د اوکراین ولسمشر له طیب اردوغان سره خبرې وکړې

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي د چارشنبې په ورځ د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره خبرې وکړې او ټاکل شوې چې د پنجشنبې په ورځ په کیېف کې د امریکا د پوځ له چارواکو سره وګوري.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي د چارشنبې په ورځ د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره خبرې وکړې او ټاکل شوې چې د پنجشنبې په ورځ په کیېف کې د امریکا د پوځ له چارواکو سره وګوري.
دغه رپوټونه داسې مهال خپرېږي چې واشنګټن له روسیې سره د سولې د احتمالي شرایطو په اړه خبرې کوي.
یوه جګپوړپوړي اوکرایني چارواکي رویټرز ته وویل چې کییف د امریکا د یو لړ وړاندیزونو په اړه یوڅه نښې ترلاسه کړې چې واشنګټن یې د جګړې د پای ته رسولو په اړه له روسیې سره مطرح کړي. سرچینې ویلي چې اوکراین په دغو وړاندیزونو کې هېڅ رول نه لري.
د کییف او مسکو ترمنځ مخامخ خبرې د استانبول د تېرې جولای میاشتې له خبرو وروسته بیا نه دي ترسره شوې.
زېلېنسکي د یونان، فرانسې او هسپانیا له سفرونو وروسته له اردوغان سره ولیدل.
زېلېنسکي د جګړې پر هڅو تمرکز ساتلی او د سې شنبې په ورځ یې وویل چې د خبرو د بیا پیل لپاره تیاری نیسي او له اردوغان سره به د یوې عادلانه سولې د ټینګولو لارې چارې وڅېړي.
هغه وویل: «هر هغه څه چې د جګړې د پای لپاره لازم وي، زموږ د هېواد تر ټولو ستر لومړیتوب دی».
روسي ځواکونو د اوکراین شاوخوا ۱۹ سلنه خاوره تر کنټرول لاندې راوستې او په تازه بریدونو کې یې ۱۹ اوکراینیان وژلي دي.


د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف د سې شنبې په ورځ ویلي، چې پاکستان د هندي پوځ د مشر څرګندونې له پامه نه شي غورځولی او هند کېدای شي د ډیورنډ کرښې له هغې غاړې برید وکړي. نوموړي زياته کړې: «افغانستان د ترهګرو پټنځای ګرځېدلی.»
د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف له سماء ټلوېزیون سره په مرکه کې ویلي، چې د افغانستان له خوا پر پاکستان د بریدونو په ترسره کېدو کې هند رول لري.
د نوموړي په خبره، سعودي عربستان، امارات، ایران، چین او نور هېوادونه غواړي چې پر پاکستان د کرښې له هغې غاړې د مداخلې لړۍ پای ته ورسېږي.
هغه زیاته کړې: «افغانستان اوس د ترهګرو لپاره په امن پټنځای بدل شوی دی.»
خواجه اصف ویلي، هند نه غواړي چې پاکستان او افغانستان خپل اختلافات حل کړي.
هغه ټینګار کړی، چې پاکستان په هېڅ ډول پر هند باور نه شي کولی او کېدای شي دغه هېواد د کرښې له هغې غاړې د برید هڅه وکړي.
نوموړي دا هم ویلي: «ډېری خلک هند ته د هغوی د تېرو ماتې یادونه کوي. پاکستان په هېڅ ډول پر هند باور نه شي کولی.»
پر دې څرګندونو سربېره، خواجه اصف دا هم وویل چې پاکستان باید په غزه کې د نړۍوالو ځواکونو برخه شي.
د نوموړي په خبره، پلان لري چې د ابراهیم تړونونو برخه شي. هغه زیاته کړه: «تر هغه وخته چې د دوه دولتي حل لارې زمینه برابره نه شي، پاکستان خپل دریځ نه بدلوي.»
د پاکستان دفاع وزیر دغه څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې څو ورځې وړاندې د دې هېواد لومړي وزیر شهباز شریف د دې هېواد په پارلمان کې هند او افغان طالبان د پاکستان په ترهګریز برید کې پر لاس لرلو تورن کړل.
هغه هند ته د طالبانو د بهرنیو چارو د وزیر سفر له دغه هېواد سره د طالبانو د همکارۍ نښه وبلله او ویې ویل، چې ډیلي ته د امیرخان متقي سفر پاکستان ته یو څرګند پیغام ورکوي.
د یادونې ده، چې د پاکستان او طالبانو ترمنځ په دې وروستیو کې کړکېچ اوج ته رسېدلی دی. اسلاماباد دعوه لري، چې افغان طالبانو د پاکستاني طالبانو غورځنګ غړو ته په خپله خاوره کې ځای ورکړی او له هماغه ځایه په پاکستان کې بریدونه پلانوي. د ترکیې په مذاکراتو کې لانجمن ټکي دا بلل شوي، چې اسلاماباد له طالبانو تضمینونه غوښتي؛ څو د «ټيټيپي» وسلهوال به نور پاکستان کې بریدونه نه کوي؛ خو طالبانو یې دې شرطونو ته غاړه نهده اېښودلې.

د «ههنګاو» په نوم د بشري حقونو یوه سازمان راپور ورکړی، چې ایران د دوو افغانانو په ګډون اته بندیان اعدام کړي دي. په راپور کې ویل شوي، چې د ایران قضايي ادارې دغه دوه افغانان له وړاندې د «نشهيي توکو د تړاو» په تور په اعدام محکوم کړي وو.
دغه دوه افغان بندیان د سې شنبې په سهار (د لړم ۲۷مه) د شمالي خراسان په اسفراین زندان کې اعدام شوي دي. د اعدام شویو افغانانو د هویت په اړه نور معلومات نه دي خپاره شوي.
له دې سره، شپږ ایرانیان هم د بیرجند، بوجنورد، دورود، ملایر او شېراز په زندانونو کې د بېلابېلو تورونو پر اساس اعدام شوي دي.
تر اوسه د ایران او د طالبانو چارواکو د دې اعدامونو په اړه هېڅ څرګندونې نه دي کړي او دا هم لا روښانه نه ده، چې اعدام شویو کسانو مدافع وکیل ته لاسرسی درلود او که نه.
د ایران د بشري حقونو سامان (د لړم ۱۶مه) په خپل میاشتنې راپور کې ویلي و، چې تېر اکټوبر میاشت کې په ایران کې د ۱۱ افغانانو په ګډون ۲۱۷ کسان اعدام شوي دي.
د یاد سازمان د موندنو له مخې، په دغه هېواد کې په هرو درېیو ساعتونو کې یو کس اعدام شوی دی.
د ایران د بشري حقونو سازمان په راپور کې ویل شوي، چې اعدام شویو کسانو کې ۱۱ افغانان، ۶ ښځې، ۸ بلوڅان، ۸ کُردان او ۱۱ عربان هم شامل وو.

په مسکو کې د طالبانو سفیر د لړم پر۲۷مه د روسیې د تاتارستان جمهوریت پلازمېنې کازان ته سفر کړی.
نوموړي د دغه هېواد د لومړي وزیر له مرستیال او د صنعت او سوداګرۍ له وزیر الیګ کوروتچینکو سره لیدلي، چې پکې د افغانستان او تاتارستان ترمنځ پر ګډو دوه اړخیزو موضوعاتو سربېره د تاتارستان د شرکتونو لهخوا په افغانستان کې د پانګونې او د سوداګریزو اړیکو د پراختیا پر موضوعاتو ټینګار شوی.
په مسکو کې د طالبانو سفارت ویلي، چې ګل حسن حسن د تاتارستان له چارواکو سره د لیدنې پر مهال وویل: «په افغانستان کې له رامنځته شوي سوداګریز او پانګهییز فرصت څخه دواړه هېوادونه ښه ګټه اخیستلای شي، په ځانګړي ډول د افغانستان او کازان ترمنځ ګډ سوداګریز مرکز او نندارتون جوړول کولی شي د افغاني مېوو او نورو محصولاتو لپاره روسیې ته لنډه او ارزانه لار برابر کړي.»

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د وروستیو ترینګلتیاوو له امله، تېره اوونۍ د طالبانو د اقتصادي مرستیال له هغه خبرداري وروسته چې په کې یې له پانګهوالو او سوداګرو وغوښتل چې خپلې ټولې سوداګریزې معاملې له پاکستان سره تر ۹۰ ورځو راونغاړي، طالبانو د سیمې له نورو هېوادونو سره خپلې اقتصادي اړیکې پراخې کړې دي.
د یادونې وړ ده، چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ راهیسې روسیه یوازینی هېواد دی چې طالبان یې په رسمیت پېژندلي او له دغې ډلې سره یې خپلې اړیکې د پام وړ پراخې کړې دي.

د طالبانو تر واک لاندې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون خبر ورکړی، چې د سې شنبې په ورځ له پاکستان او ایران څخه ۷۳۲۶ افغان کډوال بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي. طالبانو ویلي، له دغو کډوالو سره د خوراکي توکو، نغدو پیسو، سیمو ته د لېږد او روغتیا په برخه کې مرستې شوې دي.
د طالبانو تر واک لاندې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د ستانه شویو کسانو د کورنیو شمېر ۱۳۵۷ ته رسېږي.
د دوی د معلوماتو له مخې، ۱۰۰۴ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۵۵۹۲ ته رسېږي، د کندهار سپین بولدک له لارې، ۲۸۳ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۴۸۳ ته رسېږي د تورخم له لارې، ۳۸ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۳۶ ته رسېږي د نیمروز د ورېښمو له لارې او ۳۲ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۱۵ ته رسېږي د هرات د اسلام کلا له لارې له پاکستان او ایران څخه افغانستان ته ستانه شوي دي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ هم نن ویلي، چې په تېره یوه اوونۍ کې له پاکستان او ایران څخه ۳۵ زره او ۹۲ افغان کډوال اېستل شوي، چې ځیني یې له دغو هېوادونو په زور اېستل شوي دي.
دغه سازمان په یوه راپور کې ویلي، چې په دې ډله کې ۱۷۰۲۷نارینه او ۱۸۰۶۵ښځې دي، چې د نومبر له ۹ مې څخه تر ۱۵ مې پورې افغانستان ته تللي دي.
د دواړو هېوادونو له خوا د افغان کډوالو جبري اېستل د ملګرو ملتونو په ګډون له پراخو نړۍوالو غبرګونونو سره مخ دی، خو ایران او پاکستان لا تر اوسه د کډوالو په تړاو په خپل چلند کې نرمښت نه دی ښودلی.
له دې سره، په پاکستان کې مېشتو افغان کډوالو له ګواښ سره د مخ افغانانو د خونديتوب لپاره په یوه پرانیستي لیک کې بیا له ملګرو ملتونو، د بشري حقونو سازمانونو او د کډوالو ادارو نه غوښتنه کړې، چې د دوی د جبري اېستلو لړۍ دې ودرول شي او د بیا مېشتېدو قضیې دې ژر بشپړې شي.
په دغه لیک کې هغو افغان کډوالو چې د امریکا د بیامېشتېدو پروګرام لپاره په تمه دي ویلي، چې په تېرو څو میاشتو کې په پاکستان کې د افغان کډوالو د نیونې، ځورونې او جبري اېستنې پېښې په بېسارې کچه زیاتې شوې دي. پولیسو کور په کور د تالاشۍ، نیولو او جبري ستنولو مرکزونو ته د لېږلو چارې روانې ساتلې دي.

د مالي پوځ او ورسره تړلو وسلهوالو ډلو د سېګو مرکزي سیمې په دوو کلیو کې لږترلږه ۳۱ کسان وژلي دي. لومړی برید د اکتوبر پر ۲مه د کامونا په کلي کې شوی، چې لږترلږه ۲۱تنه پکې ووژل شول او کورونه وسوځېدل. دویم برید د بالې په کلي کې شوی، چې لږترلږه ۱۰ کسان پکې وژل شوي.
د رویټرز او بشري حقونو د څار ډلې د رپوټونو له مخې، پوځ او وسلهوالو ډلو کليوال له جماعت نصرة الاسلام والمسلمين ډلې سره د همکارۍ په تور وژلي دي.
د بشري حقونو څارډلې د مالي له چارواکو وغوښتل چې د دې وژنو پلټنه وکړي او له افریقایي اتحادیې یې وغوښتل چې د جګړې د پای ته رسولو او د جرمونو د مسوولانو د محاسبې لپاره ګامونه واخلي.
مالي د جهادي ډلو له فشار سره مخ ده چې په پرلپسې توګه د دولت پر ځواکونو بریدونه کوي او په تېرو میاشتو کې یې پر سون توکو د بندیز له لارې د یادو توکو د رسولو لړۍ مختل کړې ده.
د مالي د بهرنیو چارو وزیر دا اونۍ ویلي چې پر پلازمېنې باماکو د جهادي ډلو زر کنټرول ناشونی دی.