• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په بنګله‌دېش کې د زلزلې له امله د مړو شمېر ۹ ته ورسېد او سلګونه نور ټپیان دي

۳۰ لړم ۱۴۰۴ - ۲۱ نومبر ۲۰۲۵، ۲۰:۰۶ GMT+۰

د بنګله‌دېش پلازمېنې ډاکه کې د جمعې په ورځ د ریکټر په کچه د ۵٫۷ درجې زلزلې له امله د مړو شمېر نهو او د ټپیانو شمېر څه باندې ۳۰۰ ته ورسېد. ځايي چارواکو په ټپیانو کې د ۹ کسانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ یاد کړی دی.

د بنګله‌دېش چارواکو د جمعې په ورځ (د لړم ۳۰مه) تر زلزلې څو ساعته وروسته وویل، په دغې زلزله کې لږ تر لږه ۱۴ ودانۍ زیانمنې شوي او د برېښنا په یوه مرکز کې اورلګیدنه هم رامنځته شوې ده.

د بنګله‌دېش د لنډمهاله حکومت مشر محمد یونس په یوه بیان کې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د دغې پېښې د قربانیانو له کورنیو سره خپله خواخوږي څرګنده کړې او زیاته کړې یې ده، چې حکومت ټولې لازمې چارې پیل کړې دي.

یونس وویل، حکومت وضعیت په دقت څاري او ټولو ادارو ته سپارښتنه شوې، چې د زیانمنو سیمو د ژغورنې عملیات لاپسې چټک کړي.

دغه زلزله د هند کلکته ښار کې هم احساس شوې، چې د زلزلې له مرکز څخه ۳۲۵ کیلومتره لرې دی. تر دې دمه په هند کې د مرګ‌ ژوبلې یا زیان راپور نه دی ورکړل شوی.

د زلزلې مرکز د نارسېنګدي ښار ښودل شوی دی.

ترویج لرونکی

طالبانو په هرات کې د شپنیو ګزمو له لارې د ښار امنیتي فضا لا سخته کړې
۱

طالبانو په هرات کې د شپنیو ګزمو له لارې د ښار امنیتي فضا لا سخته کړې

۲

د ږېرو پر سر نیونې؛ د کندهار اوسېدونکي وایي د خلکو عزت تر پښو لاندې کېږي او سپکاوی یې کېږي

۳

امریکایي اداره: په جنسي جرمونو محکوم افغان وګړی د کاناډا پولې ته نږدې نیول شوی

۴

د پېښور سترې محکمې یو افغان کډوال ته د پاکستاني تابعیت ورکولو امر کړی

۵

سرچینې: په کندهار کې د مولوي هبت‌الله په مشرۍ د طالبانو د کابینې غونډه شوې

•
•
•

نور کیسې

د طالبانو د کندهار او بلخ والیانو په ازبکستان کې د انارو پر صادراتو خبرې کړي

۳۰ لړم ۱۴۰۴ - ۲۱ نومبر ۲۰۲۵، ۱۸:۵۰ GMT+۰
د طالبانو د کندهار او بلخ والیانو په ازبکستان کې د انارو پر صادراتو خبرې کړي
100%

په کندهار کې د تازه مېوو د ټولنې مشر وايي، د طالبانو د کندهار او بلخ والیانو په ملتیا یې ازبکستان ته ۵ ورځنی سفر کړی او هلته یې د انارو پر صادراتو له اړوندو مسوولینو سره خبرې کړي. نوموړی زياتوي، ازبکستاني چارواکو ورسره له زر تر ۱۰ زره ټُنه انارو د صادراتو د هوکړې ژمنه کړې ده.

په کندهار کې د تازه مېوو د ټولنې مشر حاجي ناني اغا د جمعې په ورځ (د لړم ۳۰مه) په کندهار کې ځایي رسنیو ته ویلي، چې د طالبانو د کندهار والي ملاشیرین او د بلخ والي‌ محمد یوسف وفا په ملتیا یو شمېر سوداګرو ازبکستان ته پنځه ورځنی سفر کړی دی.

د نوموړي په خبره، د ازبکستان د سوداګرۍ مسوولینو د انارو نومونه غوښتي او وروسته به ورسره تر لس زره ټُنه د انارو د صادراتو قرار داد وکړي.

هغه زیاته کړې: «پنځه ورځې مو له ازبکانو سره ناستې وکړې، هغوی د انارو یو سمپل وغوښتۍ او تر کتلو وروسته به له زر څخه تر ۱۰ زره [ټُنه] د انارو د صادراتو قرار داد راسره وکړي.»

د ناني اغا په وینا، چې په درېيو ورځو کې یې د کندهار شاوخوا ۴۰ ټُنه انار په څلورو موټرو کې د نمونې په ډول دغه هېواد ته لېږلي دي.

هغه تمه ښودلې، چې د کندهار د انارو کیفیت او کمیت ته په کتو به ډېر ژر له ازبکستان لوري سره قرار داد وشي.

سره له دې چې له څه باندې یوې میاشتې راهیسې له پاکستان سره د ډیورنډ کرښې له لارې سوداګري بنده شوې، په کندهار کې طالب چارواکي وايي، چې سږکال له دې ولایت څخه نږدې ۲۲ زره ټُنه انار بهر ته صادر شوي، چې د تېر کال پرتله ۳۲ سلنه زیاتوالی ښيي.

په کندهار کې د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ویلي، چې تېر کال ۷زره ټُنه انار صادر شوي و، خو سږکال د صادراتو کچه د پام وړ لوړه شوې او د کندهار انار تر ډېره مالیزیا، ازبکستان او روسیې ته صادر شوي دي.

د طالبانو د کرنې ریاست مسوولین د صادراتو د زیاتوالي لامل د کروندګرو له لوري د محصول کیفیت لوړول، د ساتنې او بسته‌ بندۍ لپاره ښه تدابیر او په نړۍوالو بازارونو کې د اسانتیاو برابرېدل ګڼي.

کېیر سټارمر: د اوکراین د راتلونکي پرېکړې باید خپله اوکراین وکړي نه نور هېوادونه

۳۰ لړم ۱۴۰۴ - ۲۱ نومبر ۲۰۲۵، ۱۶:۳۸ GMT+۰
کېیر سټارمر: د اوکراین د راتلونکي پرېکړې باید خپله اوکراین وکړي نه نور هېوادونه
100%

د برېتانیا لومړي وزیر کېیر سټارمر ویلي چې د اوکراین په اړه ټولې پرېکړې باید د دې هېواد د خپلواکۍ او حاکمیت له مخې خپله اوکراین وکړي.

سټارمر دا څرګندونې په سویلي افریقا کې خبریالانو سره د خبرو پر مهال کړې، داپه داسې حال کې ده چې امریکا د اوکراین جګړېپای ته رسولو لپاره د سولې نوې هڅې پیل کړې دي.

هغه زیاته کړه: «موږ ټول د عادلانه او دوامدارې سولې غوښتونکي یو، خو د اوکراین راتلونکې باید خپله اوکراین وټاکي.»

د سرچینو په وینا، امریکا پر اوکراین فشار زیات کړی چې د واشنګټن تر منځګړیتوب لاندې د سولې پر یوې طرحې هوکړه وکړي؛ داسې طرحه چې د روسیې ځینې لوی شرطونه هم پکې شامل دي، لکه د اضافي خاورې پرېښودل، د کراین د پوځ کمول او د ناټو غړیتوب ته د اوکراین نه پرېښودل.

سرچینې وايي، چې واشنګټن غواړي کیف د راتلونکې اونۍ تر پنجشنبې پورې د دې سولې چوکاټ لاسلیک کړي.

سپینې ماڼۍ د ټرمپ له‌خوا یوې ښځینه خبریالې ته د «خوګې» له خطاب کولو دفاع وکړه

۲۹ لړم ۱۴۰۴ - ۲۰ نومبر ۲۰۲۵، ۲۳:۴۸ GMT+۰
سپینې ماڼۍ د ټرمپ له‌خوا یوې ښځینه خبریالې ته د «خوګې» له خطاب کولو دفاع وکړه
100%

سپینې ماڼۍ د پنجشنبې په ورځ (د لړم ۲۹مه) د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له هغې وینا چې یوې ښځینه خبریالې ته د جفري اپسټین په اړه د پوښتنو پر مهال د خوګې (پیګۍ) خطاب وکړ، دفاع وکړه. سپینې ماڼۍ وویل، چې د ولسمشر خبرې د هغه رښتینولي او شفافیت ښيي.

په هغې ویډیو کې چې په ټولنیزو رسنیو کې ډېره خپره شوې ښکاري، چې ټرمپ د یوې خبریالې په لور ګوته نیسي او وايي: «چپ شه خوګې!»

ټرمپ داسې مهال دې خبریالې ته سپکاوی کړی چې هغې پر جنسي جرمونو تورن اپسټین د یوه نوي خپور شوي اېمېل په اړه پوښتنه وکړه چې هغه لیکلي و،«ټرمپ د نجونو په اړه پوهېده.»

د دې پېښې په اړه د پنجشنبې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې د بحث پر مهال، د سپینې ماڼۍ ویاندې کارولین لیویټ وویل، چې امریکایي رایه‌ورکوونکو ټرمپ د هغه د رښتینو خبرو کولو لپاره بیا وټاکه او خبریالان باید د هغه له پرانیستي چلند څخه مننه وکړي.

هغې وویل: «کله چې هغه (ټرمپ) جعلي خبرونه وویني، خلکو ته یې ښيي او له هغو خبریالانو څخه ناهیلی کېږي چې غلط معلومات خپروي. خو هغه رسنیو ته بې ساری لاسرسی ورکړی او نږدې هره ورځ پوښتنو ته ځواب وايي.»

د سې‌شنبې په ورځ هم ټرمپ یوې بلې ښځینه خبریالې ته چې د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان حضور کې یې دخبریال جمال د وژنې په اړه پوښتنه وکړه او له ټرمپ څخه یې وپوښتل، چې ولې یې د اپسټین اسناد نه دي خپاره کړي وویل: «ته ډېره بده یې.»

که څه هم ټرمپ د اپسټین اسنادو د خپرولو په اړه مخالفت کړی و، خو هغه د چهارشنبې په ورځ هغه قانون لاسلیک کړ چې عدلیې وزارت ته د اپسټین د اوږدمهاله څېړنو اسنادو د خپرولو امر کوي.

د مسلکي خبریالانو ټولنې په دې اونۍ کې د ټرمپ له‌خوا د خبریالانو سپکاوی وغانده او وې ویل، چې ټرمپ د ښځینه خبریالانو د توهینولو لپاره ډېر سپک الفاظ کارولي دي. سپینې ماڼۍ د دې سازمان تر څرګندونو وروسته نور څه و نه ویل او یوازې د لیویټ له مخکینۍ څرګندونې څخه یې یادونه وکړه.

د دغه سازمان اجراییوي مشرې کارولاین هنډري وویل: «هېڅوک تمه نه لري چې ولسمشران دې د خبریالانو تر ټولو لوی مینه‌وال وي، خو د ښځینه خبریالانو سپکاوی او تحقیر باید هېڅکله د منلو وړ نه وي.»

عراقچي: موږ جګړه نه غواړو خو د اسراییل پر وړاندې له پخوانۍ جګړې زیات چمتو یو

۲۹ لړم ۱۴۰۴ - ۲۰ نومبر ۲۰۲۵، ۲۳:۲۲ GMT+۰
عراقچي: موږ جګړه نه غواړو خو د اسراییل پر وړاندې له پخوانۍ جګړې زیات چمتو یو
100%

د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي وايي، خپل او د اسراییل قوي او کمزورې نقطې یې پېژندلي او له تېر ځل څخه زیات جګړې ته چمتو دي.نوموړي زياته کړې، چې د ۱۲ ورځنۍ جګړې پر مهال روسیې ورسره مرسته کړې او اوس یې همکاري تر پخوا زياته شوې ده.

عباس عراقچي د پنجشنبې په ورځ (د لړم ۲۹مه) له اکونومېست مجلې سره په مرکه کې ویلي، چې توغندي یې د شمېر او کیفیت له پلوه په غوره حالت کې دي.

هغه د تهران د چمتووالي په اړه ویلي: «موږ د ۱۲ ورځنۍ جګړې پر مهال ډېر څه زده کړل. موږ خپل قوتونه او کمزورۍ وپېژندلې او د اسراییل ضعفونه مو هم وپېژندل. موږ پر ټولو دغو برخو کار کړی او له تېر ځل څخه ډېر چمتو یو.»

هغه د همدې جګړې پر مهال د روسیې همکارۍ ته په اشارې ویلي: «روسیې په ۱۲ ورځنۍ جګړه کې له موږ سره مرسته وکړه او له هغه وروسته مو همکاري تر پخوا زیاته شوې؛ ځکه وایو، چې له پخوا جګړې ته زیات تیار یو.»

نوموړي د ایران د اټومي پروګرام په تړاو زیاته کړه، چې له امریکا سره عادلانه او متوازن توافق ته تیار دي، خو به خبره یې، چې د امریکا اوسنی حکومت غواړي خپلي ګټې او غوښتنې وتپي.

سپینه ماڼۍ وایي د اسراییل له جاسوس سره د امریکا د سفیر له لیدنې خبره نه‌وه

۲۹ لړم ۱۴۰۴ - ۲۰ نومبر ۲۰۲۵، ۲۲:۵۳ GMT+۰
سپینه ماڼۍ وایي د اسراییل له جاسوس سره د امریکا د سفیر له لیدنې خبره نه‌وه
100%

د سپینې ماڼۍ ویاندې کارولین لیویټ د پنجشنبې په ورځ ویلي، چې دوی د اسراییل لپار د امریکا د سفیر مایک هېکا بي او جاناتن پولارډ ترمنځ د لیدنې په اړه خبر نه‌و. جاناتن پولارډ د سمندري ځواکونو پخوانی تحلیل‌ګر دی چې نږدې درې لسیزې یې اسراییل ته د جاسوسۍ په تور په زندان کې تېر کړي.

د نیویارک ټایمز د راپور له‌مخې، هېکا بي په جولای کې په بیت المقدس کې د امریکا په سفارت کې له پولارډ سره لیدلي و. دا لیدنه په رسمي مهالوېش کې نه‌ده ثبت شوې.

لیویټ وویل، که څه هم دوی له مخکې له دې لیدنې خبر نه‌و، «خو ولسمشر زموږ د سفیر مایک هېکا بي ملاتړ کوي او د هغه د هڅو ستاینه کوي چې د امریکا او اسراییل لپاره یې کوي.»

پولارډ له یوه اسراییلي ټلویزیون سره په مرکه کې ویلي و، چې له هېکا بي سره لیدنه، د ده په غوښتنه ترسره شوې او زیاته کړې یې ده: «ما دا لیدنه د یوې شخصي غوښتنې له‌مخې وکړه.»

پولارډ په ۱۹۸۷کال کې مجرم وپېژندل شو او د امریکا له متحد هېواد سره د جاسوسۍ په جرم تر ټولو سختې سزا یعنې پر عمري بند محکوم شو. هغه ۳۰ کاله بند تېر کړ، بیا په ۲۰۱۵ کال کې په ضمانت خوشې شو او په ۲۰۲۰کال کې اسراییل ته لاړ.

نیویارک ټایمز لیکلي، چې دا لیدنه دسي‌ای‌اې لپاره د اندېښنې وړ وه، او د اوږدمهاله پالیسۍ خلاف وه، چې امریکایي چارواکي له محکومو جاسوسانو سره رسمي اړیکې نه‌نیسي.

هېکا بي چې د اسراییل سخت ملاتړی او د ولسمشر ډونالډ ټرمپ نږدې همکار ګڼل کېږي، له اسراییلي مشرانو سره یې نږدې اړیکې جوړې کړې دي.