• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

نورالدین عزیزي: د افغانستان شاوخوا ۱۲ زره کانتینره په پاکستان کې بند پاتې دي

۲۶ لړم ۱۴۰۴ - ۱۷ نومبر ۲۰۲۵، ۱۹:۴۹ GMT+۰تازه شوی: ۲۶ لړم ۱۴۰۴ - ۱۷ نومبر ۲۰۲۵، ۲۱:۵۳ GMT+۰

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزيزي د دوشنبې په ورځ (د لړم ۲۶مه) د امام ابوحنیفه (رح) د څلورم ملي او نړۍوال نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې وویل، له څه باندې یوې میاشتې راهیسې شاوخوا ۱۲ زره کانتینره سوداګریز توکي په پاکستان کې بند پاتې دي.

نورالدین عزیزي په دې مراسمو کې د پاکستان له لوري د ګډو بندرونو پر تړلو په نیوکو سره ډاډ ورکړ، چې دوی هڅه کوي د دې ستونزې د حل لپاره د چابهار بندر له لارې سوداګرو ته اړینې اسانتیاوې برابرې کړي.

عزیزي زیاته کړه: «زموږ ۱۲ زره کانټینره په کراچۍ او نورو بندرونو کې بند دي او ډېر شمېر افغانان زیانمن شوي،څو څو ځله یې تاوان کړی دی. هغه پرېکړه چې څو ورځې وړاندې ملا برادر صاحب وکړه، په رښتیا هم د مجبوریت له مخې وه.»

د طالبانو د رييس الوزرا اقتصادي مرستیال څو ورځې مخکې د پاکستان له لوري د سوداګریزو لارو د بندېدو په غبرګون کې له پاکستان سره سوداګریزه راکړه ورکړه بنده کړه او همداراز یې سوداګرو ته ۳ میاشتې وخت ورکړ، چې په دې موده کې په پاکستان کې خپل سوداګریز معاملات تصفیه کړي.

د طالبانو د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست عطاالله عمري بیا په دې مراسمو کې وویل، کابل له نړۍ سره د ښې راکړې ورکړې او سالمو معاملاتو لپاره چمتو دی او په ټينګار سره یې زیاته کړه: «د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ برخه سیاسي او پوځي نه ده، بلکې یو اقتصادي سکتور دی چې له سیاست او پوځي چارو لرې ولاړ دی.»

په کابل کې د ایران سفارت سرپرست علي‌رضا بېکدلي په دې مراسمو کې څرګنده کړه، چې تهران به د افغانستان په اقتصادي ثبات او پرمختګ کې خپل رول ولوبوي او همداراز یې ټینګار وکړ، چې کابل او تهران باید د بانکي چینل د جوړولو، د اسعارو د لیږد د لګښتونو د کمولو، د ترجیحي سوداګرۍ او د سرحدي بازارونو د پراختیا لپاره نوي ګامونه واخلي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې او همداراز د کانونو او صنایعو خونو په دې مراسمو کې له طالبانو وغوښتل چې له خصوصي سکتور څخه خپل ملاتړ ډېر کړي او همداراز د ورته نندارتونونو پر جوړولو له ټينګار سربېره وویل، په دې سره به د هېواد تولیدات او محصولات نورو ته وپېژندل شي او همداراز د پانګونو له جلب سربېره به افغاني تولیداتو او محصولاتو ته بازار موندنه هم وشي.

د امام ابو حنیفه څلورم ملي او نړۍوال نندارتون نن (دوشنبه د لړم ۲۶مه) د کابل په چمن حضوري کې د طالب چارواکو، د سوداګرۍ او پانګونې او همداراز د کانونو او صنایعو خونو، متشبثو او بهرنیو ډیپلوماتانو په حضور کې پرانیستل شو او یوه اونۍ به د لیدونکو پر مخ پرانېستی وي.

په دې نندارتون کې د ښځینه متشبثو د ۲۰۰ غرفو په ګډون سوداګرو په ۸۰۰ غرفو کې خپل تولیدات او محصولات نندارې ته اېښې دي.

ترویج لرونکی

طالبانو په هرات کې د شپنیو ګزمو له لارې د ښار امنیتي فضا لا سخته کړې
۱

طالبانو په هرات کې د شپنیو ګزمو له لارې د ښار امنیتي فضا لا سخته کړې

۲

د ږېرو پر سر نیونې؛ د کندهار اوسېدونکي وایي د خلکو عزت تر پښو لاندې کېږي او سپکاوی یې کېږي

۳

امریکایي اداره: په جنسي جرمونو محکوم افغان وګړی د کاناډا پولې ته نږدې نیول شوی

۴

د پېښور سترې محکمې یو افغان کډوال ته د پاکستاني تابعیت ورکولو امر کړی

۵

سرچینې: په کندهار کې د مولوي هبت‌الله په مشرۍ د طالبانو د کابینې غونډه شوې

•
•
•

نور کیسې

طالبانو په زابل او کابل ولایتونو کې د یوې ښځې په ګډون ۳۰ کسان په دُرو ووهل

۲۶ لړم ۱۴۰۴ - ۱۷ نومبر ۲۰۲۵، ۱۹:۱۸ GMT+۰
طالبانو په زابل او کابل ولایتونو کې د یوې ښځې په ګډون ۳۰ کسان په دُرو ووهل
100%

طالبانو په زابل او کابل ولایتونو کې د یوې ښځې په ګډون ۳۰ کسان د بېلابېلو تورونو په تړاو په عام محضر کې له لسو تر ۳۹ دُرو وهلي دي. طالبانو ویلي، دغه کسان له اوو میاشتو تر اوو کلونو پر تنفیذي بند هم محکوم شوي دي.

د طالبانو سترې محکمې د دوشنبې په ورځ (د لړم ۲۶مه) ویلي، د زابل ولايت د ښاري ابتداییه محکمې د پرېکړې له‌مخې د يوې ښځې په ګډون ۱۹ کسان د غلا، زنا، لواطت او نامشروع اړيکو په تور، د محکمې په انګړ کې له لسو تر ۳۹ دُرو ووهل شول او همداراز له لسو میاشتو تر شپږ کلونو تنفیذي بند هم محکوم شوي دی.

په ورته وخت کې، د کابل له نشه‌یي توکو او مسکراتو څخه د مخنیوي ابتداییه محکمې د پرېکړې له‌مخې ۱۱ کسان د نشه يي تابلیتونو (ذیکپ، تابلیت کا)، الکولي مشروباتو او شیشې د خرڅلاو او قاچاق په تورونو له لسو تر ۳۹ دُرو وهل شوي او دغه کسان هم له اوو میاشتو تر اوو کلونوتنفيذي بند محکوم شوي دي.

د طالبانو په وینا، دغه پرېکړې د دوی د سترې محکمې له تاییدۍ وروسته عملي شوې دي.

طالبانو په تېرو درېیو میاشتو کې څه باندې ۳۳۰ کسان په دُرو وهلي دي | افغانستان انټرنشنل پښتو

د افغانستان انټرنشنل- پښتو د موندنو له‌مخې، طالبانو په تېرو درېیو (اګسټ، سپټمبر او اکټوبر) میاشتو کې د هېواد په ۲۱ ولایتونو کې ۳۳۱ کسان د «نامشروع اړیکو، له کورونو د تېښتې، بد اخلاقۍ، زنا، لواطت، غلا، رشوت، د شرابو په ګډون د نشه يي توکو کاروبار، جعل او فرېبکارۍ» په تورونو د خلکو په مخ کې لسګونه دُرې وهلي او یو شمېر یې پر څو کاله تنفیذي بندونو هم محکوم کړي دي.

طالبان وايي په یوه ورځ کې څه باندې ۸۲۰۰ افغانان هېواد ته ستانه شوي دي

۲۶ لړم ۱۴۰۴ - ۱۷ نومبر ۲۰۲۵، ۱۸:۵۱ GMT+۰
طالبان وايي په یوه ورځ کې څه باندې ۸۲۰۰ افغانان هېواد ته ستانه شوي دي
100%

د طالبانو د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې کمېسیون وايي، د دوشنبې په ورځ (د لړم ۲۶مه) له بېلابېلو لارو ۱۵۱۵ کډوالې کورنۍ چې ټول ۸۲۳۱ کسان کېږي، په جبري ډول هېواد ته راستانه شوي دي. د دغه کمېسیون په وینا، په همدې ورځ له بېلابېلو ولایتونو نږدې ۱۰ زره کسان خپلو سیمو ته لېږدول شوي دي.

د دغه کمېسیون دارلانشاء د دوشنبې په ماخوستن (د لړم ۲۶مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وايي، د سپین بولدک له لارې ۹۷۰کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۵۴۲۴ تنه کېږي هېواد ته راستنې او ۵۹۰ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۳۵۴۰ و، خپلو ولایتونو ته لېږدول شوي دي.

د خبرپاڼې له‌مخې، د تورخم له لارې ۴۴۶ کورنۍ چې ۲۴۲۵ تنه کېږي هېواد ته راستانه او له دې منځه بیا ۳۸۳ کورنۍ یې خپلو ولایتونو ته لېږدول شوي دي.

خبرپاڼه کاږي، د هرات د اسلام کلا له لارې ۴۲ کورنۍ چې ۱۶۵ تنه کېږي، د نیمروز د ورېښمو له لارې ۵۷ کورنۍ چې ۲۱۷ تنه کېږي او همداراز ورسره ۱۴۷۵ نور مسافر خپلو ولایتونو ته لېږدول شوي دي.

له دې سره سم، له کابل څخه ۹۰۵ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۴۱۸۶ تنه و، کندوز، بغلان، بلخ، پکتیا، پکتیکا، سرپل، جوزجان، فاریاب، پروان، سمنګان، کاپیسا، ننګرهار، تخار، غزني، بدخشان او خوست ولایتونو ته لېږدول شوې دي.

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې په برخه کې د طالبانو کمېسیون وايي،راستنو شویو افغانانو ته د ثبت بهیر، لېږد، مالي مرستو، لنډمهاله مېشتېدنې، اسلامي نظام، هېواد، صبر او زغم، د ښوونې او روزنې او د شریعت د لارښوونو په ګډون عامه پوهاوی هم ورکړل شوی دی.

د دغه کمېسیون په وینا، دغو راستنو شویو کورنیو ته د کرایو له ورکړې او د روغتیايي خدماتو له وړاندې کېدو سربېره یو شمېر کورنیو ته پخه ډوډۍ، یوه اندازه نغدي مرستې او سیمکارتونه هم ورکړل شوي دي.

په ننګرهار کې په درېیو ټرافیکي پېښو کې ۴ کسان مړه او ۸ نور ټپيان دي

۲۶ لړم ۱۴۰۴ - ۱۷ نومبر ۲۰۲۵، ۱۷:۵۴ GMT+۰
په ننګرهار کې په درېیو ټرافیکي پېښو کې ۴ کسان مړه او ۸ نور ټپيان دي
100%

د ننګرهار په سره رود او دره‌نور ولسوالیو او همداراز د تورخم- جلال‌اباد پر لویه لاره په درېیو ټرافیکو پېښو کې د دوو ښځو او یوه ماشوم په ګډون ۴ کسان مړه او د شپږو ښځو په ګډون ۸ نور ټپيان شوي دي. د دغو پېښو ښځینه مړه شوي او ټپيان شوي روغتیايي کارکوونکې دي.

د ننګرهار د امنیه قومندانۍ لپاره د طالبانو ویاند سید طیب حماد وايي، نن مازدیګر مهال (دوشنبه د لړم ۲۶مه) د تورخم- جلال‌اباد پر لویه لاره په ګردي غوث سیمه کې د ښځینه روغتیايي کارکوونکو د عملې «بکسه» موټر د یوه «کرولا» موټر سره د ټکر له امله یوه تجربه‌کاره قابله او یو ماشوم مړه او شپږ ښځینه روغتیايي کارکوونکې، یو ماشوم او د بکسه موټر چلوونکی ټپیان شوي دي.

له دې سره سم، په سره رود ولسوالۍ کې یو موټر د بې‌احتیاطۍ له امله له سړک څخه واوښت او له امله یې یو کس مړ شو او همداراز د دره‌نور ولسوالۍ په بمبه‌کوټ سیمه کې په ورته پېښه کې یوه ښځینه سپرلۍ هم مړه شوې ده.

100%

د ټرافیکي قوانینو نه مراعات، ګړندی تګ، او بې‌احتیاطي د دغه ډول پېښو اصلي لاملونه ګڼل کېږي.

دا په داسې حال کې ده، چې هر کال د نوامبر ۳مه یکشنبه د هغو کسانو په یاد نمانځل کېږي، چې د ټرافیکي پېښو له امله مړه کېږي. د ترافیکي پېښو له امله په نړۍ کې هره دقیقه دوه کسان مړه کېږي او دا له ۵ تر ۲۹ کلونو د ځوانانو لپاره د مړینې لومړنی لامل ګڼل کېږي.

د روغتیا نړۍوال سازمان راپور ښيي، چې هر کال ۱.۳۵ میلیونه کسان د ټرافیکي پېښو له امله ژوند له لاسه ورکوي.

د لارو بندېدو له امله د افغانستان او پاکستان کلنۍ سوداګري یو میلیارد ډالرو ته را ټیټه شوې

۲۶ لړم ۱۴۰۴ - ۱۷ نومبر ۲۰۲۵، ۱۷:۳۶ GMT+۰
د لارو بندېدو له امله د افغانستان او پاکستان کلنۍ سوداګري یو میلیارد ډالرو ته را ټیټه شوې
100%

د پاکستان-افغانستان ګډ سوداګریز اتاق رییس جنید مکدا د پاکستان سوداګرۍ وزارت او د فدرالي عوایدو بورډ نه د افغانستان او پاکستان د لارو تړل کېدو په برخه کې د حکومت د سملاسي مداخلې غوښتنه کړې. نوموړي ویلي، چې کلنۍ ۵ میلیارد ډالره سوداګري اوس یو میلیارد ډالرو ته ټیټه شوې.

جنید مکدا ویلي زرګونه کانتینر، چې دوه اړخیز، ټرانزیتي او د منځنۍ اسیا جمهوریتونو مالونه لېږدوي، په پاکستان کې بند پاتې دي. په دې کې د افغانستان، ازبکستان او نورو هېوادونو توکي شامل دي.

د نوموړي په وینا، دغه اوږد مهاله بندیز سوداګرو او ټرانسپورټرانو ته جدي مالي زیانونه اړولي، چې ډېری یې پاکستاني وګړي دي او اوس د هر کانتینر لپاره ورځني بندر فیسونه او د ځنډ پیسې د ۱۵۰-۲۰۰ ډالرو په اندازه اخېستل کیږي.

هغه ټینګار کړی چې د پاکستان-افغانستان دوه اړخیزه او ټرانزیتي سوداګري په کال کې د ۵ میلیاردو ډالرو ظرفیت لري، چې د پاکستان اقتصاد مستقیم حمایه کوي او د هیواد سیمه‌ییز موقعیت پیاوړی کوي، خو د مکرر ګډوډیو او اوسنيو سرحدي بندیزونو له امله، دا سوداګري اوس له یو میلیارد ډالرو کمه شوې، چې د ملي عوایدو او اوږدمهاله اقتصادي ثبات لپاره جدي پایلې لري.

مکدا زیاته کړه چې دوی پاکستان ملي امنیتي لومړیتوبونو ته بشپړ احترام لري، خو په ورته وخت کې د لارو بندښت خلکو ته ستونزې جوړې کړې دي.

په لیک کې همدارنګه ویل شوي چې د لارو د بندېدو له امله د صادراتو عملیات درېدلي، د عرضې سلسلې ماتې شوې او د ټرانسپورټرانو، کارګرو او کارکوونکو ترمنځ بې‌کاري ډېره شوې ده.

هغه وړاندیز کړی، چې ټولې لارې پرانېستل شي او د افغان تجارتي مالونو موټرو ته د تګ لومړیتوب ورکړل شي.

هغه دغه راز د فیسونو د سل سلنه معافیت غوښتنه کړې ده.

جی شنکر وايي چې له روسیې سره پر افغانستان او د سیمې پر وضعیت غږیږي

۲۶ لړم ۱۴۰۴ - ۱۷ نومبر ۲۰۲۵، ۱۷:۱۱ GMT+۰
جی شنکر وايي چې له روسیې سره پر افغانستان او د سیمې پر وضعیت غږیږي
100%

د هند د بهرنیو چارو وزیر جی شنکر د روسیې د بهرنیو چارو له وزیر سرګي لاوروف سره په خبرو کې وویل، چې دوی به په راتلونکو ناستو کې د افغانستان او سیمې پر وضعیت هم وغږیږي. هغه وویل، چې په دې بحثونو کې افغانستان، اوکراین او منځنی ختیځ شامل دي.

جی شنکر، چې دا مهال د روسیې په سفر بوخت دی، له خپل روسي سیال سره په خبرو کې وویل، چې نوی ډیلی د سیمو په ټولو مسایلو، سوله، رغنده خبرو اترو او ثبات کې همکارۍ ته ژمن دی.

هغه په خپلو خبرو کې وویل، چې دواړه لوري به په راتلونکو ناستو کې د افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ د وضعیت په اړه پراخې خبرې اترې ولري.

جی شنکر وویل، چې هند او روسیه نوي ډیلي ته د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین د سفر په تړاو څو تړونونه، نوښتونه او پروژې چمتو کوي.

هغه زیاته کړه،«په بېلابېلو برخو کې څو دوه‌ اړخیز تړونونه، نوښتونه او پروژې دي. موږ هیله لرو چې دا په راتلونکو څو ورځو کې نهایی شي. دا زموږ ځانګړي ستراتیژیک مشارکت ته نوره محتوا او اهمیت ور اضافه کوي».

د هند د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه چې د ۲۰۲۵ کال په ترڅ کې له لاوروف سره لیدنې د دوه‌ اړخیزو اړیکو د پرمختګ لپاره ډېرې ګټورې وې.

سرګي لاوروف په دې ناسته کې وویل، چې د روسیې او هند سرمشریزه د نوي ډېلي په ښار کې درې اونۍ وروسته کېږي.

د تاس اژانس د رپوټ له مخې، لاوروف زیاته کړه: «ستاسې سفر ډېر مناسب وخت کې دی، ځکه د هند پلازمېنه کې د روسیې او هند سرمشریزه په درې اونیو کې، راتلونکې میاشت ترسره کېږي».

د روسیې د ولسمشر ویاند دمتري پسکوف هم مخکې ویلي و چې هند ته د پوتین سفر به د ۲۰۲۵ کال تر په پای کې ترسره شي او د دې سفر د چمتووالي لپاره فعالې هڅې روانې دي.