• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

جرمني د هغو افغان پناه غوښتونکو دوسیې ارزوي، چې د نغدو پېسو وړاندیز یې رد کړی دی

۳۰ لړم ۱۴۰۴ - ۲۱ نومبر ۲۰۲۵، ۰۲:۳۱ GMT+۰

د جرمني د کورنیو چارو وزارت ویاندې الینا سینګر افغانستان انټرنشنل ته ویلي، د هغو افغان پناه غوښتونکو دوسیې تر ارزونې لاندې دي چې د دغه وزارت د مالي مرستو وړاندیز یې نه‌دی منلی. نوموړې وایي، هغه کسان چې د منل کېدو لازم شرایط او قانوني اسناد یې پوره نه وي؛ جرمني به یې ونه مني.

نوموړې د پنجشنبې په ورځ د (لړم ۲۹مه) په پاکستان کې د مېشتو هغو افغانانو چې د جرمني د منل کېدو ژمن لیکونه لري او له قضیو نه د تېرېدو په بدل کې یې د دغه هېواد د کورنیو چارو وزارت د نغدو پیسو وړاندیز رد کړی؛ نور جزییات ور نه‌کړل.

الینا سینګر وایي، چې د دغه کسانو دوسیې اوس هم تر څارنې او پلټنې لاندې دي. د یادې چارواکې په خبره؛ که چېرته یاد کسان د بیا مېشتېدو لپاره ټول قانوني شرطونه پوره نه‌کړي، یا د امنیتي څېړنو پایله یې منفي وي؛ نو په جرمني کې د دایمي مېشتېدو پروسه به یې تایید نه‌شي.

د جرمني د کورنیو چارو وزارت یوه نوې طرحه وړاندې کړې، چې له مخې یې یوشمېر هغه افغانان چې جرمني ته د داخلېدو اجازه‌لیک لري؛ کولای شي د سفر څخه د تېرېدو په بدل کې نغدې پېسې او لومړنۍ مالي مرستې ترلاسه کړي.

د یادې طرحې له مخې؛ هر مجرد کس ته ۶۵۰۰ یورو او هرې کورنۍ ته تر ۱۰زره یورو پورې مرسته منظور شوې ده. د جرمني رسنیو د چهارشنبې په ورځ راپور ورکړ، چې له ۶۵۰ افغان کډوالو څخه یوازې ۶۲ کسانو د نغدو پېسو د اخیستلو په بدل کې د نه‌تګ چمتوالی څرګند کړی دی.

د رسمي شمېرو له مخې؛ تر اوسه نږدې ۱۹۰۰ هغه افغانان چې د جرمني د منل کېدو اسناد لري، په پاکستان کې پاتې دي. ډېری یې د پخوانیو جرمني ځواکونو، نړۍوالو بنسټونو او مدني ټولنو همکاران دي چې د افغانستان د جمهوري نظام تر پرځېدو وروسته له جدي ګواښونو، نیونو او تاوتریخوالي سره مخ دي.

د جرمني حکومت د مالي وړاندیز له اعلان وروسته، یو شمېر دغه پناه غوښتونکو (د لړم په ۱۸مه) نېټه د جرمني لومړي وزیر فریدرېښ مېرڅ ته په یوه لیک کې دغه وړاندیز «غیراخلاقي او سپکوونکی» بللی او رد کړی دی.

یوشمېر افغان پناه غوښتونکي چې د جرمني د منل کېدو لیکونه په لاس کې لري، افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې که د برلین دغه مالي وړاندیز رد کړي؛ د خپل راتلونکي په اړه خورا اندېښمن دي. دوی وایي، چې نغدې پېسې د دوی امنیت په افغانستان کې نه‌شي تضمینولای.

ډېری دغه کسان قاضیان، وکیلان، خبریالان، د بشري حقونو فعالان او د جرمني د پخواني حضور سیمه‌ییز کارکوونکي دي چې وایي، که بېرته افغانستان ته ستانه شي؛ نو له سختو او جدي ګواښونو سره به مخامخ شي.

ترویج لرونکی

طالبانو په هرات کې د شپنیو ګزمو له لارې د ښار امنیتي فضا لا سخته کړې
۱

طالبانو په هرات کې د شپنیو ګزمو له لارې د ښار امنیتي فضا لا سخته کړې

۲

د ږېرو پر سر نیونې؛ د کندهار اوسېدونکي وایي د خلکو عزت تر پښو لاندې کېږي او سپکاوی یې کېږي

۳

د پېښور سترې محکمې یو افغان کډوال ته د پاکستاني تابعیت ورکولو امر کړی

۴

سرچینې: په کندهار کې د مولوي هبت‌الله په مشرۍ د طالبانو د کابینې غونډه شوې

۵

اروپايي ټولنه: د افغان کډوالو د ستنولو لپاره طالبانو سره له خبرو پرته بله لاره نه لرو

•
•
•

نور کیسې

په فرانسه کې یوې محکمې څو کسان د ۷ افغان پناه غوښتونکو د مړینې په تړاو محاکمه کړل

۳۰ لړم ۱۴۰۴ - ۲۱ نومبر ۲۰۲۵، ۰۰:۳۰ GMT+۰
په فرانسه کې یوې محکمې څو کسان د ۷ افغان پناه غوښتونکو د مړینې په تړاو محاکمه کړل
100%

په فرانسه کې یوې محکمې ۸ نارینه له درېیو تر ۱۵ کلونو بند محکوم کړل. دغه کسان په ۱۴۰۲ کال کې د مانش په کانال کې د پناه غوښتونکو لیږدونکې بیړۍ د ډوبېدو له امله د ۷ افغان پناه غوښتونکو په مرګ کې د لاس لرلو په تور محاکمه شوي دي.

د فرانسوي رسنیو د راپور له‌مخې، دوه عراقي ۴۵ کلن نارینه چې د کډوالو قاچاق کوونکي ښودل شوي په تر ټولو سخته سزا چې له ۱۲ تر ۱۵ کلنو بند دی محکوم شوي دي. او پاتې نور چې له ۲۳ تر ۴۵ کلونو پورې عمرونه لري د غیر عمدي وژنو او د کډوالو د قاچاق په تړاو تورن شوي دي.

محکمې یو سوداني تورن ته چې ویل کیږي د کښتۍ چلونکی و برائت ورکړی.هغه یې د پیښې «قرباني» بللی او د خوشې کیدو غوښتنه یې کړې ده.

د محکمې قاضي د حکم اعلانولو پر مهال ویلي، چې تورنو کسانو، په خطرناکه شرایطو کې غوښتل پناه غوښتونکي له سینده پورې باسي. د دغې قضیې د موندنو له‌مخې، د ۱۴۰۲ کال په زمري میاشت کې یوه بیړۍ د ماشین خرابیدو له امله ډوبه شوه. په دغې پیښه کې ۷ افغان پناه غوښتونکو ساه ورکړه او پاتې نور ۶۰ کسان د فرانسې او بریتانیا ژغورنې ډلو وژغورل.

څیړنو ښودلې چې په دغې قضیه کې، له فرانسې او جرمني څخه د انساني قاچاق شبکه ښکیله وه، چې د عراقي – کُردي ډلې له‌خوا اداره کیدله او یوه ډله افغانانو هم په‌کې د کډوالو د جذب مسوولیت لاره.

پزشکیان: د حجاب موضوع باید د منازعې وسیله نه‌شي

۲۹ لړم ۱۴۰۴ - ۲۰ نومبر ۲۰۲۵، ۲۲:۰۷ GMT+۰
پزشکیان: د حجاب موضوع باید د منازعې وسیله نه‌شي
100%

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان وايي، د حجاب او عفت موضوع باید د شخړې او لانجې وسیله ونه ګرځي، بلکې باید د احترام او کرامت پر بنسټ او همداراز د خبرو له لارې هواره شي. د نوموړي په وینا، هېڅ ډول زور یا تحمیل د انسان د باطني درک او باور ځای نه‌شي نیولی.

مسعود پزشکیان د پنجشنبې په ورځ (د لړم ۲۹مه) قزوین ته د خپل سفر په ترڅ کې ټینګار کړی، چې ټولنیز اصلاحات یوازې د تدبیر، عقلانیت او د نیت د پاکوالي له لارې شونې دي، د حجاب مساله باید د ټولنیزو لانجو وسیله نه‌شي، بلکې باید د پوهې، کرامت او متقابل احترام پر بنسټ حل شي.

د پزشکیان دغه څرګندونې په داسې حال کې دي، چې په ایران کې د ښځو د حجاب پر وړاندې پراخ اعتراضونه روان دي او د ایران دولت ګڼ شمېر معترضینې په بند کې اچولي اوان ځينې یې وژلې دي.

په ایران کې د مهسا امیني په نوم یوه مېرمن د حجاب د نه‌مراعاتولو په نوم ونیول شوه، هغه د ۱۴۰۱ کال د وږي میاشتې په ۲۵مه د اسلامي جمهوریت د جبري حجاب د نه‌مراعاتولو له امله د ارشاد ګزمې د افسرانو له خوا تر نیول کېدو وروسته ووژل شوه.

د مهسا امیني مړینه، په ایران کې د لوی حرکت لامل شوه او پرې د « ښځې، ژوند، ازادي» نوم کېښودل شو.

افغانستان چې د ایران په ګاونډ کې دی، دلته هم د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې د ښځو پوښاک لا سخت شوی دی. طالبانو بیا پر حجاب له ټينګار سربېره پر افغان ښځو او نجونو ګڼ نور محدودیتونه هم لګولي دي. دوی افغان ښځې او نجونې د زده‌کړو او کار له دوامه محرومې کړې دي. اوس هم افغان نجونې یوازې تر شپږم ټولګي د زده کړو اجازه لري.

له څو ورځو راهیسي راپورونه ښیي، چې طالبانو په هرات کې پر ښځو د چادرۍ اغوستل جبري کړي دي. د راپورونو له‌مخې، له تېرو څو ورځو راهیسي د طالبانو د امربالمعروف او نهې عن المنکر محتسبین ان د روغتون ښځینه کارکوونکو او ناروغانو ته له چادرۍ پرته د تګ راتګ اجازه نه‌ورکوي.

کله چې هرات کې د چادرۍ د جبري اغوستلو راپورونو زور واخیست، د طالبانو د امربالمعروف او نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت ویاند سیف السلام خېبر د یکشنبې په ورځ (د لړم ۱۸مه) دغه ادعاوې چې ګواکې په هرات کې ښځو ته د شنو چادریو اغوستلو امر شوی، رد کړې او زیاته یې کړه: «دا خبره دروغ ده، دغه وزارت نه یوازې په هرات کې، بلکې په ټول هېواد کې د حجاب پر اغوستلو تاکید کړی دی.»

که څه هم په افغانستان او ایران کې د حجاب موضوع سره توپیر لري، خو د پوښاک موضوع د ټولنیز بحث، سیاسي فشار او د باورونو د ټکر یوه مهمه نمونه ګرځېدلې ده.

د بشري حقونو څار بنسټ په یوه مطلب کې ویلي، چې په هرات کې د طالبانو له لوري پر ښځو د چادري جبري کول د ښځو پر خپلواکۍ ښکاره تېری دی او د هغوی د کار، روغتیايي خدمتونو او بنسټیزو حقونو مخه نیسي.

ددغه بنسټ پر پاڼه په یوه مطلب کې راغلي، چې جبري حجاب د طالبانو د هغې پراخې تګلارې برخه ده، چې موخه یې د ښځو د بدن کنټرول او مېرمنې له ټولنیز ژوند څخه لرې کول دي.

ګوترېش: موږ باید په بېړه د ګل‌خانه‌يي ګاز کمولو لپاره اقدام وکړو

۲۹ لړم ۱۴۰۴ - ۲۰ نومبر ۲۰۲۵، ۲۱:۵۸ GMT+۰
ګوترېش: موږ باید په بېړه د ګل‌خانه‌يي ګاز کمولو لپاره اقدام وکړو
100%

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش د دغه سازمان د اقلیمي بدلون دېرشمې غونډې ته په خبرو کې، د اقلیمي ناورین په تړاو خبر داری ورکړ. هغه پر ټولو هیوادونو غږ وکړ، چې د ګل‌خانه‌يي ګاز د کمولو لپاره لاس په کار شي او په دې غونډه کې د متوازن او زړور تړون لپاره کار وکړي.

ګوترېش د بېلم په ناسته کې د پنجشنبې په ورځ (د لړم ۲۹مه) وویل، چې د نړۍ تودوخه به تر ۲۰۳۰ کاله ۱،۵ درجې له لنډ مهاله بدلون سره مخ شي. د هغه په وینا دغه بدلون به د ډېرو ناورینونو او د خلکو له بې‌ځایه کېدو سربېره د ایکو سیسټم ګواښونو لامل هم شي.

هغه له هېوادونو وغوښتل چې په همدې موخه د متوازن او زړور تړون لپاره کار وکړي، د ګل‌خانه‌ييګاز کمولو ژمنې پیاوړې کړي او د فوسیلي سون توکو نه‌کارول عادلانه او ګړندي کړي.

ګوترېش ټینګار وکړ، چې د زیان او مرګ ژوبلې صندوق باید تمویل شي او زیانمنېدونکو هېوادونو ته د باور وړ مالي ملاتړ برابر شي.

افغانستان هم د اقلیمي بدلون له اړخه یو له زیانمنو هېوادونو دی، خو د تېر جمهوري نظام له رانسکورېدو او د طالبانو له بیا واکمنېدو سره سم، د اقلیم په برخه کې د نړۍوالو ټولې مرستې په ټپه ودرېدې او همداراز نیمګړې پروژې لا هم پر خپل ځای دي.

انتونیو ګوترېش همداراز څرګنده کړه، چې ۱ اعشاریه ۵ درجې تودوخه باید په خبرو اترو کې «یوازنۍ سره کرښه» وي او په دې برخه کې یې د بیړنیو او ساینسي پریکړو غوښتنه هم وکړه.

د اقليمي بدلون دیرشمه غونډه چې څو ورځې مخکې د برازیل په بېلم ښار کې پیل شوه، ټاکل شوې سبا د نوامبر په ۲۱مه پایته ورسیږي.

د یادونې وړ ده، چې افغانستان سره له دې چې په اقلیمي بدلون کې کمه ونډه لري خو یو له زیانمنو هیوادونو څخه دی.

د ملګرو ملتونو د اقلیمي بدلون ۳۰مه غونډه د طالبانو د استازو له حضور پرته ترسره شوه | افغانستان انټرنشنل پښتو

په یاده غونډه کې طالبانو ته د افغانستان د اوسني سیاسي وضعیت او د مشروعیت نه‌لرلو له امله د ګډون بلنه نه‌ده ورکړل شوې.

عبدالحکیم حقاني: بې عدالتي نظامونه ړنګوي زموږ بقا په عدالت سره راځي

۲۹ لړم ۱۴۰۴ - ۲۰ نومبر ۲۰۲۵، ۲۱:۱۵ GMT+۰
عبدالحکیم حقاني: بې عدالتي نظامونه ړنګوي زموږ بقا په عدالت سره راځي
100%

د طالبانو د سترې محکمې رييس عبدالحکیم حقاني د کابل مرافعه او ښاري ابتداییه محکمو له مسوولینو سره په لیدنه کې د عدالت پر عملي کېدو ټينګار وکړ. هغه زیاته کړې: «د نظام بقا او قیام په عدالت سره راځي، ظلم او بې عدالتي لوی نظامونه سقوط او ړنګ کړي دي.»

د طالبانو سترې محکمې د پنجشنبې په ورځ (د لړم ۲۹مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، عبدالحکیم حقاني په یاده لیدنه کې له اړوندو مسوولینو غوښتي، چې د عدالت لپاره خپل ټول کارونه «د الهي ارشاداتو» په رڼا کې تر سره کړي.

هغه زیاته کړه:«تاریخونه مطالعه کړئ، په کوم ځای کې چې ظلم او بې عدالتي راغلي وي؛ نو هغه لوی نظامونه سقوط او ړنګ شوي دي.»

حقاني خپلو کارمندانو ته ویلي، که خپل مسوولیتونه په سم ډول ادا نه کړئ په «دنیا او اخرت کې به پوښتنه را څخه کیږي او په دې برخه کې هېڅ ډول ناغېړي ونه کړئ.»

نوموړي په دې لیدنه کې د افغانستان د سقوط پر مهال د خپلو جنګیالیو سختیو او قربانیو ته هم اشاره کړې او دا یې د خپل حاکمیت لپاره د مبارزو پایله ګڼلې ده.

د یادونې وړ ده، چې د طالبانو مشر هبت‌الله اخوندزاده او عبدالحکیم حقاني دوه داسې کسان دي، چې د جرمونو د نړۍوالې محکمې له لوري یې د بشري حقونو د نقض په تړاو د نیولو حکمونه صادر شوي دي.

طالبان: ټولې همکارې موسسې باید خپل فعالیتونه د روغتیا له ملي پالیسۍ سره سم ترسره کړي

۲۹ لړم ۱۴۰۴ - ۲۰ نومبر ۲۰۲۵، ۱۹:۵۴ GMT+۰
طالبان: ټولې همکارې موسسې باید خپل فعالیتونه د روغتیا له ملي پالیسۍ سره سم ترسره کړي
100%

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدمتونو د وړاندې کولو مرستیال عبدالولي حقاني وايي، ټولې همکارې او تطبیق کوونکې موسسې باید خپل فعالیتونه د روغتیا ملي پالیسۍ مطابق ترسره کړي، څو د خدماتو کیفیت لوړ، خوندي او اغېزناک شي.

د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال مولوي عبدالولي حقاني د پنجشنبې په ورځ (د لړم ۲۹مه) د روغتیا نړۍوال سازمان، یونېسف، تطبیق کوونکو موسسو او د افغانستان سرې میاشتې له استازو سره په ناسته کې وویل، چې د اغېزناکې همکارۍ، همغږۍ او معیاري روغتیایي خدمتونو وړاندې کول د وزارت لومړیتوب دی.

په دې ناسته کې، د خلکو پر باور د روغتیایي خدماتو د زیاتولو، د واکسین کمپاینونو په ځانګړي ډول د پولیو واکسین د پوښښ پراخولو، لرې پرتو سیمو ته د روغتیايي خدماتو رسولو، د تېر کال ستونزو او خنډونو د له‌منځه وړلو، راتلونکو پلانونو او چمتوالي په اړه بحث او خبرې وشوې.

حقاني وویل: «ټولې همکارې او تطبیق کوونکې موسسې باید خپل فعالیتونه له روغتیا ملي پالیسۍ سره سم ترسره کړي، څو د خدمتونو کیفیت لوړ، خوندي او اغېزناک شي.»

نوموړي زیاته کړه، د پولیو ویروس په ډېرو ولایتونو کې تر کنټرول لاندې راغلی، چې دا د ګډو هڅو او اغېزناکو همکاریو پایله ده.

هغه په خپلو خبرو کې د شفافیت، حساب ورکونې، د خلکو د باور ترلاسه کولو او د تکراري فعالیتونو د مخنیوي پر ضرورت ټینګار وکړ، څو شته سرچینې په اغېزناکډول وکارول شي.

د همکارو او تطبیق کوونکو موسسو استازو په دې ناسته کې په روغتیايي برخو کې د لا زیاتو همکاریو او همغږۍ ژمنه یو ځل بیا وکړه.