• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو د خپلې اطلاع رسونې د بهیر د پیاوړتیا او انسجام په اړه غونډه کړې

۲۶ لړم ۱۴۰۴ - ۱۷ نومبر ۲۰۲۵، ۱۱:۴۶ GMT+۰تازه شوی: ۲۶ لړم ۱۴۰۴ - ۱۷ نومبر ۲۰۲۵، ۱۲:۵۰ GMT+۰

د طالبانو د وزارتونو او خپلواکو ادارو د ویندویانو او د پلان او پالیسۍ د رییسانو په غونډه کې ټینګار شوی، چې اړوند ویندویان باید له رسنیو سره د خپلو ادارو د لاسته راوړنو په اړه معلومات شریک کړي.

په دې غونډه کې د طالبانو د ریاست الوزرا د دفتر عمومي رییس ملا عبدالواسع خادم، ذبیح‌الله مجاهد، د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز رییس مولوي نعیم‌الحق حقاني او د یاد مرکز مسوولینو او د ۴۲ ادارو د پلان او پالیسۍ رییسانو او ویندویانو ګډون کړی و.

د طالبانو د ریاست الوزرا د دفتر عمومي رییس ویلي، چې دوی په تېرو څلورو کلونو کې په اقتصادي، سیاسي، نظامي، امنیتي، ټولنیزو او فرهنګي برخو کې پام وړ پرمختګونه لري.

د طالبانو مرکزي ویاند ذبیح‌الله مجاهد غونډې ته په انلاین خبرو کې ویلي، چې د طالبانو اداره په هره برخه کې «ښې او ملموسې» لاسته راوړنې لري او د دغو لاسته راوړنو په اړه باید معلومات په مسلکي ډول له رسنیو او ولس سره شریک شي.

مجاهد د ادارو د نشراتي فعالیتونو پیاوړتیا، د اطلاع رسونې بهیر چټکتیا، او د ادارو او رسنیو ترمنځ همکارۍ باندې ټینګار کړی دی.

طالبان داسې مهال دغه ناسته کوي، چې دغه ډله د معلوماتو او بیان د ازادۍ په سانسور کولو او محدودولو تورنه شوې ده.

ترویج لرونکی

طالبانو په هرات کې د شپنیو ګزمو له لارې د ښار امنیتي فضا لا سخته کړې
۱

طالبانو په هرات کې د شپنیو ګزمو له لارې د ښار امنیتي فضا لا سخته کړې

۲

د ږېرو پر سر نیونې؛ د کندهار اوسېدونکي وایي د خلکو عزت تر پښو لاندې کېږي او سپکاوی یې کېږي

۳

د پېښور سترې محکمې یو افغان کډوال ته د پاکستاني تابعیت ورکولو امر کړی

۴

سرچینې: په کندهار کې د مولوي هبت‌الله په مشرۍ د طالبانو د کابینې غونډه شوې

۵

اروپايي ټولنه: د افغان کډوالو د ستنولو لپاره طالبانو سره له خبرو پرته بله لاره نه لرو

•
•
•

نور کیسې

تاجک پلاوي له طالبانو سره د ګډ سرحد پر تثبیت او ستونزو خبرې کړې دي

۲۶ لړم ۱۴۰۴ - ۱۷ نومبر ۲۰۲۵، ۱۱:۱۹ GMT+۰
تاجک پلاوي له طالبانو سره د ګډ سرحد پر تثبیت او ستونزو خبرې کړې دي
100%

د طالبانو د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر او د سرحدونو د تثبیت کمېسیون مشر ملا نورالله نوري په مشري یو پلاوي د تاجکستان له لوړرتبه امنیتي پلاوي سره کتلي. د تاجک پلاوي مشري د دغه هېواد د دولتي امنیتي کمېټې د سرحدي ځواکونو لومړي مرستیال میرزا زاده عبدالواحد کوله.

د طالبانو د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو د دوشنبې په ورځ وویل، چې په دې ناسته کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د امنیت، د اړیکو د پراختیا، سرحدي ستونزو او د ګډ سرحد د تثبیت په اړه مفصلې خبرې وشوې.

ملا نورالله نوري په خپلو څرګندونو کې ویلي چې افغانستان او تاجکستان د اړیکو په برخه کې مثبت ګامونه اخلي.

هغه زیاته کړې چې طالبان هڅه کوي له ټولو هېوادونو سره اقتصادي، سیاسي او دوستانه اړیکې ولري.

د یاد وزات په وینا، نوري ویلي چې طالبان د مخدره توکو او انساني قاچاق پر ضد جدي اقدامات کوي، او د دې مخنیوي لپاره د مولوي هبت الله په مشرۍ ځانګړي فرمانونه صادر شوي دي.

نوموړي ټینګار کړی چې د افغانستان او تاجکستان د ګډ سرحد تثبیت به د دواړو هېوادونو د امنیت او ثبات لپاره مهم ګام وي.

د یاد وزارت ه وینا، د تاجکستاني پلاوي مشر میرزا زاده عبدالواحد په خپلو څرګندونو کې ویلي چې افغانستان او تاجکستان ژبني، دیني او تاریخي شراکتونه لري او د دواړو هېوادونو ولسونه د سولې غوښتونکي دي.

هغه د تاجکستان د ژمنې یادونه کړې چې غواړي له افغانستان سره اقتصادي او نورو برخو کې اړیکې لا پیاوړې کړي.

طالبان وايي، « نوموړي زیاته کړه چې هیله لري دواړه هېوادونه به د ګډ سرحد په اوږدو کې شته ستونزې د تفاهم له لارې حل کړي او په دې برخه کې به خپلو همکاریو ته دوام ورکړي».

د تاجکستان حکومت په رسمي ډول ددې ناستې په اړه تراوسه څه نه دي ویلي.

له بدخشان ولایت څخه یوه واورینه پړانګه کابل ژوبڼ ته لېږدول شوې

۲۶ لړم ۱۴۰۴ - ۱۷ نومبر ۲۰۲۵، ۱۱:۰۸ GMT+۰
له بدخشان ولایت څخه یوه واورینه پړانګه کابل ژوبڼ ته لېږدول شوې
100%

د طالبانو کابل ښاروالۍ ویلي، چې له بدخشان ولایت څخه یې یوه واورینه پړانګه کابل ژوبڼ ته لېږدولې ده. یاده اداره وايي، چې یاده پړانګه له اسیايي نسل څخه ده.

د طالبانو د کابل ښاروالۍ نن ددوشنبې په ورځ، د لړم ۲۶مه د یوې اعلامیې په خپرولو سره لیکلي، چې دا پړانګه یو نیم کال مخکې د بدخشان د واخان ولسوالۍ به ورک کلي کې پر څارویو تر برید وروسته، د سیمې اوسېدونکو ونیوله چې، د بدخشان ولایت مقام ته وسپارل شوه او هلته یې ساتنه کېده.

د کابل ژوبڼ رییس عزیز ګل ثاقب وايي، چې دا ښځینه پړانګ چې، د ( واورین پړانګ) په نوم ونومول شو، شاوخوا څلورنیم کاله عمر لري او د سپین او تور رنګ په درلودلو سره یې د ډېرو پام ځان ته اړولی دی.

د نوموړي په وینا، پړانګې د ډېر وخت بې ځایه کېدو او بندیتوب له امله یې خپل توان له لاسه ورکړی او د متخصصینو تر څار لاندې یوه خوندي ځای ته اړتیا لري.

د طالبانو د کابل ژوبڼ رییس زیاته کړه، دا پړانګه له اسیايي نسل څخه ده چې، د دې نسل ژوي د ورکېدو په حال کې دي.

دا ډول پړانګان معمولاً اوږد عمر لري او له جسمي اړخه تر نورو پړانګانو پیاوړي دي او په سړه هوا کې یې مقاومت ډېر او په لوړو غرونو او سیمو کې ژوند کوي.

دغه ( واورینخ پړانګه) به د ستړیا تر رفع کېدو وروسته په یوه سمبال شوي قفس کې وساتل شي.

طالبان وايي په تورخم کې یې له پاکستان نه قاچاق کېدونکې مېوې او درمل نیولي

۲۶ لړم ۱۴۰۴ - ۱۷ نومبر ۲۰۲۵، ۱۰:۴۷ GMT+۰
طالبان وايي په تورخم کې یې له پاکستان نه قاچاق کېدونکې مېوې او درمل نیولي
100%

د طالبانو د سرحدي پولیسو لوی ریاست وایي، چې د تورخم ځمکني بندر منسوبانو له پاکستان نه افغانستان ته قاچاق کېدونکي درمل او تازه میوې نیولې دي. افغانستان انټرنشنل تېره ورځ رپوټ ورکړی و چې د کډوالو په موټرو کې درمل او مېوې افغانستان ته راوړل کیږي.

د طالبانو د سرحدي پولیسو لوی ریاست ویاند عابدالله عقاب فاروقي د افغانستان انټرنشنل له رپوټ وروسته، د طالبانو تر واک لاندې ملي ټلویزیون ته وویل، چې د هغو درملو او پاکستاني مېوو د لېږد مخنیوی یې کړی، چې د کډوالو په نوم لاریو کې په غېر قانوني توګه افغانستان ته راوړل کېدل.

نوموړي وویل، چې تېره شپه او نن یې د کډوالو په لاریو کې درمل او پاکستانۍ میوې نیولي دي او د انتقال هڅې یې شنډې کړې دي.

په ننګرهار کې د تازه مېوو یو شمېر کاروباریانو تېره ورځ افغانستان انټرنشنل -پښتو ته وویل، چې له پاکستان نه د اېستل کېدونکو افغان کډوالو په بار وړونکو موټرو کې کېلې، امروت او مالټې هېواد ته قاچاق کېږي.

د جلال اباد ښار د تازه مېوو او سبزیو په منډوی کې پر رزوګار بوخت یو کاروباري افغانستان انټرنشنل – پښتو ته د نوم نه ښودو په شرط وویل، چې قاچاق کېدونکې مېوې په لوړو بیو بازارونو کې پلورل کېږي. هغه وویل: «پېښور نه چې کډې راځي د هغې لاندې امروت او کېلې راځي».

ددوی په وینا، پاکستانۍ تازه مېوې لومړی ایران ته صادرېږي او بیا له هغه ځایه افغانستان ته راځي.

هممهاله بیا د افغانستان تازه مېوې په ځانګړي ډول انګور ایران ته صادرېږي او بیا له هغه ځایه پاکستان ته وړل کېږي.

د تازه مېوو یوه سوداګر وویل: «د ایران له لارې هم د پاکستان کېلې افغانستان ته راځي او موږ هم انګور ایران ته لېږو، بیا له هغه ځایه پاکستان ته ځي».

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر ډیورنډ کرښه ټولې لارې د هر ډول سوداګر پر مخ تړل شوې دي چې له امله یې دواړو غاړو د تازه مېوو کاروباریانو او کروندګرو ته درانه زیانونه اوښتي دي.

د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر افغان سوداګرو ته خبرداری ورکړ چې له پاکستان سره هر ډول سوداګریزه راکړه ورکړه بنده کړي.

نوموړي افغان سوداګرو ته سپارښتنه وکړه چې د پاکستان پر ځای په نورو سوداګریزو لارو غور وکړي او ژر تر ژره دې یاد هېواد کې خپلې معاملې حل کړي.

خالد ځدراڼ: په کابل کې د فرخندې په نامه مېرمن د مغزي سکتې له امله مړه شوې

۲۶ لړم ۱۴۰۴ - ۱۷ نومبر ۲۰۲۵، ۱۰:۲۴ GMT+۰
خالد ځدراڼ: په کابل کې د فرخندې په نامه مېرمن د مغزي سکتې له امله مړه شوې
100%

د طالبانو د کابل امنیه قوماندانۍ ویاند وايي، چې په کابل کې د فرخندې په نامه یوه مېرمن د مغزي سکتې له امله مړه شوې ده. خالد ځدراڼ وايي، پولیسو د پېښې ابتدایي پلټنې ترسره کړې او تر دې دمه هیڅ مشکوک اړخ نه دی موندل شوی.

د طالبانود کابل امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ د دوشنبې په ورځ پر خپل اېکس ولیکل، چې دوې ورځې وړاندې د فرخندې په نامه یوې مېرمنې د خپلې کورنۍ د معلوماتو له مخې مغزي سکته کړې ده.

نوموړی وايي، « وروسته په خواله رسنیو کې د پېښې په اړه ځینې مشکوک راپورونه خپاره شول».

ځدراڼ وايي، چې پولیسو د پېښې ابتدایي پلټنې ترسره کړې او تر دې دمه هیڅ مشکوک اړخ نه دی موندل شوی.

خالد ځدراڼ وايي، د مړې شوې مېرمنې کورنۍ هم پر چا شک نه دی کړی او کومه عریضه یې نه ده ثبت کړې.

د یادې مېرمنې کورنۍ، چې له واده لږه موده وروسته وفات شوې، ترا وسه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

فرخنده، یوه ۱۷ کلنه نجلۍ وه، چې شاوخوا یوه نیمه میاشت مخکې واده شوې وه، او په کابل کې په مرموزه توګه مړه شوه.

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د فرخندې مړی د لړم په ۲۴مه نېټه د هغه د مېړه په کور کې، چې په ګلبهار سنټر کې دی، موندل شوی.

سرچینې وایي چې فرخنده شاوخوا یوه نیمه میاشت مخکې له یوه۱۷ کلن هلک سره واده شوې وه. افغانستان انټرنشنل د دې جوړې د واده مراسمو انځورونه او ویډیوګانې هم لیدلې دي.

ځینې سرچینې وایي چې د فرخندې مېړه د واده لپاره «کافي رضایت نه درلود،» خو د کورنۍ له ټینګار وروسته یې موافقت کړی و. ځینې نورې سرچینې وایي چې د فرخندې د مېړه کورنۍ د طالبانو له چارواکو سره د کاروبار شراکت لري او په حکومت کې پراخ نفوذ لري.

د ښځو د حقونو فعالانو د طالبانو د اعلامیې په اړه شک څرګند کړی او د نړیوالو خپلواکو پلټنو غوښتنه یې کړې ده.

د ماشومانو د حقونو د کنوانسیون له مخې، هر څوک چې له ۱۸ کلونو کم عمر ولري، ماشوم ګڼل کېږي، نو یوه ۱۷ کلنه نجلۍ، که څه هم واده شوې یا مور شوې وي، لا هم د نړیوالو معیارونو له مخې ماشومه بلل کېږي.

د فرخندې د مړینې خبر په دوو وروستیو ورځو کې په ټولنیزو شبکو کې پراخ غبرګونونه پاررولي دي.

د پوهنتون استادې بتول حیدري په اکس کې لیکلي: «د طالبانو د حکومت په دوام سره د ښځو او ځوانانو وژنې زیاتې شوې.»

هدا خموش لیکلي: «دا مړینه مرموزه نه ده، بلکې د مرموزې وژنې د پټولو هڅه ده.»

عیني شاهدان: طالبانو د زابل د مرکز په شیخ متي ورزشي لوبغالي کې ۹ تنه په درو ووهل

۲۶ لړم ۱۴۰۴ - ۱۷ نومبر ۲۰۲۵، ۱۰:۱۴ GMT+۰
عیني شاهدان: طالبانو د زابل د مرکز په شیخ متي ورزشي لوبغالي کې ۹ تنه په درو ووهل
100%

دوو تنو عیني شاهدانو نن دوشنبې ورځ افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې طالبانو د زابل ولایت مرکز کلات په شیخ متي لوبغالي کې ۹ تنه د زنا او غلا په جرم په درو ووهل. د شاهدانو په وینا، طالبانو تېره ورځ اعلان کړی و، چې د کلات اوسېدونکي دې ددې صحنې د نندارې لپاره لوبغالي ته ورشي.

دوه تنو عیني شاهدانو چې دا درو وهلو صحنه یې له نژدې لیدلې ده، افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د عامو خلکو ترڅنګ یو شمیر طالب چارواکو هم په دې صحنه کې حضور درلود.

دوی وویل:«د طالبانو د محکمې مسوولانو اونظامي او ملکي ادارو ترڅنګ زیات شمیر عامو خلکو هم په شیخ متي لوبغالي کې حضور درلود.»

د عیني شاهدانو په وینا، د زنا او غلا په جرمونو تورن کسان له ۳۰ څخه تر ۶۰ پورې دُرې ووهل شول او ځینو ته یې د څو میاشتو د بند سزا ورکړه.

تر دې دمه د د طالبانو سترې محکمې ددې بدني سزاګانو په اړه کومه اعلامیه نه ده خپره کړې خو د طالبانو ستره محکمه په خپلو خبرپاڼو کې دا نه‌ ښيي چې دا کسان څنګه محاکمه شوي او وکیل ته یې لاسرسی درلود که نه.

دا ډله په عام محضر کې په دُرو وهل د «اسلامي شریعت» حکم بولي.

طالبان ادعا کوي، چې د شرعي حکمونو او د خپل مشر ملا هبت‌الله د امر او لارښوونې له مخې خلکو ته په عام محضر کې سزاوې ورکوي.

د یادولو ده، چې ملګرو ملتونو، د بښنې نړۍوال سازمان او د بشري حقونو ملاتړو بنسټونو په وار- وار له طالبانو غوښتي، چې د افغانانو انساني حقونه خوندي کړي او په عام محضر کې له سزا ورکولو ډډه وکړي، خو طالبان دغه غبرګونونه د دوی په چارو کې لاسوهنې بولي.