• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو او هند د تجارتي اتشې پر ټاکلو موافقه وکړه

۳۰ لړم ۱۴۰۴ - ۲۱ نومبر ۲۰۲۵، ۲۱:۲۹ GMT+۰تازه شوی: ۳۰ لړم ۱۴۰۴ - ۲۱ نومبر ۲۰۲۵، ۲۲:۳۴ GMT+۰

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر او د هند د سوداګرۍ په چارو کې د دولت وزیر موافقه کړې، چې د دواړو لورو ترمنځ د اقتصادي همکاریو د پیاوړتیا لپاره د یو بل په سفارتونو کې ځانګړې تجارتي اتشې وګوماري. د افغانستان او هند ترمنځ د سوداګرۍ ارزښت له یو میلیارد ډالرو زیات اعلان شوی دی.

د هندي رسنیو د راپور له‌مخې، دغه هوکړه د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي او د هند د سوداګرۍ په چارو کې د دولت وزیر جیتین پرساد تر منځ لیدنه کې شوې ده.

عزیزي په دې لیدنه کې د هند او طالبانو ترمنځ د تازه همکاریو لپاره د کانونو، کرنې، روغتیا، درمل جوړولو، معلوماتي ټکنالوژۍ، انرژۍ او نساجي په څېر سکتورونه مهم فرصتونه وبلل او له هندي صنعتکارانو یې وغوښتل، چې د افغانستان ظرفیتونه له نږدې وارزوي.

په دې هوکړه کې پر دې هم ټینګار شوی، چې د سوداګرۍ، پانګونې او اقتصادي همکاریو په برخو کې ګډې کاري ډلې بېرته فعالې شي او تجارتي اتشې به د دواړو لورو د سوداګریزو همکاریو د ملاتړ دنده ولري.

عزیزي په هند کې د خبرو پر مهال د سوداګرو لپاره د طالبانو له تازه هڅو خبر هم ورکړ، چې پکې د اومه موادو او ماشینونو پر وارداتو یو سلنه تعرفه، د فابریکو لپاره وړیا ځمکه، د باور وړ برېښنا او د پنځو کلونو مالیاتي‌ معافیت په ځانګړي ډول د هغو صنعتونو لپاره چې د ستانه شویو کډوالو له خوا جوړيږي.

له دې سره سم، د هند د بهرنیو چارو مرستیال وزیر انند پرکاش د طالبانو د سوداګرۍ وزیر په حضور کې اعلان وکړ، دولت نن سهار خبر ورکړی، چې د افغانستان او هند ترمنځ د کارګو یا بار وړونکو الوتنو لړۍ بېرته فعاله شوې او ډېر ژر به یې الوتنې پیل شي.

د یادونې وړ ده، چې نورالدین عزیزي د یوه سوداګریز پلاوي په مشرۍ د پنځه ورځني سفر لپاره نوي ډیلي ته تللی دی.

ترویج لرونکی

طالبانو په هرات کې د شپنیو ګزمو له لارې د ښار امنیتي فضا لا سخته کړې
۱

طالبانو په هرات کې د شپنیو ګزمو له لارې د ښار امنیتي فضا لا سخته کړې

۲

د ږېرو پر سر نیونې؛ د کندهار اوسېدونکي وایي د خلکو عزت تر پښو لاندې کېږي او سپکاوی یې کېږي

۳

امریکایي اداره: په جنسي جرمونو محکوم افغان وګړی د کاناډا پولې ته نږدې نیول شوی

۴

د پېښور سترې محکمې یو افغان کډوال ته د پاکستاني تابعیت ورکولو امر کړی

۵

سرچینې: په کندهار کې د مولوي هبت‌الله په مشرۍ د طالبانو د کابینې غونډه شوې

•
•
•

نور کیسې

د ټلویزیون نړۍواله ورځ؛ په ټول افغانستان کې شاوخوا ۸۱ ټلویزیوني شبکې فعالیت لري

۳۰ لړم ۱۴۰۴ - ۲۱ نومبر ۲۰۲۵، ۲۰:۵۳ GMT+۰
د ټلویزیون نړۍواله ورځ؛ په ټول افغانستان کې شاوخوا ۸۱ ټلویزیوني شبکې فعالیت لري
100%

د ازادو ژورنالیستانو اتحادیې د ټلویزیون د نړۍوالې ورځې په مناسبت په یوې اعلامیې کې ویلي، په ټول هېواد کې ۸۱ ټلویزیوني شبکې لا هم فعالیت لري. طالبانو له بیا واکمنېدو سره سم، یو شمېر ټلویزیوني شبکې بندې کړې او په ټوله کې تر طالبانو مخکې نظام کې د ټلویزیوني شبکو شمېر ډېر لوړ و.

دغه اتحادیه زیاتوي چې له دې ډلې ۵۶ شبکې ازادې او ۲۵ دولتي دي، چې په مرکز او ولایتونو کې خپرونې لري.

دغه اتحادیه وایي، په دې شبکو کې ټولټال ۱۳۶۴ کسان په کار بوخت دي چې دا د اطلاعاتو د رسولو، عامه پوهاوي د لوړولو او ملي ویښتیا لپاره ستر ملي ظرفیت بلل کېږي.

له هغه راهیسې چې طالبان د ۲۰۲۱ کال د اګسټ په ۱۵مه په افغانستان کې بیا واک ته ورسېدل، پر رسنیو او خبریالانو ګڼ محدودیتونه وضع شوي، یو شمېر رسنۍ تړل شوي، خبریالان ګواښل شوي، بندي او وژل شوي دي.

د خبریالانو د ملاتړ سازمان (امسو) بیا ویلي، چې د دوی د موندنو پر بنسټ په تېرو څلورو کلونو کې د رسنیو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۵۵۰ پېښې او ۲۵ محدودوونکي حکمونه ثبت شوي دي.

د دې سازمان مشر حامد عبیدي، په خپلو څرګندونو کې ویلي، په افغانستان کې انتقادي ژورنالېزم نږدې له‌منځه تللی او ښځې له رسنیو څخه په «بشپړ» ډول حذف شوې دي. د هغه په باور، ګڼ شمېر خبریالان د نیول کېدو او شکنجې له وېرې په پټه کار کوي او یا هم د هېواد پرېښودو ته اړ شوي دي.

په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو سره سم، له هېواده بهر یو شمېر ټلویزیوني شبکې جوړې شوې او لا هم فعالیت لري.

له دې سره سم، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي نن په برلین کې په یوې انلاین غونډه کې وویل، هغه رسنۍ چې له بهره (له افغانستان څخه بهر) نشرات لري، د اوس لپاره تر ټولو مهم مدافعین او د هېواد د پېښو ثبتوونکي دي.

د نوموړي په باور: «هغوی د افغانستان دننه غږونه تقویت کوي، د جرایمو او د بشري حقونو د نقض په تړاو راپورونه خپروي او د هېواد د تاریخ ساتونکي دي.»

افغانستان او ګڼ شمېر نور هېوادونه د نومبر ۲۱مه د ټلویزیون نړۍواله ورځ، د دې لپاره نمانځي چې د ټلویزیون اغېز، اعتبار او ټولنیز اهمیت درک کړي. د ټلویزیون نړۍواله ورځ د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ د ۱۹۹۶ کال د ډسمبر په ۱۷مه د ۵۱/۲۰۵ پرېکړه لیک له‌مخې په رسمي توګه اعلان شوه. په یاده پرېکړه کې ټلویزیون د معلوماتو د خپرولو، د عامه پوهاوي د لوړولو، د سولې او نړۍوالو اړیکو د پیاوړتیا لپاره یوه مهمه او باوري وسیله بلل شوې ده.

په بنګله‌دېش کې د زلزلې له امله د مړو شمېر ۹ ته ورسېد او سلګونه نور ټپیان دي

۳۰ لړم ۱۴۰۴ - ۲۱ نومبر ۲۰۲۵، ۲۰:۰۶ GMT+۰
په بنګله‌دېش کې د زلزلې له امله د مړو شمېر ۹ ته ورسېد او سلګونه نور ټپیان دي
100%

د بنګله‌دېش پلازمېنې ډاکه کې د جمعې په ورځ د ریکټر په کچه د ۵٫۷ درجې زلزلې له امله د مړو شمېر نهو او د ټپیانو شمېر څه باندې ۳۰۰ ته ورسېد. ځايي چارواکو په ټپیانو کې د ۹ کسانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ یاد کړی دی.

د بنګله‌دېش چارواکو د جمعې په ورځ (د لړم ۳۰مه) تر زلزلې څو ساعته وروسته وویل، په دغې زلزله کې لږ تر لږه ۱۴ ودانۍ زیانمنې شوي او د برېښنا په یوه مرکز کې اورلګیدنه هم رامنځته شوې ده.

د بنګله‌دېش د لنډمهاله حکومت مشر محمد یونس په یوه بیان کې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د دغې پېښې د قربانیانو له کورنیو سره خپله خواخوږي څرګنده کړې او زیاته کړې یې ده، چې حکومت ټولې لازمې چارې پیل کړې دي.

یونس وویل، حکومت وضعیت په دقت څاري او ټولو ادارو ته سپارښتنه شوې، چې د زیانمنو سیمو د ژغورنې عملیات لاپسې چټک کړي.

دغه زلزله د هند کلکته ښار کې هم احساس شوې، چې د زلزلې له مرکز څخه ۳۲۵ کیلومتره لرې دی. تر دې دمه په هند کې د مرګ‌ ژوبلې یا زیان راپور نه دی ورکړل شوی.

د زلزلې مرکز د نارسېنګدي ښار ښودل شوی دی.

اسحاق ډار: افغانستان د سیمې د ثبات لپاره مهم او اغېزناک هېواد دی

۳۰ لړم ۱۴۰۴ - ۲۱ نومبر ۲۰۲۵، ۱۹:۱۸ GMT+۰
اسحاق ډار: افغانستان د سیمې د ثبات لپاره مهم او اغېزناک هېواد دی
100%

د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار وایي، افغانستان د پاکستان او سیمې د ثبات لپاره مهم او اغېزناک هېواد دی. هغه یو ځل بیا له طالبانو وغوښتل چې له افغانستان څخه د ترهګرۍ جرړې وباسي. طالبانو بیا په وار وار ویلي، چې په افغان خاوره کې ترهګره ډله نه‌شته.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ (د لړم۳۰مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، اسحاق ډار دغه څرګندونې د هندـ پسیفیک وزیرانو فورم په غونډه کې چې په بروکسیل کې جوړه شوې وه، کړي دي.

ډار وویل: «افغانستان د پاکستان او د سیمې د ثبات لپاره یو مهم او اغېزناک هېواد دی.»

هغه ټینګار وکړ، چې اسلام‌اباد د یوه سوله‌ییز، سوکاله او ملګري افغانستان غوښتونکی دی.

د اسحاق ډار دغه څرګندونې په داسې حال کې دي، چې په دې وروستیو اوونیو کې د طالبانو او پاکستان اړیکې د تحریک طالبان پاکستان (ټي‌ټي‌پي) د موضوع او د پاکستان د هوایي بریدونو له امله ترینګلې شوې دي.

ډار همداراز له افغان طالبانو وغوښتل چې مسوولانه چلند وکړي، خپلې نړۍوالې ژمنې پوره کړي او اجازه ورنه‌کړي چې له افغان خاورې د ترهګرۍ د ملاتړ او خپرېدو لپاره کار واخیستل شي. ډار زیاته کړه، چې سیمه‌ییزه سوله یوازې هغه وخت رامنځته کېږي، چې افغانستان د ترهګرۍ له ګواښ څخه خوندي وي او د سیمه‌ییزو همکاریو لپاره زمینه برابره شي.

طالبان د پاکستان دغه ادعا چې ترهګر د افغانستان له خاورې د ګاونډیو د نارامۍ لپاره استفاده کوي رد کړې او ویلي یې دي، چې د پاکستان ناامني د دوی داخلي ستونزه ده او خپله دې حل کړي او همداراز پړه دې پر نورو نه‌اچوي او طالبانو دا هم ویلي چې له افغان خاورې به د هېڅ هېواد پر وړاندې ترهګریزو فعالیتونو ته اجازه ورنه‌کړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د سیمې له هېوادونو هم وغوښتل چې د سولې، اقتصادي همکاریو او متقابل باور د رامنځته کولو لپاره ګډ کار وکړي.

له دې سره هممهاله د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف له افغان طالبانو سره د مذاکراتو ناکامه کېدو او له هند سره د دغې ډلې سوداګرۍ ته په اشاره ویلي:«طالبان چې له هر چا سره سوداګري کوي خو موږ دې نور پرېږدي.» او زیاته کړې یې ده: « زما په فکر له افغانستان سره دروازې باید خلاصې نه‌شي.»

د روانې میاشتې په پیل کې د پاکستان او طالبانو ترمنځ درېیم پړاو خبرې اترې په استانبول کې بې‌پایلې پای ته ورسېدې. یادې خبرې اترې د اکټوبر په میاشت کې د دواړو هېوادونو ترمنځ له سرحدي نښتو وروسته پیل شوې وې.

د طالبانو او پاکستان ترمنځ ترینګلتیاو د سیمې نور هېوادونه هم اغېزمن کړي دي. له دې وړاندې د ترکیې ولسمشر او د سیمې یو شمېر نورو مشرانو له دواړو غاړو غوښتي و، چې د خبرو له لارې خپلې شخړې حل کړي.

د طالبانو د کندهار او بلخ والیانو په ازبکستان کې د انارو پر صادراتو خبرې کړي

۳۰ لړم ۱۴۰۴ - ۲۱ نومبر ۲۰۲۵، ۱۸:۵۰ GMT+۰
د طالبانو د کندهار او بلخ والیانو په ازبکستان کې د انارو پر صادراتو خبرې کړي
100%

په کندهار کې د تازه مېوو د ټولنې مشر وايي، د طالبانو د کندهار او بلخ والیانو په ملتیا یې ازبکستان ته ۵ ورځنی سفر کړی او هلته یې د انارو پر صادراتو له اړوندو مسوولینو سره خبرې کړي. نوموړی زياتوي، ازبکستاني چارواکو ورسره له زر تر ۱۰ زره ټُنه انارو د صادراتو د هوکړې ژمنه کړې ده.

په کندهار کې د تازه مېوو د ټولنې مشر حاجي ناني اغا د جمعې په ورځ (د لړم ۳۰مه) په کندهار کې ځایي رسنیو ته ویلي، چې د طالبانو د کندهار والي ملاشیرین او د بلخ والي‌ محمد یوسف وفا په ملتیا یو شمېر سوداګرو ازبکستان ته پنځه ورځنی سفر کړی دی.

د نوموړي په خبره، د ازبکستان د سوداګرۍ مسوولینو د انارو نومونه غوښتي او وروسته به ورسره تر لس زره ټُنه د انارو د صادراتو قرار داد وکړي.

هغه زیاته کړې: «پنځه ورځې مو له ازبکانو سره ناستې وکړې، هغوی د انارو یو سمپل وغوښتۍ او تر کتلو وروسته به له زر څخه تر ۱۰ زره [ټُنه] د انارو د صادراتو قرار داد راسره وکړي.»

د ناني اغا په وینا، چې په درېيو ورځو کې یې د کندهار شاوخوا ۴۰ ټُنه انار په څلورو موټرو کې د نمونې په ډول دغه هېواد ته لېږلي دي.

هغه تمه ښودلې، چې د کندهار د انارو کیفیت او کمیت ته په کتو به ډېر ژر له ازبکستان لوري سره قرار داد وشي.

سره له دې چې له څه باندې یوې میاشتې راهیسې له پاکستان سره د ډیورنډ کرښې له لارې سوداګري بنده شوې، په کندهار کې طالب چارواکي وايي، چې سږکال له دې ولایت څخه نږدې ۲۲ زره ټُنه انار بهر ته صادر شوي، چې د تېر کال پرتله ۳۲ سلنه زیاتوالی ښيي.

په کندهار کې د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ویلي، چې تېر کال ۷زره ټُنه انار صادر شوي و، خو سږکال د صادراتو کچه د پام وړ لوړه شوې او د کندهار انار تر ډېره مالیزیا، ازبکستان او روسیې ته صادر شوي دي.

د طالبانو د کرنې ریاست مسوولین د صادراتو د زیاتوالي لامل د کروندګرو له لوري د محصول کیفیت لوړول، د ساتنې او بسته‌ بندۍ لپاره ښه تدابیر او په نړۍوالو بازارونو کې د اسانتیاو برابرېدل ګڼي.

ریچارډ بېنټ: افغان رسنۍ نړیوال دوامدار ملاتړ ته اړتیا لري

۳۰ لړم ۱۴۰۴ - ۲۱ نومبر ۲۰۲۵، ۱۷:۰۸ GMT+۰
ریچارډ بېنټ: افغان رسنۍ نړیوال دوامدار ملاتړ ته اړتیا لري
100%

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنټ له نړیوالو بنسټونو څخه د افغان رسنیو او خبریالانو د اوږدمهاله ملاتړ غوښتنه کړې.

بېنټ په برلین کې د «د بیان ازادۍ درېیم نړيوال کنفرانس» کې چې د افغان خبریالانو د ملاتړ په موخه جوړ شوی و، انلاین ګډون وکړ. هغه وویل چې د نړیوالو مرستو د کمېدو او د بودیجې د راټیټېدو له امله ګڼ شمېر افغان رسنیز بنسټونه له جدي ستونزو سره مخ دي.

نوموړي زیاته کړېچې افغان رسنۍ، په ځانګړي ډول په اوسنیو شرایطو کې، د هېواد د حقیقي وضعیت د ثبت، د بشري حقونو د نقض د مستندسازۍ او د خلکو د غږ د رسولو لپاره مهم او حیاتي رول لري.

بېنټ ټینګار کړی چې نړیواله ټولنه باید د افغان رسنیو پر ملاتړ تمرکز زیات کړي، ځکه د رسنیو د کمزوري کېدو په صورت کې د حقایقو ثبت، د ازادو نظرونو تبادله او د حساب ورکونې پروسه سخته زیانمنېږي.