په نایجریا کې وسله والو د نجونو د یوه ښوونځي ۲۵ زده کوونکې تښتولې دي

د نایجریا پولیس وایي چې وسله والو د دغه هېواد په شمال لویدیځ کې د نجونو پر یوه ښوونځي برید کړی او د دغه ښوونځي ۲۵ زده کوونکې یې له ځان سره وړې دي.

د نایجریا پولیس وایي چې وسله والو د دغه هېواد په شمال لویدیځ کې د نجونو پر یوه ښوونځي برید کړی او د دغه ښوونځي ۲۵ زده کوونکې یې له ځان سره وړې دي.
رسنیو ته د نایجریا پولیسو ویلي چې وسله وال تېره ورځ سهار شاوخوا ۴بجې د ماګا په ښار کې د نجونو دولتي لیلیه لرونکي ښوونځي ته ننوتل او له امنیتي ځواکونو سره ونښتل.
پولیسو زیاته کړې چې په پېښه کې د ښوونځي مرستیال مدیر وژل شوی او یو بل کارکوونکی ټپي شوی دی.
د پولیسو په وینا، تاکتیکي واحدونه، سرتیري او سیمه ییزې ملیشې د تښتول شویو زده کوونکیو په لټه کې دي.
شمال لویدیزه نایجریا په وروستیو کلونو کې د وسله والو ډلو د باج اخېستنې، بونګې او برمتې د پېښو له امله د ښځینه زده کونکو د تښتونو شاهده ده.
سربیره پردې، بوکو حرام اسلامي ډلې هم په نایجریا کې په ګڼو وختونو کې زده کوونکې تښتولې دي.
په ۲۰۱۴کال کې دې ډلې د نایجریا په شمال ختیځ ښار چیبوک کې له یوه ښوونځي څخه ۲۷۰نجونې تښتولې وې. ډیری نجونې د دې ډلې له بند څخه وتښتېدې او یا هم وروسته خوشې شوې، خو یو شمیر یې هیڅکله بیرته خپلو کورونو ته ستنې نه شوې.


د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال سعید خطیب زاده اعلان کړی چې تهران پلان لري د ډسمبر میاشتې په نیمایي کې د افغانستان په اړه سیمه ییزه غونډه راوبولي. دا غونډه د طالبانو او اسلام اباد ترمنځ کړکیچونو ته په پام د ګاونډیو هیوادونو او همدارنګه د روسیې او چین په ګډون ترسره کیږي.
خطیب زاده ټینګار کړی چې ایران په دې وروستیو ورځو کې د افغانستان او پاکستان په اړه ډیر اغیزناک ګامونه اخیستي دي.
ایراني چارواکو له دې وړاندې هم د طالبانو او اسلام اباد ترمنځ د منځګړیتوب لپاره خپل چمتووالی څرګند کړی و.
خطیب زاده سپوتنیک اژانس ته ویلي، «دا غونډه به په راتلونکې میاشت کې ترسره شي».
یو لوړ پوړي ایراني ډیپلومات ریا نووستي خبري اژانس ته ویلي: «موږ د افغانستان په اړه د تماس ډلې په جوړولو کار کوو، چې د افغانستان ټول ګاونډیان، او همدارنګه د روسیې او چین په ګډون یو شمیر نور هیوادونه به پکې شامل وي. د دې غونډې په اجنډا کې افغانستان سره د مرستې او د سیمه ییزو میکانیزمونو له لارې د ثبات ساتلو پر څرنګوالی سربېره نور خورا مهم سیمه ییز مسایل شامل دي.»
له دې وړاندې د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي د یوې غونډې په څنډه کې خبریالانو ته ویلي و، چې تهران د افغانستان او پاکستان د ستونزو د حل په موخه د یوې سیمه ییزې ناستې په لټه کې دی.
د پاکستان او طالبانو ترمنځ تاوتریخوالی وروسته له هغه زیات شو چې د اکتوبر پر نهمه ماښام د پاکستان هوايي ځواکونو په کابل او نورو ولایتونو کې هوايي بریدونه وکړل.
پاکستان وویل، چې دا بریدونه دپاکستاني طالبانو د مشرانو د له منځه وړلو لپاره ترسره شوي وو، خو د طالبانو دفاع وزارت د غچ اخیستنې د عملیاتو د پلي کولو اعلان وکړ او د دواړو لوریو ترمنځ پر ډیورند کرښه نښتې پیل شوې.
د طالبانو او پاکستان ترمنځ وروستۍ دوه پړاوه خبرې اترې د ترکیې په استانبول ښار کې ترسره شوې چې له مطلوبې پایلې پرته پای ته ورسېدې.
اسلام اباد په مکرر ډول افغان طالبان د پاکستاني طالبانو تحریک(ټي ټي پي) وسله والې ډلې په ملاتړ تورنوي، خو افغان طالبان دا ادعا ردوي او وایي چې ټي ټي پي د پاکستان داخلي موضوع ده.

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف کراچۍ ته د سفر پرمهال اعلان وکړ، چې د اسیا پراختیايي بانک اسلاماباد ته دوه مېلیارده ډالر نوی پور منظور کړی. نوموړي ویلي، چې دغه مرستې به د اوسپنې پټلۍ اړوند د لویو پروژو چارې لا چټکې کړي.
نوموړي د یاد سفر پرمهال د ښار د اوسپنې پټلۍ ستراتیژیکو پروژو ارزونه وکړه او د کراچۍ کېنټ سټیشن د نوې بڼې د پرانیستې په مراسمو کې یې وینا وکړه. هغه وویل، چې حکومت په اوسپنې پټلۍ کې د عصري بدلون پر لور حرکت کړی او نړۍوال مالي ملاتړ به دغه پلانونه نور هم پیاوړي کړي.
شهباز شریف اعلان وکړ:« اسیايي پراختیايي بانک پاکستان ته دوه مېلیارده ډالر پور منظور کړی، چې دا د نړۍوال باور څرګندونه ده. دغه پیسې به د هېواد د اقتصادي ثبات او زېربنايي پروژو لپاره کاروو.»
شهباز شریف د خپلو خبرو پر دوام وویل، چې د تهران ـ استانبول رېلوې روټ د بیا فعالېدو پلان هم روان دی او که دغه لار پرانیستل شي پاکستان اوسپنې پټلۍ به نوی اقتصادي اهمیت ترلاسه کړي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې امنه محمد په امنیت شورا کې نړۍوالې ټولنې ته خبرداری ورکړ چې«لوږه اوس په مستقیم ډول د وسلې په توګه کارول کېږي.» د ملګرو ملتونو پرمختیايي پروګرام تېره اونۍ په خپل یوه راپور کې وویل، افغانستان کې ۹۰ سلنه کورنۍ د خپلو ډوډۍ له وختونو تېرېدو ته اړ کېږي.
امنه محمد د دوشنبې په ورځ (د لړم ۲۶مه) امنیت شورا ته وویل، جګړه یوازې تاسیسات نهورانوي، بلکې خلکو ته د خوړو د برابرولو وړتیا هم لهمنځه وړي او دا د سلګونو میلیونو انسانانو ژوند له ګواښ سره مخ کوي.
نوموړې زیاته کړه چې وسلهوالو جګړو د نړۍ په ۱۴ هېوادونو کې د خوړو ناامني جدي کړې او تېر کال نږدې ۲۹۵ میلیونه انسانان له سختې لوږې سره مخ وو، چې دا د وړم کال پرتله ۱۴ میلیونه زیات دي.
د ملګرو ملتونو پرمختیايي پروګرام تېره اونۍ په خپل یوه راپور کې وویل، افغانستان کې ۹۰ سلنه کورنۍ د خپلوډوډۍ له وختونو تېرېدو ته اړ کېږي. په وروستي یوه کال کې له ګاونډيو هېوادونو د افغانانو په بېرته ستنېدو، د نړۍوالو د مرستو په کمېدو او پر ښځو د محدودیتونو په لګول کېدو سره په دغه هېواد کې بشري ناورین لاپسې جدي کړی دی.
په افغانستان کې د یوناما مرستیال او د ياد سازمان د بشري چارو همغږي کوونکی ايندريکا راتوته تېره اونۍ (یکشنبه د لړم ۱۸مه) د طالبانو د رييس الوزراء له اداري مرستیال عبدالسلام حنفي سره په کتنه کې ویلي، له ۲۰۲۳ تر ۲۰۲۵ کال پورې ۴.۵ميليونه کډوال بېرته هېواد ته ستانه شوي دي.
د ملګرو ملتونو د پرمختیايي پروګرام راپور کاږي، دمګړۍ له هرو لسو کورنیو نهه هغه یې مجبور دي چې د ډوډۍ له یوه وخت څخه تېر شي او د ژوندي پاتې کېدو لپاره د خپل کور وسایل پلوري او یا هم له نورو پور کوي.
له دې سره سم، د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق «یونېسف» ویلي، چې په افغانستان کې ۳،۵ میلیونه ماشومان په شدیده خوارځواکۍ اخته دي. دغې ادارې په افغانستان کې د تغذیې ناورین په نړۍ کې تر ټولو په بد وضعیت کې یاد کړی دی.
د خوړو نړۍوال پروګرام بیا ویلي، د افغانستان د خوړو ناورین د میندو او ماشومانو ژوند له جدي ګواښ سره مخ کړی دی. دا اداره زیاتوي، د نړۍوالو مرستو کمېدو او د طالبانو د بندیزونو له امله په هېواد کې د لوږې او خوارځواکۍ کچه بېسارې لوړه شوې او دې وضعیت اوس د انساني ناورین بڼه خپله کړې ده.
د ملګرو ملتونو د سر منشي مرستیالې امنه محمد همداراز وویل:«چیرې چې خلک وږي وي، هلته سوله نهشي ټینګېدای او چیرې چې لوږه جګړې ته لمن وهي، هلته امنیت نه شي راتللی.»
هغې زیاته کړه: «موږ لا هم په وسلو پانګونه کوو، نه د لوږې په پای ته رسولو.»
هغې په پای کې وویل چې د لوږې او جګړې اړیکه د بشریت لپاره یو هستوي ګواښ دی او نړۍ باید اجازه ورنهکړي چې خواړه بیا د جګړې په وسیله بدل شي.

ډونالډ ټرمپ د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له پرېکړه لیک څخه چې په غزه کې د «سولې پلاوي» د جوړېدو لپاره تصویب شوی، هرکلی وکړ. د امریکا ولسمشر وویل، چې د سولې د پلاوي مشري به پهخپله کوي او «د نړۍ تر ټولو ځواکمن او د درناوي وړ مشران» به پکې برخه ولري.
ټرمپ په خپلې ټولنیزې شبکې «تروت» کې لیکلي: «زه نړۍ ته د امنیت شورا د دې حیرانوونکي رایې مبارکي وایم، چې د سولې د پلاوي د پېژندنې او تایید سبب شوه.»
د امریکا ولسمشر ټینګار کړی، د امنیت شورا دغه رایه چې د سولې پلاوی یې رسمي کړ، د ملګرو ملتونو په تاریخ کې به له تر ټولو لویو تاییدیو څخه وشمېرل شي. هغه ویلي، چې دا اقدام به په ټوله نړۍ کې د لا زیاتې سولې د خپرېدو لامل شي او دا یوه تاریخي شېبه ده.
ډونالډ ټرمپ له ملګرو ملتونو او ټولو هغو هېوادونو چې په امنیت شورا کې یې دې پرېکړهلیک ته رایه ورکړې مننه کړې او زیاته کړې یې ده، چې د پلاوي غړي او نور «حیرانوونکي اعلانونه» به په راتلونکو اونیو کې خپاره شي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو هم د امنیت شورا له پرېکړه لیک څخه هرکلی کړی او د دغه پرېکړهلیک تصویب یې د «غزې د خلکو له خوا له حماس پرته، د یوه ارامه او هوسا غزې د جوړولو لپاره مهم تاریخي ګام» بللی دی.
حماس د غزې په تړاو د ملګرو ملتونو پرېکړهلیک رد کړ | افغانستان انټرنشنل پښتو
خو حماس د ملګرو ملتونو دغه پرېکړهلیک رد کړی او ویلي یې دي، چې دغه پرېکړهلیک د فلسطینیانو حقونه او غوښتنې نه پوره کوي.

حماس د ملګرو ملتونو د امنیت شورا هغه پرېکړهلیک رد کړ، چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د غزې پلان تاییدوي او ویلي یې دي، چې دغه پرېکړهلیک د فلسطینیانو حقونه او غوښتنې نه پوره کوي.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا د دوشنبې په ماخوستن د (لړم ۲۶مه) په غزه کې د نړۍوالو ځواکونو د مېشتېدو په تړاو د امریکا وړاندیز شوې طرحه تصویب کړه. د امنیت شورا له ۱۵ غړو ۱۳ یې موافقه رایه ورکړه او یوازې روسیې او چین ممتنع رایې ورکړې.
په دې طرحه کې د «ثبات نړۍوالو ځواکونو» په نوم د څو میلیتي ځواکونو جوړېدل او همداراز د «فلسطیني دولت د جوړښت» لپاره د یوه بهیر پيلېدل شامل دي.
په دې طرحه کې همداراز په څرګنده ویل شوي، چې د ثبات نړۍوال ځواکونه د غزې د پولو له امنیت ساتنې سربېره د حماس د نظامي تاسیساتو د لهمنځه وړلو او همداراز د حماس جنګیالیو د بېوسلې کولو دندې پر غاړه لري.
حماس بیا وايي، هغوی [لویدیځوال] غواړي، چې غزه د نورو هېوادونو تر لاس لاندې او د هغوی تر واک لاندې کړي چې فلسطینیان او د مقاومت ډلې یې سخت مخالفت کوي.
حماس زیاته کړه: «په غزه کې نړۍوالې قوې ته د دندو سپارل، په ځانګړي ډول د مقاومت د بې وسلې کولو په ګډون، د دې قوې بېطرفي لهمنځه وړي او دا د اشغال په ګټه پرېکړه ده.»
د پرېکړهلیک په متن کې ویل شوي، چې غړي هېوادونه کولای شي د سولې د بورډ په نوم په هغه انتقالي ادارې کې ګډون وکړي چې د غزې د بیا رغونې او اقتصادي احیا څارنه به کوي. پرېکړهلیک همدارنګه د ثبات نړۍوالو ځواکونو جوړېدو ته واک ورکوي چې د غزې د غیرنظامي کولو بهیر تضمین کړي.
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دغه پرېکړه لیک بیا په اسراییل کې جنجال رامنځته کړی، ځکه په یاد پرېکړه لیک کې په راتلونکې کې د فلسطینیانو لپاره د یوه خپلواک هېواد جوړېدو ته اشاره شوې ده.
په پرېکړه لیک کې ویل شوي: «ښايي بالاخره د فلسطین هېواد د جوړېدو لپاره شرایط رامنځته شي.»