• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ملګر‌ي ملتونه وایي، پاکستان د روان کال له پیله ۱۰۰زره افغانان په جبري توګه ستانه کړي

۲۵ لړم ۱۴۰۴ - ۱۶ نومبر ۲۰۲۵، ۰۸:۱۱ GMT+۰

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ تازه شمېرې ښيي چې په پاکستان کې د افغانانو د نیونو او جبري ایستنو لړۍ په بې‌سارې توګه لوړه شوې ده. یوازې سږکال تر ۱۰۰ زرو ډېر افغانان نیول شوي، او تر ټولو ډېرې نیونې په بلوچستان کې د چاغۍ او کوټې او په پنجاب کې د اټک په سیمو کې شوې دي.

د یونسیار په تازه راپور کې ویل شوي چې د افغان تابعیت کارت (ACC) لرونکي او بې‌اسناده افغانان په ۲۰۲۵ کال کې د پخوا پرتله په لویه کچه نیول شوي.

د راپور له مخې، د جنوري له لومړۍ نېټې تر د نومبر ۸مې پورې ۱۰۰،۹۷۱ افغانان د پولیسو له‌خوا نیول شوي، په داسې حال کې چې دا شمېر په ۲۰۲۴ کې یوازې ۹،۰۰۶ او په ۲۰۲۳ کې ۲۶،۲۹۹ و.

راپور زیاتوي چې یوازې د نومبر له ۲مې تر ۸مې پورې په یوه اونۍ کې ۱۳،۳۸۰ افغانان نیول شوي، چې د تیرې اونۍ پرتله ۷۲ سلنه زیاتوالی ښيي.

د دغو نیونو ۷۶ سلنه یې بې‌اسناده افغانان او ACC لرونکي وو.

یاد سازمان وایي، د نومبر په همدې اوونۍ کې ټولې نیونې په بلوچستان کې ۴۱ سلنه او په پنجاب کې ۴۳ سلنه وې، او تر ټولو ډېر افغانان د چاغۍ، کوټې او اټک له سیمو راپور شوي دي.

راپور ښيي چې د ۲۰۲۳ له سپتمبر څخه تر ۲۰۲۵ د نومبر تر ۸مې پورې نږدې ۱.۷ میلیونه افغانان اړ شوي چې پاکستان پرېږدي او افغانستان ته لاړ شي.

یوازې د نومبر په دویمه اونۍ کې ۵۵،۷۶۸ کسان د تورخم، غلام خان، چمن، بادیني او بهرامچې له لارې ستانه شوي چې پکې ۱۳،۵۴۸ کسان په جبري توګه ایستل شوي دي.

یونسیار وايي، د راستنېدونکو ډېری برخه د راجستر شویو کارتونو (PoR) لرونکي وو، خو ترې وروسته بې‌ اسناده افغانان او ACC لرونکي راغلل.

د ایستل شویو کسانو په ډله کې بیا ۸۴ سلنه بې‌ اسناده افغانان وو.

د راپور له مخې، د اپریل له لومړۍ څخه تر اوسه ۸۶۹،۴۴۸افغانان پاکستان پرېښی، چې ۱۳ سلنه یې په جبري توګه ایستل شوي.

د افغانانو د وتلو تر ټولو لوی لامل د نیول کېدو ویره بلل شوې ده.

په همدې موده کې ډېری افغانان د کوټې، اټک او اسلام‌اباد له سیمو پاکستان پرېږدي او بېرته افغانستان ته ګرځي.

یاده دې وي چي په ۲۰۲۵ کې د پاکستان حکومت څو نوي امرونه هم صادر کړي دي؛ په جنورۍ کې افغانانو ته ویل شوي چې له اسلام‌اباد او راولپنډۍ ووځي، په اپریل کې د IFRP دویم پړاو د ACC لرونکو لپاره پيل شو، او په جولای کې د PoR کارت لرونکو د ایستلو لپاره قانوني لار خلاصه شوه.

په بلوچستان کې بیا د پولیسو عملیات لا پسې سخت شوي، او یوازې په نوکندي کې ۴۳۴افغانان نیول شوي او د ایستلو پروسې لپاره د ګردي‌جنګل کمپ ته لیږدول شوي دي.

ترویج لرونکی

طالبانو په هرات کې د شپنیو ګزمو له لارې د ښار امنیتي فضا لا سخته کړې
۱

طالبانو په هرات کې د شپنیو ګزمو له لارې د ښار امنیتي فضا لا سخته کړې

۲

د ږېرو پر سر نیونې؛ د کندهار اوسېدونکي وایي د خلکو عزت تر پښو لاندې کېږي او سپکاوی یې کېږي

۳

امریکایي اداره: په جنسي جرمونو محکوم افغان وګړی د کاناډا پولې ته نږدې نیول شوی

۴

د پېښور سترې محکمې یو افغان کډوال ته د پاکستاني تابعیت ورکولو امر کړی

۵

سرچینې: په کندهار کې د مولوي هبت‌الله په مشرۍ د طالبانو د کابینې غونډه شوې

•
•
•

نور کیسې

طالبانو په کابل کې یو کس سره ۱۷ زره نشه لرونکې ګولۍ نیولي

۲۵ لړم ۱۴۰۴ - ۱۶ نومبر ۲۰۲۵، ۰۷:۰۳ GMT+۰
طالبانو په کابل کې یو کس سره ۱۷ زره نشه لرونکې ګولۍ نیولي
100%

د طالبانو کورنیو چارو وزارت ویلي چې د نشه یي توکو پر ضد ځانګړې څانګې یې د کابل ښار د اومې ناحیې په مربوطاتو کې ۱۷ زره ۲۵۰ نشه‌يي ګولۍ کشف او ضبط کړي دي. خبرپاڼه زیاتوي، چې د دغه نشه‌یي توکو په تړاو یو کس هم نیول شوی دی.

همدا راز ویل شوي، د طالبانو د کابل امنیه قوماندانۍ د نشه یي توکو پر ضد مبارزې ځواکونو په ځانګړو کشفي عملیات کې ۱۷ زره ۲۵۰ ګولۍ چې د نشه‌يي توکو په ډله کې راځي، کشف او نیولي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، په دې تړاو نیول شوی کس به تر لومړنیو څېړنو وروسته به د‌ طالبانو اړوندو عدلي او قضایي ادارو ته وسپارل شي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت چارواکو ویلي چې دغه اقدامات د کابل ښار د خلکو د خوندیتوب او د نشه‌يي توکو د مخنیوي په موخه ترسره شوي دي او د دوی هڅه دا ده چې د ټولنې زیانمنونکي مواد له خلکو لرې وساتل شي.

طالبانو د کندهاري انارو په صادراتو کې د ۳۲سلنه زیاتوالي خبر ورکړ

۲۵ لړم ۱۴۰۴ - ۱۶ نومبر ۲۰۲۵، ۰۶:۳۶ GMT+۰
طالبانو د کندهاري انارو په صادراتو کې د ۳۲سلنه زیاتوالي خبر ورکړ
100%

سره له دې چې له یوې میاشتې راهیسې له پاکستان سره د ډیورنډ کرښې له لارې سوداګري تړل شوې، په کندهار کې طالب چارواکي وايي چې سږکال له دې ولایت نه نږدې ۲۲ زره ټنه انار بهر ته صادر شوي، چې د تېر کال پرتله ۳۲ سلنه زیاتوالی ښيي.

په کندهار کې د طالبانو کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ویلي چې تېر کال ۷زره ټنه انار صادر شوي وو، خو سږکال د صادراتو کچه د پام وړ لوړه شوې ده. د یاد ریاست د معلوماتو له مخې، سږکال له دې ولایت نږدې ۲۲ زره ټنه انار له هېواد څخه بهر صادر شوي، چې د تېر کال په پرتله ۳۲ سلنه زیاتوالی ښيي.

دا په داسې حال کې ده له تیرې یوې میاشتې راپدېخوا له پاکستان سره د سوداګرۍ ټولې لارې تړلي او هیڅ ډول راکړه ورکړه پرې نه‌ده شوې.

د کندهار انار زیاتره صادرات مالیزیا، ازبکستان او روسیې ته شوي.

د طالبانو د کرنې ریاست مسولین وايي چې د صادراتو د دې زیاتوالي لامل د کروندګرو د محصول کیفیت لوړول، د ساتنې او بسته‌بندۍ ښه تدابیر او نړۍوالو بازارونو ته اسانتیاوې دي.

سرچینې زیاتوي چې د صادراتو دغه پرمختګ نه یوازې د کندهار اقتصادي وضعیت ښه کوي، بلکې د کروندګرو عاید لوړوي او په سیمه ییز اقتصاد مثبت اغېز کوي.

افغانستان ته د تورخم له لارې د پاکستانۍ مالټو، امروتو او کېلو قاچاق روان دی

۲۵ لړم ۱۴۰۴ - ۱۶ نومبر ۲۰۲۵، ۰۶:۲۹ GMT+۰
افغانستان ته د تورخم له لارې د پاکستانۍ مالټو، امروتو او کېلو قاچاق روان دی
100%

ننګرهار کې د تازه مېوو یو شمېر کاروباریانو افغانستان انټرنشنل – پښتو ته ویلي چې له پاکستان نه د اېستل کېدونکو افغان کډوالو په بار وړونکو موټرونو کې کېلې، امروت او مالټې هېواد ته قاچاق کېږي. وایي، د تورخم له لارې د پاکستانۍ مېوو نږدې ۱۰۰۰ کارټنه هره ورځ هېواد ته قاچاق کېږي.

د جلال اباد ښار د تازه مېوو او سبزیو په منډوی کې پر رزوګار بوخت یو کاروباري افغانستان انټرنشنل – پښتو ته د نوم نه ښودو په شرط وایي چې دا قاچاق کېدونکې مېوې په لوړو بیو بازارونو کې پلورل کېږي. هغه وویل: «پېښور نه چې کډې راځي د هغې لاندې امروت او کېلې راځي».

سرچینو همدا راز زیاته کړې چې پاکستانۍ تازه مېوې لومړی ایران ته صادرېږي او بیا له هغې ځایه افغانستان ته راځي. هم مهاله بیا د افغانستان تازه مېوې په ځانګړي ډول انګور ایران ته صادرېږي او بیا له هغې ځایه پاکستان ته وړل کېږي.

د تازه مېوو د یو سوداګر په وینا: «د ایران له لارې هم د پاکستان کېلې افغانستان ته راځي او مونږ هم انګور ایران ته لېږو، بیا له هغې ځایه پاکستان ته ځي».

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر ډیورنډ کرښه ټولې لارې د هر ډول سوداګر پر مخ تړل شوې دي چې له امله یې دواړه غاړو د تازه مېوو کاروباریانو او کروندګرو ته درانه زیانونه اوښتي دي. هم مهاله څو ورځې وړاندې د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر افغان سوداګرو ته خبرداری ورکړ چې له پاکستان سره هر ډول سوداګریزه راکړه ورکړه بنده کړي.

دغه طالب چاروکي افغان سوداګرو ته سپارښتنه وکړه چې د پاکستان پر ځای په نورو سوداګریزو لارو باندې غور وکړي او ژر تر ژره دې یاد هېواد کې خپلې معاملې حل کړي. یو شمېر افغان او پاکستاني سوداګرو دا چاره د دوه اړخیزې سوداګرۍ لپاره له زیان ډکه بللې.

څو څو وارې افغان او پاکستاني سوداګرو نیوکې کړې چې اسلام اباد او طالبان دې پر ډیورنډ کرښه له سوداګریزو لارو څخه سیاسي استفاده نه کوي او نه هم باید د دواړو لوریو ترمنځ د کړکېچونو له امله دوی قربانیان شي.

طالبانو تېره اونۍ هلمند کې د قاچاق په تور ۸۱کسان له ۴۰موټرونو سره نیولي

۲۵ لړم ۱۴۰۴ - ۱۶ نومبر ۲۰۲۵، ۰۵:۰۶ GMT+۰
طالبانو تېره اونۍ هلمند کې د قاچاق په تور ۸۱کسان له ۴۰موټرونو سره نیولي
100%

په هلمند کې د طالبانو رسنیز دفتر وایي، په دغه ولایت کې د تېرې یوې اونۍ په اوږدو کې د قاچاقي توکو د غیرقانوني واردولو په تور ۸۱ کسان د ۴۰ عرادې موټرو سره نیول شوي او خپلو اړوندو ادارو ته یې سپارلي دي.

خبرپاڼه کې راغلي، یادو قاچاقبرو هڅه کوله چې خوراکي او غیرخوراکي بې‌کیفیته توکي لکه تېل، انساني درمل، چرګان، کیلې، مرچک او نور مواد له نورو هېوادونو څخه په ناقانونه توګه هلمند ولایت ته وارد کړي.

د خبرپاڼې له مخې، یاد کسان د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه، بهرامچې او ګرمسیر ولسوالیو په مربوطاتو کې نیول شوي او اړوندو ارګانونو ته یې د قضیو مخته وړلو په موخه ور پېژندلي دي.

خبرپاڼه زیاتوي، له دغه کسانو څخه ۷۴ ټنه قاچاقي توکي هم ترلاسه شوي دي.

چینایي ساتندوی کښتۍ د جاپان تر ادارې لاندې د سنکاکو ټاپوګانو شاوخوا اوبو ته ننوتلې

۲۵ لړم ۱۴۰۴ - ۱۶ نومبر ۲۰۲۵، ۰۳:۳۶ GMT+۰
چینایي ساتندوی کښتۍ د جاپان تر ادارې لاندې د سنکاکو ټاپوګانو شاوخوا اوبو ته ننوتلې
100%

د چین ساحلي ساتندوی ځواک وایي چې د دوی کښتۍ د یکشنبې په ورځ د جاپان تر ادارې لاندې سنکاکو ټاپوګانو په سیمه ییزو اوبو ته ننوتلې دي. دا ګام له هغه وروسته اخیستل کېږي چې د جاپان لومړۍ وزیرې سانای تاکایچي ویلي وو، که چین پر تایوان برید وکړي، کېدای شي ټوکیو پوځي غبرګون وښيي.

بیجینګ د دې څرګندونو پر ضد سخت غبرګون ښودلی او غوښتنه یې کړې چې جاپاني چارواکي دې خپل دریځ روښانه کړي.

چین تایوان د خپل قلمرو برخه بولي، خو تایوان د بیجینګ ادعاوې ردوي.

په همدې حال کې تایوان وایي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې د چین ۳۰ پوځي الوتکې او اووه بېړۍ د ټاپو شاوخوا لیدلي چې د چین له لوري د دوامدارو پوځي فشارونو یوه برخه ده.