فدرالي حکومت فعالیت یو ګام تړل کېدو ته نږدې شو. د دې پېښې د مخنیوي لپاره کانګرس سبا بله غونډه کوي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د جمعې په ورځ (د تلې په ۷ مه) په رایه اچونه کې ۲۳۲ استازو د امریکا حکومت ته د ۳۰ ورځنۍ بودیجې له تخصیص سره مخالفت وکړ. دا په داسې حال کې ده چې ۱۹۸ استازو رایه ورکړه.

د دې بودیجې طرحه یا پلان هم په ولسي جرګه کې د جمهوريتپالو مشر وړاندې کړی و چې له مخې یې د فدرالي حکومت بودیجه یوازې د یوې میاشتې لپاره تمدید او د چارو د بندیدو مخه یې ونیول شي.

سره له دې چې د جمهوريپالو لومړیتوبونه لکه د کډوالۍ په بهیر کې د محدودیتونو لګول او د حکومت د لګښتونو کمول په دې پلان کې شامل وو، خو بیا هم د اکثره جمهوريتپالو د مثبت نظر په ګټلو کې پاتې راغلی.

د دې راپور له مخې، دا څرګنده نه ده چې جمهوريتپال د فدرالي ادارو له احتمالي تړلو سره څه ستراتیژي لري.

که حکومت وتړل شي، له څلورو میلیونو د زیاتو فدرالي کارمنانو معاشونه، د ملي پارکونو فعالیت او ان ځینې ساینسي څیړنې به وځنډېږي.

همداراز، د امریکا د ولسي جرګې مشر کوین مک کارټي وویل، چې د فدرالي حکومت د بندیدو د مخنیوي د حل لارې په اړه د جمهوريتپالو او دیموکراتانو ترمنځ د احتمالي اجماع امکان شته.

د امریکا په ولسي جرګه کې واک د جمهوريتپالو په لاس کې دی، خو په سنا یا مشرانو جرګه کې دیموکراتان اکثریت دي.

د امریکا د خزانې وزیرې جنټیلن د جمعې په ورځ (د تلې په اوومه) خبرداری ورکړ، چې د حکومت تړل به په دې هېواد کې اقتصادي پرمختګ «کمزوری» کړي.

د هغې په ​​وينا، د دې بندېدو په پايله کې به د بنسټيزو تاسيساتو د ښه والي او د کوچنيو کاروبارونو او ماشومانو اړوند پروګرامونه وځنډول شي.

په ورته وخت کې د امریکا ولسمشر جوبایډن هم د فدرالي حکومت تړل کېدل «د وظیفې په اجرا کې سستي» وبلله او ټینګار یې وکړ چې دا مسله به د دغه هېواد وسله والو ځواکونو ته ډېر زیان ورسوي.

د امریکا د پارلمان استازي به د شنبې په ورځ د میزان په اتمه (د سپتمبر ۳۰مه) د دغه وضعیت د بیا کتنې لپاره یوه غونډه وکړي.

که وړاندیز شوې بودیجه د یکشنبې تر پیل پورې تصویب نشي، د متحده ایالاتو فدرالي حکومت به وتړل شي.

ډېر لیدل شوي

طالبان: پر افغانستان د نشه‌يي توکو د تولید او قاچاق په اړه د پاکستان ادعاوې دې وڅېړل شي
۱

طالبان: پر افغانستان د نشه‌يي توکو د تولید او قاچاق په اړه د پاکستان ادعاوې دې وڅېړل شي

۲

طالبانو په کابل کې له ۱۱۵ ارزول شویو خصوصي روغتونونو یوازې دوه روغتونونه معیاري اعلان کړل

۳

راپورونه: د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګري ۷۴ سلنه کمه شوې

۴

د ازبکانو د قاشوغو نڅا؛ له نسلونو پاتې ولسي هنر

۵

د پاکستان پخوانی سفیر: د ټي‌ټي‌پي فعالیتونه د طالبانو او اسلام‌اباد د کړکېچ اصلي لامل دی