• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د پاکستان امنیتي ادارې: په پښتونخوا کې مو د ترهګرې ضد عملیاتو کې امریکایي وسلې نیولي

۳۰ لړم ۱۴۰۴ - ۲۱ نومبر ۲۰۲۵، ۱۰:۳۰ GMT+۰تازه شوی: ۳۰ لړم ۱۴۰۴ - ۲۱ نومبر ۲۰۲۵، ۱۲:۲۲ GMT+۰

پاکستاني رسنیو د یاد هېواد د امنیتي ادارو له قوله راپور ورکړی، چې په خیبر پښتونخوا کې د ترهګرۍ ضد عملیاتو کې یې له ترهګرو څخه، په افغانستان کې د امریکايي او ناټو ځواکونو له خوا کارول شوي وسلې او تجهیزات نیولي دي.

د پاکستان جیونیوز رسنۍ د دغه هېواد د امنیتي چارواکو له قوله راپور ورکړی، چې په نیول شویو وسلو کې یې اېم فور، اېم ۱۶ وسلې او پرمختللي د شپې دوربینونه، چاودیدونکي مواد، مرمۍ او نور عصري تجهیزات هم شامل دي.

امنیتي سرچینو ویلي، چې یادې وسلې د امریکايي او ناټو ځواکونو له وتلو وروسته په افغانستان پاتې شوې وي او اوس یې ترهګر د پاکستاني ځواکونو پر ضد استفاده کوي.

یادو پاکستاني سرچینو په افغانستان کې د امریکايي وسلو پاتې کېدل د سیمې د امنیت لپاره جدي ګواښ بللی دی.

ترویج لرونکی

طالبانو په هرات کې د شپنیو ګزمو له لارې د ښار امنیتي فضا لا سخته کړې
۱

طالبانو په هرات کې د شپنیو ګزمو له لارې د ښار امنیتي فضا لا سخته کړې

۲

د ږېرو پر سر نیونې؛ د کندهار اوسېدونکي وایي د خلکو عزت تر پښو لاندې کېږي او سپکاوی یې کېږي

۳

د پېښور سترې محکمې یو افغان کډوال ته د پاکستاني تابعیت ورکولو امر کړی

۴

سرچینې: په کندهار کې د مولوي هبت‌الله په مشرۍ د طالبانو د کابینې غونډه شوې

۵

اروپايي ټولنه: د افغان کډوالو د ستنولو لپاره طالبانو سره له خبرو پرته بله لاره نه لرو

•
•
•

نور کیسې

یونیسف وایي چې په افغانستان کې د مور او ماشوم د ملاتړ ۷۰ مرکزونه لري

۳۰ لړم ۱۴۰۴ - ۲۱ نومبر ۲۰۲۵، ۱۰:۱۹ GMT+۰
یونیسف وایي چې په افغانستان کې د مور او ماشوم د ملاتړ ۷۰ مرکزونه لري
100%

د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق(یونیسف) وایي چې د افغانستان په شپږو ولایتونو کې یې تر ۷۰ پورې ځانګړي مرکزونه پرانیستي، تر څو د مور او ماشوم ترمنځ مثبتې او پیاوړې اړیکې رامنځته کړي.

یونیسف وايي، دغه مرکزونه د نړیوال بانک په مالي ملاتړ د کابل، ننګرهار، هرات، پروان، لغمان او بلخ په ولایتونو کې فعالیت کوي. د معلوماتو پر اساس، له دې پروګرامه تر اوسه ۲۰زره ماشومان او ۱۰زره میندې او پلرونه ګټه اخلي، او دا پروګرام به د ۲۰۲۶کال د جون تر میاشتې پورې دوام وکړي.

یونیسف پر ایکس خواله رسنۍ په خپل پیغام کې لیکلي چې دغه مرکزونه به نه یوازې د ماشومانو لپاره خوندي فضا برابره کړي، بلکې د میندو او پلرونو د روزنې لپاره هم ځانګړي پروګرامونه لري، څو هغوی د خپلو ماشومانو د اړتیاوو په درک کولو کې لا پیاوړي شي.

100%

د ماشومانو د ودې متخصص ډاکټر محمود بېټني افغانستان انټرنشنل – پښتو ته وویل، چې د مور او ماشوم ترمنځ ټینګې عاطفي اړیکې د ماشوم د ذهني، عاطفي او ټولنیز پرمختګ بنسټ جوړوي.

هغه زیاتوي: « په کوچنیوالي کې د مور او ماشوم عاطفي اړیکه د ماشوم د ذهني ودې لپاره تر ټولو مهمه ده. هغه ماشومان چې له خپلو میندو او پلرونو سره مثبت تعامل لري، د ژبې په زده کړه، تمرکز، اعتماد او ټولنیز چلند کې خورا بریالي وي.»

ډاکټر بېټني د یونیسف دغو پروګرامونو ته په اشارې وویل:« په اوسنیو شرایطو کې چې کورنۍ له ګڼو رواني او اقتصادي فشارونو سره مخ دي، دا مرکزونه کولی شي د والدینو لپاره د زده‌کړې او ملاتړ یو خوندي چاپېریال برابر کړي.»

100%

یونيسف په داسې مهال د یادو پروګرامونو یادونه کوي چې په افغانستان کې میلیونونه ماشومان د جګړې، بېوزلۍ، رواني فشارونو او محدودو تعلیمي امکاناتو له امله له ګڼو ستونزو سره مخ دي او نړیوالې ادارې یې د ملاتړ پر اړتیا ټینګار کوي.

د تورخم د بندېدو له امله اسلام‌اباد کې هر عمده‌ پلورونکي ته ۱۵۰مېلیونه کلدارې تاوان اوښتی

۳۰ لړم ۱۴۰۴ - ۲۱ نومبر ۲۰۲۵، ۰۸:۰۳ GMT+۰
د تورخم د بندېدو له امله اسلام‌اباد کې هر عمده‌ پلورونکي ته ۱۵۰مېلیونه کلدارې تاوان اوښتی
100%

پاکستانۍ اېکسپرېس ټرېبیون ورځپاڼې د (لړم ۳۰مه) یو راپور کې ویلي، د تورخم دروازې تړل کېدو له امله تر اوسه په اسلام‌اباد او راولپنډۍ ښارونو کې عمده پلورونکو ته درانه مالي زیانونه اوښتي دي. راپور کې راغلي، په دې موده کې لویو کاروباریانو کې هر یو ته ۱۵۰مېلیونه کلدارې تاوان اوښتی دی.

د پاکستان په دغه دوو ښارونو کې لسګونه لوی او د منځنۍ کچې عمده‌ پلورونکي وايي، چې د لسګونه مېلیونه روپیو په اندازه پانګې یې له‌منځه تللې دي. یو شمېر زاړه او تجربه‌کار کاروباریان چې یو وخت د بازار له شتمنو څېرو شمېرل کېدل، اوس یې د روزګار کچه خورا ټیټه شوې ده.

راپور کې راغلي، چې دغه کاروباریانو لا له وړاندې له افغان سوداګرو نه قمیتي تازه محصولات په ځانګړې توګه کندهاري انار، انګور او سبزیجات پېرلي وو؛ څو پاکستان ته یې ولېږدوي. د راپور له مخې؛ د محصولاتو بار وړونکي کانټینرونه او بار وړونکي موټرونه له اونیو راهیسې تورخم کې ایسار پاتې دي.

راپور کې راغلي، چې د‌‌ پاکستاني سوداګرو له لوري اخیستل شوې تازه مېوې او سبزیجات یا د ځنډ له امله خراب شوي او یا هم بېرته د افغانستان بازارونو ته ستانه کړای شوي دي. همدا راز زیاته شوې، چې افغان سوداګر په ښکاره ډول هر ډول بېرته‌ پاکستاني سوداګرو ته له پیسو ورکولو ډډه کړې؛ ځکه د اوږدمهاله بندښت له امله د مالونو د خرابېدو ذمه‌واري یې نه شي منلای. هغوی ټینګار کوي، چې بارونه یې د قرارداد د موادو سره سم لېږدولي او د ثبوت لپاره یې د بار لېږلو ویډیوګانې او د ترانسپورټ د کرايې رسیدونه هم ورسره دي.

د راولپنډۍ او اسلام‌اباد عمده پلورونکي اېکسپرېس ټرېبیون ورځپاڼې ته تاییدوي، چې ځینو سوداګرو له ۴۰ تر ۱۰۰ مېلیونه روپیو پورې زیان لیدلی او په لویه کچه دغه سوداګرۍ کې شاوخوا ۱۵۰مېلیونه کلدارې تاوان شوی دی.

اسلام‌اباد کې د سبزۍ منډۍ د کارورباریانو ټولنې مشر غلام قادر میر په خبره؛ د راولپنډۍ او اسلام‌اباد په بازارونو کې د انګورو او انارو بیې خورا لوړې شوې، چې اوس هره کیلو یې ۶۰۰ نه تر ۷۰۰ روپیو پورې پلورل کېږي.

په دې سختو حالاتو کې پاکستاني سوداګر او کاروباریان له خپل حکومته غواړي، چې ژر تر ژره له افغان طالبانو سره د دروازو د خلاصون په موخه رسمي خبرې پیل کړي.

راپور زیاتوي، په دغه سخت اقتصادي وضعیت کې د راولپنډۍ او اسلام‌اباد زیانمن شوي عمده‌ پلورونکي اړ شوي چې د مېوې او سبزیجاتو په ځایي بازارونو کې د محدود کار د بیا پیل لپاره درانه پورونه واخلي؛ څو لږ تر لږه خپلو کاروبارونو کې ساه وچلوي.

قرغزستان کې د طالبانو او هند سفیرانو د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو په اړه خبرې کړې دي

۳۰ لړم ۱۴۰۴ - ۲۱ نومبر ۲۰۲۵، ۰۶:۴۸ GMT+۰
قرغزستان کې د طالبانو او هند سفیرانو د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو په اړه خبرې کړې دي
100%

په قرغزستان کې د طالبانو سفیر مولوي عبدالشکور په دغه هېواد کې د هند له سفیر بیرېندر سېنګ سره په لیدنه کې د سیاسي اړیکو، اقتصادي او سوداګریزې همکارۍ پر پیاوړتیا خبرې کړې دي. خبرپاڼه کې ویل شوي، د سیمه‌ییز اتصال، بشري مرستو او دوه اړخیزو ډېپلوماټیکو تعاملاتو‌ پر پراختیا هم بحث شوی.

جمعه د (لړم ۳۰مه) خبرپاڼه کې ویل شوي، چې هند ته د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي وروستی سفر د دوه اړخیزو اړیکو پیاوړتیا لپاره مهم بلل شوی دی. دواړو لورو هیله څرګنده کړې، چې نوي ډيلي ته به د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نور الدین عزیزي سفر د صادراتو او وارداتو په برخه کې نوي فرصتونه رامنځته کړي.

خبرپاڼه کې زیاته شوې:« د چابهار بندر او هوايي دهلیز مېکانیزم د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د پراختیا لپاره ستراتیژیک اهمیت لري او اړینه ده، چې ګډ تمرکز او همکاري پرې نوره هم پیاوړې شي». د هند او طالبانو ترمنځ اړیکې داسې مهال پراخې شوې دي، چې پر کابل د واکمنو او اسلام‌اباد ترمنځ سخت سیاسي کړکېچ روان دی.

پاکستان او طالبانو څه باندې میاشت وړاندې پر ډیورنډ کرښه له یو بل سره درنې نښتې وکړې او له هماغه مهال راهیسې یې دروازې د هر ډول سوداګرۍ پرمخ سره بندې کړې دي. تازه طالبانو افغان سوداګرو ته خبرداری ورکړی، چې له پاکستان سره هر ډول سوداګریزې راکړې ورکړې بندې کړي او پر ځای دې یې پر بدیلو لارو فکر وکړي.

که څه هم ترکیې او قطر د اسلام‌اباد او طالبانو ترمنځ د مذاکراتو منځګړتوب هم وکړ؛ خو درې پړاوه خبرو اترو هم کومه مثبته پایله ور نه‌کړه.

د پاکستان حکومت وایي، تر هغې پورې به له افغانستان سره سوداګري پیل نه‌کړي؛ تر څو چې افغان طالبان په خپله خاوره کې د ‌ټي‌ټي‌پي وسله‌والې ډلې د پناه ځایونو د له‌منځه وړلو لپاره اقدام ونه‌کړي.

اسلام‌اباد ادعا لري، چې پر کابل واکمنو یې مخالفینو ته پناه ځایونه ورکړي؛ خو افغان طالبان بیا د اسلام‌اباد دغه ادعاوې ردوي او په کور دننه یې نا امنۍ داخلي ناکامي ګڼي.

حنیف اتمر: طالبان باید د خلکو بنسټیز حقوق او د نجونو حقونه په جدي توګه خوندي کړي

۳۰ لړم ۱۴۰۴ - ۲۱ نومبر ۲۰۲۵، ۰۵:۵۸ GMT+۰
حنیف اتمر: طالبان باید د خلکو بنسټیز حقوق او د نجونو حقونه په جدي توګه خوندي کړي
100%

د مخکېني جمهور‌ي نظام پر مهال د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر وایي، په اوسنیو شرايطو کې چې هېواد د روغتیا تر څنګ د ثبات له بېلابېلو ګواښونو سره مخ دی؛ طالبان باید د خلکو او نجونو بنستیزه حقونه ورکړي. هغه زیاتوي، چې طالبان د اوسنیو واکمنانو په توګه باید دغه مسوولیت ترسره کړي.

جمعه د (لړم ۳۰مه) نوموړي پر اېکس پاڼه زیاته کړې، چې طالبان باید د ملي مصالې د تحقق لپاره اقدامات وکړي او په دې اړوند دې خپل مکلفیتونه ادا کړي. هغه همدا راز ټینګار کړی، چې په هېواد کې ټولې ژبې د درناوي وړ دي. اتمر تر دې وړاندې هم له طالبانو نه غوښتي و، چې د افغان نجونو پر مخ دې د ښوونځیو او‌ پوهنځیو دروازې خلاصې کړي.

هغه همداراز ښځو ته د کار د حق او ازادۍ د ورکړې په تړاو هم ټینګار کړی او دا یې د طالبانو مسوولیت بللی دی.

طالبانو د خپل دویم ځل واکمنۍ راهیسې د خپلې لومړۍ دورې په څېر بیا هم د نجونو پر زده‌کړو او د ښځو پر کار د سختو محدودیتونو تر څنګ یو شمېر بندیزونه هم لګولي دي. دغه ډله په نړۍ کې د همدې سختدریځه چلند له لوري سخته منزوي شوې او د نړۍ ډېری هېوادونو ورسره ډېپلوماټیکې اړیکې هم شلولې دي.

د جرمونو نړۍوالو محکمې د یادې ډلې مشر ملاهبت الله او د سترې محکمې رییس عبدالحکیم حقاني د نیولو امر کړی او لامل یې د افغان نجونو او بشریت ضد اقدام بللی دی.

هرات کې د طالبانو والي د ترکیې او ترکمنستان له قونسلانو سره د اقتصادي همکاریو اړوند کتلي

۳۰ لړم ۱۴۰۴ - ۲۱ نومبر ۲۰۲۵، ۰۴:۵۶ GMT+۰
هرات کې د طالبانو والي د ترکیې او ترکمنستان له قونسلانو سره د اقتصادي همکاریو اړوند کتلي
100%

په هرات کې د طالبانو والي شیخ اسلام جار په دغه ولایت کې د ترکیې او ترکمنستان هېوادونو له سر قونسلانو سره په ناسته کې پر اقتصادي، ښوونیزو او فرهنګي همکاریو خبرې کړې دي. په خبرپاڼه کې راغلي، درې واړو لورو ژمنه وکړه چې په دغه برخو کې به همکارۍ پراخې کړي.

پنج‌شنبه د (لړم ۲۸مه) خبرپاڼه کې زیاته شوې، په هرات کې د طالبانو سیمه‌ییزه اداره د ټولو هغو همکاریو هرکلی کوي چې خلکو ته د خدمتونو په ښه‌والي، د اړیکو پیاوړتیا او د رغنیزو پروژو په پلي کېدو کې اغېزمنې وي.

مولانا اسلام جار ویلي، چې هرات د ګډو پانګونو او سیمه‌ییزو همکاریو لپاره پراخ فرصتونه لري. هغه وايي، د دوی واکمنه ډله چمتو ده چې ګاونډیو او سیمه‌ییزو هېوادونو سره خپلې اړیکې لا پراخې او پیاوړې کړي.

طالبان داسې مهال له ګاونډیو هېوادونو سره د ښو اړیکو خبره کوي، چې له څه مودې راهیسې یې له خپل یو ګاونډي پاکستان سره وسله‌والې شخړې وکړې او اوس‌مهال ورسره په سخت کړکېچ کې ښکېل دي.

طالبانو له پاکستان سره هر ډول سوداګریزې اړیکې بندې کړې او افغان سوداګرو ته یې هم سپارښتنې کړې، چې له دغه هېواد څخه خپلې لمنې راټولې کړي.