• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په استرالیا کې هغه کس په بند محکوم شوی چې افغانی الاصله سناتوره یې په مرګ ګواښلې وه

۲۶ لړم ۱۴۰۴ - ۱۷ نومبر ۲۰۲۵، ۱۶:۱۵ GMT+۰

د اسټرالیا په ویکټوریا ایالت کې یوې محکمې هغه سړی محکوم کړ، چې د افغانې-اسټرالیایۍ سناتورې فاطمې پیمان د وژلو ګواښ یې کړی و. ۵۱ کلن شان ډیویډ شرمن په خپلو بریښنالیکونو کې نوموړې ته د مرګ ګواښ کړی و.

شرمن د جون په میاشت کې اعتراف وکړ. چې هغه دا بریښنالیکونه میرمن پیمان ته لیږلي دي.

دغه اسټرالیايي وګړي ته د ۱۸ میاشتو بند سزا ورکړل شوه.

قاضي جولیا بارلینګ له شرمن څخه وغوښتل چې دا سزا جدي ونیسي، او زیاته یې کړه: «که تاسې د جرم له سابقې سره محکمې ته راغلي وای، نو ما غوښتل چې د عمر سزا درکړم.»

هغې وویل چې میرمن پیمان ته د بریښنالیکونو محتوا ژوره توهینوونکې او کرکه پاروونکې وه.

شرمن د راپورونو له مخې، میرمن پیمان په پیغامونو کې "کورنۍ ترهګره" او "کرکه لرونکې مسلمانه" بللې وه.

قاضي بارلینګ یادونه وکړه، چې د شرمن له ادعا سره سره چې هغه د بریښنالیک لیږلو پر مهال ځان نشه بللی و، د بریښنالیک متن دقیق او محاسبه شوی و.

د راپورونو له مخې، یاد کس له الکولو څخه د پرهیز کولو دوره هم تیره کړې ده او د خپلې سزا له پای ته رسولو وروسته د الکولو ناوړه ګټه اخیستنې او رواني روغتیا ستونزو لپاره هم درملنې ته اړتیا لري.

فاطمه پیمان په ۲۰۲۲ کال کې د کارګر ګوند غړې په توګه د اسټرالیا سناتوره وټاکل شوه. میرمن پیمان په غزه کې د اسراییل د "نسل وژنې" یوه څرګنده منتقده او د فلسطینیانو ملاتړې ده.

ترویج لرونکی

طالبانو په هرات کې د شپنیو ګزمو له لارې د ښار امنیتي فضا لا سخته کړې
۱

طالبانو په هرات کې د شپنیو ګزمو له لارې د ښار امنیتي فضا لا سخته کړې

۲

د ږېرو پر سر نیونې؛ د کندهار اوسېدونکي وایي د خلکو عزت تر پښو لاندې کېږي او سپکاوی یې کېږي

۳

د پېښور سترې محکمې یو افغان کډوال ته د پاکستاني تابعیت ورکولو امر کړی

۴

سرچینې: په کندهار کې د مولوي هبت‌الله په مشرۍ د طالبانو د کابینې غونډه شوې

۵

اروپايي ټولنه: د افغان کډوالو د ستنولو لپاره طالبانو سره له خبرو پرته بله لاره نه لرو

•
•
•

نور کیسې

عراقچي او لاوروف د طالبانو او پاکستان ترمنځ د اړیکو پر ترینګلتیا غږېدلي

۲۶ لړم ۱۴۰۴ - ۱۷ نومبر ۲۰۲۵، ۱۵:۴۳ GMT+۰
عراقچي او لاوروف د طالبانو او پاکستان ترمنځ د اړیکو پر ترینګلتیا غږېدلي
100%

د روسیې او ایران د بهرنیو چارو وزیرانو سرګي لاوروف او عباس عراقچي د دوشنبې په ورځ په ټیلیفون خبرې وکړې. دا په یوه اونۍ کې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د تاوتریخوالي په اړه د دوی دویمه ټیلیفوني اړیکه ده. نن د طالبانو او ایران د بهرنیو چارو وزیرانو هم اړیکه نیولې وه.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت نن د دوشنبې په ورځ، د لړم ۲۶مه په یوه مطبوعاتي اعلامیه کې لیکلي چې دواړو خواوو په ټیلیفوني خبرو کې د سیمه ییزو مسایلو او په ځانګړې توګه د افغانستان او پاکستان وضعیت، د اسراییل او فلسطین جګړې، د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې له غونډې وړاندې همغږۍ، او د روسیې او ایران ترمنځ ستراتیژیکې همکارۍ په اړه خبرې وکړې.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت هم یوه مطبوعاتي اعلامیه خپره کړې، چې پکې ویل شوي په دې تلیفوني تماس کې د دوه اړخیزو اړیکو او سیمه ییزو او نړیوالو پرمختګونو په اړه بحث او نظرونه تبادله شول.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت په خپله مطبوعاتي اعلامیه کې لیکلي:« سرګي لاوروف د سیمه ییزې مشورې او همکارۍ چوکاټ د جوړولو هرکلی وکړ او له تهران سره د نږدې همغږۍ د دوام لپاره یې د مسکو چمتووالی اعلان کړ.»

دواړو خواوو د طالبانو او پاکستان ترمنځ د کړکېچونو په اړه د خبرو جزئیات نه دي ورکړي.

تیره اونۍ، د روسیې او ایران د بهرنیو چارو وزیرانو سرګي لاوروف او عباس عراقچي له طالبانو او پاکستان څخه وغوښتل چې خپلې خبرې اترې جاري وساتي.

دوی د سیمې د امنیت او ثبات لپاره د ډیپلوماټیکو لارو له لارې د طالبانو او پاکستان د اختلافاتو په حل ټینګار وکړ.

په همدې حال کې عباس عراقچي د طالبانو او پاکستان ترمنځ د تاوتریخوالي په اړه د یوې سیمه ییزې غونډې د جوړولو له هڅو خبر ورکړ.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر له متقي سره د پاکستان او طالبانو پر اړیکو خبرې کړې دي

۲۶ لړم ۱۴۰۴ - ۱۷ نومبر ۲۰۲۵، ۱۴:۳۹ GMT+۰
د ایران د بهرنیو چارو وزیر له متقي سره د پاکستان او طالبانو پر اړیکو خبرې کړې دي
100%

د ایران او طالبانو د بهرنیو چارو وزیرانو د دوشنبې په ورځ په یوه ټیلیفوني اړیکه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د متقابلې همکارۍ او په پاکستان او افغانستان کې د وروستیو پرمختګونو په اړه خبرې وکړې. عباس عراقچي د سیمې د هېوادونو ترمنځ د سولې او ثبات د ټینګښت پر اړتیا ټینګار کړی.

د ایراني رسنیو د راپورنو پر بنسټ، د سیمې د هېوادونو ترمنځ د ګډې همکارۍ لپاره د مشورو پیاوړتیا د عراقچي او متقي ترمنځ د ټیلیفوني خبرو اترو بله موضوع وه.

امیر خان متقي د ایران د ډېپلوماتیکو هڅو ستاینه او په سیمه ییزه کچه یې د مشورو هرکلی کړی دی.

دا ټیلیفوني اړیکه په داسې حال کې ده، چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر د یکشنبې په ورځ د افغان او پاکستاني طالبانو ترمنځ د تاوتریخوالي د کمولو لپاره د "سیمه ییزې ناستې" د جوړولو هڅې اعلان کړې.

عباس عراقچي وویل: «په دې وروستیو ورځو کې، موږ د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سولې او ثبات د رامنځته کولو لپاره کار کوو. موږ ټیلیفوني اړیکې ټینګې دي او هیله لرو چې د پام وړ پایلې ترلاسه کړو.»

طالبانو د امو سیند نفتي حوزې د ۱۸۰۰۰ ټنه اومو نفتو د داوطلبۍ ګټونکی اعلان کړ

۲۶ لړم ۱۴۰۴ - ۱۷ نومبر ۲۰۲۵، ۱۴:۱۱ GMT+۰
طالبانو د امو سیند نفتي حوزې د ۱۸۰۰۰ ټنه اومو نفتو د داوطلبۍ ګټونکی اعلان کړ
100%

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، چې د امو سیند نفتي حوزې قشقري سیمې د ۱۸۰۰۰ ټنه خامو نفتو داوطلبي کې د حیرتان ترمینل سرویس شرکت ګټونکی اعلان شوی. د یاد وزارت په وینا، په دې داوطلبۍ کې د نفتو د تصفیې د ۱۱ شرکتونو استازو ګډون کړی و.

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت نن دوشنبه، د لړم ۲۶مه په اېکس کې لیکلی، چې د یاد وزارت د د هایدرو کاربنونو د تنظیم عمومي رییس محمد اسراییل مسلم او د کمېټې غړو له لوري داوطلبي د کانونو او پټرولیم وزارت د غونډو په تالار کې وشوه.

په یاده داوطلبۍ کې د نفتو تصفیه خونو د ۱۱ شرکتونو استازو ګډون کړی و، چې د یادو شرکتونو له جملې څخه حیرتان ترمینل سروېس شرکت د لوړقیمت مثبت ۱۶ په وړاندې کولو سره د۱۸۰۰۰ ټنه خامو نفتو ګټونکی اعلان شو.

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست هدایت الله بدري د وږي ۲۲مه له یادې نفتي حوزې د لیدنې په ترڅ کې ویلي و، «د قراردادي شرکت له تګ وروسته افغان متخصصينو د‌ يادې سيمې د استخراج او نورو ټولو چارو د سمبالښت لپاره غاړه کېښوده چې‌ چارې یې له پخوا څخه په سمه توګه روانې دي.»

دغه نفتي حوزه د ۴۵۰۰ کیلومتر مربع په مساحت سره د سرپل، فاریاب او جوزجان ولایتونو په ساحو کې پرته ده. د دغې حوزې ظرفیت شاوخوا ۸۷ میلیونه بوشکې اټکل شوی دی.

د امو نفتي حوزې د نفت او ګازو د استخراج هوکړه د ۲۰۲۳ کال په جنورۍ کې د طالبانو او د «ایف چین» شرکت تر منځ د ۲۵ کلونو لپاره لاسلیک شوې وه، خو دوه نیم کاله یې هم دوام ونه کړ. د دغې هوکړې پربنسټ، یاد شرکت ژمنه کړې وه چې په لومړیو درېیو کلونو کې به د ۵۴۰ میلیونه ډالرو په ارزښت پانګونه کوي او یوازې په لومړي کال کې به ۱۵۰ میلیونه ډالره طالبانو ته ورکوي.

ترکیې دغه هېواد ته له اروپا نه د افغان «مجرمانو» د انتقال رپوټونه رد کړل

۲۶ لړم ۱۴۰۴ - ۱۷ نومبر ۲۰۲۵، ۱۴:۱۰ GMT+۰
ترکیې دغه هېواد ته له اروپا نه د افغان «مجرمانو» د انتقال رپوټونه رد کړل
100%

د ترکیې د ولسمشرۍ ماڼۍ د ناسمو اطلاعاتو ضد مرکز د دوشنبې په ورځ هغه راپورونه رد کړل چې ګواکې «افغان، عراقي او سوري مجرمان د اروپا له لوري په الوتکو کې ترکیې ته استول کېږي». دغه مرکز وایي چې ترکیې ته د «مجرمو او ناقانونه» کډوالو سپارل هیڅ امکان نه لري.

تازه راپورونه ښيي چې جرمني، سویس او اتریش یو شمېر افغان پناه غوښتونکي چې د جرم سابقه لري، ایستلي دي.

د ځینو ادعاوو له مخې، دغه کسان لومړی په الوتکه ترکیې ته لېږدول کېږي او له هغه ځایه بیا افغانستان ته استول کېږي.

تېر کال د تلې میاشتې په جریان کې، پولیتیکو او یو شمېر نړیوالو رسنیو په یوه څېړنیز راپور کې افشا کړل چې اروپایي اتحادیې له ۲۰۱۵ کال راپه دېخوا ترکیې ته نږدې ۱۱ میلیارده یورو ورکړي، څو پناه غوښتونکي په زور افغانستان او سوریې ته بېرته واستوي.

خو د ترکیې د ولسمشرۍ ماڼۍ د ناسمو اطلاعاتو ضد مرکز دا راپورونه رد کړل او ویې ویل: «ترکیه هېڅ داسې پالیسي نه لري چې د درېیمو هېوادونو اتباع له نورو هېوادونو ومني».

زیلینسکي وايي چې اوکراین له فرانسې نه ۱۰۰ رافال جنګي الوتکې ترلاسه کوي

۲۶ لړم ۱۴۰۴ - ۱۷ نومبر ۲۰۲۵، ۱۲:۲۷ GMT+۰
زیلینسکي وايي چې اوکراین له فرانسې نه ۱۰۰ رافال جنګي الوتکې ترلاسه کوي
100%

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي وایي، له فرانسې سره یې د ۱۰۰ رافال جنګي الوتکو د ترلاسه کولو هوکړه لیک لاسلیک کړی چې د روسیې د یرغل پر وړاندې د خپل هېواد اوږدمهاله پوځي وړتیا پیاوړې کړي.

زېلېنسکي پاریس ته له ولسمشر امانوېل مکرون سره د دوشنبې په ورځ خبرو لپاره په داسې حال کې تللی چې له تېرو اونیو راهیسې پر اوکراین د روسیې ډرون او توغندويي بریدونه ډېر شوي او مسکو په سوېل ختیزه ژاپوریژیا سیمه کې د ځمکنیو پرمختګونو راپورونه هم ورکړي.

زېلېنسکي له خپل فرانسوي سیال سره د رافال الوتکې مخې ته د هوکړه لیک لاسلیکولو پرمهال وویل، چې دا به د نړۍ د سترو دفاعې هوایې سیستمونو یوه ستره دفاعې هوکړه وي.

د دې موضوع په اړه خبرو دوو سرچینو رویټرز ته ویلي چې رافال الوتکې به د لس کلن ستراتیژیک هوایي تړون یوه برخه وي.

ځینې الوتکې ښايي له فرانسوي زېرمو ورکړل شي خو ډېری به د اوږدمهاله پلان برخه وي.

د سرچینو په وینا، د دغو پرمختللو الوتکو لیږد وخت غواړي ځکه د پیلوټانو لپاره یې سخت روزنیز پروګرام ته اړتیا ده.

مکرون په تېره میاشت کې ژمنه کړې وه چې نورې میراژ جنګي الوتکې به هم اوکراین ته ورکړي او همدارنګه به د استر ۳۰ځمکهوا توغندي چې د اروپا د MBDA شرکت له خوا جوړېږي او د اوکراین د SAMP/T سیسټمونو برخه ده، هم وروسپاري.