• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پاکستان د اې‌سي‌سي کارت لرونکو کسانو لپاره د پاکستاني تابعیت ثابتولو نوې کړنلاره اعلان کړه

۲۱ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۱ جون ۲۰۲۶، ۰۳:۴۵ GMT+۱

د پاکستان د وګړو د ثبت ملي ادارې (نادرا) اعلان کړی، هغه کسان چې پخوا یې اې‌سي‌سي یا پي‌ او ار کارت ترلاسه کړی؛ خو ځانونه د پاکستان قانوني وګړي ګڼي، کولای شي د خپل پاکستاني تابعیت د ثابتولو لپاره رسمي غوښتنلیک وړاندې کړي.

نادرا وایي، که د چا ملي پېژندپاڼه د افغان کارت لرلو له امله ځنډول شوې یا لغوه شوې وي او هغه د خپل پاکستاني تابعیت د ثابتولو لپاره کره او د باور وړ اسناد ولري؛ نو کولای شي د خپلې دوسیې د بیاکتنې غوښتنه وکړي.
د یادې ادارې په وینا؛ د پاکستان د تابعیت قانون له مخې د نادرا مشر ته واک ورکړل شوی، چې دغه ډول غوښتنې وڅېړي او د شته اسنادو او شواهدو پر بنسټ پرې پرېکړه وکړي.
غوښتونکي باید د تابعیت اړوند ټول اسناد وړاندې کړي. په دغه اسنادو کې تر ۱۹۷۹کال وړاندې د ځمکو رسمي ثبوتونه، پخواني مېشتېدو سندونه، زاړه پاکستاني پاسپورټونه، پخوانۍ ملي پېژندپاڼې، د ۱۹۹۰کال دمخه د دولتي دندې اسناد، د کورنۍ تصدیق شوې شجره او نور رسمي اسناد شاملېدای شي.
د نادرا د کړنلارې له مخې؛ غوښتونکی به لومړی له خپلو اصلي اسنادو سره ټاکلي مرکز ته ورځي، هلته به یې د ګوتو نښې او نور اړین معلومات ثبتېږي. وروسته به د تصدیق ځانګړې جرګه د هغه څرګندونې واوري او اسناد به یې وڅېړي. همداراز به اړونده دولتي ادارې د وړاندې شویو اسنادو او معلوماتو د کره‌والي معلومولو لپاره خپل تایید وړاندې کړي.
که د ارزونې او پلټنو له بشپړېدو وروسته د غوښتونکي پاکستاني تابعیت ثابت شي؛ نو افغان کارت به یې لغوه او ملي پېژندپاڼه به یې بېرته فعاله یا نوې صادره شي. نادرا ټینګار کړی، چې د افغان کارت لغوه کېدل یا د ملي پېژندپاڼې بېرته ترلاسه کول څوک د پاکستان د تابعیت قانون د وګړو د ثبت مقرراتو او یا د نادرا د قانون له مخې له قانوني مسوولیتونو نه معاف کوي.
یادې ادارې خبرداری ورکړی، که څوک جعلي اسناد وړاندې کړي، مهم حقایق پټ کړي او یا په قصدي ډول ناسم معلومات ورکړي؛ نو د قانون له مخې به ورسره چلند وشي او ترلاسه شوي اسناد او امتیازات هم لغوه کېدای شي.
نادرا زیاته کړې، که د کوم غوښتونکي غوښتنلیک رد شي، هغه حق لري چې د قانون له مخې د بیا کتنې لپاره اړوندې مرجع یا محکمې ته مراجعه وکړي.

ترویج لرونکی

د طالبانو د بلخ والي ویاند: د افغان ښځو د «بې‌حجابه کولو» هڅې ناکامې شوي
۱

د طالبانو د بلخ والي ویاند: د افغان ښځو د «بې‌حجابه کولو» هڅې ناکامې شوي

۲

سرچینې: په استانبول کې د طالبانو او پاکستان د استازو ترمنځ غونډه پیل شوې

۳

واک ته د طالبانو له رسېدو راهیسې پاکستان پر افغانستان ۸ لوی بریدونه کړي

۴

پاکستان د اې‌سي‌سي کارت لرونکو کسانو لپاره د پاکستاني تابعیت ثابتولو نوې کړنلاره اعلان کړه

۵

د امریکايي خبریال د تښتونې په تور د طالبانو یو قوماندان په ۴۲ کاله بند محکوم شو

•
•
•

نور کیسې

واک ته د طالبانو له رسېدو راهیسې پاکستان پر افغانستان ۸ لوی بریدونه کړي

۲۰ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۰ جون ۲۰۲۶، ۰۷:۵۹ GMT+۱
واک ته د طالبانو له رسېدو راهیسې پاکستان پر افغانستان ۸ لوی بریدونه کړي
100%

په ۲۰۲۱کال کې واک ته د طالبانو له رسېدو راهیسې پاکستان پر افغانستان شاوخوا ۸ لوی بریدونه کړي، چې د هېواد په تاریخ کې بې‌ساري ګڼل کېږي. دغه بریدونه پر کابل، خوست، کونړ، پکتیکا، پکتیا، کندهار، ننګرهار او یوشمېر نورو ولایتونو شوي دي.

د افغانستان انټرنشنل د وروستیو معلوماتو له مخې؛ پاکستان د ۲۰۲۲کال (د اپرېل په ۱۰مه) پر خوست او کونړ ولایتونو بریدونه وکړل. د ۲۰۲۴کال د مارچ په میاشت کې پر خوست او پکتیکا ولایتونو هم بریدونه وشول. د همدې کال د ډسمبر په میاشت کې د پکتیکا برمل ولسوالي هم د پاکستان د هوایي بریدونو او توغندیزو بریدونو له لارې په نښه شوه.

د ارزونو له مخې؛ پاکستان د ۲۰۲۵کال (د اکتوبر په ۹مه ) د خیبر توپان عملیاتو په نوم پر کابل، خوست، ننګرهار او پکتیکا هم بریدونه وکړل.

د دواړه خواوو ترمنځ د نښتو پرمهال پاکستان د ۲۰۲۶کال د فبرورۍ په میاشت کې پر ننګرهار، پکتیکا او خوست هم بریدونه کړي. په همدې میاشت کې کابل، کندهار، پکتیا او ختیځ ولایتونو بیا د پاکستان تر بریدونو لاندې راغلل.

پاکستان د همدې کال د مارچ په میاشت کې پر کابل د روږدو کسانو د درملنې پر روغتون تر ټولو لوی برید ترسره کړ او په همدې ورځ یې د کندهار پر هوایي پوځي اډې هم بریدونه وکړل.

د کابل د روږدو کسانو د درملنې مرکز تلفات د وروستیو کلونو د تلفاتو تر ټولو لوی شمېر ښیي. پاکستان په جون میاشت کې پر کونړ، خوست او پکتیکا ولایتونو یو وار بیا بریدونه وکړل.

پاکستان د دغه بریدونو په ترسره کولو ادعا کړې، چې په افغانستان کې یې بلوڅ بېلتون پاله او د پاکستاني طالبانو تحریک جنګیالي او پټن ځایونه په نښه کړي. واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته که څه هم د دغه بریدونو ټول‌ټال د مرګ ژوبلې کره شمېره نه‌ده روښانه؛ خو دغه شمېر سلګونو ته رسېږي.

د یوناما او نړۍوالو راپورنو له مخې؛ یوازې د ۲۰۲۶کال د مئ تر میاشتې پورې ملکي تلفات تر زرو کسانو اوړي. د یوناما په وینا؛ په دغه تلفاتو کې ۷۲ ښځې، ۴۸ نجونې، ۹۵ هلکان او ۵۵۴ نارینه شامل دي چې وژل شوي او یا هم ټپیان شوي دي.

له ۲۰۲۱کال وروسته چې طالبان په افغانستان کې واک ته ورسېدل د پاکستان او افغانستان ترمنځ پر ډیورنډ کرښه اړیکې له نویو امنیتي کړکېچونو سره مخ شوې. اسلام‌اباد ادعا کوي، چې د پاکستان ضد وسله‌واله ډله تحریک طالبان پاکستان د افغانستان له خاورې فعالیت کوي او د پاکستان دننه بریدونه تنظیموي.

پاکستاني چارواکو په وار، وار له طالبانو غوښتنه کړې، چې د ټي‌ټي‌پي پټنځایونه له‌منځه یوسي؛ خو د طالبانو حکومت دغه ادعاوې ردوي او وایي، چې د افغانستان خاوره د بل هېواد پر وړاندې نه کارول کېږي.

د پاکستان فدرالي تحقیقاتو اداره: زرګونه وګړي د زده‌کړو په ویزو بهر تللي او هلته پاتې شوي

۱۹ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۹ جون ۲۰۲۶، ۲۰:۴۳ GMT+۱
د پاکستان فدرالي تحقیقاتو اداره: زرګونه وګړي د زده‌کړو په ویزو بهر تللي او هلته پاتې شوي
100%

د پاکستان د فدرالي تحقیقاتو د ادارې چارواکو ویلي، چې برېتانيا ته د زده‌کړو لپاره تللو ۱۰ زره پاکستاني وګړو هلته پناه غوښتې ده. دا څرګندونې د دغه هېواد د ملي اسمبلۍ د کورني امنیت کمېټې د مشر راجا خُرم نواز په مشرۍ جوړه شوې ناسته کې شوې دي.

د پاکستاني رسنۍ «جيو نیوز» د خبر له مخې، د تحقيقاتي ادارې عمومي مشر عثمان انور، له نورو هېوادونو څخه د پاکستانیانو د بېرته راستنولو په اړه د معلوماتو ورکولو پر مهال وویل، اروپايي ټولنې او نورو هېوادونو د غیرقانوني پاکستانیانو مسله راپورته کړې او په غیرقانوني توګه بېرون ته تلونکي کسان د پاکستان د بدنامۍ لامل ګرځي.

هغه په خپلو معلوماتو کې وویل چې سږ کال د سېلګرۍ په ویزه اذربایجان ته تللي ۷ زره پاکستانیان بېرته هېواد ته نه‌دي راستانه شوي او همداراز ۵۸۰ پاکستانیان بیلاروس ته تللي او بېرته نه‌دي راګرځېدلي.

هغه وویل چې په برېتانیا کې ۱۰ زرو پاکستانیانو د محصلۍ له ویزې ناوړه ګټه اخیستې او اوس یې د پناه غوښتې کړې ده، هغه زیاته کړې چې د مالیزیا او ازبکستان له لارې د انسانانو د قاچاق نوې لاره هم رابرسېره شوې ده.

همداراز هغه زیاته کړه، په ۲۰۲۵ کال کې ۳۹ زره ۷۸۶ بې‌اسناده کسان له الوتکو ښکته کړل شوي، له لیبیا څخه ۱۷۵ نیول شوي پاکستانیان بېرته هېواد ته راستانه کړل شوي، د تنظیم شویو سوالګرو په شمېر کې ۷۵ سلنه او د جعلي اسنادو په جوړولو کې هم ۳۱ سلنه کموالی راغلی دی.

د بښنې نړیوال سازمان: په ازاد کشمیر کې د اعتراضونو ځپل د بشري حقونو د لا خرابېدو نښه ده

۱۹ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۹ جون ۲۰۲۶، ۱۹:۰۲ GMT+۱
د بښنې نړیوال سازمان: په ازاد کشمیر کې د اعتراضونو ځپل د بشري حقونو د لا خرابېدو نښه ده
100%

د بښنې نړیوال سازمان وایي، په ازاد کشمیر کې د چارواکو لخوا د اعتراضي لاریون پراخ ځپل، د انټرنېټ بندول، ډله‌ییز خپلسري نیول او د وژونکي ځواک کارول په سیمه کې د بشري حقونو د اندېښمنونکي خرابوالي دوام دی.

د سازمان د خبرپاڼې له مخې، د جون پر پنځمه د کشمير حکومت په سيمه کې ګډه ولسي کاري کمېټه ناقانونه وګرځوله، خو دا کمېټه یو ولسي غورځنګ دی چې د پاکستان تر ولکې لاندې کشمير کې د خلکو د اقتصادي او سیاسي حقونو غوښتنه کوي.

د سوېلي اسیا لپاره د بښنې نړیوال سازمان د سیمه ییز ریاست مرستیالې ایزابل لاسي وویل: «په مبهمو دلایلو د یوه ولسي غورځنګ ترهګر بلل او په ورته وخت کې له بهرنۍ نړۍ څخه د سیمې جلا کول، د پاکستاني چارواکو د چلند او د بشري حقونو په اړه د هغوی د بې غورۍ په اړه جدي اندېښنې راپورته کوي. د ترهګرۍ ضد قوانینو له مخې د دغه غورځنګ بندیز غیر متناسب، غیرقانوني او د ټولنې د ازادۍ د حق نقض دی».

سازمان زیاته کړه، په سیمه کې انټرنېټ تړل شوی، لارې بندې کړل شوي او ټوله سيمه په بشپړ ډول کلابنده کړل شوې ده.

د سازمان له مخې، د جون د پنځمې نېټې راهیسې، چارواکو د دغه غورځنګ د مشرانو او غړو په وړاندې وحشیانه ځپنه پیل کړې ده. او له دغې وروسته پرله پسې دوه ورځې پولیسو د غبرګولي له دغه غورځنګ سره تړلي له ۱۰۰څخه زیات کسان نیولي او دوه غړي یې له پولیسو سره د نښتې پر مهال وویشتل شو او هغو ژوند له لاسه ورکړو.

په خبرپاڼه کې زیاته کړل شوې، د جون پر اومه په راولاکوټ کې د پوځي روغتون مخې ته د لاريون پر وخت، د پولیسو لخوا تایید شوې چې د قانون پلي کونکو او لاریونوالو ترمینځ د نښتو په ترڅ کې لږ تر لږه ۸ لاریونوال او څلور پولیس افسران وژل شوي دي. د ۲۳ نورو پولیسو او ۵۰ لاریونوالو د ټپي کېدو راپور هم ورکړل شوی دی.

ایزابل لاسي وویل: «د تاوتریخوالي اندېښمنونکی زیاتوالی، د لاریونوالو د مړینې په ګډون، جدي پوښتنې راپورته کوي» او چارواکي بايد د لاریون د وژل شوو غړو او پوليسو د وژنې پلټنې وکړي.

ایزابل لاسي له پاکستاني چارواکو غوښتنه وکړه: «باید د وضعیت د کابو کولو لپاره سمدستي ګامونه پورته کړي او له زغم څخه کار واخلي او د ځواک کارولو په اړه د نړیوالو معیارونو جدي پابندي وکړي، او یوازې د وروستي اختیار په توګه د اړتیا او تناسب د اصولو سره سم ځواک وکاروي. د سیمه ییزو ټاکنو په درشل کې، دا اړینه ده چې پاکستان د سوله ییزو غونډو اسانتیاوې برابرې کړي او د ټولنې د ازادۍ حق محدود نه کړي. دا کار باید پر دغه غورځنګ د غیرقانوني بندیز په لیرې کولو سره پیل شي».

پر افغان خاوره د پاکستاني بریدونو په اړه د پاکستان او افغانستان د استازو ترمنځ ناندرۍ

۱۹ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۹ جون ۲۰۲۶، ۰۴:۲۷ GMT+۱
پر افغان خاوره د پاکستاني بریدونو په اړه د پاکستان او افغانستان د استازو ترمنځ ناندرۍ
100%

د افغانستان استازي نصیراحمد فایق هغه څرګندونې چې د ملګرو ملتونو له امنیت شورا یې غوښتي وو، چې د افغانستان پر خاوره د پاکستان بریدونه وغندي او د هغوی د تکرار مخه ونیسي؛ د پاکستان د استازي له غبرګون سره مخ شوې.

فایق د دوشنبې په ورځ د افغانستان په اړه د امنیت شورا غونډې ته وویل، چې د پاکستان او طالبانو ترمنځ د تاوتریخوالي زیاتېدو د افغانستان کړکېچ ته یو نوی او خطرناک اړخ ورکړی او د ملکي وګړو د درنو تلفاتو لامل شوی دی.

هغه په کابل کې پر یوه ملکي روغتیايي مرکز د برید یادونه وکړه، چې د یوناما د راپور له مخې لسګونه کسان په‌کې وژل شوي او ټپیان شوي دي. فایق زیاته کړه: «موږ هغه ټول بریدونه په کلکه غندو، چې ملکي وګړو ته زیان رسوي، حیاتي بنسټونه ویجاړوي او د افغانستان حاکمیت تر پښو لاندې کوي. له یادې شورا غواړو، چې دغه بریدونه وغندي او د بیا تکرار مخه یې ونیسي».

فایق ټینګار وکړ: «هیڅ امنیتي ملاحظه که هر څومره مشروع هم وي، داسې کړنې نه‌شي توجیه کولی چې د ملکي وګړو ژوند له ګواښ سره مخ کړي یا د ملګرو ملتونو د منشور او د نړۍوالو بشري قوانینو اصول نقض کړي».

د دغه څرګندونو په غبرګون کې د پاکستان استازي وویل، چې «د پاکستان اقدامات یوازې د هغو ترهګرو ډلو زېربناوې، پوځي او ملاتړي مرکزونه په نښه کړي، چې د افغانستان له خاورې فعالیت کوي او هېڅکله د افغانستان عادي خلک موخه نه وو».

هغه دا ادعا هم رد کړه، چې ګواکې په کابل کې د نشه‌یي توکو د درملنې یو مرکز په نښه شوی دی او ویې ویل چې د دې خلاف هره ادعا: «درواغ او د تبلیغاتو یوه برخه ده».

د پاکستان استازي زیاته کړه، چې په یاد مرکز کې چاودنه د پاکستاني برید د ثانوي اغېزو او په هغه ځای کې د وسلو د شته‌والي له امله رامنځته شوې وه. د پاکستان استازي د خپلو خبرو په بله برخه کې یو ځل بیا هند تورن کړ، چې په افغانستان کې له «ترهګرو» ډلو ملاتړ کوي.
هغه وویل: «د هند اصلي موخې په افغانستان کې حتی که د بشري مرستو او پراختیايي همکاریو تر پوښښ لاندې هم وي، د پاکستان بې‌ثباته کول دي او د دې لپاره یو له وسیلو څخه په افغانستان کې د فعالو ترهګرو ډلو کارول دي».

هغه زیاته کړه: «له څه مودې راهیسې موږ له طالبانو سره د هند نوې لېوالتیا وینو او دغه موضوع زموږ لپاره د پام وړ ده». د هغه په وینا؛ د هند په چلند کې دغه بدلون وروسته له هغه راغلی، چې پاکستان د افغانستان دننه د وسله‌والو پر پټنځایونو او روزنیزو کمپونو د ترهګرۍ پر وړاندې بریالي عملیات ترسره کړل.

د پاکستان استازي همداراز نصیراحمد فایق تورن کړ، چې په ملګرو ملتونو کې یې د افغانستان څوکۍ «نیولې» ده او ویې ویل: «هغه د افغانستان د خلکو د هېچا استازی نه‌دی». فایق په ځواب کې وویل، چې دی د افغانستان د منتخب او دیموکرات حکومت استازی دی؛ هغه حکومت چې د ده په وینا شاوخوا پنځه کاله مخکې د طالبانو له‌خوا د پاکستان له ملاتړه برخمن وو؛ نسکور شو.

هغه زیاته کړه، چې د افغانستان پخوانیو حکومتونو څو ځله پاکستان ته د طالبانو او نورو نیابتي ډلو د ملاتړ او پناه ورکولو د پایلو په اړه خبرداری ورکړی و؛ خو: «دغه خبرداري له پامه وغورځول شول».

فایق وویل: «نن پاکستان په خپله له هغو ډېرو ستونزو سره مخ دی، چې افغانستان کلونه مخکې د هغو په اړه خبرداری ورکړی و». هغه ټینګار وکړ: «د افغانستان خلک باید د پاکستان د ناکامو سیاستونو او د طالبانو د کړنو بیه پرې نه‌کړي او باید د پاکستان او هند ترمنځ د نیابتي او سیمه‌‌ییزو سیالیو قرباني نه‌شي».

د افغانستان استازي په پای کې له پاکستان نه وغوښتل، چې د افغانستان د ګاونډي او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د غړي په توګه د یوه ټول‌ګډونه، دوامداره او سیاسي بهیر ملاتړ وکړي؛ داسې بهیر چې د افغانستان خلک وکولای شي د خپل هېواد د راتلونکې په اړه په خپله پرېکړه وکړي.

د بلوچستان په عبدالله کلا کې د عوامي نشنل ګوند يو سيمه‌ييز مشر په وسله‌وال بريد کې وژل شوی

۱۹ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۹ جون ۲۰۲۶، ۰۰:۱۹ GMT+۱
د بلوچستان په عبدالله کلا کې د عوامي نشنل ګوند يو سيمه‌ييز مشر په وسله‌وال بريد کې وژل شوی
100%

د پاکستان د بلوچستان ايالت په عبدالله کلا ولسوالۍ کې د عوامي نشنل ګوند يو سيمه ييز مشر د ناپېژانده وسله والو په بريد کې وژل شوی او دوه تنه نور ټپيان شوي دي.

د سيمه یيزه سرچينو له مخې دا پېښه د دوشنبې په شپه د جنګل پيرعليزۍ په بازار کې هغه مهال رامنځته شوه، چې وژل شوی کس د خپل طبي کلينيک مخې ته ولاړ و او ناپېژانده وسله والو پرې ډزې وکړې.

د عوامي نشنل ګوند د زده‌کړیالانو فدراسیون ايالتي مشر رزاق عاصم پر خواله رسنۍ اېکس وويل، د ګوند د عبدالله کلا ولسوالۍ د اطلاعاتو سکرتر دولت خان پيرعليزۍ په هدفي پېښه کې وژل شوی دی.

هغه د پېښې په کله غندنه کړې ده. د ياد ګوند ايالتي مشر اصغرخان اڅکزي دغه خبر تاييد کړی دی.

د رسنيو د راپورونو له مخې، ټپيان کسان روغتون ته لېږدل شوي دي.

پوليسو وويل، د پېښې سمدست وروسته یې سيمه کلابنده کړې او د بريدګرو لټون یې پيل کړی دی.