جنید مکدا ویلي زرګونه کانتینر، چې دوه اړخیز، ټرانزیتي او د منځنۍ اسیا جمهوریتونو مالونه لېږدوي، په پاکستان کې بند پاتې دي. په دې کې د افغانستان، ازبکستان او نورو هېوادونو توکي شامل دي.
د نوموړي په وینا، دغه اوږد مهاله بندیز سوداګرو او ټرانسپورټرانو ته جدي مالي زیانونه اړولي، چې ډېری یې پاکستاني وګړي دي او اوس د هر کانتینر لپاره ورځني بندر فیسونه او د ځنډ پیسې د ۱۵۰-۲۰۰ ډالرو په اندازه اخېستل کیږي.
هغه ټینګار کړی چې د پاکستان-افغانستان دوه اړخیزه او ټرانزیتي سوداګري په کال کې د ۵ میلیاردو ډالرو ظرفیت لري، چې د پاکستان اقتصاد مستقیم حمایه کوي او د هیواد سیمهییز موقعیت پیاوړی کوي، خو د مکرر ګډوډیو او اوسنيو سرحدي بندیزونو له امله، دا سوداګري اوس له یو میلیارد ډالرو کمه شوې، چې د ملي عوایدو او اوږدمهاله اقتصادي ثبات لپاره جدي پایلې لري.
مکدا زیاته کړه چې دوی پاکستان ملي امنیتي لومړیتوبونو ته بشپړ احترام لري، خو په ورته وخت کې د لارو بندښت خلکو ته ستونزې جوړې کړې دي.
په لیک کې همدارنګه ویل شوي چې د لارو د بندېدو له امله د صادراتو عملیات درېدلي، د عرضې سلسلې ماتې شوې او د ټرانسپورټرانو، کارګرو او کارکوونکو ترمنځ بېکاري ډېره شوې ده.
هغه وړاندیز کړی، چې ټولې لارې پرانېستل شي او د افغان تجارتي مالونو موټرو ته د تګ لومړیتوب ورکړل شي.
هغه دغه راز د فیسونو د سل سلنه معافیت غوښتنه کړې ده.