له بدخشان ولایت څخه یوه واورینه پړانګه کابل ژوبڼ ته لېږدول شوې

د طالبانو کابل ښاروالۍ ویلي، چې له بدخشان ولایت څخه یې یوه واورینه پړانګه کابل ژوبڼ ته لېږدولې ده. یاده اداره وايي، چې یاده پړانګه له اسیايي نسل څخه ده.

د طالبانو کابل ښاروالۍ ویلي، چې له بدخشان ولایت څخه یې یوه واورینه پړانګه کابل ژوبڼ ته لېږدولې ده. یاده اداره وايي، چې یاده پړانګه له اسیايي نسل څخه ده.
د طالبانو د کابل ښاروالۍ نن ددوشنبې په ورځ، د لړم ۲۶مه د یوې اعلامیې په خپرولو سره لیکلي، چې دا پړانګه یو نیم کال مخکې د بدخشان د واخان ولسوالۍ به ورک کلي کې پر څارویو تر برید وروسته، د سیمې اوسېدونکو ونیوله چې، د بدخشان ولایت مقام ته وسپارل شوه او هلته یې ساتنه کېده.
د کابل ژوبڼ رییس عزیز ګل ثاقب وايي، چې دا ښځینه پړانګ چې، د ( واورین پړانګ) په نوم ونومول شو، شاوخوا څلورنیم کاله عمر لري او د سپین او تور رنګ په درلودلو سره یې د ډېرو پام ځان ته اړولی دی.
د نوموړي په وینا، پړانګې د ډېر وخت بې ځایه کېدو او بندیتوب له امله یې خپل توان له لاسه ورکړی او د متخصصینو تر څار لاندې یوه خوندي ځای ته اړتیا لري.
د طالبانو د کابل ژوبڼ رییس زیاته کړه، دا پړانګه له اسیايي نسل څخه ده چې، د دې نسل ژوي د ورکېدو په حال کې دي.
دا ډول پړانګان معمولاً اوږد عمر لري او له جسمي اړخه تر نورو پړانګانو پیاوړي دي او په سړه هوا کې یې مقاومت ډېر او په لوړو غرونو او سیمو کې ژوند کوي.
دغه ( واورینخ پړانګه) به د ستړیا تر رفع کېدو وروسته په یوه سمبال شوي قفس کې وساتل شي.


د طالبانو د سرحدي پولیسو لوی ریاست وایي، چې د تورخم ځمکني بندر منسوبانو له پاکستان نه افغانستان ته قاچاق کېدونکي درمل او تازه میوې نیولې دي. افغانستان انټرنشنل تېره ورځ رپوټ ورکړی و چې د کډوالو په موټرو کې درمل او مېوې افغانستان ته راوړل کیږي.
د طالبانو د سرحدي پولیسو لوی ریاست ویاند عابدالله عقاب فاروقي د افغانستان انټرنشنل له رپوټ وروسته، د طالبانو تر واک لاندې ملي ټلویزیون ته وویل، چې د هغو درملو او پاکستاني مېوو د لېږد مخنیوی یې کړی، چې د کډوالو په نوم لاریو کې په غېر قانوني توګه افغانستان ته راوړل کېدل.
نوموړي وویل، چې تېره شپه او نن یې د کډوالو په لاریو کې درمل او پاکستانۍ میوې نیولي دي او د انتقال هڅې یې شنډې کړې دي.
په ننګرهار کې د تازه مېوو یو شمېر کاروباریانو تېره ورځ افغانستان انټرنشنل -پښتو ته وویل، چې له پاکستان نه د اېستل کېدونکو افغان کډوالو په بار وړونکو موټرو کې کېلې، امروت او مالټې هېواد ته قاچاق کېږي.
د جلال اباد ښار د تازه مېوو او سبزیو په منډوی کې پر رزوګار بوخت یو کاروباري افغانستان انټرنشنل – پښتو ته د نوم نه ښودو په شرط وویل، چې قاچاق کېدونکې مېوې په لوړو بیو بازارونو کې پلورل کېږي. هغه وویل: «پېښور نه چې کډې راځي د هغې لاندې امروت او کېلې راځي».
ددوی په وینا، پاکستانۍ تازه مېوې لومړی ایران ته صادرېږي او بیا له هغه ځایه افغانستان ته راځي.
هممهاله بیا د افغانستان تازه مېوې په ځانګړي ډول انګور ایران ته صادرېږي او بیا له هغه ځایه پاکستان ته وړل کېږي.
د تازه مېوو یوه سوداګر وویل: «د ایران له لارې هم د پاکستان کېلې افغانستان ته راځي او موږ هم انګور ایران ته لېږو، بیا له هغه ځایه پاکستان ته ځي».
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر ډیورنډ کرښه ټولې لارې د هر ډول سوداګر پر مخ تړل شوې دي چې له امله یې دواړو غاړو د تازه مېوو کاروباریانو او کروندګرو ته درانه زیانونه اوښتي دي.
د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر افغان سوداګرو ته خبرداری ورکړ چې له پاکستان سره هر ډول سوداګریزه راکړه ورکړه بنده کړي.
نوموړي افغان سوداګرو ته سپارښتنه وکړه چې د پاکستان پر ځای په نورو سوداګریزو لارو غور وکړي او ژر تر ژره دې یاد هېواد کې خپلې معاملې حل کړي.

د طالبانو د کابل امنیه قوماندانۍ ویاند وايي، چې په کابل کې د فرخندې په نامه یوه مېرمن د مغزي سکتې له امله مړه شوې ده. خالد ځدراڼ وايي، پولیسو د پېښې ابتدایي پلټنې ترسره کړې او تر دې دمه هیڅ مشکوک اړخ نه دی موندل شوی.
د طالبانود کابل امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ د دوشنبې په ورځ پر خپل اېکس ولیکل، چې دوې ورځې وړاندې د فرخندې په نامه یوې مېرمنې د خپلې کورنۍ د معلوماتو له مخې مغزي سکته کړې ده.
نوموړی وايي، « وروسته په خواله رسنیو کې د پېښې په اړه ځینې مشکوک راپورونه خپاره شول».
ځدراڼ وايي، چې پولیسو د پېښې ابتدایي پلټنې ترسره کړې او تر دې دمه هیڅ مشکوک اړخ نه دی موندل شوی.
خالد ځدراڼ وايي، د مړې شوې مېرمنې کورنۍ هم پر چا شک نه دی کړی او کومه عریضه یې نه ده ثبت کړې.
د یادې مېرمنې کورنۍ، چې له واده لږه موده وروسته وفات شوې، ترا وسه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
فرخنده، یوه ۱۷ کلنه نجلۍ وه، چې شاوخوا یوه نیمه میاشت مخکې واده شوې وه، او په کابل کې په مرموزه توګه مړه شوه.
سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د فرخندې مړی د لړم په ۲۴مه نېټه د هغه د مېړه په کور کې، چې په ګلبهار سنټر کې دی، موندل شوی.
سرچینې وایي چې فرخنده شاوخوا یوه نیمه میاشت مخکې له یوه۱۷ کلن هلک سره واده شوې وه. افغانستان انټرنشنل د دې جوړې د واده مراسمو انځورونه او ویډیوګانې هم لیدلې دي.
ځینې سرچینې وایي چې د فرخندې مېړه د واده لپاره «کافي رضایت نه درلود،» خو د کورنۍ له ټینګار وروسته یې موافقت کړی و. ځینې نورې سرچینې وایي چې د فرخندې د مېړه کورنۍ د طالبانو له چارواکو سره د کاروبار شراکت لري او په حکومت کې پراخ نفوذ لري.
د ښځو د حقونو فعالانو د طالبانو د اعلامیې په اړه شک څرګند کړی او د نړیوالو خپلواکو پلټنو غوښتنه یې کړې ده.
د ماشومانو د حقونو د کنوانسیون له مخې، هر څوک چې له ۱۸ کلونو کم عمر ولري، ماشوم ګڼل کېږي، نو یوه ۱۷ کلنه نجلۍ، که څه هم واده شوې یا مور شوې وي، لا هم د نړیوالو معیارونو له مخې ماشومه بلل کېږي.
د فرخندې د مړینې خبر په دوو وروستیو ورځو کې په ټولنیزو شبکو کې پراخ غبرګونونه پاررولي دي.
د پوهنتون استادې بتول حیدري په اکس کې لیکلي: «د طالبانو د حکومت په دوام سره د ښځو او ځوانانو وژنې زیاتې شوې.»
هدا خموش لیکلي: «دا مړینه مرموزه نه ده، بلکې د مرموزې وژنې د پټولو هڅه ده.»

دوو تنو عیني شاهدانو نن دوشنبې ورځ افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې طالبانو د زابل ولایت مرکز کلات په شیخ متي لوبغالي کې ۹ تنه د زنا او غلا په جرم په درو ووهل. د شاهدانو په وینا، طالبانو تېره ورځ اعلان کړی و، چې د کلات اوسېدونکي دې ددې صحنې د نندارې لپاره لوبغالي ته ورشي.
دوه تنو عیني شاهدانو چې دا درو وهلو صحنه یې له نژدې لیدلې ده، افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د عامو خلکو ترڅنګ یو شمیر طالب چارواکو هم په دې صحنه کې حضور درلود.
دوی وویل:«د طالبانو د محکمې مسوولانو اونظامي او ملکي ادارو ترڅنګ زیات شمیر عامو خلکو هم په شیخ متي لوبغالي کې حضور درلود.»
د عیني شاهدانو په وینا، د زنا او غلا په جرمونو تورن کسان له ۳۰ څخه تر ۶۰ پورې دُرې ووهل شول او ځینو ته یې د څو میاشتو د بند سزا ورکړه.
تر دې دمه د د طالبانو سترې محکمې ددې بدني سزاګانو په اړه کومه اعلامیه نه ده خپره کړې خو د طالبانو ستره محکمه په خپلو خبرپاڼو کې دا نه ښيي چې دا کسان څنګه محاکمه شوي او وکیل ته یې لاسرسی درلود که نه.
دا ډله په عام محضر کې په دُرو وهل د «اسلامي شریعت» حکم بولي.
طالبان ادعا کوي، چې د شرعي حکمونو او د خپل مشر ملا هبتالله د امر او لارښوونې له مخې خلکو ته په عام محضر کې سزاوې ورکوي.
د یادولو ده، چې ملګرو ملتونو، د بښنې نړۍوال سازمان او د بشري حقونو ملاتړو بنسټونو په وار- وار له طالبانو غوښتي، چې د افغانانو انساني حقونه خوندي کړي او په عام محضر کې له سزا ورکولو ډډه وکړي، خو طالبان دغه غبرګونونه د دوی په چارو کې لاسوهنې بولي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي د تاجکستان له پلاوي سره په کتنه کې ویلي، چې طالبان له دوشنبې سره د ښه ګاونډیتوب او دوستانه اړیکې غواړي. متقي هیله ښودلې، چې په نږدې راتلونکي کې د دواړو هیوادونو تر منځ په اړیکو کې د پام وړ پرمختګونه وشي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند د دوشنبې په ورځ وویل، چې د تاجکستان یوه لوړپوړي پلاوي، چې د دغه هیواد د بېلابېلو ادارو له استازو جوړ شوی او د ځانګړي استازي په مشرۍ یې کابل ته سفر کړی و، د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر مولوي امیرخان متقي سره وکتل.
د یاد وزارت په وینا، په دې لیدنه کې د دواړو اړخونو تر منځ د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا او پیاوړتیا، په ځانګړې توګه د ډیپلوماتیکو اړیکو او اقتصادي همکارۍ په برخو کې خبرې اترې وشوې.
امیرخان متقي په دې ناسته کې د افغانستان او تاجکستان د تاریخي او پخوانیو اړیکو یادونه کړې او څرګنده کړې یې ده، چې طالبان غواړي له تاجکستان سره د ښه ګاونډیتوب او دوستانه اړیکې پراخې کړي.
هغه زیاته کړې چې په بېلابېلو برخو کې اړیکې په پرمختګ کې دي او هیله ده چې په نږدې راتلونکي کې د دواړو هیوادونو تر منځ په اړیکو کې پام وړ پرمختګونه وشي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په وینا، د تاجکستان پلاوي هم له طالبانو سره د اړیکو د لا پراختیا ډاډ ورکړی او ویلي یې دي چې دواړه هیوادونه کولای شي په بېلابېلو برخو کې نږدې همکارۍ ولري.
طالبان وايي، دواړو اړخونو د راتلونکو ورته غونډو او سفرونو د دوام پر اهمیت ټینګار کړی دی.

د دوغارون ازادې اقتصادي سیمې د اقتصادي پراختیا مرستیال حسن نوريزاده د دوشنبې په ورځ په کابل کې د ایران سفارت له سرپرست عليرضا بېکدل سره په لیدنه کې د اقتصادي اړیکو په پیاوړتیا، له افغانستان سره د سوداګرۍ په اسانتیا او د دوغارون ازادې سیمې له لارې د تبادلې په پراختیا ټینګار وکړ.
نوريزاده دوغارون د ایران له مهمو اقتصادي بندرونو څخه وباله او زیاته یې کړه، چې د سرحدي زېربناوو پیاوړتیا، د سوداګریزو بهیرونو اسانتیا او د ګډو پانګونو رامنځته کول کولای شي د دواړو هېوادونو ترمنځ د راکړې ورکړې کچه لا لوړه کړي.
بېکدلي د یادې سیمې له پراختیايي پلانونو هرکلی وکړ او په ځانګړې توګه یې د هغو اقداماتو په برخه کې چې د دواړو هېوادونو سوداګریز فعالیتونه پیاوړي کوي؛ د ملاتړ ډاډ ورکړ.
د دوغارون ازادې سیمې د عامه اړیکو دفتر ویلي، چې حسن نوريزاده د کابل د ابوحنېفه نړۍوال نندارتون په څنډه کې د ایران او افغانستان د سوداګرۍ د خونې په ګډه ناسته کې هم ګډون کړی دی.
په دغه ناسته کې د دواړو هېوادونو د ګډو اقتصادي ظرفیتونو ارزونه وشوه او پر دې ټینګار وشو، چې د سوداګرۍ په بهیر کې د خنډونو کمول، د تګ راتګ اسانه کول او د پانګونې فرصتونو پراخول؛ باید د دواړو حکومتونو لومړیتوب وي.