• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

عراقچي او لاوروف د طالبانو او پاکستان ترمنځ د اړیکو پر ترینګلتیا غږېدلي

۲۶ لړم ۱۴۰۴ - ۱۷ نومبر ۲۰۲۵، ۱۵:۴۳ GMT+۰

د روسیې او ایران د بهرنیو چارو وزیرانو سرګي لاوروف او عباس عراقچي د دوشنبې په ورځ په ټیلیفون خبرې وکړې. دا په یوه اونۍ کې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د تاوتریخوالي په اړه د دوی دویمه ټیلیفوني اړیکه ده. نن د طالبانو او ایران د بهرنیو چارو وزیرانو هم اړیکه نیولې وه.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت نن د دوشنبې په ورځ، د لړم ۲۶مه په یوه مطبوعاتي اعلامیه کې لیکلي چې دواړو خواوو په ټیلیفوني خبرو کې د سیمه ییزو مسایلو او په ځانګړې توګه د افغانستان او پاکستان وضعیت، د اسراییل او فلسطین جګړې، د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې له غونډې وړاندې همغږۍ، او د روسیې او ایران ترمنځ ستراتیژیکې همکارۍ په اړه خبرې وکړې.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت هم یوه مطبوعاتي اعلامیه خپره کړې، چې پکې ویل شوي په دې تلیفوني تماس کې د دوه اړخیزو اړیکو او سیمه ییزو او نړیوالو پرمختګونو په اړه بحث او نظرونه تبادله شول.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت په خپله مطبوعاتي اعلامیه کې لیکلي:« سرګي لاوروف د سیمه ییزې مشورې او همکارۍ چوکاټ د جوړولو هرکلی وکړ او له تهران سره د نږدې همغږۍ د دوام لپاره یې د مسکو چمتووالی اعلان کړ.»

دواړو خواوو د طالبانو او پاکستان ترمنځ د کړکېچونو په اړه د خبرو جزئیات نه دي ورکړي.

تیره اونۍ، د روسیې او ایران د بهرنیو چارو وزیرانو سرګي لاوروف او عباس عراقچي له طالبانو او پاکستان څخه وغوښتل چې خپلې خبرې اترې جاري وساتي.

دوی د سیمې د امنیت او ثبات لپاره د ډیپلوماټیکو لارو له لارې د طالبانو او پاکستان د اختلافاتو په حل ټینګار وکړ.

په همدې حال کې عباس عراقچي د طالبانو او پاکستان ترمنځ د تاوتریخوالي په اړه د یوې سیمه ییزې غونډې د جوړولو له هڅو خبر ورکړ.

ترویج لرونکی

طالبانو په هرات کې د شپنیو ګزمو له لارې د ښار امنیتي فضا لا سخته کړې
۱

طالبانو په هرات کې د شپنیو ګزمو له لارې د ښار امنیتي فضا لا سخته کړې

۲

د ږېرو پر سر نیونې؛ د کندهار اوسېدونکي وایي د خلکو عزت تر پښو لاندې کېږي او سپکاوی یې کېږي

۳

د پېښور سترې محکمې یو افغان کډوال ته د پاکستاني تابعیت ورکولو امر کړی

۴

سرچینې: په کندهار کې د مولوي هبت‌الله په مشرۍ د طالبانو د کابینې غونډه شوې

۵

اروپايي ټولنه: د افغان کډوالو د ستنولو لپاره طالبانو سره له خبرو پرته بله لاره نه لرو

•
•
•

نور کیسې

د ایران د بهرنیو چارو وزیر له متقي سره د پاکستان او طالبانو پر اړیکو خبرې کړې دي

۲۶ لړم ۱۴۰۴ - ۱۷ نومبر ۲۰۲۵، ۱۴:۳۹ GMT+۰
د ایران د بهرنیو چارو وزیر له متقي سره د پاکستان او طالبانو پر اړیکو خبرې کړې دي
100%

د ایران او طالبانو د بهرنیو چارو وزیرانو د دوشنبې په ورځ په یوه ټیلیفوني اړیکه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د متقابلې همکارۍ او په پاکستان او افغانستان کې د وروستیو پرمختګونو په اړه خبرې وکړې. عباس عراقچي د سیمې د هېوادونو ترمنځ د سولې او ثبات د ټینګښت پر اړتیا ټینګار کړی.

د ایراني رسنیو د راپورنو پر بنسټ، د سیمې د هېوادونو ترمنځ د ګډې همکارۍ لپاره د مشورو پیاوړتیا د عراقچي او متقي ترمنځ د ټیلیفوني خبرو اترو بله موضوع وه.

امیر خان متقي د ایران د ډېپلوماتیکو هڅو ستاینه او په سیمه ییزه کچه یې د مشورو هرکلی کړی دی.

دا ټیلیفوني اړیکه په داسې حال کې ده، چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر د یکشنبې په ورځ د افغان او پاکستاني طالبانو ترمنځ د تاوتریخوالي د کمولو لپاره د "سیمه ییزې ناستې" د جوړولو هڅې اعلان کړې.

عباس عراقچي وویل: «په دې وروستیو ورځو کې، موږ د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سولې او ثبات د رامنځته کولو لپاره کار کوو. موږ ټیلیفوني اړیکې ټینګې دي او هیله لرو چې د پام وړ پایلې ترلاسه کړو.»

طالبانو د امو سیند نفتي حوزې د ۱۸۰۰۰ ټنه اومو نفتو د داوطلبۍ ګټونکی اعلان کړ

۲۶ لړم ۱۴۰۴ - ۱۷ نومبر ۲۰۲۵، ۱۴:۱۱ GMT+۰
طالبانو د امو سیند نفتي حوزې د ۱۸۰۰۰ ټنه اومو نفتو د داوطلبۍ ګټونکی اعلان کړ
100%

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، چې د امو سیند نفتي حوزې قشقري سیمې د ۱۸۰۰۰ ټنه خامو نفتو داوطلبي کې د حیرتان ترمینل سرویس شرکت ګټونکی اعلان شوی. د یاد وزارت په وینا، په دې داوطلبۍ کې د نفتو د تصفیې د ۱۱ شرکتونو استازو ګډون کړی و.

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت نن دوشنبه، د لړم ۲۶مه په اېکس کې لیکلی، چې د یاد وزارت د د هایدرو کاربنونو د تنظیم عمومي رییس محمد اسراییل مسلم او د کمېټې غړو له لوري داوطلبي د کانونو او پټرولیم وزارت د غونډو په تالار کې وشوه.

په یاده داوطلبۍ کې د نفتو تصفیه خونو د ۱۱ شرکتونو استازو ګډون کړی و، چې د یادو شرکتونو له جملې څخه حیرتان ترمینل سروېس شرکت د لوړقیمت مثبت ۱۶ په وړاندې کولو سره د۱۸۰۰۰ ټنه خامو نفتو ګټونکی اعلان شو.

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست هدایت الله بدري د وږي ۲۲مه له یادې نفتي حوزې د لیدنې په ترڅ کې ویلي و، «د قراردادي شرکت له تګ وروسته افغان متخصصينو د‌ يادې سيمې د استخراج او نورو ټولو چارو د سمبالښت لپاره غاړه کېښوده چې‌ چارې یې له پخوا څخه په سمه توګه روانې دي.»

دغه نفتي حوزه د ۴۵۰۰ کیلومتر مربع په مساحت سره د سرپل، فاریاب او جوزجان ولایتونو په ساحو کې پرته ده. د دغې حوزې ظرفیت شاوخوا ۸۷ میلیونه بوشکې اټکل شوی دی.

د امو نفتي حوزې د نفت او ګازو د استخراج هوکړه د ۲۰۲۳ کال په جنورۍ کې د طالبانو او د «ایف چین» شرکت تر منځ د ۲۵ کلونو لپاره لاسلیک شوې وه، خو دوه نیم کاله یې هم دوام ونه کړ. د دغې هوکړې پربنسټ، یاد شرکت ژمنه کړې وه چې په لومړیو درېیو کلونو کې به د ۵۴۰ میلیونه ډالرو په ارزښت پانګونه کوي او یوازې په لومړي کال کې به ۱۵۰ میلیونه ډالره طالبانو ته ورکوي.

ترکیې دغه هېواد ته له اروپا نه د افغان «مجرمانو» د انتقال رپوټونه رد کړل

۲۶ لړم ۱۴۰۴ - ۱۷ نومبر ۲۰۲۵، ۱۴:۱۰ GMT+۰
ترکیې دغه هېواد ته له اروپا نه د افغان «مجرمانو» د انتقال رپوټونه رد کړل
100%

د ترکیې د ولسمشرۍ ماڼۍ د ناسمو اطلاعاتو ضد مرکز د دوشنبې په ورځ هغه راپورونه رد کړل چې ګواکې «افغان، عراقي او سوري مجرمان د اروپا له لوري په الوتکو کې ترکیې ته استول کېږي». دغه مرکز وایي چې ترکیې ته د «مجرمو او ناقانونه» کډوالو سپارل هیڅ امکان نه لري.

تازه راپورونه ښيي چې جرمني، سویس او اتریش یو شمېر افغان پناه غوښتونکي چې د جرم سابقه لري، ایستلي دي.

د ځینو ادعاوو له مخې، دغه کسان لومړی په الوتکه ترکیې ته لېږدول کېږي او له هغه ځایه بیا افغانستان ته استول کېږي.

تېر کال د تلې میاشتې په جریان کې، پولیتیکو او یو شمېر نړیوالو رسنیو په یوه څېړنیز راپور کې افشا کړل چې اروپایي اتحادیې له ۲۰۱۵ کال راپه دېخوا ترکیې ته نږدې ۱۱ میلیارده یورو ورکړي، څو پناه غوښتونکي په زور افغانستان او سوریې ته بېرته واستوي.

خو د ترکیې د ولسمشرۍ ماڼۍ د ناسمو اطلاعاتو ضد مرکز دا راپورونه رد کړل او ویې ویل: «ترکیه هېڅ داسې پالیسي نه لري چې د درېیمو هېوادونو اتباع له نورو هېوادونو ومني».

هبت الله په ننګرهار کې یوې مدرسې ته ۳۰ جریبه ځمکه ورکړه

۲۶ لړم ۱۴۰۴ - ۱۷ نومبر ۲۰۲۵، ۱۲:۲۷ GMT+۰
هبت الله په ننګرهار کې یوې مدرسې ته ۳۰ جریبه ځمکه ورکړه
100%

د طالبانو د ننګرهار والي رسنیز دفتر وايي، چې ددې ډلې د مشر د حکم له مخې د ننګرهار سره رود ولسوالۍ ککړک سيمه کې محمديه ديني مدرسې ته ديرش جريبه ځمکه ورکړل شوه. دغه ځمکه د طالبانو له کرنې رياست څخه پوهنې رياست ته د يادې مدرسې لپاره انتقال شوه.

د طالبانو د ننګرهار والي رسنیز دفتر نن د دوشنبې ورځ، د لړم ۲۶مه په اېکس کې لیکلي، چې ياده اوومه درجه ځمکه جريب سل زره افغانۍ قيمت لري او د پوهنې رياست به کرنې رياست ته د ديرش جريبه ځمکې درې ميليونه افغانۍ قيمت ورکړي.

دوی همدراز لیکلي، چې محمديه مدرسه کې به د هېواد په کچه زرګونه طالبانو ته د ديني زده‌کړو او سرپناه زمينه برابره شي.

د راپورونو له مخې، په افغانستان کې ۲۱۰۰۰ مدرسې جوړې شوې، په داسې حال کې چې په ټول هېواد کې ۱۸۰۰۰ ښوونځي دي او په میلیونونو نجونې له زده کړو بې برخې دي.

د طالبانو د پوهنې وزارت د مالوماتو له مخې، په ۲۰۲۴ کال کې لږ تر لږه یو میلیون ماشومان د دیني زده کړو لپاره په مدرسو کې شامل شوي، چې په دې سره په مدرسو کې د ټولو زده کوونکو شمېر تر ۳،۶ میلیونو رسېږي.

د طالبانو په بیا واکمنېدو سره د مدرسو جوړولو چارې ګړندۍ شوې او خلک وایي، چې ښوونځيو ته پاملرنه کمه شوې ده.

طالبانو د خپلې اطلاع رسونې د بهیر د پیاوړتیا او انسجام په اړه غونډه کړې

۲۶ لړم ۱۴۰۴ - ۱۷ نومبر ۲۰۲۵، ۱۱:۴۶ GMT+۰
طالبانو د خپلې اطلاع رسونې د بهیر د پیاوړتیا او انسجام په اړه غونډه کړې
100%

د طالبانو د وزارتونو او خپلواکو ادارو د ویندویانو او د پلان او پالیسۍ د رییسانو په غونډه کې ټینګار شوی، چې اړوند ویندویان باید له رسنیو سره د خپلو ادارو د لاسته راوړنو په اړه معلومات شریک کړي.

په دې غونډه کې د طالبانو د ریاست الوزرا د دفتر عمومي رییس ملا عبدالواسع خادم، ذبیح‌الله مجاهد، د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز رییس مولوي نعیم‌الحق حقاني او د یاد مرکز مسوولینو او د ۴۲ ادارو د پلان او پالیسۍ رییسانو او ویندویانو ګډون کړی و.

د طالبانو د ریاست الوزرا د دفتر عمومي رییس ویلي، چې دوی په تېرو څلورو کلونو کې په اقتصادي، سیاسي، نظامي، امنیتي، ټولنیزو او فرهنګي برخو کې پام وړ پرمختګونه لري.

د طالبانو مرکزي ویاند ذبیح‌الله مجاهد غونډې ته په انلاین خبرو کې ویلي، چې د طالبانو اداره په هره برخه کې «ښې او ملموسې» لاسته راوړنې لري او د دغو لاسته راوړنو په اړه باید معلومات په مسلکي ډول له رسنیو او ولس سره شریک شي.

مجاهد د ادارو د نشراتي فعالیتونو پیاوړتیا، د اطلاع رسونې بهیر چټکتیا، او د ادارو او رسنیو ترمنځ همکارۍ باندې ټینګار کړی دی.

طالبان داسې مهال دغه ناسته کوي، چې دغه ډله د معلوماتو او بیان د ازادۍ په سانسور کولو او محدودولو تورنه شوې ده.