د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ وايي، چې د همدې دوبي په اوږدو کې لږ تر لږه ۱،۲۸۸ افغانان له تاجکستان څخه شړل شوي، چې ۱،۱۵۲ یې د پناه غوښتنې او کډوالۍ قانوني اسناد لرل.
دا اداره ټینګار کوي، چې تاجکستان باید خپلې نړۍوالې ژمنې پوره کړي او کډوال یوازې په ارادي، خوندي او باعزت ډول بېرته واستوي.
تاجک چارواکي وايي، دوی هغه کسان شړي چې د نشهيي توکو کاروبار کوي، د افراطیت تبلیغ کوي، جعلي اسناد لري او د اقامت له قانون څخه سرغړونه کوي.
د تاجکستان د کورنیو چارو وزیر رامازون رحیمزاده په یوه خبري غونډه کې ویلي: «که څه هم دوی قانوني مېشت وو، خو کله چې قانون مات شي، غېرقانوني کېږي.»
یو افغان کډوال وایي، د ده د ترهزوی ټول قانوني اسناد لرل او هېڅ ناقانونه کار یې نه و کړی، خو دا خبره په خپلواکه توګه نه ده تایید شوې.
یو بل افغان کډوال وایي، چې ډېری شړل شوي کسان هغه افغانان و، چې په وروستیو کلونو کې تاجکستان ته تللي و او د کار رسمي اجازې یې نه لرلې یا د ځايي چارواکو له چلند سره بلد نه و.
هغه زیاتوي: «افغانان باید د بقا لپاره یو شمېر نا لیکلي قوانین مراعات کړي، لکه د ږیرې لنډ ساتل، د شرابو نه کارول، له تاجک ښځو لرې پاتې کېدل ځکه چې دا هغه څه دي چې د ځايي خلکو حساسیت پاروي.»
له دې سره- سره هغه د تاجک چارواکو چلند د ایران او پاکستان په پرتله ډېر درناوی لرونکی بولي او ژوند په تاجکستان کې ورته د «ازادۍ» مترادف ښکاري، په ځانګړي توګه د افغانستان د ملکي او ټولنیزو محدودیتونو په پرتله.
د اریانا سازمان مشر عبدالمصور بهادري هم وایي، چې تاجکستان د سیمې په کچه یوازینی هېواد دی چې له افغان کډوالو سره پرته له بدګمانۍ چلند کوي او د ځینو افغانانو «بېمسوولیته چلند» د شړلو لامل شوی دی.
یونسیار یادونه کوي، چې د نړۍوالو اصولو له مخې هېڅ کډوال باید هغه هېواد ته بېرته ونه لېږدول شي چې ژوند یې له جدي ګواښ سره مخ وي. دغه اداره وایي، چې د افغانستان اوسنی وضعیت لا هم د ځورونې خطر لري او افغان کډوال لا هم نړۍوال محافظت ته اړتیا لري.
تاجکستان په خپل د ۲۰۲۴ کال رسمي راپور کې د افغان کډوالو د حقونو په برخه کې هم تر نیوکو لاندې راغلی، په ځانګړي ډول د پناه لیکونو، د استوګنې اسنادو او د کار اجازهلیکونو د ترلاسه کولو په برخه کې چې افغان کډوال یې له جدي ستونزو سره مخامخ کړي دي.