دغه اتحادیه زیاتوي چې له دې ډلې ۵۶ شبکې ازادې او ۲۵ دولتي دي، چې په مرکز او ولایتونو کې خپرونې لري.
دغه اتحادیه وایي، په دې شبکو کې ټولټال ۱۳۶۴ کسان په کار بوخت دي چې دا د اطلاعاتو د رسولو، عامه پوهاوي د لوړولو او ملي ویښتیا لپاره ستر ملي ظرفیت بلل کېږي.
له هغه راهیسې چې طالبان د ۲۰۲۱ کال د اګسټ په ۱۵مه په افغانستان کې بیا واک ته ورسېدل، پر رسنیو او خبریالانو ګڼ محدودیتونه وضع شوي، یو شمېر رسنۍ تړل شوي، خبریالان ګواښل شوي، بندي او وژل شوي دي.
د خبریالانو د ملاتړ سازمان (امسو) بیا ویلي، چې د دوی د موندنو پر بنسټ په تېرو څلورو کلونو کې د رسنیو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۵۵۰ پېښې او ۲۵ محدودوونکي حکمونه ثبت شوي دي.
د دې سازمان مشر حامد عبیدي، په خپلو څرګندونو کې ویلي، په افغانستان کې انتقادي ژورنالېزم نږدې لهمنځه تللی او ښځې له رسنیو څخه په «بشپړ» ډول حذف شوې دي. د هغه په باور، ګڼ شمېر خبریالان د نیول کېدو او شکنجې له وېرې په پټه کار کوي او یا هم د هېواد پرېښودو ته اړ شوي دي.
په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو سره سم، له هېواده بهر یو شمېر ټلویزیوني شبکې جوړې شوې او لا هم فعالیت لري.
له دې سره سم، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي نن په برلین کې په یوې انلاین غونډه کې وویل، هغه رسنۍ چې له بهره (له افغانستان څخه بهر) نشرات لري، د اوس لپاره تر ټولو مهم مدافعین او د هېواد د پېښو ثبتوونکي دي.
د نوموړي په باور: «هغوی د افغانستان دننه غږونه تقویت کوي، د جرایمو او د بشري حقونو د نقض په تړاو راپورونه خپروي او د هېواد د تاریخ ساتونکي دي.»
افغانستان او ګڼ شمېر نور هېوادونه د نومبر ۲۱مه د ټلویزیون نړۍواله ورځ، د دې لپاره نمانځي چې د ټلویزیون اغېز، اعتبار او ټولنیز اهمیت درک کړي. د ټلویزیون نړۍواله ورځ د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ د ۱۹۹۶ کال د ډسمبر په ۱۷مه د ۵۱/۲۰۵ پرېکړه لیک لهمخې په رسمي توګه اعلان شوه. په یاده پرېکړه کې ټلویزیون د معلوماتو د خپرولو، د عامه پوهاوي د لوړولو، د سولې او نړۍوالو اړیکو د پیاوړتیا لپاره یوه مهمه او باوري وسیله بلل شوې ده.