کازان ته د طالبانو د سفیر سفر؛ له تاتارستان سره د نویو اقتصادي همکاریو هڅې

په مسکو کې د طالبانو سفیر د لړم پر۲۷مه د روسیې د تاتارستان جمهوریت پلازمېنې کازان ته سفر کړی.

په مسکو کې د طالبانو سفیر د لړم پر۲۷مه د روسیې د تاتارستان جمهوریت پلازمېنې کازان ته سفر کړی.
نوموړي د دغه هېواد د لومړي وزیر له مرستیال او د صنعت او سوداګرۍ له وزیر الیګ کوروتچینکو سره لیدلي، چې پکې د افغانستان او تاتارستان ترمنځ پر ګډو دوه اړخیزو موضوعاتو سربېره د تاتارستان د شرکتونو لهخوا په افغانستان کې د پانګونې او د سوداګریزو اړیکو د پراختیا پر موضوعاتو ټینګار شوی.په مسکو کې د طالبانو سفارت ویلي، چې ګل حسن حسن د تاتارستان له چارواکو سره د لیدنې پر مهال وویل: «په افغانستان کې له رامنځته شوي سوداګریز او پانګهییز فرصت څخه دواړه هېوادونه ښه ګټه اخیستلای شي، په ځانګړي ډول د افغانستان او کازان ترمنځ ګډ سوداګریز مرکز او نندارتون جوړول کولی شي د افغاني مېوو او نورو محصولاتو لپاره روسیې ته لنډه او ارزانه لار برابر کړي.»

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د وروستیو ترینګلتیاوو له امله، تېره اوونۍ د طالبانو د اقتصادي مرستیال له هغه خبرداري وروسته چې په کې یې له پانګهوالو او سوداګرو وغوښتل چې خپلې ټولې سوداګریزې معاملې له پاکستان سره تر ۹۰ ورځو راونغاړي، طالبانو د سیمې له نورو هېوادونو سره خپلې اقتصادي اړیکې پراخې کړې دي.
د یادونې وړ ده، چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ راهیسې روسیه یوازینی هېواد دی چې طالبان یې په رسمیت پېژندلي او له دغې ډلې سره یې خپلې اړیکې د پام وړ پراخې کړې دي.


د طالبانو تر واک لاندې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون خبر ورکړی، چې د سې شنبې په ورځ له پاکستان او ایران څخه ۷۳۲۶ افغان کډوال بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي. طالبانو ویلي، له دغو کډوالو سره د خوراکي توکو، نغدو پیسو، سیمو ته د لېږد او روغتیا په برخه کې مرستې شوې دي.
د طالبانو تر واک لاندې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د ستانه شویو کسانو د کورنیو شمېر ۱۳۵۷ ته رسېږي.
د دوی د معلوماتو له مخې، ۱۰۰۴ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۵۵۹۲ ته رسېږي، د کندهار سپین بولدک له لارې، ۲۸۳ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۴۸۳ ته رسېږي د تورخم له لارې، ۳۸ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۳۶ ته رسېږي د نیمروز د ورېښمو له لارې او ۳۲ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۱۵ ته رسېږي د هرات د اسلام کلا له لارې له پاکستان او ایران څخه افغانستان ته ستانه شوي دي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ هم نن ویلي، چې په تېره یوه اوونۍ کې له پاکستان او ایران څخه ۳۵ زره او ۹۲ افغان کډوال اېستل شوي، چې ځیني یې له دغو هېوادونو په زور اېستل شوي دي.
دغه سازمان په یوه راپور کې ویلي، چې په دې ډله کې ۱۷۰۲۷نارینه او ۱۸۰۶۵ښځې دي، چې د نومبر له ۹ مې څخه تر ۱۵ مې پورې افغانستان ته تللي دي.
د دواړو هېوادونو له خوا د افغان کډوالو جبري اېستل د ملګرو ملتونو په ګډون له پراخو نړۍوالو غبرګونونو سره مخ دی، خو ایران او پاکستان لا تر اوسه د کډوالو په تړاو په خپل چلند کې نرمښت نه دی ښودلی.
له دې سره، په پاکستان کې مېشتو افغان کډوالو له ګواښ سره د مخ افغانانو د خونديتوب لپاره په یوه پرانیستي لیک کې بیا له ملګرو ملتونو، د بشري حقونو سازمانونو او د کډوالو ادارو نه غوښتنه کړې، چې د دوی د جبري اېستلو لړۍ دې ودرول شي او د بیا مېشتېدو قضیې دې ژر بشپړې شي.
په دغه لیک کې هغو افغان کډوالو چې د امریکا د بیامېشتېدو پروګرام لپاره په تمه دي ویلي، چې په تېرو څو میاشتو کې په پاکستان کې د افغان کډوالو د نیونې، ځورونې او جبري اېستنې پېښې په بېسارې کچه زیاتې شوې دي. پولیسو کور په کور د تالاشۍ، نیولو او جبري ستنولو مرکزونو ته د لېږلو چارې روانې ساتلې دي.

تاجکستان د روان کال په دوبي کې د افغان کډوالو ډلهییز اېستل پیل کړل، خو په وروستیو میاشتو کې یې د شړلو کچه راټیټه کړې ده، چې د ګڼ شمېر نویو کډوالو لپاره یې ژوره وېره رامنځته کړې ده. افغان کډوال وایي، چې له ستونزو سره-سره بیا هم د تاجکستان د چارواکو چلند ډېر درناوی لرونکی دی.
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ وايي، چې د همدې دوبي په اوږدو کې لږ تر لږه ۱،۲۸۸ افغانان له تاجکستان څخه شړل شوي، چې ۱،۱۵۲ یې د پناه غوښتنې او کډوالۍ قانوني اسناد لرل.
دا اداره ټینګار کوي، چې تاجکستان باید خپلې نړۍوالې ژمنې پوره کړي او کډوال یوازې په ارادي، خوندي او باعزت ډول بېرته واستوي.
تاجک چارواکي وايي، دوی هغه کسان شړي چې د نشهيي توکو کاروبار کوي، د افراطیت تبلیغ کوي، جعلي اسناد لري او د اقامت له قانون څخه سرغړونه کوي.
د تاجکستان د کورنیو چارو وزیر رامازون رحیمزاده په یوه خبري غونډه کې ویلي: «که څه هم دوی قانوني مېشت وو، خو کله چې قانون مات شي، غېرقانوني کېږي.»
یو افغان کډوال وایي، د ده د ترهزوی ټول قانوني اسناد لرل او هېڅ ناقانونه کار یې نه و کړی، خو دا خبره په خپلواکه توګه نه ده تایید شوې.
یو بل افغان کډوال وایي، چې ډېری شړل شوي کسان هغه افغانان و، چې په وروستیو کلونو کې تاجکستان ته تللي و او د کار رسمي اجازې یې نه لرلې یا د ځايي چارواکو له چلند سره بلد نه و.
هغه زیاتوي: «افغانان باید د بقا لپاره یو شمېر نا لیکلي قوانین مراعات کړي، لکه د ږیرې لنډ ساتل، د شرابو نه کارول، له تاجک ښځو لرې پاتې کېدل ځکه چې دا هغه څه دي چې د ځايي خلکو حساسیت پاروي.»
له دې سره- سره هغه د تاجک چارواکو چلند د ایران او پاکستان په پرتله ډېر درناوی لرونکی بولي او ژوند په تاجکستان کې ورته د «ازادۍ» مترادف ښکاري، په ځانګړي توګه د افغانستان د ملکي او ټولنیزو محدودیتونو په پرتله.
د اریانا سازمان مشر عبدالمصور بهادري هم وایي، چې تاجکستان د سیمې په کچه یوازینی هېواد دی چې له افغان کډوالو سره پرته له بدګمانۍ چلند کوي او د ځینو افغانانو «بېمسوولیته چلند» د شړلو لامل شوی دی.
یونسیار یادونه کوي، چې د نړۍوالو اصولو له مخې هېڅ کډوال باید هغه هېواد ته بېرته ونه لېږدول شي چې ژوند یې له جدي ګواښ سره مخ وي. دغه اداره وایي، چې د افغانستان اوسنی وضعیت لا هم د ځورونې خطر لري او افغان کډوال لا هم نړۍوال محافظت ته اړتیا لري.
تاجکستان په خپل د ۲۰۲۴ کال رسمي راپور کې د افغان کډوالو د حقونو په برخه کې هم تر نیوکو لاندې راغلی، په ځانګړي ډول د پناه لیکونو، د استوګنې اسنادو او د کار اجازهلیکونو د ترلاسه کولو په برخه کې چې افغان کډوال یې له جدي ستونزو سره مخامخ کړي دي.

طالبانو په ننګرهار او بلخ ولایتونو کې د یوې ښځې په ګډون ۳ کسان د بېلابېلو تورونو په تړاو په عام محضر کې له ۲۰ تر ۳۹ دُرو وهلي دي. طالبانو ویلي، چې دوه نارینه یې د نشه یي توکو د قاچاق او یوه ښځه یې د «نامشروع اړیکو» په تور وهلي دي.
د طالبانو سترې محکمې د سې شنبې په ورځ (د لړم ۲۷مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په ننګرهار کې دوه نارینه د نشه يي توکو د قاچاق په تور ۲۰- ۲۰ دُرې وهل شوي دي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې دغو کسانو ته له ۷ میاشتو څخه تر یو کال پوري تنفیذي بند سزا هم ورکړل شوې ده.
د طالبانو دغه ادارې په یوې جلا خبرپاڼه کې زیاته کړې، چې په بلخ کې یوه ښځه د «نامشروع اړیکو» په تور ۳۹ دُرې وهل شوې ده.
د طالبانو د بلخ ابتدایه محکمې یادې مېرمنې ته د دوه کاله تنفيذي بند سزا هم ورکړې.
طالبانو د دغه کسانو د هویت په اړه څه نه دي ویلي.
د طالبانو په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې یاد کسان د طالب چارواکو او عامو خلکو په حضور کې وهل شوي دي.
د بلخ د طالبانو څارنوالۍ مسوول عین الدین روحاني ویلي: «د دغه حکم د شرعي قوانینو، د فساد، فتنې او د اسلامې ټولنې څخه د شرعي قانون خلاف کړنو د له منځه وړلو په موخه پلی کېږي.»
دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو تېره ورځ هم په زابل او کابل ولایتونو کې د یوې ښځې په ګډون ۳۰ کسان په دُرو وهلي دي.
د افغانستان انټرنشنل- پښتو د موندنو له مخې، طالبانو په تېرو درېیو (اګسټ، سپټمبر او اکټوبر) میاشتو کې د هېواد په ۲۱ ولایتونو کې ۳۳۱ کسان د «نامشروع اړیکو، له کورونو د تېښتې، بد اخلاقۍ، زنا، لواطت، غلا، رشوت، د شرابو په ګډون د نشه يي توکو کاروبار، جعل او فرېبکارۍ» په تورونو د خلکو په مخ کې لسګونه دُرې وهلي او یو شمېر یې پر څو کاله تنفیذي بندونو هم محکوم کړي دي.

د مالي پوځ او ورسره تړلو وسلهوالو ډلو د سېګو مرکزي سیمې په دوو کلیو کې لږترلږه ۳۱ کسان وژلي دي. لومړی برید د اکتوبر پر ۲مه د کامونا په کلي کې شوی، چې لږترلږه ۲۱تنه پکې ووژل شول او کورونه وسوځېدل. دویم برید د بالې په کلي کې شوی، چې لږترلږه ۱۰ کسان پکې وژل شوي.
د رویټرز او بشري حقونو د څار ډلې د رپوټونو له مخې، پوځ او وسلهوالو ډلو کليوال له جماعت نصرة الاسلام والمسلمين ډلې سره د همکارۍ په تور وژلي دي.
د بشري حقونو څارډلې د مالي له چارواکو وغوښتل چې د دې وژنو پلټنه وکړي او له افریقایي اتحادیې یې وغوښتل چې د جګړې د پای ته رسولو او د جرمونو د مسوولانو د محاسبې لپاره ګامونه واخلي.
مالي د جهادي ډلو له فشار سره مخ ده چې په پرلپسې توګه د دولت پر ځواکونو بریدونه کوي او په تېرو میاشتو کې یې پر سون توکو د بندیز له لارې د یادو توکو د رسولو لړۍ مختل کړې ده.
د مالي د بهرنیو چارو وزیر دا اونۍ ویلي چې پر پلازمېنې باماکو د جهادي ډلو زر کنټرول ناشونی دی.

د سعودي عربستان شاهزی محمد بن سلمان نن د سې شنبې په ورځ متحده ایالاتو ته لاړ او ډونالډ ټرمپ ورته په سپینه ماڼۍ کې هرکلی ووایه. تمه کیږي چې په دغه سفر کې د ایف ۳۵ امریکايي الوتکو د پېرلو، دوه اړخیزو اړیکو، د سودان پر موضوع او نورو اړوندو مسایلو خبرې وشي.
له هرکلي وروسته ټرمپ او محمد بن سلمان په یوه دوه اړخیزه ناسته کې برخه واخېسته.
د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې دغه سفر د ټرمپ په رسمي بلنه شوی او هدف یې د مصنوعي ځیرکتیا، سولهییزې اتومي انرژۍ، ټېکنالوژۍ او امنیتي همکاریو پراختیا ده.
ټرمپ به په دې لیدنه کې د سعودي هغه ۶۰۰ میلیارده ډالري پانګونه تعقیب کړي چې په می میاشت کې د نوموړي د ریاض سفر پر مهال اعلان شوې وه. دا له ۲۰۱۸ کال وروسته امریکا ته د بنسلمان لومړی سفر دی.
سعودي د سیمې د کړکېچونو له امله له واشنګټن څخه د امنیتي تضمین ترلاسه کولو هڅه کوي، خو امریکا دا موضوع له اسراییل سره د ریاض د اړیکو عادي کولو پورې تړلې ده. ریاض د اړیکو عادي کول د فلسطین لپاره د خپلواک دولت په تضمین پورې تړي.
د واشنګټن د یوه پخواني منځګړي د اټکل له مخې، کیدای شي داسې یو فرمان صادر شي چې امریکا او سعودي دې د هر ډول ګواښ پر مهال سملاسي له یو بل سره مشوره وکړي، پرته له دې چې امریکا د فعالې دفاع ژمنه وکړي.
سعودي په ورته وخت کې د « ۲۰۳۰ لرلید» له مخې د اتومي انرژۍ او مصنوعي ځیرکتیا په برخو کې د ټېکنالوژیو د ترلاسه کولو په لټه کې دی. له امریکا نه د پرمختللو چیپونو او ټېکنالوژۍ ترلاسه کول حیاتي بلل کېږي.