• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

انوارالحق احدي: طالبان په زاریو رسمیت نه‌شي ترلاسه کولای

۲۷ لړم ۱۴۰۴ - ۱۸ نومبر ۲۰۲۵، ۰۰:۴۱ GMT+۰تازه شوی: ۲۷ لړم ۱۴۰۴ - ۱۸ نومبر ۲۰۲۵، ۱۷:۱۵ GMT+۰

د افغانستان د اماني صندوق غړي انوارالحق احدي افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د طالبانو واکمني د نړۍوالې ټولنې له‌خوا په رسمیت نه ده پېژندل شوې او نه‌شي کولی پېسې چاپ کړي. احدي زیاته کړې چې د یوه هېواد د حکومت رسمیت پېژندنه په زاریو نه‌شي ترلاسه کېدلای.

انوارالحق احدي په سویس کې د افغانستان د اماني صندوق غړی دی. نوموړي د دوشنبې په ورځ (د لړم۲۶مه) افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې دغه صندوق تر اوسه پورې له نیم میلیارده ډالرو څخه زیاته ګټه کړې. هغه زیاته کړه، چې د صندوق نغدې پیسې چې پخوا درې نیم میلیارده ډالره وې اوس څلور میلیارده او ۲۰ میلیونه ډالرو ته رسیدلې دي.

امریکا د افغانستان بانک له شتمنیو څخه ۳،۵ میلیارده ډالره په سویس کې اماني صندوق ته لیږدولي څو د افغانستان په اقتصادي برخه کې وکارول شي.

د انورالحق احدي په وینا، دغه صندوق تر اوسه هېڅ لګښت نه‌لري او یوازې ګټه لري.

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان بانک په تېرو کلونو کې اعلان کړی و، چې درې میلیارده او ۱۴۰ میلیونه او اته سوه زره افغاني بانک نوټونه چاپ شوي دي. د دغه بانک د پولي پالیسۍ مشر ویلي وو، چې له دغو پیسو څخه، شاوخوا یو میلیارد او ۱۰۰ میلیونه افغانۍ بانک نوټونه وېشل شوې دي.

په افغانستان کې د امریکا پخواني استازي ټام ویسټ ویلي وو، چې دغه بانک نوټونه د امریکا په همکارۍ چاپ شوي دي.

احدي د طالبانو د هغه ادعا په اړه چې اقتصاد محوره پالیسي لري وویل، دا لومړی ځل نه‌دی چې له طالبانو دغه خبره اوري. هغه وايي چې د اقتصاد پر بنسټ بهرنۍ پالیسي، مسلکي‌توب او کورني قانونیت ته اړتیا لري.

د حامد کرزي او اشرف غني د ولسمشرۍ په دورو کې هم د افغانستان سیاست د اقتصاد پر بنسټ ولاړ و.

د افغانستان د اماني صندوق دغه غړي د سوداګرۍ او ترانزیت پر مخ د لارو تړل «د پاکستان له‌خوا تپل شوې جګړه» وبلله او په وینا یې پاکستان د جمهوریت پر وخت هم ورته کړنې کولې.

د افغانستان د مالیې پخواني وزیر وویل، چې د سوداګریزو بدیلو لارو موندل د طالبانو نوښت نه‌دی، بلکې د طالبانو له راتګ مخکې ورته کار شوی و او په وینا یې طالبان د جمهوریت ډیری سیاستونه تعقیبوي.

احدي وایي، چې افغانستان له اقتصادي ښکیلاک څخه د خلاصون وړتیا لري، خو په وینا یې دغه کړنه یوازې یو مشروع او منل شوی حکومت کولای شي.

احدي یادونه وکړه، چې د طالبانو اقتصاد محوره پالیسیو، د افغانستان په اقتصاد کې هېڅ د پام وړ بدلون نه‌دی راوستی. د هغه په وینا، سیاسي انزوا د افغانستان پر اقتصاد هم منفي اغېز کړی دی.

د تېر حکومت دغه پخوانی چارواکی وایي، چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د افغانستان اقتصادي راتلونکي ته خوش‌بینه نه دی، ځکه چې اقتصادي پرمختګ ځانګړي شرایط غواړي چې طالبان یې نه‌شي پوره کولای.

هغه د قانون پلي کول او له پانګو ساتنه دوه هغه شرطونه په ګوته کړل، چې د اقتصادي پرمختګ لپاره اړین دي.

هغه ټینګار وکړ چې د یوه هېواد اقتصاد له مسلکي کسانو پرته د مدرسو په فارغانو پر مختګ نه‌شي کولای.

ترویج لرونکی

د ږېرو پر سر نیونې؛ د کندهار اوسېدونکي وایي د خلکو عزت تر پښو لاندې کېږي او سپکاوی یې کېږي
۱

د ږېرو پر سر نیونې؛ د کندهار اوسېدونکي وایي د خلکو عزت تر پښو لاندې کېږي او سپکاوی یې کېږي

۲

د پېښور سترې محکمې یو افغان کډوال ته د پاکستاني تابعیت ورکولو امر کړی

۳

سرچینې: په کندهار کې د مولوي هبت‌الله په مشرۍ د طالبانو د کابینې غونډه شوې

۴

پر ډیورنډ کرښه تړلې لارې؛ پاکستان خپلې سوداګریزې لارې بدلوي

۵

د ایران مشهد کې د افغان ښځو یوې شبکې د هرات له ښځینه‌ معترضینو خپل ملاتړ اعلان کړ

•
•
•

نور کیسې

محمد خالد حنفي: بهرنۍ کړۍ هڅې کوي چې د مسلمانانو تر منځ اختلافونه راوپاروي

۲۶ لړم ۱۴۰۴ - ۱۷ نومبر ۲۰۲۵، ۲۲:۵۹ GMT+۰
محمد خالد حنفي: بهرنۍ کړۍ هڅې کوي چې د مسلمانانو تر منځ اختلافونه راوپاروي
100%

د طالبانو د امر بالمعروف، نهې عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت سرپرست محمد خالد حنفي د افغان شیعه ګانو د عالي کمېسیون له پلاوي سره په کتنه کې وویل، بهرنۍ کړۍ هڅې کوي چې د مسلمانانو تر منځ اختلافونه راوپاروي، خو د دغو کړیو په تړاو يې نور جزییات نه دي ورکړي.

محمد خالد حنفي د دوشنبې په ورځ (د لړم ۲۶مه) د شیعه ګانو عالي کمېسیون له دغه ۱۴ کسیز پلاوي سره په کتنه کې زیاته کړه: «بهرنیو کړیو تل هڅه کړې څو د مسلمانانو ترمنځ اختلافات راوپاروي، خو موږ باید د هغوی پر وړاندې په کلکه ودرېږو او د اسلامي نظام ريښتينی انځور تر ټولې نړۍ ورسوو.»

حنفي په ډاګه کړه، که څوک له کوم طالب مسوول څخه شکایت لري، نو کولی شي په زغرده دغه وزارت ته شکایت وکړي او په وینا یې ورته به رسېدنه وشي.

هغه له یاد پلاوي د همکارۍ له غوښتنې سربېره زیاته کړه: «اوس یې وخت رارسېدلی څو یو موټی شو او ټولنه کې شته ناخوالې له منځه یوسو.»

دا په داسې حال کې ده، چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو سازمان د راپورونو له‌مخې،په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو سره سم، د مذهبي لږکیو حقونه په بې‌سارې توګه نقض شوي او ان هغوی ته د ځانګړو ورځو د نمانځلو اجازه نه‌ورکول کېږي.

څه موده مخکې طالبانو په بدخشان کې د اسماعیلیه مذهب لارویان هم د خپل مذهب پریښودلو ته اړ کړي وو.

طالبان وایي په ټول هېواد کې يې د جادو په تور څه باندې ۴ زره کسان نیولي دي

۲۶ لړم ۱۴۰۴ - ۱۷ نومبر ۲۰۲۵، ۲۰:۰۰ GMT+۰
طالبان وایي په ټول هېواد کې يې د جادو په تور څه باندې ۴ زره کسان نیولي دي
100%

د طالبانو د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت ویلي، د کوډو او جادو د منع فرمان له صادرېدو وروسته د دوی د محتسبینو له لوري په ټول هېواد کې د سحر او جادو په تور تر څلور زرو ډېر کسان نیول شوي دي.

د دغه وزارت مسوولینو ویلي، یوازې سږ کال په څو ولایتونو کې ۲۵۰ کسان د جادو اړوند چارو په تړاو نیول شوي او همداراز عدلي او قضایي بنسټونو ته هم معرفي شوي دي.

دوی ټینګار کړی، چې په ټولنه کې به له منکراتو او فساد څخه مخنیوي ته دوام ورکړي او له هغو کسانو سره به جدي چلند وکړي چې د «فاسدو» اعمالو د پراخېدو لامل ګرځي.

نورالدین عزیزي: د افغانستان شاوخوا ۱۲ زره کانتینره په پاکستان کې بند پاتې دي

۲۶ لړم ۱۴۰۴ - ۱۷ نومبر ۲۰۲۵، ۱۹:۴۹ GMT+۰
نورالدین عزیزي: د افغانستان شاوخوا ۱۲ زره کانتینره په پاکستان کې بند پاتې دي
100%

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزيزي د دوشنبې په ورځ (د لړم ۲۶مه) د امام ابوحنیفه (رح) د څلورم ملي او نړۍوال نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې وویل، له څه باندې یوې میاشتې راهیسې شاوخوا ۱۲ زره کانتینره سوداګریز توکي په پاکستان کې بند پاتې دي.

نورالدین عزیزي په دې مراسمو کې د پاکستان له لوري د ګډو بندرونو پر تړلو په نیوکو سره ډاډ ورکړ، چې دوی هڅه کوي د دې ستونزې د حل لپاره د چابهار بندر له لارې سوداګرو ته اړینې اسانتیاوې برابرې کړي.

عزیزي زیاته کړه: «زموږ ۱۲ زره کانټینره په کراچۍ او نورو بندرونو کې بند دي او ډېر شمېر افغانان زیانمن شوي،څو څو ځله یې تاوان کړی دی. هغه پرېکړه چې څو ورځې وړاندې ملا برادر صاحب وکړه، په رښتیا هم د مجبوریت له مخې وه.»

د طالبانو د رييس الوزرا اقتصادي مرستیال څو ورځې مخکې د پاکستان له لوري د سوداګریزو لارو د بندېدو په غبرګون کې له پاکستان سره سوداګریزه راکړه ورکړه بنده کړه او همداراز یې سوداګرو ته ۳ میاشتې وخت ورکړ، چې په دې موده کې په پاکستان کې خپل سوداګریز معاملات تصفیه کړي.

د طالبانو د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست عطاالله عمري بیا په دې مراسمو کې وویل، کابل له نړۍ سره د ښې راکړې ورکړې او سالمو معاملاتو لپاره چمتو دی او په ټينګار سره یې زیاته کړه: «د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ برخه سیاسي او پوځي نه ده، بلکې یو اقتصادي سکتور دی چې له سیاست او پوځي چارو لرې ولاړ دی.»

په کابل کې د ایران سفارت سرپرست علي‌رضا بېکدلي په دې مراسمو کې څرګنده کړه، چې تهران به د افغانستان په اقتصادي ثبات او پرمختګ کې خپل رول ولوبوي او همداراز یې ټینګار وکړ، چې کابل او تهران باید د بانکي چینل د جوړولو، د اسعارو د لیږد د لګښتونو د کمولو، د ترجیحي سوداګرۍ او د سرحدي بازارونو د پراختیا لپاره نوي ګامونه واخلي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې او همداراز د کانونو او صنایعو خونو په دې مراسمو کې له طالبانو وغوښتل چې له خصوصي سکتور څخه خپل ملاتړ ډېر کړي او همداراز د ورته نندارتونونو پر جوړولو له ټينګار سربېره وویل، په دې سره به د هېواد تولیدات او محصولات نورو ته وپېژندل شي او همداراز د پانګونو له جلب سربېره به افغاني تولیداتو او محصولاتو ته بازار موندنه هم وشي.

د امام ابو حنیفه څلورم ملي او نړۍوال نندارتون نن (دوشنبه د لړم ۲۶مه) د کابل په چمن حضوري کې د طالب چارواکو، د سوداګرۍ او پانګونې او همداراز د کانونو او صنایعو خونو، متشبثو او بهرنیو ډیپلوماتانو په حضور کې پرانیستل شو او یوه اونۍ به د لیدونکو پر مخ پرانېستی وي.

په دې نندارتون کې د ښځینه متشبثو د ۲۰۰ غرفو په ګډون سوداګرو په ۸۰۰ غرفو کې خپل تولیدات او محصولات نندارې ته اېښې دي.

طالبانو په زابل او کابل ولایتونو کې د یوې ښځې په ګډون ۳۰ کسان په دُرو ووهل

۲۶ لړم ۱۴۰۴ - ۱۷ نومبر ۲۰۲۵، ۱۹:۱۸ GMT+۰
طالبانو په زابل او کابل ولایتونو کې د یوې ښځې په ګډون ۳۰ کسان په دُرو ووهل
100%

طالبانو په زابل او کابل ولایتونو کې د یوې ښځې په ګډون ۳۰ کسان د بېلابېلو تورونو په تړاو په عام محضر کې له لسو تر ۳۹ دُرو وهلي دي. طالبانو ویلي، دغه کسان له اوو میاشتو تر اوو کلونو پر تنفیذي بند هم محکوم شوي دي.

د طالبانو سترې محکمې د دوشنبې په ورځ (د لړم ۲۶مه) ویلي، د زابل ولايت د ښاري ابتداییه محکمې د پرېکړې له‌مخې د يوې ښځې په ګډون ۱۹ کسان د غلا، زنا، لواطت او نامشروع اړيکو په تور، د محکمې په انګړ کې له لسو تر ۳۹ دُرو ووهل شول او همداراز له لسو میاشتو تر شپږ کلونو تنفیذي بند هم محکوم شوي دی.

په ورته وخت کې، د کابل له نشه‌یي توکو او مسکراتو څخه د مخنیوي ابتداییه محکمې د پرېکړې له‌مخې ۱۱ کسان د نشه يي تابلیتونو (ذیکپ، تابلیت کا)، الکولي مشروباتو او شیشې د خرڅلاو او قاچاق په تورونو له لسو تر ۳۹ دُرو وهل شوي او دغه کسان هم له اوو میاشتو تر اوو کلونوتنفيذي بند محکوم شوي دي.

د طالبانو په وینا، دغه پرېکړې د دوی د سترې محکمې له تاییدۍ وروسته عملي شوې دي.

طالبانو په تېرو درېیو میاشتو کې څه باندې ۳۳۰ کسان په دُرو وهلي دي | افغانستان انټرنشنل پښتو

د افغانستان انټرنشنل- پښتو د موندنو له‌مخې، طالبانو په تېرو درېیو (اګسټ، سپټمبر او اکټوبر) میاشتو کې د هېواد په ۲۱ ولایتونو کې ۳۳۱ کسان د «نامشروع اړیکو، له کورونو د تېښتې، بد اخلاقۍ، زنا، لواطت، غلا، رشوت، د شرابو په ګډون د نشه يي توکو کاروبار، جعل او فرېبکارۍ» په تورونو د خلکو په مخ کې لسګونه دُرې وهلي او یو شمېر یې پر څو کاله تنفیذي بندونو هم محکوم کړي دي.

طالبان وايي په یوه ورځ کې څه باندې ۸۲۰۰ افغانان هېواد ته ستانه شوي دي

۲۶ لړم ۱۴۰۴ - ۱۷ نومبر ۲۰۲۵، ۱۸:۵۱ GMT+۰
طالبان وايي په یوه ورځ کې څه باندې ۸۲۰۰ افغانان هېواد ته ستانه شوي دي
100%

د طالبانو د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې کمېسیون وايي، د دوشنبې په ورځ (د لړم ۲۶مه) له بېلابېلو لارو ۱۵۱۵ کډوالې کورنۍ چې ټول ۸۲۳۱ کسان کېږي، په جبري ډول هېواد ته راستانه شوي دي. د دغه کمېسیون په وینا، په همدې ورځ له بېلابېلو ولایتونو نږدې ۱۰ زره کسان خپلو سیمو ته لېږدول شوي دي.

د دغه کمېسیون دارلانشاء د دوشنبې په ماخوستن (د لړم ۲۶مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وايي، د سپین بولدک له لارې ۹۷۰کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۵۴۲۴ تنه کېږي هېواد ته راستنې او ۵۹۰ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۳۵۴۰ و، خپلو ولایتونو ته لېږدول شوي دي.

د خبرپاڼې له‌مخې، د تورخم له لارې ۴۴۶ کورنۍ چې ۲۴۲۵ تنه کېږي هېواد ته راستانه او له دې منځه بیا ۳۸۳ کورنۍ یې خپلو ولایتونو ته لېږدول شوي دي.

خبرپاڼه کاږي، د هرات د اسلام کلا له لارې ۴۲ کورنۍ چې ۱۶۵ تنه کېږي، د نیمروز د ورېښمو له لارې ۵۷ کورنۍ چې ۲۱۷ تنه کېږي او همداراز ورسره ۱۴۷۵ نور مسافر خپلو ولایتونو ته لېږدول شوي دي.

له دې سره سم، له کابل څخه ۹۰۵ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۴۱۸۶ تنه و، کندوز، بغلان، بلخ، پکتیا، پکتیکا، سرپل، جوزجان، فاریاب، پروان، سمنګان، کاپیسا، ننګرهار، تخار، غزني، بدخشان او خوست ولایتونو ته لېږدول شوې دي.

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې په برخه کې د طالبانو کمېسیون وايي،راستنو شویو افغانانو ته د ثبت بهیر، لېږد، مالي مرستو، لنډمهاله مېشتېدنې، اسلامي نظام، هېواد، صبر او زغم، د ښوونې او روزنې او د شریعت د لارښوونو په ګډون عامه پوهاوی هم ورکړل شوی دی.

د دغه کمېسیون په وینا، دغو راستنو شویو کورنیو ته د کرایو له ورکړې او د روغتیايي خدماتو له وړاندې کېدو سربېره یو شمېر کورنیو ته پخه ډوډۍ، یوه اندازه نغدي مرستې او سیمکارتونه هم ورکړل شوي دي.