• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

یو افغان په امریکا کې «د ترهګریز برید د پلان کولو په تور» په ۱۵ کاله بند محکوم شو

۲۹ لړم ۱۴۰۴ - ۲۰ نومبر ۲۰۲۵، ۰۰:۰۸ GMT+۰

د امریکا د عدلیې وزارت ویلي، چې د عبدالله حاجي زاده په نوم یو ۱۹ کلن افغان چې دا مهال په امریکا کې قانوني دایمي استوګن دی، په ۱۵ کاله بند محکوم شوی دی. د یاد وزارت په خبره، دغه کس په قصدي ډول د وسلې او مرمیو د ترلاسه کولو او د سیسې جوړولو هڅه کړې.

د محکمې د اسنادو له مخې، حاجي‌زاده او د هغه یو ملګری د AK-47 ټوپکونه او ۵۰۰ مرمۍ ترلاسه کړي و او هڅه یې کوله، چې دغه وسلې د ۲۰۲۴ کال د نومبر میاشتې په ټاکنو کې د عراق او الشام اسلامي دولت (داعش) په استازیتوب د ترهګریز برید لپاره وکاروي.

د یادولو ده، چې داعش ډله د امریکا د بهرنيو ترهګرو ډلو په نوملړ کې شامله ده.

حاجي زاده او د هغه افغان ملګری ۲۸ کلن ناصر احمد توحیدي د ۲۰۲۴ کال په اکټوبر میاشت کې ونیول شول.

د امریکا د ملي امنیت وزارت مرستیال لوی څارنوال جان اې ایزنبرګ ویلي: «حاجي‌ زاده د امریکا له خوا په ښه راغلاست سره منل شوی و او د دې هېواد د اوسېدونکو ټولې اسانتیاوې ورته برابرې وې، خو هغه پرېکړه وکړه، چې ترهګري ومني او په ټاکنو کې د داعش له الهام اخیستنې حمله پلان کړي.»

هغه زیاته کړه:«نننۍ سزا او په پای کې حاجي‌ زاده د امریکا څخه اېستل، د هغه د خیانت جديت او زموږ د دې ژمنې څرګندونه کوي، چې موږ به له ټولو موجودو وسایلو څخه کار اخلو، څو دا ډول توطیې کشف او شنډ کړو.»

حاجي‌زاده د نیولو پر مهال ۱۷ کلن و او خپل جرم یې د ۲۰۲۵ کال د اپرېل په ۱۷مه ومانه.

د اعتراف د تړون له مخې، نوموړی به د بند د دورې تر پای ته رسېدو وروسته له امریکا څخه افغانستان ته لېږدول کېږي.

د معلوماتو له مخې، د نوموړي د امریکا د قانوني دایمي استوګنې، استیناف غوښتلو، د اخراج پر وړاندې د قانوني شکایت، مرستې او پناه غوښتنې ټول حقوق پای ته رسېدلي دي.

د امریکا د فدرالي محکمې قاضي سکاټ اېل پالک د نننۍ غونډې په ترڅ کې حاجي‌زاده ته د ۱۵ کلونو فدرالي بند سزا واوروله.

ترویج لرونکی

طالبانو په هرات کې د شپنیو ګزمو له لارې د ښار امنیتي فضا لا سخته کړې
۱

طالبانو په هرات کې د شپنیو ګزمو له لارې د ښار امنیتي فضا لا سخته کړې

۲

د ږېرو پر سر نیونې؛ د کندهار اوسېدونکي وایي د خلکو عزت تر پښو لاندې کېږي او سپکاوی یې کېږي

۳

د پېښور سترې محکمې یو افغان کډوال ته د پاکستاني تابعیت ورکولو امر کړی

۴

سرچینې: په کندهار کې د مولوي هبت‌الله په مشرۍ د طالبانو د کابینې غونډه شوې

۵

اروپايي ټولنه: د افغان کډوالو د ستنولو لپاره طالبانو سره له خبرو پرته بله لاره نه لرو

•
•
•

نور کیسې

بېکدلي: ایران ژمن دی چې د چابهار بندر له لارې د افغانستان وچې مېوې نړۍوال بازار ته ورسوي

۲۸ لړم ۱۴۰۴ - ۱۹ نومبر ۲۰۲۵، ۲۳:۳۳ GMT+۰
بېکدلي: ایران ژمن دی چې د چابهار بندر له لارې د افغانستان وچې مېوې نړۍوال بازار ته ورسوي
100%

په کابل کې د ایران سفیر علي‌رضا بېکدلي ویلي، هېواد یې ژمن دی چې د چابهار بندر له لارې د افغانستان وچې مېوې نړۍوالو بازارونو ته ورسوي. تازه د چابهار بندر له لارې د افغانستان د وچې مېوې د صادراتو ټولنې او ایراني شرکت ترمنځ د ۹۰ میلیونه ډالرو په ارزښت یو تړون هم لاسلیک شو.

په کابل کې د ایران سفیر علي‌رضا بېکدلي د چهارشنبې په ورځ (د لړم ۲۸مه) ویلي، د ایران چابهار بندر د افغانستان د صادراتو لپاره اسانه لار ده.

د طالبانو تر واک لاندې ملي ټلوېزیون د نوموړي له قوله ویلي: «ایران ژمن دی، چې د چابهار بندر له لارې د افغانستان وچې مېوې تر نړۍوالو مارکېټونو ورسوي.»

بېکدلي د ایراني او افغان شرکتونو ترمنځ د ۹۰ میلیونه ډالرو په ارزښت تازه تړون هم یو مهم اقدام یاد کړی.

په همدې ورځ د ایران د چابهار بندر له لارې د افغانستان د وچې مېوې د صادراتو اړوند د افغانستان د وچې مېوې د صادراتو ټولنې او یوه ایراني شرکت ترمنځ د ۹۰ میلیونه ډالرو په ارزښت یو تړون لاسلیک شو.

د همدې تړون له مخې به د افغانستان د وچې مېوې ۳۰ زره کانټینرونه د هند او چین مارکېټونو ته صادر شي.

د تړون تر لاسلیک وروسته دواړو ټولنو دا اقدام د کابل او تهران د سوداګریزو اړیکو د پراختیا او د چابهار بندر له لارې د افغانستان د وچو مېوو د صادراتو لپاره ښه فرصت ګڼلی.

د طالبانو او پاکستان ترمنځ تر وروستۍ ترینګلتیا وروسته طالب مشرانو له افغان سوداګرو غوښتي، چې له پاکستان سره سوداګریزې اړیکې بندې او دوی ورته بدیلي لارې ولټوي.

نن د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي نوي ډیلي ته رسېدلی او ویل کېږي، چې عزیزي به په دغه پنځه ورځني سفر کې له هندي چارواکو سره پر دوه اړخیزې سوداګرۍ او هوايي دهلېز خبرې وکړي.

اسراییلي بریدونو په غزه کې ۱۰ تنه فلسطینیان وژلي

۲۸ لړم ۱۴۰۴ - ۱۹ نومبر ۲۰۲۵، ۱۷:۱۳ GMT+۰
اسراییلي بریدونو په غزه کې ۱۰ تنه فلسطینیان وژلي
100%

اسرايیلي هوايي بریدونو د چارشنبې په ورځ د غزې په تړانګه کې ۱۰ فلسطینیان وژلي دي. ډاکترانو وویل چې دوه کسان د غزې ښار په ختیزه شجاعیه سیمه او څلور نور د نږدې زېتون په سیمه کې وژل شوی. درېیم هوايي برید د خان یونس لویدیز پلو په مواسي سیمه کې څلور فلسطینیان وژلي دي.

د اسراییل پوځ ویلي چې ځواکونو یې پر اسراییلي سرتېرو د وسله والو له ډزو وروسته په ټوله غزه کې د حماس پر هدفونو بریدونه کړي دي.

د رویټرز د رپوټ له مخې، پرله‌پسې ډزې ښيي چې اوربند ډېر نازک حالت لري.

اسراییل او حماس یو بل تورنوي چې د متحده ایالاتو په منځګړیتوب له شوې موافقې سرغړونه کوي.

د اوکراین د عدلیې او انرژۍ وزیران د درغلیو له امله له دندو ګوښه شول

۲۸ لړم ۱۴۰۴ - ۱۹ نومبر ۲۰۲۵، ۱۶:۳۷ GMT+۰
د اوکراین د عدلیې او انرژۍ وزیران د درغلیو له امله له دندو ګوښه شول
100%

د اوکراین پارلمان ددغه هېواد د عدلیې وزیر هرمان ګالوشچینکو او د انرژۍ وزیره سویتلانا هرینچوک د درغلیو په تور له دندو لرې کړل. په درغلیو کې د هغه تلویزیوني تولیدي شرکت شریک هم شامل دی چې زېلېنسکي له ولسمشر کېدو وړاندې د هغه د سریال له لارې مشهور شوی و.

پارلمان ټینګار کړی، چې د هېواد پر مشرانو د باور رغونې لپاره باید پراخ اقدامات وشي، ځکه دې رسوايۍ د جګړې تر ټولو ستر سیاسي ناورین زیږولی.

پارلمان د عدلیې وزیر هرمان ګالوشچینکو، چې له ۲۰۲۱ څخه تر سږکال پورې د انرژۍ وزیر و، او د هغه ځایناستې د انرژۍ وزیره سویتلانا هرینچوک له دندو لرې کړل. دواړو په دغه قضیه کې د هر ډول جرم ادعاوې رد کړې دي.

له دې وړاندې، محکمې د یادې قضیې په تړاو یو پخوانی مرستیال صدراعظم زندان ته لېږلی و.

پنځه نور کسان نیول شوي او دوه شکمن کسان لا هم تر تعقیب لاندې دي.

په درغلیو کې د هغه تلویزیوني تولیدي شرکت شریک هم شامل دی چې زېلېنسکي له ولسمشر کېدو وړاندې د هغه د سریال له لارې مشهور شوی و.

د اوکراین ولسمشر له طیب اردوغان سره خبرې وکړې

۲۸ لړم ۱۴۰۴ - ۱۹ نومبر ۲۰۲۵، ۱۵:۲۴ GMT+۰
د اوکراین ولسمشر له طیب اردوغان سره خبرې وکړې
100%

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي د چارشنبې په ورځ د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره خبرې وکړې او ټاکل شوې چې د پنجشنبې په ورځ په کیېف کې د امریکا د پوځ له چارواکو سره وګوري.

دغه رپوټونه داسې مهال خپرېږي چې واشنګټن له روسیې سره د سولې د احتمالي شرایطو په اړه خبرې کوي.

یوه جګپوړپوړي اوکرایني چارواکي رویټرز ته وویل چې کییف د امریکا د یو لړ وړاندیزونو په اړه یوڅه نښې ترلاسه کړې چې واشنګټن یې د جګړې د پای ته رسولو په اړه له روسیې سره مطرح کړي. سرچینې ویلي چې اوکراین په دغو وړاندیزونو کې هېڅ رول نه لري.

د کییف او مسکو ترمنځ مخامخ خبرې د استانبول د تېرې جولای میاشتې له خبرو وروسته بیا نه دي ترسره شوې.

زېلېنسکي د یونان، فرانسې او هسپانیا له سفرونو وروسته له اردوغان سره ولیدل.

زېلېنسکي د جګړې پر هڅو تمرکز ساتلی او د سې شنبې په ورځ یې وویل چې د خبرو د بیا پیل لپاره تیاری نیسي او له اردوغان سره به د یوې عادلانه سولې د ټینګولو لارې چارې وڅېړي.

هغه وویل: «هر هغه څه چې د جګړې د پای لپاره لازم وي، زموږ د هېواد تر ټولو ستر لومړیتوب دی».

روسي ځواکونو د اوکراین شاوخوا ۱۹ سلنه خاوره تر کنټرول لاندې راوستې او په تازه بریدونو کې یې ۱۹ اوکراینیان وژلي دي.

خواجه اصف: هند کېدای شي د ډیورنډ کرښې له هغې غاړې برید وکړي

۲۸ لړم ۱۴۰۴ - ۱۹ نومبر ۲۰۲۵، ۰۰:۱۸ GMT+۰
خواجه اصف: هند کېدای شي د ډیورنډ کرښې له هغې غاړې برید وکړي
100%

د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف د سې شنبې په ورځ ویلي، چې پاکستان د هندي پوځ د مشر څرګندونې له پامه نه شي غورځولی او هند کېدای شي د ډیورنډ کرښې له هغې غاړې برید وکړي. نوموړي زياته کړې: «افغانستان د ترهګرو پټنځای ګرځېدلی.»

د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف له سماء ټلوېزیون سره په مرکه کې ویلي، چې د افغانستان له خوا پر پاکستان د بریدونو په ترسره کېدو کې هند رول لري.

د نوموړي په خبره، سعودي عربستان، امارات، ایران، چین او نور هېوادونه غواړي چې پر پاکستان د کرښې له هغې غاړې د مداخلې لړۍ پای ته ورسېږي.

هغه زیاته کړې: «افغانستان اوس د ترهګرو لپاره په امن پټنځای بدل شوی دی.»

خواجه اصف ویلي، هند نه غواړي چې پاکستان او افغانستان خپل اختلافات حل کړي.

هغه ټینګار کړی، چې پاکستان په هېڅ ډول پر هند باور نه شي کولی او کېدای شي دغه هېواد د کرښې له هغې غاړې د برید هڅه وکړي.

نوموړي دا هم ویلي: «ډېری خلک هند ته د هغوی د تېرو ماتې یادونه کوي. پاکستان په هېڅ ډول پر هند باور نه شي کولی.»

پر دې څرګندونو سربېره، خواجه اصف دا هم وویل چې پاکستان باید په غزه کې د نړۍوالو ځواکونو برخه شي.

د نوموړي په خبره، پلان لري چې د ابراهیم تړونونو برخه شي. هغه زیاته کړه: «تر هغه وخته چې د دوه‌ دولتي حل لارې زمینه برابره نه شي، پاکستان خپل دریځ نه بدلوي.»

د پاکستان دفاع وزیر دغه څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې څو ورځې وړاندې د دې هېواد لومړي وزیر شهباز شریف د دې هېواد په پارلمان کې هند او افغان طالبان د پاکستان په ترهګریز برید کې پر لاس لرلو تورن کړل.

هغه هند ته د طالبانو د بهرنیو چارو د وزیر سفر له دغه هېواد سره د طالبانو د همکارۍ نښه وبلله او ویې ویل، چې ډیلي ته د امیرخان متقي سفر پاکستان ته یو څرګند پیغام ورکوي.

د یادونې ده، چې د پاکستان او طالبانو ترمنځ په دې وروستیو کې کړکېچ اوج ته رسېدلی دی. اسلام‌اباد دعوه لري، چې افغان طالبانو د پاکستاني طالبانو غورځنګ غړو ته په خپله خاوره کې ځای ورکړی او له هماغه ځایه په پاکستان کې بریدونه پلانوي. د ترکیې په مذاکراتو کې لانجمن ټکي دا بلل شوي، چې اسلام‌اباد له طالبانو تضمینونه غوښتي؛ څو د «ټي‌ټي‌پي» وسله‌وال به نور پاکستان کې بریدونه نه کوي؛ خو طالبانو یې دې شرطونو ته غاړه نه‌ده اېښودلې.