په ایران کې په یوې ټرافیکي پېښه کې ۱۴ افغان کډوال ټپيان شوي دي

د ایران په سیستان-بلوچستان کې د درېیو موټرو د ټکر له امله ۱۴ افغان کډوال سخت ټپيان شوي دي. دغه پېښه پرون (یکشنبه د لړم ۲۵مه) په سروان سیمه کې رامنځته شوې ده.

د ایران په سیستان-بلوچستان کې د درېیو موټرو د ټکر له امله ۱۴ افغان کډوال سخت ټپيان شوي دي. دغه پېښه پرون (یکشنبه د لړم ۲۵مه) په سروان سیمه کې رامنځته شوې ده.
د حال وش په نوم د ایران د بشري حقونو سازمان وایي، چې دغه پېښه پرون سهار هغه وخت رامنځته شوه کله چې د سون توکو وړونکی یو موټر د افغان کډوالو د لېږدولو له دوو موټرو سره ټکر وکړ.
حال ویش زیاتوي: «دغه پېښه پرون سهار شاوخوا ۷بجې رامنځته شوې ده او د ټکر زور دومره زیات و، چې درې واړه موټر سخت زیانمن شوي او ورسره له افغان کډوالو ۱۴ کسان هم سخت ټپيان شوي دي.»
دا لا روښانه نه ده، چې دغه افغانان له افغانستان څخه ایران ته تلل که له ایران څخه هېواد ته ستنول کېدل.
لا تر اوسه ایراني چارواکو او همداراز طالبانو په دې اړه په رسمي توګه څه نهدي ویلي.


د طالبانو د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت ویلي، د کوډو او جادو د منع فرمان له صادرېدو وروسته د دوی د محتسبینو له لوري په ټول هېواد کې د سحر او جادو په تور تر څلور زرو ډېر کسان نیول شوي دي.
د دغه وزارت مسوولینو ویلي، یوازې سږ کال په څو ولایتونو کې ۲۵۰ کسان د جادو اړوند چارو په تړاو نیول شوي او همداراز عدلي او قضایي بنسټونو ته هم معرفي شوي دي.
دوی ټینګار کړی، چې په ټولنه کې به له منکراتو او فساد څخه مخنیوي ته دوام ورکړي او له هغو کسانو سره به جدي چلند وکړي چې د «فاسدو» اعمالو د پراخېدو لامل ګرځي.

د هرات ولایت لپاره د طالبانو د والي ویاند وايي، د دغه ولایت د عامې روغتیا ریاست تر پرېکړې وروسته به په روغتونونو او روغتیایي کلینیکونو کې د نسخې لیکل په کمپیوټري بڼه ترسره کېږي. تر دې مخکې هم په ځینو نورو ولایتونو کې ورته پرېکړه شوې ده.
د هرات ولایت لپاره د طالبانو د رسنیو دفتر د یکشنبې په ورځ (د لړم ۲۵مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي: «دغه اقدام د ناروغانو د معلوماتو په ثبت او مدیریت کې د دقت زیاتوالي په موخه ترسره کېږي او د کمپیوټري نسخو کارول به ددې سبب شي، چې نسخې لا روښانه، د تعقیب وړ او د خطا امکان په کې کم وي.»
د خبرپاڼې لهمخې، له یادې پرېکړې سره سم په یو شمېر روغتونونو کې د کمپیوټري نسخو د لیکلو بهیر پیل شو او همداراز په دغه ولایت کې ټولو روغتونونو ته سپارښتنه شوې، چې دغه بهیر په خپلو روغتیایي مرکزونو کې عملي کړي.
د ډاکټرانو له لوري د شفري، رمزي او یا د نهلوستلو وړ نسخو له امله ناروغ لرونکي سخت سرګردانه و، خو څه موده مخکې د طالبانو د عامې روغتیا وزارت له ټولو ډاکټرانو غوښتي و، چې په نسخو کې د نسخې لیکنې معیارونه پوره کړي او هره نسخه باید د ناروغ بشپړه پېژندنه، عمده ناروغۍ، نښې او تاریخچه، توصیه شوي معاینات او نتایج او تشخیص یا احتمالي تشخیص په واضیح ډول ولري.

د والیبال فدراسیون له لوري د پکتیا ولایت په احمدخېلو ولسوالۍ کې د ۳۲لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ له شل ورځني دوام وروسته پای ته ورسېدې.
د سیالیو په پایلوبه کې د بسمالله ځاځي لوبډله وتوانېده، چې خپلې سیالې شفیق سکندرخېلو لوبډلې ته د ۲–۰ په توپیر ماتې ورکړي او د دغو سیالیو اتلولي خپله کړي.
د طالبانو تر واک لاندې د بدني روزنې او ورزش ریاست وایي، د دې لړۍ هدف د سیمې د ځوانانو ترمنځ د یووالي او مثبتې ټولنیزې فضا پیاوړي کول وو.
د پای مراسمو کې غوره ورزشکارانو ته ډالۍ هم ورکړل شوې او اتلې لوبډلې ته د ظاهرشاه ځاځي له لوري ۲۰۰ډالره په تشویقي انعام کې ورکړل شول.

تورخم ته نږدې د خېبر پښتونخوا په لنډيکوتل بازار کې سلګونه سوداګر، د ټرانسپورټ مسولین، مزدوران او عام خلک د تورخم د سوداګریزو لارې د دوامدار بندښت پر ضد سړکونو ته راوتلي دي. لاریوال وایي، د لارې تړلو د دواړو غاړو زرګونه کاروبارونه اغېزمن کړي او سلګونه زره کسان یې بېروزګاره کړي.
په دې لاریون کې د سوداګرو، ډریورانو، مزدورانو او عامو خلکو پراخ ګډون وکړ او ټولو له حکومته وغوښتل چې د پولې تجارتي لاره دې بېله ځنډه ژر تر ژره بېرته پرانیزي.
لاریونوالو وویل چې د تورخم د لارې بندېدل د دواړو هېوادونو اقتصاد سخت اغېزمن کړی او زرګونه کوچني او لوی کاروبارونه یې د تباهۍ پر لور بیولي دي. د دوی په وینا، په سلګونو زره کسان بې کاره شوي او د سیمې اقتصادي فعالیتونه نږدې په ټپه درېدلي دي.
لاریونوالو ټینګار وکړ چې د سوداګریزو لارو بندېدل د خېبر پښتونخوا صنعت ته درانه زیانونه اړولي او ګڼ شمېر فابریکې د بندېدو له ګواښ سره مخ دي. دوی زیاته کړه چې کرنیز سکټور، د مېوو باغونه او د ټرانسپورټ کاروبار هم سخت زیان لیدلی دی.
یو ویناوال وویل: «جګړو کې هم تجارت نه بندېږي، خو اوسنی وضعیت خلک د لوږې، فقر او اندېښنو کندې ته ټېل وهلي دي».
لاریونوالو خبرداری ورکړ چې که بېروزګاري او اقتصادي فشار دوام وکړي، د امنيتي وضعیت خرابېدو خطر به نور هم زیات شي. لاریون کوونکو له حکومتي مشرانو وغوښتل چې د خلکو د اقتصادي ستونزو د ختمولو لپاره عملي ګامونه واخلي.
هغوی افغان طالبانو ته هم پیغام ورکړ چې د خبرو له لارې دې ستونزه حل کړي.
لاریونوالو ټینګار وکړ چې د سوداګرۍ بندېدل تر ټولو لوی زیان د پاکستان اقتصاد ته رسېږي او دواړه هېوادونه باید ټولې سوداګریزې لارې ژر تر ژره بېرته پرانیزي، «تر څو د خلکو اقتصادي وژنه بنده شي».

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ تازه شمېرې ښيي چې په پاکستان کې د افغانانو د نیونو او جبري ایستنو لړۍ په بېسارې توګه لوړه شوې ده. یوازې سږکال تر ۱۰۰ زرو ډېر افغانان نیول شوي، او تر ټولو ډېرې نیونې په بلوچستان کې د چاغۍ او کوټې او په پنجاب کې د اټک په سیمو کې شوې دي.
د یونسیار په تازه راپور کې ویل شوي چې د افغان تابعیت کارت (ACC) لرونکي او بېاسناده افغانان په ۲۰۲۵ کال کې د پخوا پرتله په لویه کچه نیول شوي.
د راپور له مخې، د جنوري له لومړۍ نېټې تر د نومبر ۸مې پورې ۱۰۰،۹۷۱ افغانان د پولیسو لهخوا نیول شوي، په داسې حال کې چې دا شمېر په ۲۰۲۴ کې یوازې ۹،۰۰۶ او په ۲۰۲۳ کې ۲۶،۲۹۹ و.
راپور زیاتوي چې یوازې د نومبر له ۲مې تر ۸مې پورې په یوه اونۍ کې ۱۳،۳۸۰ افغانان نیول شوي، چې د تیرې اونۍ پرتله ۷۲ سلنه زیاتوالی ښيي.
د دغو نیونو ۷۶ سلنه یې بېاسناده افغانان او ACC لرونکي وو.
یاد سازمان وایي، د نومبر په همدې اوونۍ کې ټولې نیونې په بلوچستان کې ۴۱ سلنه او په پنجاب کې ۴۳ سلنه وې، او تر ټولو ډېر افغانان د چاغۍ، کوټې او اټک له سیمو راپور شوي دي.
راپور ښيي چې د ۲۰۲۳ له سپتمبر څخه تر ۲۰۲۵ د نومبر تر ۸مې پورې نږدې ۱.۷ میلیونه افغانان اړ شوي چې پاکستان پرېږدي او افغانستان ته لاړ شي.
یوازې د نومبر په دویمه اونۍ کې ۵۵،۷۶۸ کسان د تورخم، غلام خان، چمن، بادیني او بهرامچې له لارې ستانه شوي چې پکې ۱۳،۵۴۸ کسان په جبري توګه ایستل شوي دي.
یونسیار وايي، د راستنېدونکو ډېری برخه د راجستر شویو کارتونو (PoR) لرونکي وو، خو ترې وروسته بې اسناده افغانان او ACC لرونکي راغلل.
د ایستل شویو کسانو په ډله کې بیا ۸۴ سلنه بې اسناده افغانان وو.
د راپور له مخې، د اپریل له لومړۍ څخه تر اوسه ۸۶۹،۴۴۸افغانان پاکستان پرېښی، چې ۱۳ سلنه یې په جبري توګه ایستل شوي.
د افغانانو د وتلو تر ټولو لوی لامل د نیول کېدو ویره بلل شوې ده.
په همدې موده کې ډېری افغانان د کوټې، اټک او اسلاماباد له سیمو پاکستان پرېږدي او بېرته افغانستان ته ګرځي.
یاده دې وي چي په ۲۰۲۵ کې د پاکستان حکومت څو نوي امرونه هم صادر کړي دي؛ په جنورۍ کې افغانانو ته ویل شوي چې له اسلاماباد او راولپنډۍ ووځي، په اپریل کې د IFRP دویم پړاو د ACC لرونکو لپاره پيل شو، او په جولای کې د PoR کارت لرونکو د ایستلو لپاره قانوني لار خلاصه شوه.
په بلوچستان کې بیا د پولیسو عملیات لا پسې سخت شوي، او یوازې په نوکندي کې ۴۳۴افغانان نیول شوي او د ایستلو پروسې لپاره د ګرديجنګل کمپ ته لیږدول شوي دي.