• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پر ډیورنډ کرښه تړلې لارې؛ پاکستان خپلې سوداګریزې لارې بدلوي

۲۲ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۲ جون ۲۰۲۶، ۰۶:۳۰ GMT+۱تازه شوی: ۲۲ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۲ جون ۲۰۲۶، ۱۱:۲۱ GMT+۱

پاکستان د منځنۍ اسیا هېوادونو ته د سوداګرۍ لپاره نوې ځمکنۍ لارې فعالې کړې دي؛ هغه لارې چې د افغانستان له خاورې پرته د ایران او چین له مسیرونو څخه د پاکستان بندرونو ته رسېږي. دغه اقدام د سیمې په سوداګریز او جیوپولیټیک جوړښت کې د پام وړ بدلون بلل کېږي.

د ۲۰۲۶کال په اپرېل میاشت کې پاکستان د کراچۍ د صادراتي پروسس زون څخه قرغزستان ته د لومړنۍ صادراتي جوپې لېږد د چین د سوست وچ بندر له لارې پیل کړ. دغه صادرات د نړۍوال ترانزیټي سیسټم تر چتر لاندې ترسره شول او دا د افغانستان د دودیزو لارو پرځای د بدیل مسیرونو د عملي کېدو مهم پړاو ګڼل کېږي.

پاکستان وروسته له هغه د سوداګریزو لارو د بدلون هڅې ګړندۍ کړې، چې د ۲۰۲۵کال په اکتوبر کې یې له طالبانو سره تر کړکېچ وروسته د امنیتي ستونزو په پلمه د تورخم او چمن مهمې لارې وتړلې.
د لسیزو لپاره د پاکستان او منځنۍ اسیا ترمنځ ځمکنۍ سوداګري تر ډېره د افغانستان له لارې ترسره کېده؛ خو اوس اسلام‌اباد هڅه کوي چې د ایران او چین له لارې داسې بدیلې شبکې رامنځته کړي، چې د افغانستان له امنیتي او سیاسي بې‌ثباتۍ اغېزمنې نه‌شي.
د راپورونو له مخې؛ د ازبکستان، قرغزستان او تاجکستان استازو د ۲۰۲۶کال په اپرېل کې په کراچۍ کې د یوې غونډې پرمهال د دغه نویو دهلېزونو د فعالېدو ملاتړ کړی دی. په همدې لړ کې د ایران له لارې لومړني کاروانونه د غوښې او نورو صادراتي توکو په بار له کراچۍ څخه تاشکند او بشکک ته ولېږدول شول. د پاکستاني چارواکو په وینا؛ لاتراوسه له دواړه دهلېزونو څه باندې ۱۴زره مټریک ټنه توکي انتقال شوي دي.
د چین له لارې د سوست ـ قرغزستان دهلېز هم د دغه نوې ستراتیژۍ مهمه برخه بلل کېږي. د پاکستان هیماني ګروپ ۲۳.۹ ټنه سوداګریز بار قرغزستان ته ولېږداوه، چې د پاکستان د واحدې سوداګریزې کړکۍ له لارې په برېښنايي ډول تصفیه شو. دغه لاره شاوخوا ۳۳۰۰ کیلومتره اوږدوالی لري، چې د څلور اړخیز ترانزیټي تړون په چوکاټ کې فعالیت کوي او اوس د پاکستان او منځنۍ اسیا ترمنځ د دوه اړخیزې سوداګرۍ منظم جریان ته زمینه برابروي.
په همدې حال کې د پاکستان لپاره د دغه بدلونونو تر ټولو ستره اقتصادي ګټه د ګوادر بندر د اهمیت زیاتېدل دي. اسلام‌اباد هڅه کوي، چې ګوادر د منځنۍ اسیا د صادراتو او وارداتو لپاره په یوه مهمه سمندري دروازه بدل کړي. د چین ـ پاکستان اقتصادي دهلېز دویم پړاو د ګوادر رول نور هم پیاوړی کوي، په داسې وخت کې چې د هرمز تنګي امنیتي وضعیت د نړۍوالو سوداګریزو لارو لپاره اندېښنې زیاتې کړې دي.
د سیمې په کچه د پاکستان، ایران او منځنۍ اسیا هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو همکاریو پراخېدل د جیوپولیټیک بدلونونو نوې څپه ښيي. پاکستان هڅه کوي له یوه امنیت‌محوره دولت څخه په یوه اقتصادي او ترانزیټي مرکز بدل شي او خپله جغرافیه د سوداګرۍ، لوژستیک او سیمه‌ییز اتصال لپاره وکاروي.

ترویج لرونکی

پاکستان د اې‌سي‌سي کارت لرونکو کسانو لپاره د پاکستاني تابعیت ثابتولو نوې کړنلاره اعلان کړه
۱

پاکستان د اې‌سي‌سي کارت لرونکو کسانو لپاره د پاکستاني تابعیت ثابتولو نوې کړنلاره اعلان کړه

۲

محمد اشرف غني د پاکستان بریدونه غندلي او په هېواد کې یې د مشروعیت کړکېچ د حل غوښتنه کړې

۳

د کابل او اسلام‌اباد پلاوي د استانبول په غونډه کې «ښو پایلو» ته رسېدلي

۴
د افراسیاب خټک لیکنه

د استانبول خبرې یا د اورمچي پروسه به افغانستان-پاکستان سره پخلا کړای شي؟

۵

د هرات د لاریونونو پراخېدو وروسته؛ طالب والي له مخورو او پخوانیو قوماندانانو سره لیدلي

•
•
•

نور کیسې

اروپايي ټولنه: د افغان کډوالو د ستنولو لپاره طالبانو سره له خبرو پرته بله لاره نه لرو

۲۲ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۲ جون ۲۰۲۶، ۰۰:۴۰ GMT+۱
اروپايي ټولنه: د افغان کډوالو د ستنولو لپاره طالبانو سره له خبرو پرته بله لاره نه لرو
100%

د اروپايي ټولنې د کورنیو چارو او کډوالۍ کمیسار مګنوس برونر بروکسل ته د طالبانو د استازو د بلنې له جنجالي طرحې دفاع کړې. هغه ویلي، اروپايي ټولنه افغانستان ته د رد شویو افغان پناه غوښتونکو د بېرته ستنولو لپاره «له طالبانو سره له خبرو پرته بله لار نه لري».

دغه څرګندونې داسې مهال کېږي چې د طالب چارواکو د بلنې پرېکړه په اروپا کې له پراخو نیوکو سره مخ شوې ده او یو شمېر منتقدان یې دا کار د اروپايي ټولنې له بنسټیزو ارزښتونو او اصولو څخه شاتګ بولي.

برونر ټینګار وکړ چې له طالبانو سره اړیکې یوازې په تخنیکي او عملي کچه ترسره کېږي او هېڅکله د دې ډلې د حکومت د رسمیت پېژندنې معنا نه لري.

هغه وویل: «د وضعیت د ښه کېدو لپاره له دغو کسانو سره له خبرو پرته بله لار نشته. دا خبرې اترې لږ تر لږه د اروپايي اتباعو او همدارنګه د پناه غوښتونکو د وضعیت د ښه کولو لپاره مهمې دي».

د راپورونو له مخې، د اروپايي ټولنې له ۲۷ غړو هېوادونو څخه شاوخوا ۲۰ هېوادونو په یوه ګډ لیک کې د هغو افغان پناه غوښتونکو د ایستلو لپاره د عملي میکانیزمونو د جوړېدو غوښتنه کړې چې د استوګنې شرایط نه لري، په ځانګړي ډول هغه کسان چې جرمي مخینه لري یا په جنایي جرمونو محکوم شوي دي.

اروپايي ټولنې په وروستیو کلونو کې خپله د کډوالۍ پالیسي بدله کړې او تمرکز یې د ناقانونه کډوالو د ننوتلو د مخنیوي پر ځای د رد شویو پناه غوښتونکو د بېرته ستنولو د بهیر پر چټکتیا کړی دی.

د بشري حقونو د بنسټونو غبرګون

د بشري حقونو ادارو او د ملګرو ملتونو کارپوهانو پر دې تګلارې سختې نیوکې کړې دي. د دوی په وینا، د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته د پناه غوښتونکو جبري ستنول، په داسې حال کې چې هېواد له سخت بشري ناورین، پراخې بې‌وزلۍ او د ښځو او نجونو پر وړاندې له سختو محدودیتونو سره مخ دی، یو ناقانونه او غیراخلاقي اقدام ګڼل کېږي.

اروپايي ټولنې ویلي چې د ۲۰۱۳ او ۲۰۲۴ کلونو ترمنځ د افغانستان وګړو د غړو هېوادونو په بېلابېلو برخو کې نږدې یو میلیون د پناه غوښتنې دوسیې ثبت کړې دي، چې شاوخوا نیمايي یې منل شوې دي.

په همدې حال کې، جرمني هم له ۲۰۲۴ کال راهیسې د هغو افغان پناه غوښتونکو د ایستلو لړۍ پیل کړې چې په جنایي جرمونو محکوم شوي دي.

یو روسي وګړی پر طالبانو د نیوکو له امله ۱۰ زره روبل جریمه شوی

۲۱ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۱ جون ۲۰۲۶، ۲۰:۳۵ GMT+۱
یو روسي وګړی پر طالبانو د نیوکو له امله ۱۰ زره روبل جریمه شوی
100%

د روسیې یوې محکمې یو ځايي اوسېدونکی پر طالبانو د نیوکو له امله ۱۰ زره روبل جریمه کړی دی. دغه ۱۹ کلن ځوان چې «یګور اې» نومېږي، په یوې ټولنیزه شبکه کې د یوه خبر په کمنټ کې طالبانو ته سپکې سپورې ویلې وې. محکمې ویلي، دغه ډول څرګندونې د «روسیې او افغانستان تر منځ دښمني» راپاروي.

د «اوستوروزنو نووستي» خبري اژانس د پنجشنبې په ورځ (د غبرګولي ۲۱مه) په یوه راپور کې ویلي، د «روستوفنادونو» د «اکتیابرسکي» سیمې محکمې د تېرې جمعې په ورځ (د غبرګولي ۱۵مه)د «یګور اې» په نوم یوه ۱۹ کلن ځوان پر طالبانو د نیوکو له امله ۱۰زره روبله جریمه کړی دی.

راپور زیاتوي، یاد ځوان د روسیې په «VKontakte» ټولنیزه شبکه کې د دغه خبر: «طالبان به روسیه له انارو، ممیزو، کوکا کولا، قالینو او پنبې څخه ډکه کړي»، په کمنټ کې لیکلي وو: «دوی په روسیه کې څه ګند کوي، وحشیان».

د محکمې د پرېکړې له‌مخې، دغه ډول څرګندونې «د روسيې فدراسیون او د افغانستان د ولسونو ترمنځ دوښمني» راپاروي.

دغه ځوان تر دې مخکې هم په ټولنیزو شبکو کې د بېلابېلو خبرونو او په ځانګړې توګه د کډوالو اړوندو خبرونو په کمنټونو کې «د کډوالو د وژلو او د هغوی ملکیتونو ته د زیان رسولو» تبلیغ هم کاوه.

د «یګور اې» په نوم دغه ۱۹ کلن ځوان په محکمه کې خپل جرم منلی او پښېماني یې ښودلې ده.

تر دې مخکې په روسیه کې خلک له طالبانو د ملاتړ له امله محاکمه کېدل؛ لکه د خبریالې «نادیژدا کیورکووا» پر وړاندې د ترهګرۍ د توجیه کولو په دوسیه کې، یو تور دا وو، چې هغې په ۲۰۲۱ کال کې په کنایوي ډول لیکلي وو: «طالبان تکړه دي».

په افغانستان کې د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته له نورو محدودیتونو سربېره پر افغان نجونو او ښځو ګڼ محدودیتونه ولګول او په ۲۰۲۴ کال کې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین طالبان «له ترهګرۍ سره په مبارزه کې متحدین» وبلل. د ۲۰۲۵ کال په اوړي کې، مسکو لومړی هېواد وو چې طالبان یې په رسمیت وپېژندل او دغه ډله یې د ترهګرۍ سازمانونو له نوملړ څخه واېستله او په مسکو کې یې د هغوی سفیر هم ومانه.

شاوخوا ۲ اونۍ مخکې، روسیې او طالبانو د نظامي-تخنیکي همکاریو یو تړون هم لاسلیک کړ، خو لا تر اوسه د دغه تړون بشپړ جزییات نه‌دي خپاره شوي.

سي‌اېن‌اېن: د خطرناکو موادو له یوې پېښې وروسته د پنټاګون څو پوړونه تخلیه شوي

۲۱ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۱ جون ۲۰۲۶، ۱۹:۵۰ GMT+۱
سي‌اېن‌اېن: د خطرناکو موادو له یوې پېښې وروسته د پنټاګون څو پوړونه تخلیه شوي
100%

د امریکا د ارلینګټن ولسوالۍ د اور وژنې او بېړنیو مرستو چارواکو ویلي، اور وژونکو د پنجشنبې په ورځ د پنټاګون ودانۍ کې د خطرناکو موادو اړوند د یوې پېښې څېړنه کړې. یادې رسنۍ د سرچینو په حواله راپور ورکړی چې پنټاګون د احتیاطي تدابیرو په توګه قرنطین شوی او د ودانۍ څو پوړونه تخلیه شوي.

د پنټاګون ویاند هم تایید کړې چې د ودانۍ داخلي څارنیزو سیستمونو د «هوا د کیفیت ستونزه» تشخیص کړې ده.

د نوموړي په وینا، تر هغه چې د دې ستونزې ماهیت او اهمیت په بشپړه توګه روښانه نه شي، احتیاطي اقدامات به دوام ولري.

تر اوسه چارواکو د یادې پېښې د اصلي لامل، د خطرناکو موادو د ډول او یا هم د احتمالي زیانونو او ټپیانو په اړه نور جزییات نه دي خپاره کړي.

ناروې اندېښنه ښوولې چې په ایران کې مېشت افغان کډوال له بد اقتصادي وضعیت سره مخ دي

۲۰ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۰ جون ۲۰۲۶، ۲۱:۰۴ GMT+۱
ناروې اندېښنه ښوولې چې په ایران کې مېشت افغان کډوال له بد اقتصادي وضعیت سره مخ دي
100%

د ناروې د کډوالو شورا عمومي منشي جان اګلنډ په ایران کې د مېشتو افغان کډوالو پر وضعیت اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې په منځني ختیځ کې د جګړې له امله د دغو ۴،۴ میلیونه افغانانو خراب اقتصادي وضعیت له پامه غورځول شوی دی.

ښاغلي اګلنډ پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي چې په ایران کې د افغان کډوالو ټولنه په نړۍ کې د کډوالو یو له تر ټولو لویو ټولنو څخه ده. هغه زیاته کړې چې دغه کډوال اوس مهال د جګړې او بندیزونو له امله په ایران کې له خورا ژور اقتصادي بحران سره لاس او ګرېوان دي.

د ناروې د کډوالو شورا مشر د تهران په څنډو کې له یوه افغان کډوال محمود او د هغه له کورنۍ سره د خپلې لیدنې یادونه کړې ده. محمود چې پخوا یې د تڼیو جوړولو کار کاوه، اوس د اعصابو د یوې ناروغۍ له امله معلول شوی دی او مېرمن او ماشومان یې د هغه د کار د ژوندي ساتلو هڅه کوي.

جان اګلنډ خبرداری ورکړی چې که د ناروې د کډوالو شورا له لارې دغې کورنۍ ته نغدي مرستې ونه رسېږي، دوی به د کور د کرایې د ورکولو وس ونه لري او په کوڅو کې به پاتې شي. هغه ټینګار کړی چې په سیمه کې د روانو جګړو او ناورینونو په ترڅ کې باید د دغو بې‌وزله کډوالو لاسنیوی هېر نه‌شي.

یوه نوې سروې ښيي چې یوازې ۱۱ سلنه اروپایان امریکا خپل متحد ګڼي

۲۰ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۰ جون ۲۰۲۶، ۱۷:۴۷ GMT+۱
یوه نوې سروې ښيي چې یوازې ۱۱ سلنه اروپایان امریکا خپل متحد ګڼي
100%

د اروپا د بهرنیو اړیکو شورا یوه خپره شوې سروې ښيي چې په ۱۵ اروپايي هېوادونو کې یوازې ۱۱ سلنه وګړي امریکا خپل متحد ګڼي. دا کچه شپږ میاشتې وړاندې ۱۶ سلنه وه او د ۲۰۲۴ کال په نومبر کې ۲۲ سلنه وه.

د اروپا د بهرنیو اړیکو شورا د یادې سروې معلومات د جي‌۷ او ناټو له سرمشریزې څخه وړاندې خپاره کړي دي او د دې ښکارندويي کوي چې اروپایان د یوه باوري امنیتي ملګري په توګه پر واشنګټن خپل باور له لاسه ورکوي.

په سروې کې د ټولو ګډون کوونکو هېوادونو ډیری وګړو داسې شک څرګند کړی چې که پرې برید وشي، ښايي امریکا به د هغوی دفاع ته ونه دانګي.

د یادې سروې له‌مخې، اروپایان د تېر کال په پرتله څلور سلنه زیات د خپلو هېوادونو د دفاعي لګښتونو د زیاتوالي ملاتړ کوي او ایټالیا یوازینی هېواد دی چې لاهم پکې اکثریت د دفاعي لګښتونو له زیاتوالي سره مخالف دی.

په یاده سروې کې د ۱۵ اروپايي هېوادونو۴۷ سلنه ګډونوال د دفاعي پروګرامونو د تمویل لپاره د اروپايي ټولنې د ګډ پور اخېستلو له طرحې ملاتړ کوي، چې د یادې طرحې ډېر ملاتړ په پرتګال کې ۵۹ سلنه، په ډنمارک کې ۵۶ سلنه او هالنډ کې ۵۵ سلنه ثبت شوی دی.

د سروې له‌مخې، ډیری ګډونوال بیا د امریکا پر پوځي تجهیزاتو د تکیې کمولو او د اروپايي بدیلونو د کارولو ملاتړ کوي، خو پولنډ یوازینی هېواد دی چې اکثریت پکې د امریکايي وسلو د پېرلو د زیاتوالي پلویان دي.

له بلغاریا پرته په سروې کې د شاملو ټولو هېوادونو اکثریت، باور لري چې د امریکا او اروپا اړیکې به هغه مهال ښې شي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له واک لرې شي.