ریچارډ بېنټ: افغان رسنۍ نړیوال دوامدار ملاتړ ته اړتیا لري

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنټ له نړیوالو بنسټونو څخه د افغان رسنیو او خبریالانو د اوږدمهاله ملاتړ غوښتنه کړې.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنټ له نړیوالو بنسټونو څخه د افغان رسنیو او خبریالانو د اوږدمهاله ملاتړ غوښتنه کړې.
بېنټ په برلین کې د «د بیان ازادۍ درېیم نړيوال کنفرانس» کې چې د افغان خبریالانو د ملاتړ په موخه جوړ شوی و، انلاین ګډون وکړ. هغه وویل چې د نړیوالو مرستو د کمېدو او د بودیجې د راټیټېدو له امله ګڼ شمېر افغان رسنیز بنسټونه له جدي ستونزو سره مخ دي.
نوموړي زیاته کړېچې افغان رسنۍ، په ځانګړي ډول په اوسنیو شرایطو کې، د هېواد د حقیقي وضعیت د ثبت، د بشري حقونو د نقض د مستندسازۍ او د خلکو د غږ د رسولو لپاره مهم او حیاتي رول لري.
بېنټ ټینګار کړی چې نړیواله ټولنه باید د افغان رسنیو پر ملاتړ تمرکز زیات کړي، ځکه د رسنیو د کمزوري کېدو په صورت کې د حقایقو ثبت، د ازادو نظرونو تبادله او د حساب ورکونې پروسه سخته زیانمنېږي.


افغان فلم جوړونکياو لیکوال داوود هلمندي د خپل مستند فلم «پیکار» له امله دامسټرډم نړیوال مستند فلم فستیوال درې جایزې ترلاسه کړې. دغه فلم چې ۹۷دقیقې اوږد دی، د څو نسلو د کډوالۍ او هغو هڅو کیسه کوي چې د امنیت او ازادۍ لپاره ترسره شوي.
د مستندو فلمونو امسټرډم فسټیوال د ۳۸م پړاو ګټونکو نوملړ په هالنډ کې اعلان شو، چې پکې د هلمندي مستند «پیکار» فلم لومړی مقام وګاټه.
پیکار مستند فلم د داوود هلمندي د ژوند شخصي کیسه بیانوي؛ هغه چې له کلونو بهر اوسېدو وروسته ایران او افغانستان ته ستنیږي څو له خپل پلار سره خپل پرې شوی تړاو بیا ورغوي. د هغه کورنۍ د نړۍ په بېلابېلو هېوادونوکې ژوند کوي او هر یو د جلاوطنۍ، کډوالۍ او بېلتون بېلابېلې تجربې لري.
دا مستند د هلمندي هغه هڅه انځوروي چې له خپل سخت دریځه او عمرخوړليپلار سره غواړينږدې شي. فلم د کورنۍ د اړیکو، د سختیو پر وړاندې د مقاومت او د امنیت او ازادۍ د لټون ژوره او دردېدلې انځورګري کوي.
«پیکار»، چې په فارسي او هالنډي ژبو جوړ شوی، په دې فسټیوالکې د «د غوره هالنډي فلم ځانګړې یادونه» او د فېپرېسکي جایزه هم ترلاسه کړې.

قزاقي رسنیو نن د جمعې په ورځ راپور ورکړی چې د قزاقستان استول شوي روغتیایي ټیمونو د افغانستان په شمال زلزله ځپلو سیمو کې دوه روغتیایي مرکزونه پرانیستي دي. دغه مرکزونه د زلزلې له امله ژوبل شویو او زیانمن شویو خلکو ته صحي خدمتونه وړاندې کوي.
د قزاقستان د عامې روغتیا وزارت وايي چې دغه ټیمونو تر دې دمه لسګونه معاينې، مشورې او جراحي عملیات ترسره کړي، او د ځايي ډاکټرانو سره د ناروغانو د دوسیو په مدیریت، د جراحي پروګرام جوړولو او د پېچلو قضیو په څارنه کې مرسته کوي.
راپورونه وايي چې له قزاقستان څخه یوه کڅوړه درمل، جراحي وسایل، بانډاژونه، خیمې، بسترونه او نورې ابتدایي اړتیاوې افغانستان ته رسول شوې دي.
د استول شوي ټیم غړي د ټروما، پولي ټروما او بېړني طب متخصصین دي چې د قزاقستان د ملي ټروما او ارتوپیدي ساینسي مرکز او د بېړنۍ طبي همغږۍ ملي مرکز پورې اړه لري.
دوی وايي چې اصلي تمرکز یې پر ژوبل شویو کسانو د عاجلې پاملرنې، اړینو جراحيو ترسره کولو او د ځايي صحي سیسټم ظرفیت پیاوړتیا ده.
ځايي چارواکي وايي چې که څه هم د درملنې اړتیاوې زیاتې شوي، خو د دغو دوه مرکزونو پرانیستل او د بهرنیو متخصصینو شتون د شمالي افغانستان په روغتیایي مرکزونو فشار کم کړی دی.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي په نوي ډیلي کې له افغان سیکانو او هندو وګړو څخه غوښتي چې افغانستان ته ستانه شي. هغه وویل: «افغانستان سیکانو او هندو وګړو ته اړتیا لري او دوی یې ملاتړ یې کوي».
طالب وزیر له هندي چارواکو سره په یوه سوداګریزه غونډه کې ټینګار کړی چې طالبان په خپلو پروګرامونو کې د سیکانو او هندو وګړو ملاتړ کوي او که دوی هیواد ته راستانه شي نو ملاتړ به یې لا ډير او دوامداره وکړي.
هغه وویل: «موږ غواړو هغه خلک چې په مختلفو سکتورونو کې فعال دي، په شمول د روغتیا او سوداګرۍ، افغانستان ته راستانه شي. سیکان او هندو وګړي باید هیواد ته راستانه شي ځکه چې افغانستان د دوی شتون ته سخته اړتیا لري.»
په افغانستان کې هندوان او سیکان د طالبانو د واک ته رسیدو او ګواښونو زیاتوالي وروسته له هیواده وتلو ته اړ شول. دوی د خپلو ځمکو له لاسه ورکولو په اړه اندیښمن وو او له طالبانو څخه یې وغوښتل چې ستونزې یې حل کړي.
د هندوانو او سیکانو استازو د طالبانو له چارواکو سره په غونډو کې ویلي چې په کابل کې د دوی ډیری ملکیتونه غصب شوي دي.
مخکې له دې، د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي په نوي ډیلي کې د افغان هندوانو او سیکانو ډلو له لوړ پوړو غړو سره په یوه غونډه کې ویلي وو چې طالبان به د مذهبي لږکیو امنیت ډاډمن کړي او د دوی عبادت ځایونه به بیا جوړ کړي.

د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف له افغان طالبانو سره د مذاکراتو ناکامه کېدو او له هند سره د دغه ډلې سوداګرۍ ته په اشاره ویلي:«طالبان چې له هر چا سره سوداګري کوي خو موږ دې نور پرېږدي».
د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف له یو پاکستاني رسنۍ سره د خبرو پرمهال له افغان طالبانو سره د مذاکراتو ناکامه کېدو ته په اشاره ویلي:« زما په فکر له افغانستان سره دروازې باید خلاصي نه شي.»
نوموړي د افغان طالبانو او هند ترمنځ د سواګریزو اړیکو پراخېدو ته په اشاره زیاته کړې:«طالبان چې له هر چا سره سوداګري کوي خو موږ دې پرېږدي.»
پر همدغه مهال خواجه اصف ویلي، هغه پاکستاني چارواکو چې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو او واک ته د طالبانو د رسېدو په اړه خوشحالي کړې، د نوموړي په خبره هغوی”غلط” کار کړی دی.«کله چې طالبان کابل ته ننوتل ، ما خپله د هغوی د ښه راغلاست لپاره ټویټ وکړ، خو هغه درې کاله مخکې مسله وه. اوس په تېرو درېیو کلونو کې اوبه له ورخه تېرې شوې دي.»
یاد پاکستاني چارواکي دغه څرګندونې پرداسې مهال کړې، چې د طالبانو د سوداګرۍ وزیر له هند سره د سوداګریزو همکاریو پراختیا په موخه نوي ډیلي ته تللی او له هندي چارواکو سره یې د سوداګرۍ پراختیا به تړاوو ناستې دوام لري.

د خبریالانو د ملاتړ سازمان(امسو) په جرمني کې د«افغانستان د بیان ازادۍ نړيوال سمپوزيم»تر نوم لاندې یوه غونډه ترسره کړې. امسو ویلي چې د دوی د موندنو پر اساس په تېرو څلورو کلونو کې د رسنیو په وړاندې د تاوتریخوالي ۵۵۰ پېښې او ۲۵ محدودوونکي حکمونه ثبت شوي.
دغه سازمان نن په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې په سمپوزيم کې خبریالانو او د رسنیو فعالانو د افغانستان د اوسني وضعیت په ځانګړي ډول د بیان ازادۍ د محدودیتونو، د ښځو د حذفېدو، او د اطلاعاتو د نهلاسرسي په اړه ژور بحثونه وکړل.
سازمان د خپلو څېړنو موندنې هم وړاندې کړې او څرګنده یې کړه چې په تېرو څلورو کلونو کې په افغانستان کې له ۵۵۰څخه ډېر د رسنیو پر وړاندې د زور، تاوتریخوالي او سرغړونو پېښې ثبت شوې دي. د دې ترڅنګ، تر ۲۵پورې محدودوونکي حکمونه د طالبانو له لوري پر رسنیو لګول شوي دي.
د دې سازمان مشر حامد عبیدي، په خپلو څرګندونو کې ویلي چې په افغانستان کې انتقادي ژورنالېزم نږدې له منځه تللی او ښځې له رسنیو څخه په بشپړ ډول حذف شوې دي. د هغه په باور، ګڼ شمېر خبریالان د نیول کېدو او شکنجې له وېرې په پټه کار کوي.
ښاغلي عبیدي زیاته کړې چې په ګاونډیو هېوادونو لکه پاکستان، ایران، هند او ترکیه کې میشت افغان خبریالان هم د «تعلیق او ګواښ» په حالت کې ژوند کوي. د قانوني اسنادو نشتوالی، امنیتي فشارونه، د جبري ایستلو ګواښ او د نیول کېدو خطر د سلګونو خبریالانو ژوند له ستونزو سره مخ کړی.
هغه له نړیوالې ټولنې غوښتنه وکړه چې د خبریالانو د ساتنې، بیړنیو ویزو او د جبري اخراج د مخنیوي لپاره ژر تر ژره عملي اقدامات ترسره کړي.