هند د لال کلا برید په تور د ډاکټر مظفر احمد د نیولو امر صادر کړ

د هند د دولتي تحقیقاتو ادارې(ایس اې ای)او د هندي کشمیر پولیسو د نوي ډیلي د لال کلا په برید کې د تورن ډاکټر مظفر احمد راتر د نیولو امر صادر کړ.

د هند د دولتي تحقیقاتو ادارې(ایس اې ای)او د هندي کشمیر پولیسو د نوي ډیلي د لال کلا په برید کې د تورن ډاکټر مظفر احمد راتر د نیولو امر صادر کړ.
د هندي رسنۍ «انډیا ټوډې»د راپور له مخې ډاکټر مظفر احمد د نومبر په ۱۰مه د ډیلي لال کلا ته نږدې د چاودنې یو له اصلي تورنو څخه دی.
د راپورونو له مخې، باور کیږي چې مظفر احمد د اګست په میاشت کې له هند څخه تښتېدلی او ویل کیږي چې اوس مهال په افغانستان کې دی.
په راپور کې ویل شوي چې مظفر د هند په څو ایالتونو کې د جیش محمد ډلې په ګډون د ترهګرو ډلو د مشرانو ترمنځ د اړیکپال په توګه کلیدي رول لوبولی دی.
د هند ملي طبي کمیسیون د مظفر احمد او د هغه د ورور عادل راتر په ګډون په قضیه کې د ښکیلو څلورو ډاکټرانو نومونه هم د هیواد له ملي طبي راجستر څخه لرې کړي دي.
د راپورونو له مخې، د هند دا اقدام د نوي ډیلي لال کلا ته نږدې د موټر بم چاودنې وروسته د تروریزم ضد پراخو کړنویوه برخه ده، چې په ترڅ کې یې ۲،۹۰۰کیلوګرامه چاودېدونکي توکي هم ترلاسه شوي دي.


د ملګرو ملتونو د ماشومانو څخه د ملاتړ صندوق(یونیسف) وايي چې په غزه کې د اوربند له پیل راهیسې هره ورځ په منځني ډول دوه ماشومان خپل ژوند له لاسه ورکوي.
د یونیسف ویاند ریکارډو پیرس وویل چې نن په خان یونس کې په یوه هوايي برید کې یوه ماشومه نجلۍ وژل شوې، او له دې یوه ورځ وړاندې د غزې په ښار او جنوب کې اووه ماشومان وژل شوي وو.
هغه وویل چې په غزه کې یوازې د شخړې یو اړخ د هوایی بریدونو د ترسره کولو وړتیا لري او دا په داسې حال کې ده چې په غزه کې ماشومان د ناکافي روغتیایی خدماتو او د خوړو د کمښت له امله لاهم له جدي خطرونو سره مخ دي.
ښاغلي پیرس زیاته کړې چې د اکتوبر له لسمې راهیسې، کله چې د حماس او اسراییل ترمنځ اوربند پیل شو، لږترلږه ۶۷ماشومان وژل شوي دي.
د غزې اوربند د ۲۰۲۵کال د اکتوبر په لسمه نیټه د اسراییل او حماس ترمنځ د دوو کلونو جګړې وروسته نافذ شو.

د افغانستان د مخکېني جمهوري نظام پرمهال د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح ویلي، د اوکراین جګړه په عملي ډول د روسیې په ګټه پای ته رسېدلې او اوس د «بریا مدیریت» روان دی. صالح ادعا کوي چې متحده ایالاتو د جګړې د بندېدو لپاره د روسیې له شاوخوا ۸۰ سلنه غوښتنو سره توافق کړی دی.
امرالله صالح په اېکس لیکلي چې لس میاشتې وړاندې یې وړاندوینه سمه وه او اوس «د ولسمشر ولادیمیر پوتین تر مشرۍ لاندې روسیې جګړه ګټلې ده».
نوموړی زیاتوي:«زه لس میاشتې وړاندې صحي وم، روسیې جګړه ګټلې، اوس هر څه د بریا د مدیریت په اړه دي، متحده ایالاتو د جګړې د بندېدو لپاره د روسیې له شاوخوا ۸۰ سلنه غوښتنو سره سلا کړې ده».
صالح زیاتوي چې د اوکراین جګړې پای ته رسېدل به «په نړۍوالو جیوپولیټیکي معادلو کې نوي افقونه پرانیزي» او د ده په خبره، «افغانستان او سیمه به هم د دې بدلونونو له اغېزو خوندي نه وي».
صالح د دې څرګندونو ترڅنګ د هغه پلان تفصیل هم شریک کړی چې ادعا کېږي د ډونالډ ټرمپ د ډلې له لوري وړاندیز شوی دی. د هغه په وینا، دا طرحه د اوکراین له پراخو امتیازاتو غوښتنه کوي.
د صالح په وینا، له دغو وړاندیزونو سره سم اوکراین به کریمیا په رسمي توګه د روسیې برخه ومني، د دونېڅک او لوګانسک ټول ولایتونه به مسکو ته وسپاري او په خرسون او زاپوریژیا کې به د اوسنیو کرښو د کنګل کېدو پرېکړه عملي شي.
په طرحه کې د اوکراین لهخوا د ناټو د غړیتوب پرېښودل، د پوځ د پرسونل د کچې محدودول، د ځانګړو وسلو له منځه وړل او په هېواد کې د هر ډول بهرنیو ځواکونو د ځای پر ځای کېدو بشپړ بندیز هم شامل دي.
دا مسوده سمدستي اوربند د ۱۰۰ ورځو په موده کې د ټاکنو ترسره کېدل، د دواړو لوریو لپاره عمومي عفوه او پر روسیې د بندیزونو کمول هم وړاندیز کوي؛ هغه امتیازات چې نیوکې کوونکي یې د مسکو په واضح ګټه بولي.
په مسوده کې د امریکا–روسیې د امنیتي خبرو بیا پیل، د اروپا لپاره د نوې امنیتي ترتیباتو طرح، د بېطرفه سولهساتونکو ځای پر ځای کول، او د اوکراین د بیا رغونې لپاره نړۍوال صندوق جوړول هم شامل دي.
صالح د دې پلان د شریکولو پر مهال لیکلي: «دا د ټرمپ پلان دی، سیاسي لویدیځ دا لوبه بایللې ده».
د نوموړي څرګندونې په داسې حال کې دي چې د اوکراین چارواکو، اروپایي متحدینو او د امریکا یو شمېر سیاستوالو د دې ډول هرې معاملې په اړه اندېښنې ښودلې او ویلي یې دي چې دا به د مسکو دریځ قوي او د کیف د حاکمیت بنسټونه کمزوري کړي.

په میامي کې د ټرمپ د سیاستوالانو او یو روسي استازي تر پټې ناستې وروسته، هغه نوې مسوده چې د اوکراین جګړې پای ته رسولو لپاره جوړې شوې، د امریکا او اروپا په دولتي کړیو کې اندېښنې راولاړې کړي دي. په دې مسوده کې د اوکراین نه د پراخو امتیازاتو غوښتنه شوې ده.
د مسودې د خپرېدو وروسته په واشنګټن، اروپایي هېوادونو او کېیف کې اندېښنې زیاتې شوې، ځکه پلان په اوکراین د پراخو امتیازاتو غوښتنه کوي، په تېره بیا د ختیځو سیمو پرېښودل او د کریمیا د روسیې د برخې په توګه منل پهکې شامل دي.
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي ټینګار کړی چې «اوکراین به د خپل هېواد له ګټو هېڅکله تېر نه شي».
سپینې ماڼۍ ویلي چې هر ډول طرحه باید د اوکراین او اروپا امنیت تضمین کړي، خو اروپایي متحدین او کېیف د دې پلان په اړه شکمن دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت او ګڼ کانګریسي غړي هم وایي چې له طرحې څخه نه وو خبر او دا یې د پوتین د غوښتنو د پلي کېدو هڅه بللې ده.

«افغان ایواک» سازمان د امریکا هغو نویو پالیسیو ته په اشارې سره چې امریکا ته پر شرایطو د برابر افغان کډوالو د داخلېدو مخه نیسي او د هغوی د کورنیو د یوځاییدو بهیر دروي، خبرداری ورکړی، چې حکومت په دې پرېکړو سره د دغو خلکو د مرګ حکم صادروي. دغه سازمان د وضاحت او شفافیت غوښتنه کړې ده.
«افغان ایواک» د جمعې په ورځ (د لړم ۳۰مه) په یوې خبرپاڼه کې د افغان کډوالو او د هغوی د کورنیو په اړه د امریکا د تازه پرېکړو په تړاو خپلې اندېښنې شریکې کړې دي.
د خبرپاڼې لهمخې، د امریکا حکومت په پام کې لري چې «یوازې لږ شمېر» افغان کډوال بیا میشت کړي.
دغه سازمان وايي، تر اوسه روښانه نه ده، چې د افغان کډوالو کومې ډلې له نوملړه اېستل شوي، کوم معیارونه ټاکل شوي او ولې ډېری پر شرایطو برابرې کورنۍ لرې شوې دي؟
«افغان ایواک» همدارنګه پوښتلي چې د حکومت کوم چارواکي او کومې ادارې د دې پرېکړو مسوول دي او د هغو افغان کورنیو لپاره چې لا هم په افغانستان کې پاتې دي څه ډول ملاتړ په پام کې نیول شوی دی؟
«افغان ایواک» خبرداری ورکړی، چې د امریکا د حکومت دا نوی چلند د افغانانو او نورو کډوالو ژوند له جدي خطر سره مخ کوي. افغان ایواک له خبریالانو او د کانګرس له استازو غوښتي چې ژر تر ژره پورته پوښتنې مطرح کړي.
امریکا د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د جمهوري نظام له راسکورېدو وروسته شاوخوا ۲۰۰ زره افغانان امریکا ته لېږدولي دي. د پاکستاني چارواکو د راپور لهمخې، په دغه هېواد کې هم د نږدې ۲۰ زره افغانانو دوسیې تر څېړنو لاندې وې، چې ټرمپ د بیا مېشتېدو بهیر بند کړ.

د امریکا یوه جمهوري غوښتونکي سناتور ټینګار کړی، چې د امریکایي مالیه ورکوونکو پیسې باید ترهګرو ډلو ته ونهرسیږي. هغه ویلي چې د همدې موخې لپاره په کانګرس کې د جمهوري غوښتونکو لهخوا یو طرحه پر مخ وړل کېږي.
نوموړي ویلي، چې دا طرحه د «ترهګرو لپاره د مالیه ورکوونکو هېڅ پیسې نه» په نوم څارل کېږي او د دې طرحې ملاتړي هڅه کوي، چې د ډیموکراتانو له مخالفت سره سره، د دې قانون د مخنیوي هڅې شنډې کړي.
جیم ریش چې د متحده ایالاتو د سنا یوه محافظهکاره څېره ده او د بهرنیو اړیکو په کمېټه کې هم فعاله ونډه لري، د دې طرحې له ملاتړو څخه دی.
په تېر وخت کې هم ورته اعتراضونه شوي دي. په ۲۰۲۴ کال کې د استازو د جرګې غړي ټیم برچټ په یوه رسمي یادښت کې لیکلي و، چې د امریکایي مالیه ورکوونکو له پېسو ان یو سېنټ هم چې طالبانو یا نورو ترهګرو ډلو ته ورسېږي، دا یوه رسوایي ده. هغه ویلي و، چې د دې وضعیت د مخنیوي لپاره یې په کانګرس کې طرحه تعقیبوله.
د «ترهګرو لپاره د مالیه ورکوونکو هېڅ پیسې نه» طرحه تر دې مخکې هم وړاندې شوې وه، څو طالبانو او ورته ډلو ته د دولتي سرچینو د رسېدو مخه ونیول شي.
همدارنګه، په ۲۰۲۵ کال کې سناتور شلي مور کاپیتو یوه بله طرحه وړاندې کړې وه او موخه یې هم دا وه، چې د امریکایي مالیه ورکوونکو پیسې د ملګرو ملتونو د بودجې له لارې طالبانو یا نورو ترهګرو ډلو ته ونهرسیږي.