• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

امنه محمد امنیت شورا ته: لوږه اوس په مستقیم ډول د وسلې په توګه کارول کیږي

۲۷ لړم ۱۴۰۴ - ۱۸ نومبر ۲۰۲۵، ۰۱:۱۵ GMT+۰

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې امنه محمد په امنیت شورا کې نړۍوالې ټولنې ته خبرداری ورکړ چې«لوږه اوس په مستقیم ډول د وسلې په توګه کارول کېږي.» د ملګرو ملتونو پرمختیايي پروګرام تېره اونۍ په خپل یوه راپور کې وویل، افغانستان کې ۹۰ سلنه کورنۍ د خپلو ډوډۍ له وختونو تېرېدو ته اړ کېږي.

امنه محمد د دوشنبې په ورځ (د لړم ۲۶مه) امنیت شورا ته وویل، جګړه یوازې تاسیسات نه‌ورانوي، بلکې خلکو ته د خوړو د برابرولو وړتیا هم له‌منځه وړي او دا د سلګونو میلیونو انسانانو ژوند له ګواښ سره مخ کوي.

نوموړې زیاته کړه چې وسله‌والو جګړو د نړۍ په ۱۴ هېوادونو کې د خوړو ناامني جدي کړې او تېر کال نږدې ۲۹۵ میلیونه انسانان له سختې لوږې سره مخ وو، چې دا د وړم کال پرتله ۱۴ میلیونه زیات دي.

د ملګرو ملتونو پرمختیايي پروګرام تېره اونۍ په خپل یوه راپور کې وویل، افغانستان کې ۹۰ سلنه کورنۍ د خپلوډوډۍ له وختونو تېرېدو ته اړ کېږي. په وروستي یوه کال کې له ګاونډيو هېوادونو د افغانانو په بېرته ستنېدو، د نړۍوالو د مرستو په کمېدو او پر ښځو د محدودیتونو په لګول کېدو سره په دغه هېواد کې بشري ناورین لاپسې جدي کړی دی.

په افغانستان کې د یوناما مرستیال او د ياد سازمان د بشري چارو همغږي کوونکی ايندريکا راتوته تېره اونۍ (یکشنبه د لړم ۱۸مه) د طالبانو د رييس الوزرا‌ء له اداري مرستیال عبدالسلام حنفي سره په کتنه کې ویلي، له ۲۰۲۳ تر ۲۰۲۵ کال پورې ۴.۵ميليونه کډوال بېرته هېواد ته ستانه شوي دي.

د ملګرو ملتونو د پرمختیايي پروګرام راپور کاږي، دمګړۍ له هرو لسو کورنیو نهه هغه یې مجبور دي چې د ډوډۍ له یوه وخت څخه تېر شي او د ژوندي پاتې کېدو لپاره د خپل کور وسایل پلوري او یا هم له نورو پور کوي.

له دې سره سم، د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق «یونېسف» ویلي، چې په افغانستان کې ۳،۵ میلیونه ماشومان په شدیده خوارځواکۍ اخته دي. دغې ادارې په افغانستان کې د تغذیې ناورین په نړۍ کې تر ټولو په بد وضعیت کې یاد کړی دی.

د خوړو نړۍوال پروګرام بیا ویلي، د افغانستان د خوړو ناورین د میندو او ماشومانو ژوند له جدي ګواښ سره مخ کړی دی. دا اداره زیاتوي، د نړۍوالو مرستو کمېدو او د طالبانو د بندیزونو له امله په هېواد کې د لوږې او خوارځواکۍ کچه بې‌سارې لوړه شوې او دې وضعیت اوس د انساني ناورین بڼه خپله کړې ده.

د ملګرو ملتونو د سر منشي مرستیالې امنه محمد همداراز وویل:«چیرې چې خلک وږي وي، هلته سوله نه‌شي ټینګېدای او چیرې چې لوږه جګړې ته لمن وهي، هلته امنیت نه شي راتللی.»

هغې زیاته کړه: «موږ لا هم په وسلو پانګونه کوو، نه د لوږې په پای ته رسولو.»

هغې په پای کې وویل چې د لوږې او جګړې اړیکه د بشریت لپاره یو هستوي ګواښ دی او نړۍ باید اجازه ورنه‌کړي چې خواړه بیا د جګړې په وسیله بدل شي.

ترویج لرونکی

د ږېرو پر سر نیونې؛ د کندهار اوسېدونکي وایي د خلکو عزت تر پښو لاندې کېږي او سپکاوی یې کېږي
۱

د ږېرو پر سر نیونې؛ د کندهار اوسېدونکي وایي د خلکو عزت تر پښو لاندې کېږي او سپکاوی یې کېږي

۲

د پېښور سترې محکمې یو افغان کډوال ته د پاکستاني تابعیت ورکولو امر کړی

۳

سرچینې: په کندهار کې د مولوي هبت‌الله په مشرۍ د طالبانو د کابینې غونډه شوې

۴

پر ډیورنډ کرښه تړلې لارې؛ پاکستان خپلې سوداګریزې لارې بدلوي

۵

د ایران مشهد کې د افغان ښځو یوې شبکې د هرات له ښځینه‌ معترضینو خپل ملاتړ اعلان کړ

•
•
•

نور کیسې

انوارالحق احدي: طالبان په زاریو رسمیت نه‌شي ترلاسه کولای

۲۷ لړم ۱۴۰۴ - ۱۸ نومبر ۲۰۲۵، ۰۰:۴۱ GMT+۰
انوارالحق احدي:  طالبان په زاریو رسمیت نه‌شي ترلاسه کولای
100%

د افغانستان د اماني صندوق غړي انوارالحق احدي افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د طالبانو واکمني د نړۍوالې ټولنې له‌خوا په رسمیت نه ده پېژندل شوې او نه‌شي کولی پېسې چاپ کړي. احدي زیاته کړې چې د یوه هېواد د حکومت رسمیت پېژندنه په زاریو نه‌شي ترلاسه کېدلای.

انوارالحق احدي په سویس کې د افغانستان د اماني صندوق غړی دی. نوموړي د دوشنبې په ورځ (د لړم۲۶مه) افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې دغه صندوق تر اوسه پورې له نیم میلیارده ډالرو څخه زیاته ګټه کړې. هغه زیاته کړه، چې د صندوق نغدې پیسې چې پخوا درې نیم میلیارده ډالره وې اوس څلور میلیارده او ۲۰ میلیونه ډالرو ته رسیدلې دي.

امریکا د افغانستان بانک له شتمنیو څخه ۳،۵ میلیارده ډالره په سویس کې اماني صندوق ته لیږدولي څو د افغانستان په اقتصادي برخه کې وکارول شي.

د انورالحق احدي په وینا، دغه صندوق تر اوسه هېڅ لګښت نه‌لري او یوازې ګټه لري.

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان بانک په تېرو کلونو کې اعلان کړی و، چې درې میلیارده او ۱۴۰ میلیونه او اته سوه زره افغاني بانک نوټونه چاپ شوي دي. د دغه بانک د پولي پالیسۍ مشر ویلي وو، چې له دغو پیسو څخه، شاوخوا یو میلیارد او ۱۰۰ میلیونه افغانۍ بانک نوټونه وېشل شوې دي.

په افغانستان کې د امریکا پخواني استازي ټام ویسټ ویلي وو، چې دغه بانک نوټونه د امریکا په همکارۍ چاپ شوي دي.

احدي د طالبانو د هغه ادعا په اړه چې اقتصاد محوره پالیسي لري وویل، دا لومړی ځل نه‌دی چې له طالبانو دغه خبره اوري. هغه وايي چې د اقتصاد پر بنسټ بهرنۍ پالیسي، مسلکي‌توب او کورني قانونیت ته اړتیا لري.

د حامد کرزي او اشرف غني د ولسمشرۍ په دورو کې هم د افغانستان سیاست د اقتصاد پر بنسټ ولاړ و.

د افغانستان د اماني صندوق دغه غړي د سوداګرۍ او ترانزیت پر مخ د لارو تړل «د پاکستان له‌خوا تپل شوې جګړه» وبلله او په وینا یې پاکستان د جمهوریت پر وخت هم ورته کړنې کولې.

د افغانستان د مالیې پخواني وزیر وویل، چې د سوداګریزو بدیلو لارو موندل د طالبانو نوښت نه‌دی، بلکې د طالبانو له راتګ مخکې ورته کار شوی و او په وینا یې طالبان د جمهوریت ډیری سیاستونه تعقیبوي.

احدي وایي، چې افغانستان له اقتصادي ښکیلاک څخه د خلاصون وړتیا لري، خو په وینا یې دغه کړنه یوازې یو مشروع او منل شوی حکومت کولای شي.

احدي یادونه وکړه، چې د طالبانو اقتصاد محوره پالیسیو، د افغانستان په اقتصاد کې هېڅ د پام وړ بدلون نه‌دی راوستی. د هغه په وینا، سیاسي انزوا د افغانستان پر اقتصاد هم منفي اغېز کړی دی.

د تېر حکومت دغه پخوانی چارواکی وایي، چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د افغانستان اقتصادي راتلونکي ته خوش‌بینه نه دی، ځکه چې اقتصادي پرمختګ ځانګړي شرایط غواړي چې طالبان یې نه‌شي پوره کولای.

هغه د قانون پلي کول او له پانګو ساتنه دوه هغه شرطونه په ګوته کړل، چې د اقتصادي پرمختګ لپاره اړین دي.

هغه ټینګار وکړ چې د یوه هېواد اقتصاد له مسلکي کسانو پرته د مدرسو په فارغانو پر مختګ نه‌شي کولای.

ټرمپ د غزې په تړاو د امنیت شورا له پرېکړه‌لیک څخه هرکلی وکړ

۲۷ لړم ۱۴۰۴ - ۱۸ نومبر ۲۰۲۵، ۰۰:۱۸ GMT+۰
ټرمپ د غزې په تړاو د امنیت شورا له پرېکړه‌لیک څخه هرکلی وکړ
100%

ډونالډ ټرمپ د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له پرېکړه لیک څخه چې په غزه کې د «سولې پلاوي» د جوړېدو لپاره تصویب شوی، هرکلی وکړ. د امریکا ولسمشر وویل، چې د سولې د پلاوي مشري به په‌خپله کوي او «د نړۍ تر ټولو ځواکمن او د درناوي وړ مشران» به پکې برخه ولري.

ټرمپ په خپلې ټولنیزې شبکې «تروت» کې لیکلي: «زه نړۍ ته د امنیت شورا د دې حیرانوونکي رایې مبارکي وایم، چې د سولې د پلاوي د پېژندنې او تایید سبب شوه.»

د امریکا ولسمشر ټینګار کړی، د امنیت شورا دغه رایه چې د سولې پلاوی یې رسمي کړ، د ملګرو ملتونو په تاریخ کې به له تر ټولو لویو تاییدیو څخه وشمېرل شي. هغه ویلي، چې دا اقدام به په ټوله نړۍ کې د لا زیاتې سولې د خپرېدو لامل شي او دا یوه تاریخي شېبه ده.

ډونالډ ټرمپ له ملګرو ملتونو او ټولو هغو هېوادونو چې په امنیت شورا کې یې دې پرېکړه‌لیک ته رایه ورکړې مننه کړې او زیاته کړې یې ده، چې د پلاوي غړي او نور «حیرانوونکي اعلانونه» به په راتلونکو اونیو کې خپاره شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو هم د امنیت شورا له پرېکړه لیک څخه هرکلی کړی او د دغه پرېکړه‌لیک تصویب یې د «غزې د خلکو له خوا له حماس پرته، د یوه ارامه او هوسا غزې د جوړولو لپاره مهم تاریخي ګام» بللی دی.

حماس د غزې په تړاو د ملګرو ملتونو پرېکړه‌لیک رد کړ | افغانستان انټرنشنل پښتو

خو حماس د ملګرو ملتونو دغه پرېکړه‌لیک رد کړی او ویلي یې دي، چې دغه پرېکړه‌لیک د فلسطینیانو حقونه او غوښتنې نه پوره کوي.

حماس د غزې په تړاو د ملګرو ملتونو پرېکړه‌لیک رد کړ

۲۶ لړم ۱۴۰۴ - ۱۷ نومبر ۲۰۲۵، ۲۳:۳۷ GMT+۰
حماس د غزې په تړاو د ملګرو ملتونو پرېکړه‌لیک رد کړ
100%

حماس د ملګرو ملتونو د امنیت شورا هغه پرېکړه‌لیک رد کړ، چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د غزې پلان تاییدوي او ویلي یې دي، چې دغه پرېکړه‌لیک د فلسطینیانو حقونه او غوښتنې نه پوره کوي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د دوشنبې په ماخوستن د (لړم ۲۶مه) په غزه کې د نړۍوالو ځواکونو د مېشتېدو په تړاو د امریکا وړاندیز شوې طرحه تصویب کړه. د امنیت شورا له ۱۵ غړو ۱۳ یې موافقه رایه ورکړه او یوازې روسیې او چین ممتنع رایې ورکړې.

په دې طرحه کې د «ثبات نړۍوالو ځواکونو» په نوم د څو میلیتي ځواکونو جوړېدل او همداراز د «فلسطیني دولت د جوړښت» لپاره د یوه بهیر پيلېدل شامل دي.

په دې طرحه کې همداراز په څرګنده ویل شوي، چې د ثبات نړۍوال ځواکونه د غزې د پولو له امنیت ساتنې سربېره د حماس د نظامي تاسیساتو د له‌منځه وړلو او همداراز د حماس جنګیالیو د بې‌وسلې کولو دندې پر غاړه لري.

حماس بیا وايي، هغوی [لویدیځوال] غواړي، چې غزه د نورو هېوادونو تر لاس لاندې او د هغوی تر واک لاندې کړي چې فلسطینیان او د مقاومت ډلې یې سخت مخالفت کوي.

حماس زیاته کړه: «په غزه کې نړۍوالې قوې ته د دندو سپارل، په ځانګړي ډول د مقاومت د بې وسلې کولو په ګډون، د دې قوې بې‌طرفي له‌منځه وړي او دا د اشغال په ګټه پرېکړه ده.»

د پرېکړه‌لیک په متن کې ویل شوي، چې غړي هېوادونه کولای شي د سولې د بورډ په نوم په هغه انتقالي ادارې کې ګډون وکړي چې د غزې د بیا رغونې او اقتصادي احیا څارنه به کوي. پرېکړه‌لیک همدارنګه د ثبات نړۍوالو ځواکونو جوړېدو ته واک ورکوي چې د غزې د غیرنظامي کولو بهیر تضمین کړي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دغه پرېکړه لیک بیا په اسراییل کې جنجال رامنځته کړی، ځکه په یاد پرېکړه لیک کې په راتلونکې کې د فلسطینیانو لپاره د یوه خپلواک هېواد جوړېدو ته اشاره شوې ده.

په پرېکړه لیک کې ویل شوي: «ښايي بالاخره د فلسطین هېواد د جوړېدو لپاره شرایط رامنځته شي.»

محمد خالد حنفي: بهرنۍ کړۍ هڅې کوي چې د مسلمانانو تر منځ اختلافونه راوپاروي

۲۶ لړم ۱۴۰۴ - ۱۷ نومبر ۲۰۲۵، ۲۲:۵۹ GMT+۰
محمد خالد حنفي: بهرنۍ کړۍ هڅې کوي چې د مسلمانانو تر منځ اختلافونه راوپاروي
100%

د طالبانو د امر بالمعروف، نهې عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت سرپرست محمد خالد حنفي د افغان شیعه ګانو د عالي کمېسیون له پلاوي سره په کتنه کې وویل، بهرنۍ کړۍ هڅې کوي چې د مسلمانانو تر منځ اختلافونه راوپاروي، خو د دغو کړیو په تړاو يې نور جزییات نه دي ورکړي.

محمد خالد حنفي د دوشنبې په ورځ (د لړم ۲۶مه) د شیعه ګانو عالي کمېسیون له دغه ۱۴ کسیز پلاوي سره په کتنه کې زیاته کړه: «بهرنیو کړیو تل هڅه کړې څو د مسلمانانو ترمنځ اختلافات راوپاروي، خو موږ باید د هغوی پر وړاندې په کلکه ودرېږو او د اسلامي نظام ريښتينی انځور تر ټولې نړۍ ورسوو.»

حنفي په ډاګه کړه، که څوک له کوم طالب مسوول څخه شکایت لري، نو کولی شي په زغرده دغه وزارت ته شکایت وکړي او په وینا یې ورته به رسېدنه وشي.

هغه له یاد پلاوي د همکارۍ له غوښتنې سربېره زیاته کړه: «اوس یې وخت رارسېدلی څو یو موټی شو او ټولنه کې شته ناخوالې له منځه یوسو.»

دا په داسې حال کې ده، چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو سازمان د راپورونو له‌مخې،په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو سره سم، د مذهبي لږکیو حقونه په بې‌سارې توګه نقض شوي او ان هغوی ته د ځانګړو ورځو د نمانځلو اجازه نه‌ورکول کېږي.

څه موده مخکې طالبانو په بدخشان کې د اسماعیلیه مذهب لارویان هم د خپل مذهب پریښودلو ته اړ کړي وو.

طالبان وایي په ټول هېواد کې يې د جادو په تور څه باندې ۴ زره کسان نیولي دي

۲۶ لړم ۱۴۰۴ - ۱۷ نومبر ۲۰۲۵، ۲۰:۰۰ GMT+۰
طالبان وایي په ټول هېواد کې يې د جادو په تور څه باندې ۴ زره کسان نیولي دي
100%

د طالبانو د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت ویلي، د کوډو او جادو د منع فرمان له صادرېدو وروسته د دوی د محتسبینو له لوري په ټول هېواد کې د سحر او جادو په تور تر څلور زرو ډېر کسان نیول شوي دي.

د دغه وزارت مسوولینو ویلي، یوازې سږ کال په څو ولایتونو کې ۲۵۰ کسان د جادو اړوند چارو په تړاو نیول شوي او همداراز عدلي او قضایي بنسټونو ته هم معرفي شوي دي.

دوی ټینګار کړی، چې په ټولنه کې به له منکراتو او فساد څخه مخنیوي ته دوام ورکړي او له هغو کسانو سره به جدي چلند وکړي چې د «فاسدو» اعمالو د پراخېدو لامل ګرځي.