• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو د کندهاري انارو په صادراتو کې د ۳۲سلنه زیاتوالي خبر ورکړ

۲۵ لړم ۱۴۰۴ - ۱۶ نومبر ۲۰۲۵، ۰۶:۳۶ GMT+۰

سره له دې چې له یوې میاشتې راهیسې له پاکستان سره د ډیورنډ کرښې له لارې سوداګري تړل شوې، په کندهار کې طالب چارواکي وايي چې سږکال له دې ولایت نه نږدې ۲۲ زره ټنه انار بهر ته صادر شوي، چې د تېر کال پرتله ۳۲ سلنه زیاتوالی ښيي.

په کندهار کې د طالبانو کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ویلي چې تېر کال ۷زره ټنه انار صادر شوي وو، خو سږکال د صادراتو کچه د پام وړ لوړه شوې ده. د یاد ریاست د معلوماتو له مخې، سږکال له دې ولایت نږدې ۲۲ زره ټنه انار له هېواد څخه بهر صادر شوي، چې د تېر کال په پرتله ۳۲ سلنه زیاتوالی ښيي.

دا په داسې حال کې ده له تیرې یوې میاشتې راپدېخوا له پاکستان سره د سوداګرۍ ټولې لارې تړلي او هیڅ ډول راکړه ورکړه پرې نه‌ده شوې.

د کندهار انار زیاتره صادرات مالیزیا، ازبکستان او روسیې ته شوي.

د طالبانو د کرنې ریاست مسولین وايي چې د صادراتو د دې زیاتوالي لامل د کروندګرو د محصول کیفیت لوړول، د ساتنې او بسته‌بندۍ ښه تدابیر او نړۍوالو بازارونو ته اسانتیاوې دي.

سرچینې زیاتوي چې د صادراتو دغه پرمختګ نه یوازې د کندهار اقتصادي وضعیت ښه کوي، بلکې د کروندګرو عاید لوړوي او په سیمه ییز اقتصاد مثبت اغېز کوي.

ترویج لرونکی

طالبانو په هرات کې د شپنیو ګزمو له لارې د ښار امنیتي فضا لا سخته کړې
۱

طالبانو په هرات کې د شپنیو ګزمو له لارې د ښار امنیتي فضا لا سخته کړې

۲

د ږېرو پر سر نیونې؛ د کندهار اوسېدونکي وایي د خلکو عزت تر پښو لاندې کېږي او سپکاوی یې کېږي

۳

د پېښور سترې محکمې یو افغان کډوال ته د پاکستاني تابعیت ورکولو امر کړی

۴

سرچینې: په کندهار کې د مولوي هبت‌الله په مشرۍ د طالبانو د کابینې غونډه شوې

۵

اروپايي ټولنه: د افغان کډوالو د ستنولو لپاره طالبانو سره له خبرو پرته بله لاره نه لرو

•
•
•

نور کیسې

افغانستان ته د تورخم له لارې د پاکستانۍ مالټو، امروتو او کېلو قاچاق روان دی

۲۵ لړم ۱۴۰۴ - ۱۶ نومبر ۲۰۲۵، ۰۶:۲۹ GMT+۰
افغانستان ته د تورخم له لارې د پاکستانۍ مالټو، امروتو او کېلو قاچاق روان دی
100%

ننګرهار کې د تازه مېوو یو شمېر کاروباریانو افغانستان انټرنشنل – پښتو ته ویلي چې له پاکستان نه د اېستل کېدونکو افغان کډوالو په بار وړونکو موټرونو کې کېلې، امروت او مالټې هېواد ته قاچاق کېږي. وایي، د تورخم له لارې د پاکستانۍ مېوو نږدې ۱۰۰۰ کارټنه هره ورځ هېواد ته قاچاق کېږي.

د جلال اباد ښار د تازه مېوو او سبزیو په منډوی کې پر رزوګار بوخت یو کاروباري افغانستان انټرنشنل – پښتو ته د نوم نه ښودو په شرط وایي چې دا قاچاق کېدونکې مېوې په لوړو بیو بازارونو کې پلورل کېږي. هغه وویل: «پېښور نه چې کډې راځي د هغې لاندې امروت او کېلې راځي».

سرچینو همدا راز زیاته کړې چې پاکستانۍ تازه مېوې لومړی ایران ته صادرېږي او بیا له هغې ځایه افغانستان ته راځي. هم مهاله بیا د افغانستان تازه مېوې په ځانګړي ډول انګور ایران ته صادرېږي او بیا له هغې ځایه پاکستان ته وړل کېږي.

د تازه مېوو د یو سوداګر په وینا: «د ایران له لارې هم د پاکستان کېلې افغانستان ته راځي او مونږ هم انګور ایران ته لېږو، بیا له هغې ځایه پاکستان ته ځي».

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر ډیورنډ کرښه ټولې لارې د هر ډول سوداګر پر مخ تړل شوې دي چې له امله یې دواړه غاړو د تازه مېوو کاروباریانو او کروندګرو ته درانه زیانونه اوښتي دي. هم مهاله څو ورځې وړاندې د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر افغان سوداګرو ته خبرداری ورکړ چې له پاکستان سره هر ډول سوداګریزه راکړه ورکړه بنده کړي.

دغه طالب چاروکي افغان سوداګرو ته سپارښتنه وکړه چې د پاکستان پر ځای په نورو سوداګریزو لارو باندې غور وکړي او ژر تر ژره دې یاد هېواد کې خپلې معاملې حل کړي. یو شمېر افغان او پاکستاني سوداګرو دا چاره د دوه اړخیزې سوداګرۍ لپاره له زیان ډکه بللې.

څو څو وارې افغان او پاکستاني سوداګرو نیوکې کړې چې اسلام اباد او طالبان دې پر ډیورنډ کرښه له سوداګریزو لارو څخه سیاسي استفاده نه کوي او نه هم باید د دواړو لوریو ترمنځ د کړکېچونو له امله دوی قربانیان شي.

طالبانو تېره اونۍ هلمند کې د قاچاق په تور ۸۱کسان له ۴۰موټرونو سره نیولي

۲۵ لړم ۱۴۰۴ - ۱۶ نومبر ۲۰۲۵، ۰۵:۰۶ GMT+۰
طالبانو تېره اونۍ هلمند کې د قاچاق په تور ۸۱کسان له ۴۰موټرونو سره نیولي
100%

په هلمند کې د طالبانو رسنیز دفتر وایي، په دغه ولایت کې د تېرې یوې اونۍ په اوږدو کې د قاچاقي توکو د غیرقانوني واردولو په تور ۸۱ کسان د ۴۰ عرادې موټرو سره نیول شوي او خپلو اړوندو ادارو ته یې سپارلي دي.

خبرپاڼه کې راغلي، یادو قاچاقبرو هڅه کوله چې خوراکي او غیرخوراکي بې‌کیفیته توکي لکه تېل، انساني درمل، چرګان، کیلې، مرچک او نور مواد له نورو هېوادونو څخه په ناقانونه توګه هلمند ولایت ته وارد کړي.

د خبرپاڼې له مخې، یاد کسان د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه، بهرامچې او ګرمسیر ولسوالیو په مربوطاتو کې نیول شوي او اړوندو ارګانونو ته یې د قضیو مخته وړلو په موخه ور پېژندلي دي.

خبرپاڼه زیاتوي، له دغه کسانو څخه ۷۴ ټنه قاچاقي توکي هم ترلاسه شوي دي.

چینایي ساتندوی کښتۍ د جاپان تر ادارې لاندې د سنکاکو ټاپوګانو شاوخوا اوبو ته ننوتلې

۲۵ لړم ۱۴۰۴ - ۱۶ نومبر ۲۰۲۵، ۰۳:۳۶ GMT+۰
چینایي ساتندوی کښتۍ د جاپان تر ادارې لاندې د سنکاکو ټاپوګانو شاوخوا اوبو ته ننوتلې
100%

د چین ساحلي ساتندوی ځواک وایي چې د دوی کښتۍ د یکشنبې په ورځ د جاپان تر ادارې لاندې سنکاکو ټاپوګانو په سیمه ییزو اوبو ته ننوتلې دي. دا ګام له هغه وروسته اخیستل کېږي چې د جاپان لومړۍ وزیرې سانای تاکایچي ویلي وو، که چین پر تایوان برید وکړي، کېدای شي ټوکیو پوځي غبرګون وښيي.

بیجینګ د دې څرګندونو پر ضد سخت غبرګون ښودلی او غوښتنه یې کړې چې جاپاني چارواکي دې خپل دریځ روښانه کړي.

چین تایوان د خپل قلمرو برخه بولي، خو تایوان د بیجینګ ادعاوې ردوي.

په همدې حال کې تایوان وایي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې د چین ۳۰ پوځي الوتکې او اووه بېړۍ د ټاپو شاوخوا لیدلي چې د چین له لوري د دوامدارو پوځي فشارونو یوه برخه ده.

علي‌خېل: افغانستان به یا د سیمې د سوداګرۍ مرکز شي او یا هم د سیالیو ډګر

۲۵ لړم ۱۴۰۴ - ۱۶ نومبر ۲۰۲۵، ۰۳:۱۱ GMT+۰
علي‌خېل: افغانستان به یا د سیمې د سوداګرۍ مرکز شي او یا هم د سیالیو ډګر
100%

د تېر جمهوري نظام پر مهال په پاکستان کې افغان سفیر نجیب‌الله علي‌خېل وایي، افغانستان تاریخي او حساس پړاو کې د یوې مهمې پرېکړې پر سر ولاړ دی چې یا به د سیمې د ستراتیژیکو اقتصادي پروژو له فرصتونو اغېزمنه ګټه واخلي او یا به یو ځل بیا د نړۍوالو سیالیو په ډګر بدل شي.

نجیب‌الله علي‌خېل پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې د هېواد جغرافیایي موقعیت له مرکزي، جنوبي، ختیځې او لوېدیځې اسیا سره د نښلولو ځانګړی ارزښت لري. نوموړی لیکي چې افغانستان د ځمکني پل په توګه د سیمه‌ییزو اقتصادي پروژو لپاره مهم ظرفیت لري.

علي‌خېل په خپل پوسټ کې د افغانستان د ستراتېژیک موقعیت په اړه لیکلي: «دا ځانګړې جغرافیایي موقعیت د سیمې په کچه د سترو اقتصادي پروژو په تطبیق او سیمه‌ییز ادغام کې ستر اهمیت او روښانه دورنما لري.»

نوموړي ټینګار کړی چې د افغانستان راتلونکی د ملي فکرونو، ګډو ارزښتونو او د هېواد د طبیعي شتمنیو د اغېزمن مدیریت پورې تړلی دی.

د ده په وینا، که د دې شتمنیو سمه ګټه واخیستل شي، افغانستان «د اسیا په زړه کې د تجارت او ترانزیت په مرکز» بدلېدلی شي، خو که له دې فرصت ګټه وانه خیستل شي، یو ځل بیا د جیوپولیتیکي سیالیو ساحه ګرځي.

علي‌خېل ټینګار کوي چې د هېواد تاریخي فرصت باید له لاسه ونه‌وځي، او افغانان باید پرېکړه وکړي چې افغانستان د اقتصادي ثبات مرکز وي او که د لویو سیالیو قرباني.

بریتانيې د پناه غوښتنې په پالیسۍ کې تر ټولو ستر بدلون اعلان کړ

۲۵ لړم ۱۴۰۴ - ۱۶ نومبر ۲۰۲۵، ۰۰:۴۹ GMT+۰
بریتانيې د پناه غوښتنې په پالیسۍ کې تر ټولو ستر بدلون اعلان کړ
100%

بریتانيې وايي چې د معاصر وخت تر ټولو لوی بدلون به د پناه غوښتونکو د پالیسۍ په برخه کې پلی کړي، چې الهام یې له ډنمارک څخه اخیستی، هغه هېواد چې په اروپا کې تر ټولو سخت قوانین لري او د بشري حقونو ډلې پرې پراخ انتقاد کوي.

بریتانیا وايي، چې د معاصر وخت تر ټولو لوی بدلون به د پناه غوښتنې په پالیسۍ کېعملي کړي او پهوینا یې د دغې چارې الهام یې هم له ډنمارک څخه اخیستی، هغه هېواد چې په اروپا کې تر ټولو سخت قوانین لري او د بشري حقونو ډلې پرې نیوکې لري.

د کارګر ګوند حکومت د پناه غوښتنې په اړه خپله تګلاره لا سخته کړې، په ځانګړې توګه د هغو ناقانونه کډوالو او پناه غوښتونکو په تړاو چې د فرانسې له لارې ورځي.

حکومت دا ځکه کوي، چې غواړي د خلکو ملاتړ له هغو سیاسي ډلو کم کړي،چې د کډوالۍ موضوع یې د خلکو په منځ کې ډېره ګرمه کړې او د عامو بحثونو اصلي موضوع یې ګرځولې ده.

د دغه هېواد کورنیو چارو وزارت په یوې اعلامیې کې ویلي، چې د بدلونونو له مخې، هغه قانوني مسوولیت چې پکې ځینو پناه غوښتونکو ته د استوګنې او اونیزو مرستو ملاتړ ورکول کېده، لغوه کېږي.

دغه وزارت وایي، دا اقدامات به پر هغو پناه غوښتونکو عملي کېږي، چې کار کولای شي، خو نه یې کوي او پر هغو کډوالو چې قانون تر پښو لاندې کوي. وزارت زیاته کړې، د خلکو له مالیې تمویلېدونکی ملاتړ به هغو ته لومړیتوب ورکړيچې له اقتصاد او سیمه‌ییزو ټولنو سره مرسته کوي.

د کورنیو چارو وزارت به د را‌روانې دوشنبې په ورځ د دغو اقداماتو نور جزییات وړاندې کړي.

دغه وزارت څرګنده کړې: «زموږ هېواد د هغو کسانو د منلو ویاړ لري چې له ګواښه تښتي. د کډوالۍ چټکتیا او پراخوالی زموږ پر ټولنو سخت فشار راوړي.»

د بریتانيې څه باندې۱۰۰خیریه موسسوله یاد وزارت څخهغوښتي: «د کډوالو ملامتول بند کړۍ او داسې ننداریزه پالیسي پرېږدۍ چې زیان رسوي.» دوی زیاته کړې، دغه ډول چارې نژادي تبعیض او تاوتریخوالی زیاتوي.

د نظرپوښتنو له‌مخې، د کډوالۍ اړوند موضوعات په بریتانیا کې د رایه ورکونکو تر ټولو مهمه اندېښنه ګرځېدلې ده.

د یادونې وړ ده، چې د ۲۰۲۵ کال د مارچ تر پایه د افغان کډوالو په ګډون نږدې ۱۰۹ زره او ۳۴۳ کسانو بریتانیې کې د پناه غوښتنه کړې، چې دا د تېر کال پرتله ۱۷ سلنه زیاتوالی ښیي.