• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

سپینه ماڼۍ وایي د اسراییل له جاسوس سره د امریکا د سفیر له لیدنې خبره نه‌وه

۲۹ لړم ۱۴۰۴ - ۲۰ نومبر ۲۰۲۵، ۲۲:۵۳ GMT+۰تازه شوی: ۳۰ لړم ۱۴۰۴ - ۲۱ نومبر ۲۰۲۵، ۰۰:۴۳ GMT+۰

د سپینې ماڼۍ ویاندې کارولین لیویټ د پنجشنبې په ورځ ویلي، چې دوی د اسراییل لپار د امریکا د سفیر مایک هېکا بي او جاناتن پولارډ ترمنځ د لیدنې په اړه خبر نه‌و. جاناتن پولارډ د سمندري ځواکونو پخوانی تحلیل‌ګر دی چې نږدې درې لسیزې یې اسراییل ته د جاسوسۍ په تور په زندان کې تېر کړي.

د نیویارک ټایمز د راپور له‌مخې، هېکا بي په جولای کې په بیت المقدس کې د امریکا په سفارت کې له پولارډ سره لیدلي و. دا لیدنه په رسمي مهالوېش کې نه‌ده ثبت شوې.

لیویټ وویل، که څه هم دوی له مخکې له دې لیدنې خبر نه‌و، «خو ولسمشر زموږ د سفیر مایک هېکا بي ملاتړ کوي او د هغه د هڅو ستاینه کوي چې د امریکا او اسراییل لپاره یې کوي.»

پولارډ له یوه اسراییلي ټلویزیون سره په مرکه کې ویلي و، چې له هېکا بي سره لیدنه، د ده په غوښتنه ترسره شوې او زیاته کړې یې ده: «ما دا لیدنه د یوې شخصي غوښتنې له‌مخې وکړه.»

پولارډ په ۱۹۸۷کال کې مجرم وپېژندل شو او د امریکا له متحد هېواد سره د جاسوسۍ په جرم تر ټولو سختې سزا یعنې پر عمري بند محکوم شو. هغه ۳۰ کاله بند تېر کړ، بیا په ۲۰۱۵ کال کې په ضمانت خوشې شو او په ۲۰۲۰کال کې اسراییل ته لاړ.

نیویارک ټایمز لیکلي، چې دا لیدنه دسي‌ای‌اې لپاره د اندېښنې وړ وه، او د اوږدمهاله پالیسۍ خلاف وه، چې امریکایي چارواکي له محکومو جاسوسانو سره رسمي اړیکې نه‌نیسي.

هېکا بي چې د اسراییل سخت ملاتړی او د ولسمشر ډونالډ ټرمپ نږدې همکار ګڼل کېږي، له اسراییلي مشرانو سره یې نږدې اړیکې جوړې کړې دي.

ترویج لرونکی

طالبانو په هرات کې د شپنیو ګزمو له لارې د ښار امنیتي فضا لا سخته کړې
۱

طالبانو په هرات کې د شپنیو ګزمو له لارې د ښار امنیتي فضا لا سخته کړې

۲

د ږېرو پر سر نیونې؛ د کندهار اوسېدونکي وایي د خلکو عزت تر پښو لاندې کېږي او سپکاوی یې کېږي

۳

امریکایي اداره: په جنسي جرمونو محکوم افغان وګړی د کاناډا پولې ته نږدې نیول شوی

۴

د پېښور سترې محکمې یو افغان کډوال ته د پاکستاني تابعیت ورکولو امر کړی

۵

سرچینې: په کندهار کې د مولوي هبت‌الله په مشرۍ د طالبانو د کابینې غونډه شوې

•
•
•

نور کیسې

پزشکیان: د حجاب موضوع باید د منازعې وسیله نه‌شي

۲۹ لړم ۱۴۰۴ - ۲۰ نومبر ۲۰۲۵، ۲۲:۰۷ GMT+۰
پزشکیان: د حجاب موضوع باید د منازعې وسیله نه‌شي
100%

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان وايي، د حجاب او عفت موضوع باید د شخړې او لانجې وسیله ونه ګرځي، بلکې باید د احترام او کرامت پر بنسټ او همداراز د خبرو له لارې هواره شي. د نوموړي په وینا، هېڅ ډول زور یا تحمیل د انسان د باطني درک او باور ځای نه‌شي نیولی.

مسعود پزشکیان د پنجشنبې په ورځ (د لړم ۲۹مه) قزوین ته د خپل سفر په ترڅ کې ټینګار کړی، چې ټولنیز اصلاحات یوازې د تدبیر، عقلانیت او د نیت د پاکوالي له لارې شونې دي، د حجاب مساله باید د ټولنیزو لانجو وسیله نه‌شي، بلکې باید د پوهې، کرامت او متقابل احترام پر بنسټ حل شي.

د پزشکیان دغه څرګندونې په داسې حال کې دي، چې په ایران کې د ښځو د حجاب پر وړاندې پراخ اعتراضونه روان دي او د ایران دولت ګڼ شمېر معترضینې په بند کې اچولي اوان ځينې یې وژلې دي.

په ایران کې د مهسا امیني په نوم یوه مېرمن د حجاب د نه‌مراعاتولو په نوم ونیول شوه، هغه د ۱۴۰۱ کال د وږي میاشتې په ۲۵مه د اسلامي جمهوریت د جبري حجاب د نه‌مراعاتولو له امله د ارشاد ګزمې د افسرانو له خوا تر نیول کېدو وروسته ووژل شوه.

د مهسا امیني مړینه، په ایران کې د لوی حرکت لامل شوه او پرې د « ښځې، ژوند، ازادي» نوم کېښودل شو.

افغانستان چې د ایران په ګاونډ کې دی، دلته هم د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې د ښځو پوښاک لا سخت شوی دی. طالبانو بیا پر حجاب له ټينګار سربېره پر افغان ښځو او نجونو ګڼ نور محدودیتونه هم لګولي دي. دوی افغان ښځې او نجونې د زده‌کړو او کار له دوامه محرومې کړې دي. اوس هم افغان نجونې یوازې تر شپږم ټولګي د زده کړو اجازه لري.

له څو ورځو راهیسي راپورونه ښیي، چې طالبانو په هرات کې پر ښځو د چادرۍ اغوستل جبري کړي دي. د راپورونو له‌مخې، له تېرو څو ورځو راهیسي د طالبانو د امربالمعروف او نهې عن المنکر محتسبین ان د روغتون ښځینه کارکوونکو او ناروغانو ته له چادرۍ پرته د تګ راتګ اجازه نه‌ورکوي.

کله چې هرات کې د چادرۍ د جبري اغوستلو راپورونو زور واخیست، د طالبانو د امربالمعروف او نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت ویاند سیف السلام خېبر د یکشنبې په ورځ (د لړم ۱۸مه) دغه ادعاوې چې ګواکې په هرات کې ښځو ته د شنو چادریو اغوستلو امر شوی، رد کړې او زیاته یې کړه: «دا خبره دروغ ده، دغه وزارت نه یوازې په هرات کې، بلکې په ټول هېواد کې د حجاب پر اغوستلو تاکید کړی دی.»

که څه هم په افغانستان او ایران کې د حجاب موضوع سره توپیر لري، خو د پوښاک موضوع د ټولنیز بحث، سیاسي فشار او د باورونو د ټکر یوه مهمه نمونه ګرځېدلې ده.

د بشري حقونو څار بنسټ په یوه مطلب کې ویلي، چې په هرات کې د طالبانو له لوري پر ښځو د چادري جبري کول د ښځو پر خپلواکۍ ښکاره تېری دی او د هغوی د کار، روغتیايي خدمتونو او بنسټیزو حقونو مخه نیسي.

ددغه بنسټ پر پاڼه په یوه مطلب کې راغلي، چې جبري حجاب د طالبانو د هغې پراخې تګلارې برخه ده، چې موخه یې د ښځو د بدن کنټرول او مېرمنې له ټولنیز ژوند څخه لرې کول دي.

ګوترېش: موږ باید په بېړه د ګل‌خانه‌يي ګاز کمولو لپاره اقدام وکړو

۲۹ لړم ۱۴۰۴ - ۲۰ نومبر ۲۰۲۵، ۲۱:۵۸ GMT+۰
ګوترېش: موږ باید په بېړه د ګل‌خانه‌يي ګاز کمولو لپاره اقدام وکړو
100%

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش د دغه سازمان د اقلیمي بدلون دېرشمې غونډې ته په خبرو کې، د اقلیمي ناورین په تړاو خبر داری ورکړ. هغه پر ټولو هیوادونو غږ وکړ، چې د ګل‌خانه‌يي ګاز د کمولو لپاره لاس په کار شي او په دې غونډه کې د متوازن او زړور تړون لپاره کار وکړي.

ګوترېش د بېلم په ناسته کې د پنجشنبې په ورځ (د لړم ۲۹مه) وویل، چې د نړۍ تودوخه به تر ۲۰۳۰ کاله ۱،۵ درجې له لنډ مهاله بدلون سره مخ شي. د هغه په وینا دغه بدلون به د ډېرو ناورینونو او د خلکو له بې‌ځایه کېدو سربېره د ایکو سیسټم ګواښونو لامل هم شي.

هغه له هېوادونو وغوښتل چې په همدې موخه د متوازن او زړور تړون لپاره کار وکړي، د ګل‌خانه‌ييګاز کمولو ژمنې پیاوړې کړي او د فوسیلي سون توکو نه‌کارول عادلانه او ګړندي کړي.

ګوترېش ټینګار وکړ، چې د زیان او مرګ ژوبلې صندوق باید تمویل شي او زیانمنېدونکو هېوادونو ته د باور وړ مالي ملاتړ برابر شي.

افغانستان هم د اقلیمي بدلون له اړخه یو له زیانمنو هېوادونو دی، خو د تېر جمهوري نظام له رانسکورېدو او د طالبانو له بیا واکمنېدو سره سم، د اقلیم په برخه کې د نړۍوالو ټولې مرستې په ټپه ودرېدې او همداراز نیمګړې پروژې لا هم پر خپل ځای دي.

انتونیو ګوترېش همداراز څرګنده کړه، چې ۱ اعشاریه ۵ درجې تودوخه باید په خبرو اترو کې «یوازنۍ سره کرښه» وي او په دې برخه کې یې د بیړنیو او ساینسي پریکړو غوښتنه هم وکړه.

د اقليمي بدلون دیرشمه غونډه چې څو ورځې مخکې د برازیل په بېلم ښار کې پیل شوه، ټاکل شوې سبا د نوامبر په ۲۱مه پایته ورسیږي.

د یادونې وړ ده، چې افغانستان سره له دې چې په اقلیمي بدلون کې کمه ونډه لري خو یو له زیانمنو هیوادونو څخه دی.

د ملګرو ملتونو د اقلیمي بدلون ۳۰مه غونډه د طالبانو د استازو له حضور پرته ترسره شوه | افغانستان انټرنشنل پښتو

په یاده غونډه کې طالبانو ته د افغانستان د اوسني سیاسي وضعیت او د مشروعیت نه‌لرلو له امله د ګډون بلنه نه‌ده ورکړل شوې.

د طالبانو او هند د سوداګرۍ وزیرانو د دوه اړخیزې سوداګرۍ د ودې فرصتونو پر اړتیا خبرې وکړې

۲۹ لړم ۱۴۰۴ - ۲۰ نومبر ۲۰۲۵، ۱۹:۴۵ GMT+۰
د طالبانو او هند د سوداګرۍ وزیرانو د دوه اړخیزې سوداګرۍ د ودې فرصتونو پر اړتیا خبرې وکړې
100%

د طالبانو د سوداګرۍ وزیر هند ته د خپل سفر په ترڅ کې د کوربه هېواد د سوداګرۍ په چارو کې د دولت له وزیر سره لیدلي دي.طالبانو ویلي، دواړو لورو د اقتصادي‌ او سوداګریزو همکاریو د پراختیا، د پانګونې د جلبولو او د سوداګرۍ د ودې لپاره د نویو فرصتونو د رامنځته کولو پر اړتیا خبرې کړې دي.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت د پنجشنبې په ورځ (د لړم ۲۹مه) په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې په دې لیدنه کې نورالدین عزیزي «له چابهار بندر څخه د اغېزناکې استفادې، د بنسټیزو پروژو د پراختیا په ځانګړي ډول په نیمروز کې د وچو بندرونو د جوړولو، په چابهار کې د منظم بار وړولو بېړیو د چارو د پيل او په نواشِوا بندر کې د افغان سوداګرو د وارداتو او صادراتو په برخو کې د اسانتیاو د برابرېدو په اړه مهمې غوښتنې مطرح کړې.»

د طالبانو د خبرپاڼې له‌مخې، په دې لیدنهکې افغان سوداګرو ته د ویزې د ورکړې پر اسانتیا او چټکتیا او همداراز د درملو، سړو خونو او د مېوود پروسس خونو پر جوړولو، پر صنعتي‌ پارکونو او د صادراتو د پروسس پر مرکزونو د ګډو پانګونو پر پراخولو هم بحث شوی دی.

د طالبانو په خبره، هندي چارواکو د دوی د غوښتنو هرکلی کړی او ټینګار یې کړی، چې د دوه اړخیزو همکاریو د پیاوړتیا او د یادو پروګرامونو د عملي کولو لپاره به لازم اقدامات ترسره کړي.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د هند له بهرنیو چارو وزیر جی شنکر سره هم په لېدنه کې د چابهار بندر د فعالیتونو پر زیاتوالي، د سوداګریزو اتشو د معرفي کولو او د ویزو په برخه کې د اسانتیاو د برابرېدو په تړاو خبرې کړې دي.

د بریتانیا صدراعظم سټارمر په جنوری کې چین ته ځي

۲۹ لړم ۱۴۰۴ - ۲۰ نومبر ۲۰۲۵، ۱۵:۳۶ GMT+۰
د بریتانیا صدراعظم سټارمر په جنوری کې  چین ته ځي
100%

د بریتانیا صدراعظم کیر سټارمر د ٢٠٢٦ کال د جنورۍ په پای کې چین ته سفر کوي. د سکای نیوز د راپور له مخې، دا به په تیرو اوو کلونو کې بیجنګ ته د یوه بریټانیايي مشر لومړی سفر وي.

د سټارمر د کارګر ګوند حکومت له بیجینګ سره د اړیکو ښه کول لومړیتوب ګرځولی، ځکه دوی بهرنۍ پانګونې ته په تمه دي څو د انتخاباتي ژمنې پوره کولو لپاره د هېواد زیربناوې پیاوړې او د بریټانیا اقتصاد وده وکړي، خو اړیکې ترینګلې پاتې دي او دواړو هېوادونو یو پر بل د جاسوسۍ تورونه لګیدلي.

د صدراعظم دفتر وویل چې د هر سفر په اړه به په معمول ډول معلومات شریک کړي.

په لندن کې د چین سفارت تر اوسه په دی اړه څه نه دي ویلي.

دمشق د اسراییل تر واک لاندې د سوریې جنوبي سیمو ته د نتنیاهو سفر غندلی

۲۹ لړم ۱۴۰۴ - ۲۰ نومبر ۲۰۲۵، ۱۴:۲۰ GMT+۰
دمشق د اسراییل تر واک لاندې د سوریې جنوبي سیمو ته د نتنیاهو سفر غندلی
100%

د دمشق حکومت د سوریې جنوبي سیمو ته، چې اسراییلي پوځیان پکې میشت دي، د اسراییل د لومړي وزیر بینیامین نتنیاهو پر سفر سخت غبرګون ښودلی او دغه سفر یې د سوریې د حاکمیت نقض بللی دی.

اسراییل د بشارالاسد تر لرې کېدو وروسته په جنوبي سوریه کې خپله پوځي سیمه پراخه کړې او د ملګرو ملتونو ترڅار لاندې بفر زون ختیځ لوري ته یې هغه پوستې نیولې چې د اسراییل تر اشغال لاندې ګولان لوړې له سوریایۍ خاورې جلا کوي.

نتنیاهو چې زغرواسکټ یې اچولی و اوخوندي خولۍ یې پر سر وه، د چارشنبې په ورځ په سوریایي خاوره کې مېشتو اسراییلي سرتېرو ته ورغی.

هغه خپلو سرتېرو ته وویل چې د دروزي متحدینو د ساتلو لپاره په دې سیمه کې خپلو دفاعي او تهاجمي وړتیاوو ته بېخي ډېر ارزښت ورکوي.

یو سوریایي پوځي چارواکي رویټرز ته وویل،« دغه سفر ښيي چې اسراییل د خاورې د پرېښودو اراده نه لري».