• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

هرات کې د طالبانو والي د ترکیې او ترکمنستان له قونسلانو سره د اقتصادي همکاریو اړوند کتلي

۳۰ لړم ۱۴۰۴ - ۲۱ نومبر ۲۰۲۵، ۰۴:۵۶ GMT+۰

په هرات کې د طالبانو والي شیخ اسلام جار په دغه ولایت کې د ترکیې او ترکمنستان هېوادونو له سر قونسلانو سره په ناسته کې پر اقتصادي، ښوونیزو او فرهنګي همکاریو خبرې کړې دي. په خبرپاڼه کې راغلي، درې واړو لورو ژمنه وکړه چې په دغه برخو کې به همکارۍ پراخې کړي.

پنج‌شنبه د (لړم ۲۸مه) خبرپاڼه کې زیاته شوې، په هرات کې د طالبانو سیمه‌ییزه اداره د ټولو هغو همکاریو هرکلی کوي چې خلکو ته د خدمتونو په ښه‌والي، د اړیکو پیاوړتیا او د رغنیزو پروژو په پلي کېدو کې اغېزمنې وي.

مولانا اسلام جار ویلي، چې هرات د ګډو پانګونو او سیمه‌ییزو همکاریو لپاره پراخ فرصتونه لري. هغه وايي، د دوی واکمنه ډله چمتو ده چې ګاونډیو او سیمه‌ییزو هېوادونو سره خپلې اړیکې لا پراخې او پیاوړې کړي.

طالبان داسې مهال له ګاونډیو هېوادونو سره د ښو اړیکو خبره کوي، چې له څه مودې راهیسې یې له خپل یو ګاونډي پاکستان سره وسله‌والې شخړې وکړې او اوس‌مهال ورسره په سخت کړکېچ کې ښکېل دي.

طالبانو له پاکستان سره هر ډول سوداګریزې اړیکې بندې کړې او افغان سوداګرو ته یې هم سپارښتنې کړې، چې له دغه هېواد څخه خپلې لمنې راټولې کړي.

ترویج لرونکی

طالبانو په هرات کې د شپنیو ګزمو له لارې د ښار امنیتي فضا لا سخته کړې
۱

طالبانو په هرات کې د شپنیو ګزمو له لارې د ښار امنیتي فضا لا سخته کړې

۲

د ږېرو پر سر نیونې؛ د کندهار اوسېدونکي وایي د خلکو عزت تر پښو لاندې کېږي او سپکاوی یې کېږي

۳

د پېښور سترې محکمې یو افغان کډوال ته د پاکستاني تابعیت ورکولو امر کړی

۴

سرچینې: په کندهار کې د مولوي هبت‌الله په مشرۍ د طالبانو د کابینې غونډه شوې

۵

اروپايي ټولنه: د افغان کډوالو د ستنولو لپاره طالبانو سره له خبرو پرته بله لاره نه لرو

•
•
•

نور کیسې

ننګرهار کې د طالبانو والي د ایران له قونسل سره د سوداګریزو اړیکو پر پیاوړتیا غږېدلی

۳۰ لړم ۱۴۰۴ - ۲۱ نومبر ۲۰۲۵، ۰۴:۱۷ GMT+۰
ننګرهار کې د طالبانو والي د ایران له قونسل سره د سوداګریزو اړیکو پر پیاوړتیا غږېدلی
100%

په ننګرهار کې د طالبانو والي ملامحمد نعیم اخوند پنج‌شنبه د (لړم ۲۹مه) په خپل کاري دفتر کې د دغه ولایت لپاره د ایران له قونسل مجید رضا پناه سره د سوداګریزو اړیکو پر پیاوړتیا خبرې کړې دي.

خبرپاڼه کې راغلي، چې په دغه لیدنه کې د ختیځ زون سوداګرو د دوه طرفه اقتصادي غښتلتیا او سوداګریزو اړیکو په تړاو هوکړه شوې.

خبرپاڼه زیاتوي، د ختیځ زون او د ایران د سوداګرو په تګ راتګ، صادراتو او وارداتو، د پانګونې په فرصتونو، ټرانسپورټ او ټرانزیټ تر څنګ دواړه لورو د سړو خونو په جوړولو هم خبرې کړې دي. خبرپاڼه کاږي، سوداګرو، ناروغانو او کاریګرو ته د ایران د ویزو ورکړې په تړاو هم د طالبانو دغه والي د اسانتیاوو پر برابرولو ټینګار کړی دی.

له پاکستان سره د سوداګریزې راکړې ورکړې او پر ډیورنډ کرښه د لارو تر بندېدو وروسته پر افغانستان واکمنو اوس له ایران سره اړیکو ته مخه کړې ده. همدا راز طالبانو هڅه کړې، چې د ایران سربېره د سوداګرۍ د بدیلونو لپاره د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره هم خپلې اړیکې پراخې کړي.

ایران او طالبان سرحدي سیمو کې د کاني موادو د پروسس ګډ مرکز د جوړولو هڅه کوي

۳۰ لړم ۱۴۰۴ - ۲۱ نومبر ۲۰۲۵، ۰۴:۰۶ GMT+۰
ایران او طالبان سرحدي سیمو کې د کاني موادو د پروسس ګډ مرکز د جوړولو هڅه کوي
100%

د ایران د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال خبر ورکړی، چې د یوې نوې طرحې پر بنسټ ایراني شرکتونه کولای شي د افغانستان او ایران په پوله کې د افغانستان د کانونو د پروسس لپاره ګډ مرکز جوړ کړي. ایراني رسنۍ وایي، دغه موضوع د طالبانو او ایران ترمنځ بحث شوې ده.

د ایران اېراف اژانس د راپور له مخې؛ دغه موضوع د ایران د سوداګرۍ خونې د مرستیال او د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزیر هدایت‌الله بدري په تازه لیدنه کې مطرح شوې او دواړه غاړو پرې لومړنۍ هوکړه هم کړې ده.

د ایران د سوداګرۍ خونې مرستیال قدیر قیافه په دغه ناسته کې د افغانستان د پراخو کاني زېرمو یادونه وکړه او ویې ویل، چې د یادې برخې د پراختیا لپاره پراخې او علمي څېړنې اړینې دي. هغه زیاته کړه، چې وروسته باید د کاني موادو پروسس په اساسي ډول ترسره شي؛ څو د افغانستان اقتصاد کې د پام وړ ښه‌والی رامنځته شي.

راپور وایي، نوموړي د دواړه هېوادونو د خصوصي سکتور ترمنځ د ګډې کاني کمېټې د جوړولو وړاندیز هم وکړ؛ څو همکاري په بېلابېلو برخو کې پراخه شي. قیافه د ایران د صنعتي او کاني وړتیاوو په اړه وویل، چې ایران د فولادو په تولیدي ځنځیر کې بشپړه تجربه لري او کولای شي خپلې ماشینرۍ، بنسټیزې اسانتیاوې او تخنیکي پوهه له افغان لوري سره شریکه کړي.

هغه ټینګار وکړ، چې د برېښنا انرژۍ ته لاسرسی د کاني موادو د پروسس لپاره بنسټیز اهمیت لري او ایران چمتو دی چې په ګډو برېښنايي پروژو کې ګډون وکړي. د انساني ځواک روزنه هم هغه برخه ده، چې ایران په‌کې د همکارۍ وړتیا لري.

قیافه وړاندیز وکړ، چې په سرحدي سیمه کې دې د کاني توکو د پروسس ګډ مرکز جوړ شي؛ هغه اقدام چې د ده په وينا د افغانستان لپاره ځانګړې اقتصادي ګټه لري، ځکه ډېری غني کانونه د پولې ترڅنګ پراته دي او لومړی باید د دغه زېرمو دقیقې سروې ترسره شي.

هغه دارنګه د افغانستان د کانونو د برخې لپاره د لس کلن ستراتیژیک پلان د جوړولو ګډې کمېټې د رامنځته کولو وړاندیز وکړ او ویې ویل، چې ایراني شرکتونه کولای شي د یادې ستراتیژۍ په ډیزاین او لومړنیو اصولو کې له افغان لوري سره مرسته وکړي.

راپور کې د هدایت‌الله بدري له قوله لیکل شوي، د ایراني لوري له وړاندیزونو یې هرکلی وکړ او ویې ویل چې له ایران سره د اړیکو پراختیا د دوی له کاري لومړیتوبونو څخه ده. هغه یادونه وکړه، چې تر دې وړاندې هم د ایران د صنعت، کان او سوداګرۍ له وزیر سره یې مهمې هوکړې شوې دي.

بدري ټینګار وکړ، چې د افغانستان تګلاره دا ده چې پانګه‌وال د همدې هېواد په خاوره کې پانګونه وکړي او د استخراج او پروسس ټول کارونه دې د افغانستان دننه ترسره شي.

په دې ناسته کې په کابل کې د ایران سفیر علي‌رضا بېکدلي هم ګډون لاره. هغه د افغانستان او پاکستان د اوسنیو ستونزو په اړه وویل، چې ایران غواړي له افغانانو سره په سختو شرایطو کې مرسته وکړي او د امکان تر بریده د دوی اړتیاوې پوره کړي.

بېکدلي د ایران د سوداګرۍ خونې د پلاوي حضور د ایران د خصوصي سکتور د افغانستان بازار ته د لېوالتیا څرګندونه وبلله او زیاته یې کړه، د ایران د سوداګرۍ خونې په ملاتړ سره معتبرو ایراني شرکتونو ته لاره هوارېږي چې افغانستان ته داخل شي او په بېلابېلو برخو کې فعالیت پیل کړي.

هغه همدارنګه یادونه وکړه، چې د ایران د صنعت او کانونو د وزیر او د طالب چارواکو ترمنځ مخکینۍ هوکړې باید وڅارل شي.

ایران هره اونۍ افغانستان ته د ۱۰۰۰ټنه سمنټو صادرات پیل کړل

۳۰ لړم ۱۴۰۴ - ۲۱ نومبر ۲۰۲۵، ۰۳:۲۸ GMT+۰
ایران هره اونۍ افغانستان ته د ۱۰۰۰ټنه سمنټو صادرات پیل کړل
100%

ایراني رسنیو خبر ورکړی، چې دغه هېواد د پنج‌شنبې په ورځ د (لړم ۲۹مه) د رېل پټلۍ له لارې افغانستان ته د سمنټو لومړنۍ جوپه واستوله. راپورونه وایي، ایران به هره اونۍ د مهالوېش پر بنسټ افغانستان ته ۱۰۰۰ټنه سمنټ صادر کړي.

د معلوماتو له مخې؛ دغه انتقالات د رېل پټلۍ او سړکونو د ګډې تګلارې په وسیله کېږي، چې د لګښتونو په کمولو، د لېږد په چټکتیا او د صادراتي خدمتونو په ښه‌والي کې مهم رول لوبوي. د تهران اېراف اژانس وایي، د سمنټو پرله‌پسې صادرات نه یوازې د ایران سیمه‌ییز مارکېټ پیاوړی کوي؛ بلکې د غیر نفتي صادراتو د پراختیا او د اقتصاد د تنوع په برخه کې هم اغېزمن ګام بلل کېږي.

راپور کې زیاته شوې، د خصوصي سکټور د واګونونو کارول او د سیمې د رېل پټلۍ لارو پیاوړتیا د دغه پروژې د نورو مثبتو پایلو څخه دي. دغه اقدام د ایران د لوژستیکي سیسټم د بدلون او د صادراتو د سیالۍ ځواک د لوړولو په لور یو مهم ګام ګڼل کېږي.

بل خوا په وروستیو کې د ایران د رېل‌پټلۍ د بهرنیو سوداګریزو چارو مشر شهریار نقي‌زاده ویلي، له افغانستان سره یو مهم بندر شمتیغ چې تړل شوی و؛ بېرته فعال شوی او ترکیې ته ترې رېل ګاډی هم روان شوی دی. د ده په وینا؛ په تېرو اوو میاشتو کې د ایران او افغانستان ترمنځ ۳۵۰زره ټنه سوداګري د رېل ګاډي په وسیله ترسره شوې ده.

همدارنګه د ایران رېل‌پټلۍ د شمالي حوزې دویم رییس او د «اشیانه هزاره سوم» شرکت د مشرانو ترمنځ په یوه ناسته کې د دغه شرکت عمومي مدیر سیدجواد موسوي ویلي، چې د دوی د کار اساسي محور د سون توکو او تېلو ټرانزیت دی. د ده په وینا؛ په هر پړاو کې ۵زره ټنه ډیزل د روسیې څخه د کاسپین بندر ته لېږدول کېږي او له هغه ځایه د اوسپنې پټلۍ له لارې د افغانستان روزنک بندر ته استول کېږي.

طالبانو په دې وروستیو کې له پاکستان سره خپله هر ډول سوداګري بنده کړې او افغان سوداګرو ته یې سپارښتنه کړې، چې له یاد هېواد سره هېڅ ډول سوداګریزې اړیکې ونه ساتي. له همدې امله طالبانو او افغان سوداګرو د منځنۍ اسیا هېوادونو تر څنګ د وارداتو لپاره د ایران مارکېټ ته مخه کړې ده.

د داعش خراسان زیاتېدونکی ګواښ؛ تاجکستان خپلو امنیتي اندېښنو طالبانو سره تعامل ته اړ کړی

۳۰ لړم ۱۴۰۴ - ۲۱ نومبر ۲۰۲۵، ۰۲:۵۹ GMT+۰
د داعش خراسان زیاتېدونکی ګواښ؛ تاجکستان خپلو امنیتي اندېښنو طالبانو سره تعامل ته اړ کړی
100%

د ډېپلوماټ مجلې په یوې خپرې کړې مقاله کې راغلي، چې په وروستیو کلونو کې د داعش خراسان ترهګرې ډلې د فعالیتونو زیاتوالي له امله تاجکستان اندېښمن شوی او هڅه یې کړې، چې د خپلو امنیتي ننګونو له کبله طالبانو سره له بې‌باورۍ ډکې اړیکې بېرته ورغوي.

که څه هم د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د دوشنبې او کابل ترمنځ اړیکې ترینګلې وې؛ خو اوس د داعش د پراخېدونکي ګواښ له امله دواړه اړخونه دې ته اړ شوي، چې د عملي امنیتي همکارۍ پر لارو چارو غور وکړي.

تاجکستان له ډېر پخوا راهیسې د افغانستان ناامني د خپلو سویلي پولو لپاره یوه جدي ستونزه بللې ده. د دغه هېواد چارواکي په تېرو څو کلونو کې د افراطي ډلو د خوځښتونو له پراخېدو نه ژوره وېره لري. په ځانګړي ډول داعش خراسان ډله د تاجکستان لپاره تر ټولو خونړۍ او خطرناکه بلل کېږي؛ ځکه دغه ډله هڅه کوي چې په شمالي ولایتونو او په تېره د تاجکستان پولو ته نږدې خپل فعالیتونه زیات کړي.

بل لور ته طالبان هم داعش خراسان د خپل واک او ثبات پر وړاندې یوه ستره امنیتي ننګونه ګڼي. طالب چارواکو څو، څو ځله ویلي چې د خپلې حکومتولۍ په لومړیو دوو کلونو کې یې پر داعش سخت ګوزارونه کړي او لسګونه عملیات یې د یادې ډلې پر هسته‌يي جوړښتونو ترسره کړي دي. مقاله کې راغلي، چې طالبان غواړي دغه موضوع د خپلې امنیتي بریا په توګه تبلیغ او د سیمې د هېوادونو او په ځانګړي ډول تاجکستان باور ترلاسه کړي.

د ډېپلوماټ مجلې مقاله کې وړاندې زیاته شوې، تاجکستان د افغانستان د اوسني وضعیت په دقت ارزولو سره دې پایلې ته رسېدلی چې د داعش د احتمالي نفوذ د مخنیوي یوازینۍ عملي لاره د کابل له اوسني واقعیت سره تعامل او له طالبانو سره محدود خو اغېزمن تفاهم دی.

په مقاله کې لیکل شوي: «د داعش د فعالیت هر ډول زیاتوالی کولای شي د سرحدي سیمو لپاره د ناامنۍ، د ټولنیزې بې‌ثباتۍ او د تاجکستان د ملي ګټو لپاره د مستقیم ګواښ لامل شي. له همدې امله اوس د داعش موضوع د دوشنبې او کابل ترمنځ په رسمي او نارسمي خبرو کې یو اساسي محور جوړوي».

له بلې خوا طالبان له تاجکستان سره امنیتي همکارۍ یوه مهمه وسیله بولي؛ څو د هغې له لارې وکولای شي د امنیتي کړکېچونو د مهارولو ځواک وښيي او د سیمې په کچه سیاسي مشروعیت ترلاسه کړي. دوی هیله لري، چې د داعش پر ضد مبارزه به د ګاونډیو هېوادونو سره د اړیکو د پراخېدو زمینه برابره کړي.

د مقالې په نچوړ کې ویل شوي، په ټوله کې د داعش خراسان زیاتېدونکي فعالیتونه اوس د دوشنبې او کابل ترمنځ د اړیکو یوه داسې ګډه نقطه ګرځېدلې چې دواړه اړخونه اړ باسي تېرې ناخوالې شاته کړي او پر یوه داسې ګډ ګواښ تمرکز وکړي چې د دواړو هېوادونو ملي امنیت په مستقیم ډول تر سیوري لاندې راولي.

د طالبانو د بلخ والي نږدې میاشت وړاندې تاجکستان ته سفر کړی و او هلته یې پر امنیتي مسایلو د یاد هېواد له چارواکو سره ناستې ولاړې کړې وې. تر دې سفر لږ وروسته تېره اونۍ یو تاجکستانی پلاوی کابل ته تللی و او هلته یې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي په ګډون د طالبانو له یو شمېر لوړ پوړو غړو سره لیدنې کتنې کړې وې. که څه هم دغه ناستې ولاړې له رسنیو پټې پاتې شوې؛ خو ترلاسه شوي معلومات دا په ډاګه کوي، چې دواړه لوریو په سرحدي سیمو کې پر امنیتي همکاریو خبرې اترې کړې دي.

جرمني د هغو افغان پناه غوښتونکو دوسیې ارزوي، چې د نغدو پېسو وړاندیز یې رد کړی دی

۳۰ لړم ۱۴۰۴ - ۲۱ نومبر ۲۰۲۵، ۰۲:۳۱ GMT+۰
جرمني د هغو افغان پناه غوښتونکو دوسیې ارزوي، چې د نغدو پېسو وړاندیز یې رد کړی دی
100%

د جرمني د کورنیو چارو وزارت ویاندې الینا سینګر افغانستان انټرنشنل ته ویلي، د هغو افغان پناه غوښتونکو دوسیې تر ارزونې لاندې دي چې د دغه وزارت د مالي مرستو وړاندیز یې نه‌دی منلی. نوموړې وایي، هغه کسان چې د منل کېدو لازم شرایط او قانوني اسناد یې پوره نه وي؛ جرمني به یې ونه مني.

نوموړې د پنجشنبې په ورځ د (لړم ۲۹مه) په پاکستان کې د مېشتو هغو افغانانو چې د جرمني د منل کېدو ژمن لیکونه لري او له قضیو نه د تېرېدو په بدل کې یې د دغه هېواد د کورنیو چارو وزارت د نغدو پیسو وړاندیز رد کړی؛ نور جزییات ور نه‌کړل.

الینا سینګر وایي، چې د دغه کسانو دوسیې اوس هم تر څارنې او پلټنې لاندې دي. د یادې چارواکې په خبره؛ که چېرته یاد کسان د بیا مېشتېدو لپاره ټول قانوني شرطونه پوره نه‌کړي، یا د امنیتي څېړنو پایله یې منفي وي؛ نو په جرمني کې د دایمي مېشتېدو پروسه به یې تایید نه‌شي.

د جرمني د کورنیو چارو وزارت یوه نوې طرحه وړاندې کړې، چې له مخې یې یوشمېر هغه افغانان چې جرمني ته د داخلېدو اجازه‌لیک لري؛ کولای شي د سفر څخه د تېرېدو په بدل کې نغدې پېسې او لومړنۍ مالي مرستې ترلاسه کړي.

د یادې طرحې له مخې؛ هر مجرد کس ته ۶۵۰۰ یورو او هرې کورنۍ ته تر ۱۰زره یورو پورې مرسته منظور شوې ده. د جرمني رسنیو د چهارشنبې په ورځ راپور ورکړ، چې له ۶۵۰ افغان کډوالو څخه یوازې ۶۲ کسانو د نغدو پېسو د اخیستلو په بدل کې د نه‌تګ چمتوالی څرګند کړی دی.

د رسمي شمېرو له مخې؛ تر اوسه نږدې ۱۹۰۰ هغه افغانان چې د جرمني د منل کېدو اسناد لري، په پاکستان کې پاتې دي. ډېری یې د پخوانیو جرمني ځواکونو، نړۍوالو بنسټونو او مدني ټولنو همکاران دي چې د افغانستان د جمهوري نظام تر پرځېدو وروسته له جدي ګواښونو، نیونو او تاوتریخوالي سره مخ دي.

د جرمني حکومت د مالي وړاندیز له اعلان وروسته، یو شمېر دغه پناه غوښتونکو (د لړم په ۱۸مه) نېټه د جرمني لومړي وزیر فریدرېښ مېرڅ ته په یوه لیک کې دغه وړاندیز «غیراخلاقي او سپکوونکی» بللی او رد کړی دی.

یوشمېر افغان پناه غوښتونکي چې د جرمني د منل کېدو لیکونه په لاس کې لري، افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې که د برلین دغه مالي وړاندیز رد کړي؛ د خپل راتلونکي په اړه خورا اندېښمن دي. دوی وایي، چې نغدې پېسې د دوی امنیت په افغانستان کې نه‌شي تضمینولای.

ډېری دغه کسان قاضیان، وکیلان، خبریالان، د بشري حقونو فعالان او د جرمني د پخواني حضور سیمه‌ییز کارکوونکي دي چې وایي، که بېرته افغانستان ته ستانه شي؛ نو له سختو او جدي ګواښونو سره به مخامخ شي.