دمشق د اسراییل تر واک لاندې د سوریې جنوبي سیمو ته د نتنیاهو سفر غندلی

د دمشق حکومت د سوریې جنوبي سیمو ته، چې اسراییلي پوځیان پکې میشت دي، د اسراییل د لومړي وزیر بینیامین نتنیاهو پر سفر سخت غبرګون ښودلی او دغه سفر یې د سوریې د حاکمیت نقض بللی دی.

د دمشق حکومت د سوریې جنوبي سیمو ته، چې اسراییلي پوځیان پکې میشت دي، د اسراییل د لومړي وزیر بینیامین نتنیاهو پر سفر سخت غبرګون ښودلی او دغه سفر یې د سوریې د حاکمیت نقض بللی دی.
اسراییل د بشارالاسد تر لرې کېدو وروسته په جنوبي سوریه کې خپله پوځي سیمه پراخه کړې او د ملګرو ملتونو ترڅار لاندې بفر زون ختیځ لوري ته یې هغه پوستې نیولې چې د اسراییل تر اشغال لاندې ګولان لوړې له سوریایۍ خاورې جلا کوي.
نتنیاهو چې زغرواسکټ یې اچولی و اوخوندي خولۍ یې پر سر وه، د چارشنبې په ورځ په سوریایي خاوره کې مېشتو اسراییلي سرتېرو ته ورغی.
هغه خپلو سرتېرو ته وویل چې د دروزي متحدینو د ساتلو لپاره په دې سیمه کې خپلو دفاعي او تهاجمي وړتیاوو ته بېخي ډېر ارزښت ورکوي.
یو سوریایي پوځي چارواکي رویټرز ته وویل،« دغه سفر ښيي چې اسراییل د خاورې د پرېښودو اراده نه لري».


د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پر هند د ټانک ضد جیولین توغندیو سیسټم او اېکس کالېبر هدفي توپچي مرمۍ د پلورلو نوې هوکړه تایید کړې چې ټول ارزښت یې ۹۳میلیونه ډالره اټکل شوی دی.
د امریکا د دفاعي امنیتي همکارۍ ادارې (ډی ایس سي ای) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د وسلو دغه پلور د واشنګټن د بهرنۍ تګلارې او ملي امنیت د موخو ملاتړ کوي.
د دوی په باور، له هند سره ستراتیژیکې اړیکې د اندوپاسیفیک او جنوبي اسیا په سیاسي ثبات، سولې او اقتصادي پرمختګ کې مهم رول لري. ځکه امریکا هند د خپل لوی دفاعي شریک په توګه یادوي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې د نوي ډيلي له غوښتنې سره سم، به هند تر ۲۱۶پورې اېکس کالېبر هدفي مرمۍ او د جېولین توغندیز سیستم۱۰۰ واحده ترلاسه کړي.
هند له دې وړاندې هم د«ایم – ۷۷۷» هویټزر توپونو لپاره د اېکس کالېبر مرمۍ کارولې.
یاده هوکړه په داسې حال کې تایید کېږي چې د امریکا او هند اړیکې د اګست په میاشت کې تر فشار لاندې راغلې وې. دا فشار وروسته له هغه ډیر شو چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هند پر توکو ۵۰ سلنه ګمرکي تعرفې لوړې کړې. ټرمپ هغه مهال دا پرېکړه د نوي ډيلي له لوري د روسیې د نفتو د پېرلو جزا بللې وه.
سره له دې کړکېچ، هند په دې وروستیو کې د جنرال الېکټرېک شرکت د تولید شویو جنګي الوتکو د انجنونو د بیا پېرلو پرېکړه هم کړې وه، څو په کور دننه جوړېدونکو «تیجاس»جنګي الوتکو لړۍ پراخه کړي.

د امریکا د عدلیې وزارت ویلي، چې د عبدالله حاجي زاده په نوم یو ۱۹ کلن افغان چې دا مهال په امریکا کې قانوني دایمي استوګن دی، په ۱۵ کاله بند محکوم شوی دی. د یاد وزارت په خبره، دغه کس په قصدي ډول د وسلې او مرمیو د ترلاسه کولو او د سیسې جوړولو هڅه کړې.
د محکمې د اسنادو له مخې، حاجيزاده او د هغه یو ملګری د AK-47 ټوپکونه او ۵۰۰ مرمۍ ترلاسه کړي و او هڅه یې کوله، چې دغه وسلې د ۲۰۲۴ کال د نومبر میاشتې په ټاکنو کې د عراق او الشام اسلامي دولت (داعش) په استازیتوب د ترهګریز برید لپاره وکاروي.
د یادولو ده، چې داعش ډله د امریکا د بهرنيو ترهګرو ډلو په نوملړ کې شامله ده.
حاجي زاده او د هغه افغان ملګری ۲۸ کلن ناصر احمد توحیدي د ۲۰۲۴ کال په اکټوبر میاشت کې ونیول شول.
د امریکا د ملي امنیت وزارت مرستیال لوی څارنوال جان اې ایزنبرګ ویلي: «حاجي زاده د امریکا له خوا په ښه راغلاست سره منل شوی و او د دې هېواد د اوسېدونکو ټولې اسانتیاوې ورته برابرې وې، خو هغه پرېکړه وکړه، چې ترهګري ومني او په ټاکنو کې د داعش له الهام اخیستنې حمله پلان کړي.»
هغه زیاته کړه:«نننۍ سزا او په پای کې حاجي زاده د امریکا څخه اېستل، د هغه د خیانت جديت او زموږ د دې ژمنې څرګندونه کوي، چې موږ به له ټولو موجودو وسایلو څخه کار اخلو، څو دا ډول توطیې کشف او شنډ کړو.»
حاجيزاده د نیولو پر مهال ۱۷ کلن و او خپل جرم یې د ۲۰۲۵ کال د اپرېل په ۱۷مه ومانه.
د اعتراف د تړون له مخې، نوموړی به د بند د دورې تر پای ته رسېدو وروسته له امریکا څخه افغانستان ته لېږدول کېږي.
د معلوماتو له مخې، د نوموړي د امریکا د قانوني دایمي استوګنې، استیناف غوښتلو، د اخراج پر وړاندې د قانوني شکایت، مرستې او پناه غوښتنې ټول حقوق پای ته رسېدلي دي.
د امریکا د فدرالي محکمې قاضي سکاټ اېل پالک د نننۍ غونډې په ترڅ کې حاجيزاده ته د ۱۵ کلونو فدرالي بند سزا واوروله.

په کابل کې د ایران سفیر عليرضا بېکدلي ویلي، هېواد یې ژمن دی چې د چابهار بندر له لارې د افغانستان وچې مېوې نړۍوالو بازارونو ته ورسوي. تازه د چابهار بندر له لارې د افغانستان د وچې مېوې د صادراتو ټولنې او ایراني شرکت ترمنځ د ۹۰ میلیونه ډالرو په ارزښت یو تړون هم لاسلیک شو.
په کابل کې د ایران سفیر عليرضا بېکدلي د چهارشنبې په ورځ (د لړم ۲۸مه) ویلي، د ایران چابهار بندر د افغانستان د صادراتو لپاره اسانه لار ده.
د طالبانو تر واک لاندې ملي ټلوېزیون د نوموړي له قوله ویلي: «ایران ژمن دی، چې د چابهار بندر له لارې د افغانستان وچې مېوې تر نړۍوالو مارکېټونو ورسوي.»
بېکدلي د ایراني او افغان شرکتونو ترمنځ د ۹۰ میلیونه ډالرو په ارزښت تازه تړون هم یو مهم اقدام یاد کړی.
په همدې ورځ د ایران د چابهار بندر له لارې د افغانستان د وچې مېوې د صادراتو اړوند د افغانستان د وچې مېوې د صادراتو ټولنې او یوه ایراني شرکت ترمنځ د ۹۰ میلیونه ډالرو په ارزښت یو تړون لاسلیک شو.
د همدې تړون له مخې به د افغانستان د وچې مېوې ۳۰ زره کانټینرونه د هند او چین مارکېټونو ته صادر شي.
د تړون تر لاسلیک وروسته دواړو ټولنو دا اقدام د کابل او تهران د سوداګریزو اړیکو د پراختیا او د چابهار بندر له لارې د افغانستان د وچو مېوو د صادراتو لپاره ښه فرصت ګڼلی.
د طالبانو او پاکستان ترمنځ تر وروستۍ ترینګلتیا وروسته طالب مشرانو له افغان سوداګرو غوښتي، چې له پاکستان سره سوداګریزې اړیکې بندې او دوی ورته بدیلي لارې ولټوي.
نن د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي نوي ډیلي ته رسېدلی او ویل کېږي، چې عزیزي به په دغه پنځه ورځني سفر کې له هندي چارواکو سره پر دوه اړخیزې سوداګرۍ او هوايي دهلېز خبرې وکړي.

اسرايیلي هوايي بریدونو د چارشنبې په ورځ د غزې په تړانګه کې ۱۰ فلسطینیان وژلي دي. ډاکترانو وویل چې دوه کسان د غزې ښار په ختیزه شجاعیه سیمه او څلور نور د نږدې زېتون په سیمه کې وژل شوی. درېیم هوايي برید د خان یونس لویدیز پلو په مواسي سیمه کې څلور فلسطینیان وژلي دي.
د اسراییل پوځ ویلي چې ځواکونو یې پر اسراییلي سرتېرو د وسله والو له ډزو وروسته په ټوله غزه کې د حماس پر هدفونو بریدونه کړي دي.
د رویټرز د رپوټ له مخې، پرلهپسې ډزې ښيي چې اوربند ډېر نازک حالت لري.
اسراییل او حماس یو بل تورنوي چې د متحده ایالاتو په منځګړیتوب له شوې موافقې سرغړونه کوي.

د اوکراین پارلمان ددغه هېواد د عدلیې وزیر هرمان ګالوشچینکو او د انرژۍ وزیره سویتلانا هرینچوک د درغلیو په تور له دندو لرې کړل. په درغلیو کې د هغه تلویزیوني تولیدي شرکت شریک هم شامل دی چې زېلېنسکي له ولسمشر کېدو وړاندې د هغه د سریال له لارې مشهور شوی و.
پارلمان ټینګار کړی، چې د هېواد پر مشرانو د باور رغونې لپاره باید پراخ اقدامات وشي، ځکه دې رسوايۍ د جګړې تر ټولو ستر سیاسي ناورین زیږولی.
پارلمان د عدلیې وزیر هرمان ګالوشچینکو، چې له ۲۰۲۱ څخه تر سږکال پورې د انرژۍ وزیر و، او د هغه ځایناستې د انرژۍ وزیره سویتلانا هرینچوک له دندو لرې کړل. دواړو په دغه قضیه کې د هر ډول جرم ادعاوې رد کړې دي.
له دې وړاندې، محکمې د یادې قضیې په تړاو یو پخوانی مرستیال صدراعظم زندان ته لېږلی و.
پنځه نور کسان نیول شوي او دوه شکمن کسان لا هم تر تعقیب لاندې دي.
په درغلیو کې د هغه تلویزیوني تولیدي شرکت شریک هم شامل دی چې زېلېنسکي له ولسمشر کېدو وړاندې د هغه د سریال له لارې مشهور شوی و.