• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

هغه افغان چې په بریتانیا کې پر یوې دولس کلنې نجلۍ جنسي تېری کړی و خپل جرم ومانه

۱ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۲ نومبر ۲۰۲۵، ۰۰:۵۶ GMT+۰تازه شوی: ۱ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۲ نومبر ۲۰۲۵، ۰۲:۰۹ GMT+۰

رویټرز د جمعې په ورځ (د لړم ۳۰مه) راپور ورکړی، چې د بریتانیا په نانیتون ښار کې یوه افغان کډوال چې پر یوې دولس کلنې نجلۍ یې جنسي تېری کړی و، خپل جرم منلی دی.دغه افغان کډوال احمد ملاخېل نومیږي او ۲۳ کلن دی.

ملاخېل له دې سربېره د یوه بل ماشوم د تښتولو او له ۱۳ کلنې پر یوې بلې کم عمره نجلۍ د جنسي تېري ځینې نور تورونه رد کړي دي.

راپور کې راغلي، چې له نوموړي سره د محمد کبیر په نوم یو بل افغان هم په دې تړاو محکمې ته حاضر شوی، خو په دې قضیه کې یې د همکارۍ تورونه رد کړي دي.

ټاکل شوې چې د دوی محکمه د ۲۰۲۶ کال د جنورۍ پر ۲۶مه ترسره شي.

ترویج لرونکی

طالبانو په هرات کې د شپنیو ګزمو له لارې د ښار امنیتي فضا لا سخته کړې
۱

طالبانو په هرات کې د شپنیو ګزمو له لارې د ښار امنیتي فضا لا سخته کړې

۲

د ږېرو پر سر نیونې؛ د کندهار اوسېدونکي وایي د خلکو عزت تر پښو لاندې کېږي او سپکاوی یې کېږي

۳

امریکایي اداره: په جنسي جرمونو محکوم افغان وګړی د کاناډا پولې ته نږدې نیول شوی

۴

د پېښور سترې محکمې یو افغان کډوال ته د پاکستاني تابعیت ورکولو امر کړی

۵

سرچینې: په کندهار کې د مولوي هبت‌الله په مشرۍ د طالبانو د کابینې غونډه شوې

•
•
•

نور کیسې

کېیر سټارمر: د اوکراین د راتلونکي پرېکړې باید خپله اوکراین وکړي نه نور هېوادونه

۳۰ لړم ۱۴۰۴ - ۲۱ نومبر ۲۰۲۵، ۱۶:۳۸ GMT+۰
کېیر سټارمر: د اوکراین د راتلونکي پرېکړې باید خپله اوکراین وکړي نه نور هېوادونه
100%

د برېتانیا لومړي وزیر کېیر سټارمر ویلي چې د اوکراین په اړه ټولې پرېکړې باید د دې هېواد د خپلواکۍ او حاکمیت له مخې خپله اوکراین وکړي.

سټارمر دا څرګندونې په سویلي افریقا کې خبریالانو سره د خبرو پر مهال کړې، داپه داسې حال کې ده چې امریکا د اوکراین جګړېپای ته رسولو لپاره د سولې نوې هڅې پیل کړې دي.

هغه زیاته کړه: «موږ ټول د عادلانه او دوامدارې سولې غوښتونکي یو، خو د اوکراین راتلونکې باید خپله اوکراین وټاکي.»

د سرچینو په وینا، امریکا پر اوکراین فشار زیات کړی چې د واشنګټن تر منځګړیتوب لاندې د سولې پر یوې طرحې هوکړه وکړي؛ داسې طرحه چې د روسیې ځینې لوی شرطونه هم پکې شامل دي، لکه د اضافي خاورې پرېښودل، د کراین د پوځ کمول او د ناټو غړیتوب ته د اوکراین نه پرېښودل.

سرچینې وايي، چې واشنګټن غواړي کیف د راتلونکې اونۍ تر پنجشنبې پورې د دې سولې چوکاټ لاسلیک کړي.

د امریکا ولسمشر: محمد بن سلمان به د غزې د بیارغونې د سولې څارونکي پلاوي سره یوځای شي

۲۸ لړم ۱۴۰۴ - ۱۹ نومبر ۲۰۲۵، ۲۱:۲۱ GMT+۰
د امریکا ولسمشر: محمد بن سلمان به د غزې د بیارغونې د سولې څارونکي پلاوي سره یوځای شي
100%

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي، باور لري چې د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان به د غزې د بیارغونې د څارنې لپاره د سولې له کمېسیون سره یوځای شي.

د امریکا ولسمشر د سې شنبه په شپه (د لړم ۲۷مه) هیله څرګنده کړې وه، چې محمد بن سلمان به د نړۍ له ګڼ شمېر مشرانو سره یو ځای په دې نوي اقدام کې ګډون وکړي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا څو ورځې مخکې د امریکا په ملاتړ یو پرېکړه‌ لیک تصویب کړ، چې دې پلاوي ته له جګړې وروسته د غزې د دوو کلونو د مدیریت پراخ صلاحیت ورکوي.

محمد بن سلمان لا تر اوسه په دې هییت کې د ګډون پرېکړه نه ده تایید کړې. دا کمېسیون لا هم په بشپړ ډول نه دی جوړ شوی؛ خو د ډونالډ ټرمپ له خوا رهبري کېږي.

په ایران کې په یوې ټرافیکي پېښه کې ۱۴ افغان کډوال ټپيان شوي دي

۲۶ لړم ۱۴۰۴ - ۱۷ نومبر ۲۰۲۵، ۲۰:۴۷ GMT+۰
په ایران کې په یوې ټرافیکي پېښه کې ۱۴ افغان کډوال ټپيان شوي دي
100%

د ایران په سیستان-بلوچستان کې د درېیو موټرو د ټکر له امله ۱۴ افغان کډوال سخت ټپيان شوي دي. دغه پېښه پرون (یکشنبه د لړم ۲۵مه) په سروان سیمه کې رامنځته شوې ده.

د حال وش په نوم د ایران د بشري حقونو سازمان وایي، چې دغه پېښه پرون سهار هغه وخت رامنځته شوه کله چې د سون توکو وړونکی یو موټر د افغان کډوالو د لېږدولو له دوو موټرو سره ټکر وکړ.

حال ویش زیاتوي: «دغه پېښه پرون سهار شاوخوا ۷بجې رامنځته شوې ده او د ټکر زور دومره زیات و، چې درې واړه موټر سخت زیانمن شوي او ورسره له افغان کډوالو ۱۴ کسان هم سخت ټپيان شوي دي.»
دا لا روښانه نه ده، چې دغه افغانان له افغانستان څخه ایران ته تلل که له ایران څخه هېواد ته ستنول کېدل.

لا تر اوسه ایراني چارواکو او همداراز طالبانو په دې اړه په رسمي توګه څه نه‌دي ویلي.

طالبان وایي په ټول هېواد کې يې د جادو په تور څه باندې ۴ زره کسان نیولي دي

۲۶ لړم ۱۴۰۴ - ۱۷ نومبر ۲۰۲۵، ۲۰:۰۰ GMT+۰
طالبان وایي په ټول هېواد کې يې د جادو په تور څه باندې ۴ زره کسان نیولي دي
100%

د طالبانو د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت ویلي، د کوډو او جادو د منع فرمان له صادرېدو وروسته د دوی د محتسبینو له لوري په ټول هېواد کې د سحر او جادو په تور تر څلور زرو ډېر کسان نیول شوي دي.

د دغه وزارت مسوولینو ویلي، یوازې سږ کال په څو ولایتونو کې ۲۵۰ کسان د جادو اړوند چارو په تړاو نیول شوي او همداراز عدلي او قضایي بنسټونو ته هم معرفي شوي دي.

دوی ټینګار کړی، چې په ټولنه کې به له منکراتو او فساد څخه مخنیوي ته دوام ورکړي او له هغو کسانو سره به جدي چلند وکړي چې د «فاسدو» اعمالو د پراخېدو لامل ګرځي.

طالبان: په هرات کې په کمپیوټري بڼه د نسخو لیکلو بهیر پیل شو

۲۵ لړم ۱۴۰۴ - ۱۶ نومبر ۲۰۲۵، ۲۳:۱۷ GMT+۰
طالبان: په هرات کې په کمپیوټري بڼه د نسخو لیکلو بهیر پیل شو
100%

د هرات ولایت لپاره د طالبانو د والي ویاند وايي، د دغه ولایت د عامې روغتیا ریاست تر پرېکړې وروسته به په روغتونونو او روغتیایي کلینیکونو کې د نسخې لیکل په کمپیوټري بڼه ترسره کېږي. تر دې مخکې هم په ځینو نورو ولایتونو کې ورته پرېکړه شوې ده.

د هرات ولایت لپاره د طالبانو د رسنیو دفتر د یکشنبې په ورځ (د لړم ۲۵مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي: «دغه اقدام د ناروغانو د معلوماتو په ثبت او مدیریت کې د دقت زیاتوالي په موخه ترسره کېږي او د کمپیوټري نسخو کارول به ددې سبب شي، چې نسخې لا روښانه، د تعقیب وړ او د خطا امکان په کې کم وي.»

د خبرپاڼې له‌مخې، له یادې پرېکړې سره سم په یو شمېر روغتونونو کې د کمپیوټري نسخو د لیکلو بهیر پیل شو او همداراز په دغه ولایت کې ټولو روغتونونو ته سپارښتنه شوې، چې دغه بهیر په خپلو روغتیایي مرکزونو کې عملي کړي.

د ډاکټرانو له لوري د شفري، رمزي او یا د نه‌لوستلو وړ نسخو له امله ناروغ لرونکي سخت سرګردانه و، خو څه موده مخکې د طالبانو د عامې روغتیا وزارت له ټولو ډاکټرانو غوښتي و، چې په نسخو کې د نسخې لیکنې معیارونه پوره کړي او هره نسخه باید د ناروغ بشپړه پېژندنه، عمده ناروغۍ، نښې او تاریخچه، توصیه شوي معاینات او نتایج او تشخیص یا احتمالي تشخیص په واضیح ډول ولري.