• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

حماس د غزې په تړاو د ملګرو ملتونو پرېکړه‌لیک رد کړ

۲۶ لړم ۱۴۰۴ - ۱۷ نومبر ۲۰۲۵، ۲۳:۳۷ GMT+۰

حماس د ملګرو ملتونو د امنیت شورا هغه پرېکړه‌لیک رد کړ، چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د غزې پلان تاییدوي او ویلي یې دي، چې دغه پرېکړه‌لیک د فلسطینیانو حقونه او غوښتنې نه پوره کوي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د دوشنبې په ماخوستن د (لړم ۲۶مه) په غزه کې د نړۍوالو ځواکونو د مېشتېدو په تړاو د امریکا وړاندیز شوې طرحه تصویب کړه. د امنیت شورا له ۱۵ غړو ۱۳ یې موافقه رایه ورکړه او یوازې روسیې او چین ممتنع رایې ورکړې.

په دې طرحه کې د «ثبات نړۍوالو ځواکونو» په نوم د څو میلیتي ځواکونو جوړېدل او همداراز د «فلسطیني دولت د جوړښت» لپاره د یوه بهیر پيلېدل شامل دي.

په دې طرحه کې همداراز په څرګنده ویل شوي، چې د ثبات نړۍوال ځواکونه د غزې د پولو له امنیت ساتنې سربېره د حماس د نظامي تاسیساتو د له‌منځه وړلو او همداراز د حماس جنګیالیو د بې‌وسلې کولو دندې پر غاړه لري.

حماس بیا وايي، هغوی [لویدیځوال] غواړي، چې غزه د نورو هېوادونو تر لاس لاندې او د هغوی تر واک لاندې کړي چې فلسطینیان او د مقاومت ډلې یې سخت مخالفت کوي.

حماس زیاته کړه: «په غزه کې نړۍوالې قوې ته د دندو سپارل، په ځانګړي ډول د مقاومت د بې وسلې کولو په ګډون، د دې قوې بې‌طرفي له‌منځه وړي او دا د اشغال په ګټه پرېکړه ده.»

د پرېکړه‌لیک په متن کې ویل شوي، چې غړي هېوادونه کولای شي د سولې د بورډ په نوم په هغه انتقالي ادارې کې ګډون وکړي چې د غزې د بیا رغونې او اقتصادي احیا څارنه به کوي. پرېکړه‌لیک همدارنګه د ثبات نړۍوالو ځواکونو جوړېدو ته واک ورکوي چې د غزې د غیرنظامي کولو بهیر تضمین کړي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دغه پرېکړه لیک بیا په اسراییل کې جنجال رامنځته کړی، ځکه په یاد پرېکړه لیک کې په راتلونکې کې د فلسطینیانو لپاره د یوه خپلواک هېواد جوړېدو ته اشاره شوې ده.

په پرېکړه لیک کې ویل شوي: «ښايي بالاخره د فلسطین هېواد د جوړېدو لپاره شرایط رامنځته شي.»

ترویج لرونکی

د ږېرو پر سر نیونې؛ د کندهار اوسېدونکي وایي د خلکو عزت تر پښو لاندې کېږي او سپکاوی یې کېږي
۱

د ږېرو پر سر نیونې؛ د کندهار اوسېدونکي وایي د خلکو عزت تر پښو لاندې کېږي او سپکاوی یې کېږي

۲

د پېښور سترې محکمې یو افغان کډوال ته د پاکستاني تابعیت ورکولو امر کړی

۳

سرچینې: په کندهار کې د مولوي هبت‌الله په مشرۍ د طالبانو د کابینې غونډه شوې

۴

پر ډیورنډ کرښه تړلې لارې؛ پاکستان خپلې سوداګریزې لارې بدلوي

۵

د ایران مشهد کې د افغان ښځو یوې شبکې د هرات له ښځینه‌ معترضینو خپل ملاتړ اعلان کړ

•
•
•

نور کیسې

په استرالیا کې هغه کس په بند محکوم شوی چې افغانی الاصله سناتوره یې په مرګ ګواښلې وه

۲۶ لړم ۱۴۰۴ - ۱۷ نومبر ۲۰۲۵، ۱۶:۱۵ GMT+۰
په استرالیا کې هغه کس په بند محکوم شوی چې افغانی الاصله سناتوره یې په مرګ ګواښلې وه
100%

د اسټرالیا په ویکټوریا ایالت کې یوې محکمې هغه سړی محکوم کړ، چې د افغانې-اسټرالیایۍ سناتورې فاطمې پیمان د وژلو ګواښ یې کړی و. ۵۱ کلن شان ډیویډ شرمن په خپلو بریښنالیکونو کې نوموړې ته د مرګ ګواښ کړی و.

شرمن د جون په میاشت کې اعتراف وکړ. چې هغه دا بریښنالیکونه میرمن پیمان ته لیږلي دي.

دغه اسټرالیايي وګړي ته د ۱۸ میاشتو بند سزا ورکړل شوه.

قاضي جولیا بارلینګ له شرمن څخه وغوښتل چې دا سزا جدي ونیسي، او زیاته یې کړه: «که تاسې د جرم له سابقې سره محکمې ته راغلي وای، نو ما غوښتل چې د عمر سزا درکړم.»

هغې وویل چې میرمن پیمان ته د بریښنالیکونو محتوا ژوره توهینوونکې او کرکه پاروونکې وه.

شرمن د راپورونو له مخې، میرمن پیمان په پیغامونو کې "کورنۍ ترهګره" او "کرکه لرونکې مسلمانه" بللې وه.

قاضي بارلینګ یادونه وکړه، چې د شرمن له ادعا سره سره چې هغه د بریښنالیک لیږلو پر مهال ځان نشه بللی و، د بریښنالیک متن دقیق او محاسبه شوی و.

د راپورونو له مخې، یاد کس له الکولو څخه د پرهیز کولو دوره هم تیره کړې ده او د خپلې سزا له پای ته رسولو وروسته د الکولو ناوړه ګټه اخیستنې او رواني روغتیا ستونزو لپاره هم درملنې ته اړتیا لري.

فاطمه پیمان په ۲۰۲۲ کال کې د کارګر ګوند غړې په توګه د اسټرالیا سناتوره وټاکل شوه. میرمن پیمان په غزه کې د اسراییل د "نسل وژنې" یوه څرګنده منتقده او د فلسطینیانو ملاتړې ده.

زیلینسکي وايي چې اوکراین له فرانسې نه ۱۰۰ رافال جنګي الوتکې ترلاسه کوي

۲۶ لړم ۱۴۰۴ - ۱۷ نومبر ۲۰۲۵، ۱۲:۲۷ GMT+۰
زیلینسکي وايي چې اوکراین له فرانسې نه ۱۰۰ رافال جنګي الوتکې ترلاسه کوي
100%

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي وایي، له فرانسې سره یې د ۱۰۰ رافال جنګي الوتکو د ترلاسه کولو هوکړه لیک لاسلیک کړی چې د روسیې د یرغل پر وړاندې د خپل هېواد اوږدمهاله پوځي وړتیا پیاوړې کړي.

زېلېنسکي پاریس ته له ولسمشر امانوېل مکرون سره د دوشنبې په ورځ خبرو لپاره په داسې حال کې تللی چې له تېرو اونیو راهیسې پر اوکراین د روسیې ډرون او توغندويي بریدونه ډېر شوي او مسکو په سوېل ختیزه ژاپوریژیا سیمه کې د ځمکنیو پرمختګونو راپورونه هم ورکړي.

زېلېنسکي له خپل فرانسوي سیال سره د رافال الوتکې مخې ته د هوکړه لیک لاسلیکولو پرمهال وویل، چې دا به د نړۍ د سترو دفاعې هوایې سیستمونو یوه ستره دفاعې هوکړه وي.

د دې موضوع په اړه خبرو دوو سرچینو رویټرز ته ویلي چې رافال الوتکې به د لس کلن ستراتیژیک هوایي تړون یوه برخه وي.

ځینې الوتکې ښايي له فرانسوي زېرمو ورکړل شي خو ډېری به د اوږدمهاله پلان برخه وي.

د سرچینو په وینا، د دغو پرمختللو الوتکو لیږد وخت غواړي ځکه د پیلوټانو لپاره یې سخت روزنیز پروګرام ته اړتیا ده.

مکرون په تېره میاشت کې ژمنه کړې وه چې نورې میراژ جنګي الوتکې به هم اوکراین ته ورکړي او همدارنګه به د استر ۳۰ځمکهوا توغندي چې د اروپا د MBDA شرکت له خوا جوړېږي او د اوکراین د SAMP/T سیسټمونو برخه ده، هم وروسپاري.

د بنګله دېش محکمې پخوانۍ لومړۍ وزیرې شیخ حسینه ته د اعدام سزا واوروله

۲۶ لړم ۱۴۰۴ - ۱۷ نومبر ۲۰۲۵، ۱۱:۰۷ GMT+۰
د بنګله دېش محکمې پخوانۍ لومړۍ وزیرې شیخ حسینه ته د اعدام سزا واوروله
100%

د بنګله دېش د پلازمېنې یوې محکمې د دوشنبې په ورځ د دغه هېواد پخوانۍ صدراعظمې شیخ حسیننه واجد ته د اعدام سزا واوروله. محکمې ویلي، چې حسینه تېر کال د زده‌کوونکو د پاڅون په ځپلو کې د مرګونو د امر ورکولو مسووله وه.

دغه پرېکړه د ۱۹۷۱م کال له خپلواکۍ راهیسې د یوه پخواني بنګله دېشي مشر \مشرې پر ضد تر ټولو سخت قانوني ګام بلل کېږي.

دغه پرېکړه داسې مهال ده، چې د فبرورۍ په پیل کې پارلماني ټاکنې رانږدې کېږي او د هغې ګوند عوامي لیګ له ګډون څخه منع شوی.

وېره شته چې دا حکم به له ټاکنو وړاندې ناارامۍ راوپاروي.

حسینه چې ۷۸ کلنه ده، د ۲۰۲۴ کال د پاڅون په ترڅ کې په اګست میاشت کې هند ته وتښتېده او محکمې د هغې په نشتوالي کې پرېکړه اعلان کړه. هغې ته د بشریت ضد جرمونو په تور د عمر قید، او د پاڅون پر مهال د څو کسانو د وژلو په تور د اعدام سزا اورول شوې ده.

په ډاکه کې د محکمې د حکم له اعلان سره سم چکچکې او خوشحالۍ پیل شوې.

دغه پرېکړه د سترې محکمې په کچه د استیناف وړ ده.

د حسینې زوی او سلاکار سجیب واجد یوه ورځ مخکې ویلي وو چې تر هغه به استیناف نه کوي څو د عوامي لیګ په ګډون یو منتخب حکومت په واک کې نه وي.

حسینې د حکم په غبرګون کې رسنیو ته په لېږل شوې اعلامیه کې محکمې ته «له درغلیو ډکه محکمه» ویلي دي.

د شانګهای د همکارۍ سازمان راتلونکې ناسته په مسکو کې جوړېږي

۲۶ لړم ۱۴۰۴ - ۱۷ نومبر ۲۰۲۵، ۰۶:۲۶ GMT+۰
د شانګهای د همکارۍ سازمان راتلونکې ناسته په مسکو کې جوړېږي
100%

روسیې اعلان کړی، چې د شانګهای د همکارۍ سازمان د مشرانو د شورا ناسته د نومبر په ۱۷مه او ۱۸مه نېټه په مسکو کې جوړېږي. د یادې ناستې مشري به د روسیې لومړی وزیر میخاییل مېشوستین پر غاړه ولري. د سوداګرۍ، اقتصاد، پانګونې، فرهنګي او بشرپالنې همکاریو پراخوالی د دغه غونډې اصلي موضوعات دي.

د روسیې د لومړي وزیر دفتر وايي، د سازمان له غړو هېوادونو سره سره د خبرو اترو د شریکانو هېوادونو، د څارونکو هېوادونو، د ګډو خپلواکو دولتونو د ټولنې غړو او د اوراسیا اقتصادي ټولنې لوړپوړي استازي هم دې ناستې ته بلل شوي دي.

د شانګهای همکارۍ سازمان یو سیمه‌ییز بنسټ دی، چې په ۲۰۰۱ز کال کې جوړ شوی. د دغه سازمان اصلي غړي روسیه، چین، هند، قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان، پاکستان، ایران او ازبکستان دي. بلاروس د ۲۰۲۴ز کال د جولای په څلورمه نېټه د سازمان غړیتوب ترلاسه کړ.

افغانستان او مغولستان د سازمان د څارونکو هېوادونو په توګه پېژندل کېږي. اذربایجان، ارمنستان، بحرین، مصر، کامبوج، قطر، کویټ، مالدیف، میانمار، نیپال، متحده عربي امارات، سعودي عربستان، ترکیه او سریلانکا د شانګهای د همکارۍ سازمان د خبرو اترو شریکان دي.

تر اوسه څرګنده نه‌ده، چې ایا د طالبانو د ادارې کوم استازی به په دې ناسته کې ګډون وکړي او که نه. طالب چارواکو تر دې وړاندې د مغولستان حکومت په څو ناستو کې د څارونکي هېواد په توګه ګډون کړی دی.

د روسیې د لومړي وزیر دفتر په یوې خبرپاڼه کې لیکلي، چې د هېوادونو مشران او استازي به د نن او سبانۍ غونډو پر مهال د شانګهای د همکارۍ سازمان د ۲۰۳۵م کال د پراختیا پر تګلارې بحث او سلا مشورې وکړي.

دوی وایي، په دې ناسته کې به ځانګړې پاملرنه د سوداګریزو، اقتصادي، فرهنګي او بشرپالونکو اړیکو د پیاوړتیا په تړاو وشي چې په‌کې به د ډیجیټلي اقتصاد، انرژۍ، شنه صنعت، مصنوعي ځیرکتیا، ساینس او نوښت، ښوونې او روزنې، کلتور، ګرځندوی، روغتیايي پاملرنې، ورزش او د ځوانانو اړیکو په برخو کې ګډ کار ته لومړیتوب ورکړل شي.

امریکا غواړي په هغو هېوادونو بندیزونه ولګوي، چې له روسیې سره سوداګریزه راکړه ورکړه لري

۲۶ لړم ۱۴۰۴ - ۱۷ نومبر ۲۰۲۵، ۰۵:۵۶ GMT+۰
امریکا غواړي په هغو هېوادونو بندیزونه ولګوي، چې له روسیې سره سوداګریزه راکړه ورکړه لري
100%

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ ویلي، په کانګرس کې جمهوري غوښتونکي د هغه هېوادونو پرضد چې له روسیې سره سوداګريزه راکړه ورکړه لري د نویو بندیزونو د طرحې په جوړولو بوخت دي او ښايي په ایران هم تازه بندیزونه ولګول شي.

ټرمپ د فلوریډا په پام بیچ ښار کې خبریالانو ته ویلي:«هر هغه هېواد چې د روسیې سره سوداګري کوي، خورا جدي بندیزونه به پرې ولګول شي.»

تر دې وړاندې د اکتوبر میاشتې په پیل کې د ټرمپ ادارې د مسکو پر وړاندې بندیزونه اعلان کړل؛ خو د امریکا د مالیې وزارت بیا پر لوکویل شرکت د بندیزونو د تطبیق نېټه چې د روانې نومبر میاشتې ۲۱مه نېټه ټاکل شوې وه وځنډوله؛ څو شرکت ته وخت ورکړل شي، چې خپله بهرنۍ شتمني وپلوري.

له بل پلوه د روان کال په پیل کې واشنګټن پر هند چې د روسیې د تېلو یو له لویو واردوونکو هېوادونو څخه دی، ۵۰ سلنه تعرفې ولګولې.