• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

امسو: په افغانستان کې ۵۵۰ د رسنیو ضد پېښې او ۲۵ محدودوونکي فرمانونه ثبت شوي

۳۰ لړم ۱۴۰۴ - ۲۱ نومبر ۲۰۲۵، ۱۱:۳۶ GMT+۰

د خبریالانو د ملاتړ سازمان(امسو) په جرمني کې د«افغانستان د بیان ازادۍ نړيوال سمپوزيم»تر نوم لاندې یوه غونډه ترسره کړې. امسو ویلي چې د دوی د موندنو پر اساس په تېرو څلورو کلونو کې د رسنیو په وړاندې د تاوتریخوالي ۵۵۰ پېښې او ۲۵ محدودوونکي حکمونه ثبت شوي.

دغه سازمان نن په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې په سمپوزيم کې خبریالانو او د رسنیو فعالانو د افغانستان د اوسني وضعیت په ځانګړي ډول د بیان ازادۍ د محدودیتونو، د ښځو د حذفېدو، او د اطلاعاتو د نه‌لاسرسي په اړه ژور بحثونه وکړل.

سازمان د خپلو څېړنو موندنې هم وړاندې کړې او څرګنده یې کړه چې په تېرو څلورو کلونو کې په افغانستان کې له ۵۵۰څخه ډېر د رسنیو پر وړاندې د زور، تاوتریخوالي او سرغړونو پېښې ثبت شوې دي. د دې ترڅنګ، تر ۲۵پورې محدودوونکي حکمونه د طالبانو له لوري پر رسنیو لګول شوي دي.

د دې سازمان مشر حامد عبیدي، په خپلو څرګندونو کې ویلي چې په افغانستان کې انتقادي ژورنالېزم نږدې له منځه تللی او ښځې له رسنیو څخه په بشپړ ډول حذف شوې دي. د هغه په باور، ګڼ شمېر خبریالان د نیول کېدو او شکنجې له وېرې په پټه کار کوي.

ښاغلي عبیدي زیاته کړې چې په ګاونډیو هېوادونو لکه پاکستان، ایران، هند او ترکیه کې میشت افغان خبریالان هم د «تعلیق او ګواښ» په حالت کې ژوند کوي. د قانوني اسنادو نشتوالی، امنیتي فشارونه، د جبري ایستلو ګواښ او د نیول کېدو خطر د سلګونو خبریالانو ژوند له ستونزو سره مخ کړی.

هغه له نړیوالې ټولنې غوښتنه وکړه چې د خبریالانو د ساتنې، بیړنیو ویزو او د جبري اخراج د مخنیوي لپاره ژر تر ژره عملي اقدامات ترسره کړي.

ترویج لرونکی

طالبانو په هرات کې د شپنیو ګزمو له لارې د ښار امنیتي فضا لا سخته کړې
۱

طالبانو په هرات کې د شپنیو ګزمو له لارې د ښار امنیتي فضا لا سخته کړې

۲

د ږېرو پر سر نیونې؛ د کندهار اوسېدونکي وایي د خلکو عزت تر پښو لاندې کېږي او سپکاوی یې کېږي

۳

امریکایي اداره: په جنسي جرمونو محکوم افغان وګړی د کاناډا پولې ته نږدې نیول شوی

۴

د پېښور سترې محکمې یو افغان کډوال ته د پاکستاني تابعیت ورکولو امر کړی

۵

سرچینې: په کندهار کې د مولوي هبت‌الله په مشرۍ د طالبانو د کابینې غونډه شوې

•
•
•

نور کیسې

د هبت الله لخوا ګوښه شوي معین غوښتل د مخدره توکو په قاچاق کې ښکېلو چارواکو نومونه افشا کړي

۳۰ لړم ۱۴۰۴ - ۲۱ نومبر ۲۰۲۵، ۱۱:۱۱ GMT+۰
د هبت الله لخوا ګوښه شوي معین غوښتل د مخدره توکو په قاچاق کې ښکېلو چارواکو نومونه افشا کړي
100%

د طالبانو په کورنیو چارو وزارت کې باخبره سرچینو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي، چې د ملا هبت الله له خوا ګوښه شوي د کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو سره د مبارزې معین محمد قاسم خالد غوښتل چې د هغو طالب چارواکو نومونه افشا کړي، چې د نشه یې توکو په پلور او قاچاق کې لاس لري.

د طالبانو په کورنیو چارو وزارت کې باخبره سرچینو نن جمعه، لړم ۳۰مه وویل، چې د یاد وزارت د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې ګوښه شوی معین محمد قاسم خالد د کورنیو چارو وزارت د اوونۍ د انسجام په غونډه کې ویلي و، چې د هغو طالب چارواکو نوملړ لري، چې د نشه یي توکو په پلور او قاچاق کې لاس لري.

قاسم خالد ویلي و، چې غواړي د هغو طالب چارواکو په اړه په رسمي ډول د طالبانو مشر ملا هبت الله ته معلومات ورکړي.

طالبانو د تېر اکتوبر میاشتې پر ۲۲ مه نېټه د نیمروز پخوانی والي محمد قاسم خالد د یادې ډلې د کورنیو چارو وزارت له نشه يي توکو سره د مبارزې د معین په توګه وټاکه، خو له ۲۸ ورځو وروسته یې له دندې ګوښه کړ او پر ځای یې د یادې ډلې د اصلاحي کمیسیون پخوانی رییس عبدالرحمن منیر په دنده وګوماره.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت او د یاد وزارت له نشه يي توکو سره د مبارزې معینت له خوا خپرو شویو خبرپاڼو او انځورونو کې د نوي معین په پیژندګلویزه غونډه کې محمد قاسم خالد نه ښکاري.

باخبره سرچیني وايي، چې محمد قاسم خالد د نشه يي توکو سره د مبارزې معینت څخه د ګوښه کېدو په اړه ناخوښی دی.

د لړم ۲۷مه په کابل کې د طالبانو ځینو سرچینو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي و، چې د دې ډلې د کورنیو چارو وزارت له نشه يي توکو سره د مبارزې معین محمد قاسم خالد د هغو طالب مشرانو په غوښتنه اصلاحي کمیسیون ته تبدیل شوی، چې د نشه يي توکو په قاچاق کې ښکیل دي.

د سرچینو په وینا، د نشه یې توکو په کښت او قاچاق کې د طالبانو ځینې ښکیل چارواکي چې هبت الله ته نږدې دي، د کورنیو چارو وزارت د نشه یي توکو د نوي معین محمد قاسم خالد له اصلاحاتو او تغیراتو څخه خوښ نه وو او د کندهار د والي ملا شیرین او د دفاع وزارت مرستیال ملا فاضل په هڅونه یې ملاهبت الله دې ته اړ کړ، چې له خپلې دې ټاکنې لاس پر سر شي او محمد قاسم خالد د طالبانو اصلاحي کمیسیون ته ولیږي.

د کندهار والي ملا شیرین او د دفاع وزارت مرستیال ملا فاضل هبت الله ته ویلي، چې ددې ډلې د اصلاحي کمیسیون اوسنی رییس عبدالرحمن منیر د تحریک طالبان پاکستان پر مشرانو فشار ډېروي او مخالف یې دی او باید د هغه پرځای «نرم دریځی» محمد قاسم خالد، چې د ټي ټي پي له مشرانو سره د ښو اړیکو سابقه هم لري، د اصلاحي کمیسیون د رییس په توګه معرفي شي.

د طالبانو د سوداګرۍ وزیر له هند څخه د سمنټو، درملو او خوراکي توکو واردلو ته چمتوالی ښودلی

۳۰ لړم ۱۴۰۴ - ۲۱ نومبر ۲۰۲۵، ۱۱:۱۰ GMT+۰
د طالبانو د سوداګرۍ وزیر له هند څخه د سمنټو، درملو او خوراکي توکو واردلو ته چمتوالی ښودلی
100%

د طالبانو د سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي هند د خپل سفر په ترڅ کې د یاد هېواد د خصوصي سکټور غړو سره کتلي او ویلي یې دي، چې طالبان چمتو دي چې له هند څخه سمنټ، درمل او خوراکي توکي وارد او له افغانستان څخه پنبه، وچې او تازه مېوې هند ته صادر کړي.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د یادې ډلې د سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي په هند کې د یاد هېواد د خصوصي سکټور له غړو سره کتنه کې دوه اړخیزې سوداګرۍ پراختیا ته چمتوالی ښودلی دی.

په خپرپاڼه کې د نورالدین عزیزي له قوله ویل شوي چې:«د وارداتو او پانګونې په برخه کې دوی کولی شي د سمنټو، درملو، خوراکي توکو او نساجي او همداشان په صادراتو کې د پنبې، تازه او وچو مېوو په برخه کې کار وکړي.»

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي، چې عزیزي د هند د خصوصي سکټور له غړو سره په افغانستان کې د صنعت، سوداګرۍ او پانګونې په برخو کې د پرمختګ پلانونه هم شریک کړي دي.

نور الدین عزیزي پر داسې مهال له هند سره د صادراتو او وارداتو لپاره چمتوالی ښودلی، چې د تېرې څه باندې یوې میاشتې راهیسې د افغانستان او پاکستان ترمنځ هر ډول سوداګرې په ټپه دریدلي او طالبانو د سوداګرۍ لپاره د بدیلو لارو چارو په لټه کې دي.

د پاکستان امنیتي ادارې: په پښتونخوا کې مو د ترهګرې ضد عملیاتو کې امریکایي وسلې نیولي

۳۰ لړم ۱۴۰۴ - ۲۱ نومبر ۲۰۲۵، ۱۰:۳۰ GMT+۰
د پاکستان امنیتي ادارې: په پښتونخوا  کې مو د ترهګرې ضد عملیاتو کې امریکایي وسلې نیولي
100%

پاکستاني رسنیو د یاد هېواد د امنیتي ادارو له قوله راپور ورکړی، چې په خیبر پښتونخوا کې د ترهګرۍ ضد عملیاتو کې یې له ترهګرو څخه، په افغانستان کې د امریکايي او ناټو ځواکونو له خوا کارول شوي وسلې او تجهیزات نیولي دي.

د پاکستان جیونیوز رسنۍ د دغه هېواد د امنیتي چارواکو له قوله راپور ورکړی، چې په نیول شویو وسلو کې یې اېم فور، اېم ۱۶ وسلې او پرمختللي د شپې دوربینونه، چاودیدونکي مواد، مرمۍ او نور عصري تجهیزات هم شامل دي.

امنیتي سرچینو ویلي، چې یادې وسلې د امریکايي او ناټو ځواکونو له وتلو وروسته په افغانستان پاتې شوې وي او اوس یې ترهګر د پاکستاني ځواکونو پر ضد استفاده کوي.

یادو پاکستاني سرچینو په افغانستان کې د امریکايي وسلو پاتې کېدل د سیمې د امنیت لپاره جدي ګواښ بللی دی.

یونیسف وایي چې په افغانستان کې د مور او ماشوم د ملاتړ ۷۰ مرکزونه لري

۳۰ لړم ۱۴۰۴ - ۲۱ نومبر ۲۰۲۵، ۱۰:۱۹ GMT+۰
یونیسف وایي چې په افغانستان کې د مور او ماشوم د ملاتړ ۷۰ مرکزونه لري
100%

د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق(یونیسف) وایي چې د افغانستان په شپږو ولایتونو کې یې تر ۷۰ پورې ځانګړي مرکزونه پرانیستي، تر څو د مور او ماشوم ترمنځ مثبتې او پیاوړې اړیکې رامنځته کړي.

یونیسف وايي، دغه مرکزونه د نړیوال بانک په مالي ملاتړ د کابل، ننګرهار، هرات، پروان، لغمان او بلخ په ولایتونو کې فعالیت کوي. د معلوماتو پر اساس، له دې پروګرامه تر اوسه ۲۰زره ماشومان او ۱۰زره میندې او پلرونه ګټه اخلي، او دا پروګرام به د ۲۰۲۶کال د جون تر میاشتې پورې دوام وکړي.

یونیسف پر ایکس خواله رسنۍ په خپل پیغام کې لیکلي چې دغه مرکزونه به نه یوازې د ماشومانو لپاره خوندي فضا برابره کړي، بلکې د میندو او پلرونو د روزنې لپاره هم ځانګړي پروګرامونه لري، څو هغوی د خپلو ماشومانو د اړتیاوو په درک کولو کې لا پیاوړي شي.

100%

د ماشومانو د ودې متخصص ډاکټر محمود بېټني افغانستان انټرنشنل – پښتو ته وویل، چې د مور او ماشوم ترمنځ ټینګې عاطفي اړیکې د ماشوم د ذهني، عاطفي او ټولنیز پرمختګ بنسټ جوړوي.

هغه زیاتوي: « په کوچنیوالي کې د مور او ماشوم عاطفي اړیکه د ماشوم د ذهني ودې لپاره تر ټولو مهمه ده. هغه ماشومان چې له خپلو میندو او پلرونو سره مثبت تعامل لري، د ژبې په زده کړه، تمرکز، اعتماد او ټولنیز چلند کې خورا بریالي وي.»

ډاکټر بېټني د یونیسف دغو پروګرامونو ته په اشارې وویل:« په اوسنیو شرایطو کې چې کورنۍ له ګڼو رواني او اقتصادي فشارونو سره مخ دي، دا مرکزونه کولی شي د والدینو لپاره د زده‌کړې او ملاتړ یو خوندي چاپېریال برابر کړي.»

100%

یونيسف په داسې مهال د یادو پروګرامونو یادونه کوي چې په افغانستان کې میلیونونه ماشومان د جګړې، بېوزلۍ، رواني فشارونو او محدودو تعلیمي امکاناتو له امله له ګڼو ستونزو سره مخ دي او نړیوالې ادارې یې د ملاتړ پر اړتیا ټینګار کوي.

د تورخم د بندېدو له امله اسلام‌اباد کې هر عمده‌ پلورونکي ته ۱۵۰مېلیونه کلدارې تاوان اوښتی

۳۰ لړم ۱۴۰۴ - ۲۱ نومبر ۲۰۲۵، ۰۸:۰۳ GMT+۰
د تورخم د بندېدو له امله اسلام‌اباد کې هر عمده‌ پلورونکي ته ۱۵۰مېلیونه کلدارې تاوان اوښتی
100%

پاکستانۍ اېکسپرېس ټرېبیون ورځپاڼې د (لړم ۳۰مه) یو راپور کې ویلي، د تورخم دروازې تړل کېدو له امله تر اوسه په اسلام‌اباد او راولپنډۍ ښارونو کې عمده پلورونکو ته درانه مالي زیانونه اوښتي دي. راپور کې راغلي، په دې موده کې لویو کاروباریانو کې هر یو ته ۱۵۰مېلیونه کلدارې تاوان اوښتی دی.

د پاکستان په دغه دوو ښارونو کې لسګونه لوی او د منځنۍ کچې عمده‌ پلورونکي وايي، چې د لسګونه مېلیونه روپیو په اندازه پانګې یې له‌منځه تللې دي. یو شمېر زاړه او تجربه‌کار کاروباریان چې یو وخت د بازار له شتمنو څېرو شمېرل کېدل، اوس یې د روزګار کچه خورا ټیټه شوې ده.

راپور کې راغلي، چې دغه کاروباریانو لا له وړاندې له افغان سوداګرو نه قمیتي تازه محصولات په ځانګړې توګه کندهاري انار، انګور او سبزیجات پېرلي وو؛ څو پاکستان ته یې ولېږدوي. د راپور له مخې؛ د محصولاتو بار وړونکي کانټینرونه او بار وړونکي موټرونه له اونیو راهیسې تورخم کې ایسار پاتې دي.

راپور کې راغلي، چې د‌‌ پاکستاني سوداګرو له لوري اخیستل شوې تازه مېوې او سبزیجات یا د ځنډ له امله خراب شوي او یا هم بېرته د افغانستان بازارونو ته ستانه کړای شوي دي. همدا راز زیاته شوې، چې افغان سوداګر په ښکاره ډول هر ډول بېرته‌ پاکستاني سوداګرو ته له پیسو ورکولو ډډه کړې؛ ځکه د اوږدمهاله بندښت له امله د مالونو د خرابېدو ذمه‌واري یې نه شي منلای. هغوی ټینګار کوي، چې بارونه یې د قرارداد د موادو سره سم لېږدولي او د ثبوت لپاره یې د بار لېږلو ویډیوګانې او د ترانسپورټ د کرايې رسیدونه هم ورسره دي.

د راولپنډۍ او اسلام‌اباد عمده پلورونکي اېکسپرېس ټرېبیون ورځپاڼې ته تاییدوي، چې ځینو سوداګرو له ۴۰ تر ۱۰۰ مېلیونه روپیو پورې زیان لیدلی او په لویه کچه دغه سوداګرۍ کې شاوخوا ۱۵۰مېلیونه کلدارې تاوان شوی دی.

اسلام‌اباد کې د سبزۍ منډۍ د کارورباریانو ټولنې مشر غلام قادر میر په خبره؛ د راولپنډۍ او اسلام‌اباد په بازارونو کې د انګورو او انارو بیې خورا لوړې شوې، چې اوس هره کیلو یې ۶۰۰ نه تر ۷۰۰ روپیو پورې پلورل کېږي.

په دې سختو حالاتو کې پاکستاني سوداګر او کاروباریان له خپل حکومته غواړي، چې ژر تر ژره له افغان طالبانو سره د دروازو د خلاصون په موخه رسمي خبرې پیل کړي.

راپور زیاتوي، په دغه سخت اقتصادي وضعیت کې د راولپنډۍ او اسلام‌اباد زیانمن شوي عمده‌ پلورونکي اړ شوي چې د مېوې او سبزیجاتو په ځایي بازارونو کې د محدود کار د بیا پیل لپاره درانه پورونه واخلي؛ څو لږ تر لږه خپلو کاروبارونو کې ساه وچلوي.