• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د مالي پوځ د القاعدې له یوې ملاتړې ډلې سره د همکارۍ په تور ۳۱ تنه وژلي

۲۷ لړم ۱۴۰۴ - ۱۸ نومبر ۲۰۲۵، ۱۷:۵۴ GMT+۰

د مالي پوځ او ورسره تړلو وسله‌والو ډلو د سېګو مرکزي سیمې په دوو کلیو کې لږترلږه ۳۱ کسان وژلي دي. لومړی برید د اکتوبر پر ۲مه د کامونا په کلي کې شوی، چې لږترلږه ۲۱تنه پکې ووژل شول او کورونه وسوځېدل. دویم برید د بالې په کلي کې شوی، چې لږترلږه ۱۰ کسان پکې وژل شوي.

د رویټرز او بشري حقونو د څار ډلې د رپوټونو له مخې، پوځ او وسله‌والو ډلو کليوال له جماعت نصرة الاسلام والمسلمين ډلې سره د همکارۍ په تور وژلي دي.

د بشري حقونو څارډلې د مالي له چارواکو وغوښتل چې د دې وژنو پلټنه وکړي او له افریقایي اتحادیې یې وغوښتل چې د جګړې د پای ته رسولو او د جرمونو د مسوولانو د محاسبې لپاره ګامونه واخلي.

مالي د جهادي ډلو له فشار سره مخ ده چې په پرلپسې توګه د دولت پر ځواکونو بریدونه کوي او په تېرو میاشتو کې یې پر سون توکو د بندیز له لارې د یادو توکو د رسولو لړۍ مختل کړې ده.

د مالي د بهرنیو چارو وزیر دا اونۍ ویلي چې پر پلازمېنې باماکو د جهادي ډلو زر کنټرول ناشونی دی.

ترویج لرونکی

طالبانو په هرات کې د شپنیو ګزمو له لارې د ښار امنیتي فضا لا سخته کړې
۱

طالبانو په هرات کې د شپنیو ګزمو له لارې د ښار امنیتي فضا لا سخته کړې

۲

د ږېرو پر سر نیونې؛ د کندهار اوسېدونکي وایي د خلکو عزت تر پښو لاندې کېږي او سپکاوی یې کېږي

۳

د پېښور سترې محکمې یو افغان کډوال ته د پاکستاني تابعیت ورکولو امر کړی

۴

سرچینې: په کندهار کې د مولوي هبت‌الله په مشرۍ د طالبانو د کابینې غونډه شوې

۵

اروپايي ټولنه: د افغان کډوالو د ستنولو لپاره طالبانو سره له خبرو پرته بله لاره نه لرو

•
•
•

نور کیسې

ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې محمد بن سلمان ته هرکلی ووایه

۲۷ لړم ۱۴۰۴ - ۱۸ نومبر ۲۰۲۵، ۱۷:۰۹ GMT+۰
ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې محمد بن سلمان ته هرکلی ووایه
100%

د سعودي عربستان شاهزی محمد بن سلمان نن د سې شنبې په ورځ متحده ایالاتو ته لاړ او ډونالډ ټرمپ ورته په سپینه ماڼۍ کې هرکلی ووایه. تمه کیږي چې په دغه سفر کې د ایف ۳۵ امریکايي الوتکو د پېرلو، دوه اړخیزو اړیکو، د سودان پر موضوع او نورو اړوندو مسایلو خبرې وشي.

له هرکلي وروسته ټرمپ او محمد بن سلمان په یوه دوه اړخیزه ناسته کې برخه واخېسته.

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې دغه سفر د ټرمپ په رسمي بلنه شوی او هدف یې د مصنوعي ځیرکتیا، سوله‌ییزې اتومي انرژۍ، ټېکنالوژۍ او امنیتي همکاریو پراختیا ده.

ټرمپ به په دې لیدنه کې د سعودي هغه ۶۰۰ میلیارده ډالري پانګونه تعقیب کړي چې په می میاشت کې د نوموړي د ریاض سفر پر مهال اعلان شوې وه. دا له ۲۰۱۸ کال وروسته امریکا ته د بن‌سلمان لومړی سفر دی.

سعودي د سیمې د کړکېچونو له امله له واشنګټن څخه د امنیتي تضمین ترلاسه کولو هڅه کوي، خو امریکا دا موضوع له اسراییل سره د ریاض د اړیکو عادي کولو پورې تړلې ده. ریاض د اړیکو عادي کول د فلسطین لپاره د خپلواک دولت په تضمین پورې تړي.

د واشنګټن د یوه پخواني منځګړي د اټکل له مخې، کیدای شي داسې یو فرمان صادر شي چې امریکا او سعودي دې د هر ډول ګواښ پر مهال سملاسي له یو بل سره مشوره وکړي، پرته له دې چې امریکا د فعالې دفاع ژمنه وکړي.

سعودي په ورته وخت کې د « ۲۰۳۰ لرلید» له مخې د اتومي انرژۍ او مصنوعي ځیرکتیا په برخو کې د ټېکنالوژیو د ترلاسه کولو په لټه کې دی. له امریکا نه د پرمختللو چیپونو او ټېکنالوژۍ ترلاسه کول حیاتي بلل کېږي.

جاپان په چین کې خپلو وګړو ته د «ډېر احتیاط» خبرداری ورکړی

۲۷ لړم ۱۴۰۴ - ۱۸ نومبر ۲۰۲۵، ۱۵:۵۵ GMT+۰
جاپان په چین کې خپلو وګړو ته د «ډېر احتیاط» خبرداری ورکړی
100%

جاپان په چین کې خپلو وګړو ته د ډېر احتیاط خبرداری ورکړی، ځکه د دواړو هېوادونو ترمنځ د تایوان په تړاو د جاپانۍ صدراعظمې له څرګندونو وروسته اړیکې ترینګلې شوې دي. د جاپان صدراعظمې تاکایچي ویلي چې که پر تایوان د چین برید د توکیو امنیت وګواښي، نو پوځي غبرګون ممکن دی.

دغو څرګندونو د توکیو او بیجنګ ترمنځ د کلونو تر ټولو ستر دیپلوماتیک کړکېچ رامنځته کړی.

د جاپاني او چینايي چارواکو تر منځ تازه خبرې بې‌پایلې وې او بیجینګ غوښتنه کړې چې تاکایچي دې خپلې څرګندونې بېرته واخلي، خو توکیو دا نه مني.

چینایي دولتي رسنیو او ډیپلوماتانو تاکایچي سخته په نښه کړې ده، او جاپان وایي چې د چین منفي تبلیغاتو له امله خپلو وګړو ته د احتیاط سپارښتنه کوي. جاپاني اتباعو ته ویل شوي چې له ګڼه‌ګوڼې لرې او یوازې سفر ونه کړي.

له بلې خوا، چین خپلو وګړو ته جاپان ته د سفر نه کولو سپارښتنه کړې، چې دا کار د جاپان پر اقتصاد اغېز کولی شي.

چینایي هوايي شرکتونو د جاپان پر لور سفرونو کې اسانتیاوې لغوه کړې، او په چین کې د جاپاني فلمونو نندارې هم ځنډول شوې دي.

امریکا یو ځل بیا ویلي چې د جاپان دفاع ته ژمنه ده.

سعودي غواړي چې ټرمپ د سودان جګړې په پای ته رسولو کې همکارۍ ته وهڅوي

۲۷ لړم ۱۴۰۴ - ۱۸ نومبر ۲۰۲۵، ۱۴:۱۶ GMT+۰
سعودي غواړي چې ټرمپ د سودان جګړې په پای ته رسولو کې همکارۍ ته وهڅوي
100%

د سعودي عربستان شاهزی محمد بن سلمان به نن په واشنګټن کې د خبرو پر مهال د متحده ایالاتو ولسمشر په سوډان کې د جګړې پای ته رسولو لپاره همکارۍ ته وهڅوي. پنځو سرچینو رویټرز ته ویلي، د سعودي ولیعهد په دې باور دی چې د ټرمپ مستقیم فشار ته اړتیا ده.

دغه جګړه په ۲۰۲۳ کال کې د سوډان د وسله والو ځواکونو او د نیمه پوځي چټک ملاتړ ځواکونو (RSF) ترمنځ د واک پر سر پیل شوه. دې جګړې خلک بېځایه کړي او قومي وژنې او پراخې ورانۍ یې رامنځته کړې دي.

سرچینو ویلي چې سعودي عربستان له ټرمپ سره د دې مسالې په مطرح کولو هڅه کوي د هغه سوله راوړونکی احساس وهڅوي. ټرمپ په مکرر ډول ویلي چې د نړیوالو شخړو د حل لپاره د خپل کار له امله د نوبل سولې جایزه غواړي.

د سعودي حکومت رسنیز دفتر سملاسي نظر نه دی ورکړی.

له ټرمپ سره د سوډان په اړه د خبرو اترو رپوټ مخکې د مېډل ایسټ ویبپاڼې له خوا خپور شوی و.

متحده ایالات، عربي متحده امارات، سعودي عربستان او مصر د شخړې د حل لپاره د یوې جوړې شوې ډلې غړي دي چې په غیر رسمي ډول د کواډ په نوم پیژندل کیږي.

د سعودي عربستان لپاره، د سودان د شخړې حل د دغه هېواد له ملي امنیت سره تړلی، ځکه د سوډان سلګونه کیلومتره ساحلي کرښه د یاد سلطنت د سرې بحیرې ساحل پر وړاندې پرته ده.

د ملګرو ملتونو سرمنشي په امنیت شورا کې د ټرمپ د غزې پلان د تصویب هرکلی کړی

۲۷ لړم ۱۴۰۴ - ۱۸ نومبر ۲۰۲۵، ۱۲:۳۰ GMT+۰
د ملګرو ملتونو سرمنشي په امنیت شورا کې د ټرمپ د غزې پلان د تصویب هرکلی کړی
100%

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش د سې‌شنبې په ورځ وویل چې د امنیت شورا وروستی تصویب په غزه کې د اوربند د ټينګښت پر لور يو مهم ګام دی. د امریکا له خوا وړاندې شوې مسوده په غزه کې د نړيوال سوله ساتي ځواک ځای پرځای کېدو ته اجازه ور کوي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د دوشنبې په ورځ د امريکا په ملاتړ د یوه پرېکړه‌ليک مسوده تصویب کړه، چې په غزه کې د اوربند په تړاو د ولسمشر ډونالد ټرمپ پلان تاييدوي.

دغه مسوده جګړه پای ته رسوي او په دې سیمه کې د نړيوال ثبات راوستلو یا سوله ساتي ځواک ځای پرځای کېدو ته اجازه ور کوي.

ګوتریش په خپله خبرپاڼه کې وويل: « اوس دا ډېر مهم دي چې دغه ديپلوماتیک خوځښت په عملي او بیړنیو ګامونو بدل شي».

هغه زیاته کړه چې ملګري ملتونه د غزې لپاره د بشري مرستو پراخولو ته ژمن دي.

ګوتریش همدارنګه ویلي، دا مهمه ده چې د امریکا د پلان دويم پړاو ته د تلو هڅې دوام ومومي.

دغه پړاو د اسراییل او فلسطینیانو تر منځ د دوه-دولته حل‌لارې د ترلاسه کولو لپاره سياسي بهیر ته لاره اواروي.

په نایجریا کې وسله والو د نجونو د یوه ښوونځي ۲۵ زده کوونکې تښتولې دي

۲۷ لړم ۱۴۰۴ - ۱۸ نومبر ۲۰۲۵، ۱۱:۴۴ GMT+۰
په نایجریا کې وسله والو د نجونو د یوه ښوونځي ۲۵ زده کوونکې تښتولې دي
100%

د نایجریا پولیس وایي چې وسله والو د دغه هېواد په شمال لویدیځ کې د نجونو پر یوه ښوونځي برید کړی او د دغه ښوونځي ۲۵ زده کوونکې یې له ځان سره وړې دي.

رسنیو ته د نایجریا پولیسو ویلي چې وسله وال تېره ورځ سهار شاوخوا ۴بجې د ماګا په ښار کې د نجونو دولتي لیلیه لرونکي ښوونځي ته ننوتل او له امنیتي ځواکونو سره ونښتل.

پولیسو زیاته کړې چې په پېښه کې د ښوونځي مرستیال مدیر وژل شوی او یو بل کارکوونکی ټپي شوی دی.

د پولیسو په وینا، تاکتیکي واحدونه، سرتیري او سیمه ییزې ملیشې د تښتول شویو زده کوونکیو په لټه کې دي.

شمال لویدیزه نایجریا په وروستیو کلونو کې د وسله والو ډلو د باج اخېستنې، بونګې او برمتې د پېښو له امله د ښځینه زده کونکو د تښتونو شاهده ده.

سربیره پردې، بوکو حرام اسلامي ډلې هم په نایجریا کې په ګڼو وختونو کې زده کوونکې تښتولې دي.

په ۲۰۱۴کال کې دې ډلې د نایجریا په شمال ختیځ ښار چیبوک کې له یوه ښوونځي څخه ۲۷۰نجونې تښتولې وې. ډیری نجونې د دې ډلې له بند څخه وتښتېدې او یا هم وروسته خوشې شوې، خو یو شمیر یې هیڅکله بیرته خپلو کورونو ته ستنې نه شوې.