مقاله لیکي چې د طالبانو او پاکستان اړیکې هغه مهال لا خرابې شوې چې د طالبانو بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د هند د بهرنیو چارو له وزیر سره په نوي ډېلي کې را ښکاره شو او هند یې «نږدې دوست» وباله.
هند بیا په کابل کې خپل حضور له تخنیکي دفتره سفارت ته لوړ کړ چې دا د پاکستان د امنیتي تګلارو خلاف «سره کرښه» بلل شوې ده.
د مقالې له مخې، طالبان نور د پاکستان له کنټروله وتلی او خپلواکه بهرنۍ تګلاره تعقیبوي چې پهکې له هند او ایران سره نزدې اړیکې هم شاملې دي.
په ورته وخت کې د پاکستاني طالبانو غورځنګ (TTP) فعالیتونه زیات شوي او دغه ډله په جسارت سره د پېښور تر څنډو پورې رسېدلې ده؛ هغه څه چې اسلاماباد یې د کابل له ملاتړ سره تړلي ګڼي.
د نیولاینز په مقاله کې راغلي چې پاکستان اوس د ملي مقاومت جبهې مشر احمد مسعود او د افغانستان د ازادۍ جبهې مشر یاسین ضیا په څېر څېرو ته پاملرنه ډېره کړې ده.
سرچینې وايي، د دغو ډلو لپاره په پاکستان کې دفترونه پرانیستل شوي او د تماس کانالونه فعال دي.
دمقاومت جبهې ویاند عبدالله خنجاني ویلي، دوی له پاکستان سره د هر ډول تعامل په اړه «احتیاط» کوي، ځکه د اسلاماباد پخوانۍ تګلارې تل د مخالفینو د کنټرول هڅه وه، خو د ده په وینا: «د دښمن دښمن ملګری کېدای شي.»
سره له دې، د نیو لاینز مقاله خبرداری ورکوي چې که پاکستان د اپوزېشن پراخ ملاتړ پیل کړي، ښايي د طالبانو پر ضد د هغوی بریدونه پراخ او تنظیم شي. خو پوښتنه دا پاتې ده چې که یو نوی نظام په ملاتړ واک ته ورسېږي، ایا هغه به هم د افغانستان د هر بل حکومت په څېر خپلواکه تګلاره تعقیب نه کړي او پاکستان به یو ځل بیا د هماغه کړکېچ ملګری شي؟