• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

قرغزستان کې د طالبانو او هند سفیرانو د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو په اړه خبرې کړې دي

۳۰ لړم ۱۴۰۴ - ۲۱ نومبر ۲۰۲۵، ۰۶:۴۸ GMT+۰

په قرغزستان کې د طالبانو سفیر مولوي عبدالشکور په دغه هېواد کې د هند له سفیر بیرېندر سېنګ سره په لیدنه کې د سیاسي اړیکو، اقتصادي او سوداګریزې همکارۍ پر پیاوړتیا خبرې کړې دي. خبرپاڼه کې ویل شوي، د سیمه‌ییز اتصال، بشري مرستو او دوه اړخیزو ډېپلوماټیکو تعاملاتو‌ پر پراختیا هم بحث شوی.

جمعه د (لړم ۳۰مه) خبرپاڼه کې ویل شوي، چې هند ته د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي وروستی سفر د دوه اړخیزو اړیکو پیاوړتیا لپاره مهم بلل شوی دی. دواړو لورو هیله څرګنده کړې، چې نوي ډيلي ته به د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نور الدین عزیزي سفر د صادراتو او وارداتو په برخه کې نوي فرصتونه رامنځته کړي.

خبرپاڼه کې زیاته شوې:« د چابهار بندر او هوايي دهلیز مېکانیزم د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د پراختیا لپاره ستراتیژیک اهمیت لري او اړینه ده، چې ګډ تمرکز او همکاري پرې نوره هم پیاوړې شي». د هند او طالبانو ترمنځ اړیکې داسې مهال پراخې شوې دي، چې پر کابل د واکمنو او اسلام‌اباد ترمنځ سخت سیاسي کړکېچ روان دی.

پاکستان او طالبانو څه باندې میاشت وړاندې پر ډیورنډ کرښه له یو بل سره درنې نښتې وکړې او له هماغه مهال راهیسې یې دروازې د هر ډول سوداګرۍ پرمخ سره بندې کړې دي. تازه طالبانو افغان سوداګرو ته خبرداری ورکړی، چې له پاکستان سره هر ډول سوداګریزې راکړې ورکړې بندې کړي او پر ځای دې یې پر بدیلو لارو فکر وکړي.

که څه هم ترکیې او قطر د اسلام‌اباد او طالبانو ترمنځ د مذاکراتو منځګړتوب هم وکړ؛ خو درې پړاوه خبرو اترو هم کومه مثبته پایله ور نه‌کړه.

د پاکستان حکومت وایي، تر هغې پورې به له افغانستان سره سوداګري پیل نه‌کړي؛ تر څو چې افغان طالبان په خپله خاوره کې د ‌ټي‌ټي‌پي وسله‌والې ډلې د پناه ځایونو د له‌منځه وړلو لپاره اقدام ونه‌کړي.

اسلام‌اباد ادعا لري، چې پر کابل واکمنو یې مخالفینو ته پناه ځایونه ورکړي؛ خو افغان طالبان بیا د اسلام‌اباد دغه ادعاوې ردوي او په کور دننه یې نا امنۍ داخلي ناکامي ګڼي.

ترویج لرونکی

طالبانو په هرات کې د شپنیو ګزمو له لارې د ښار امنیتي فضا لا سخته کړې
۱

طالبانو په هرات کې د شپنیو ګزمو له لارې د ښار امنیتي فضا لا سخته کړې

۲

د ږېرو پر سر نیونې؛ د کندهار اوسېدونکي وایي د خلکو عزت تر پښو لاندې کېږي او سپکاوی یې کېږي

۳

امریکایي اداره: په جنسي جرمونو محکوم افغان وګړی د کاناډا پولې ته نږدې نیول شوی

۴

د پېښور سترې محکمې یو افغان کډوال ته د پاکستاني تابعیت ورکولو امر کړی

۵

سرچینې: په کندهار کې د مولوي هبت‌الله په مشرۍ د طالبانو د کابینې غونډه شوې

•
•
•

نور کیسې

حنیف اتمر: طالبان باید د خلکو بنسټیز حقوق او د نجونو حقونه په جدي توګه خوندي کړي

۳۰ لړم ۱۴۰۴ - ۲۱ نومبر ۲۰۲۵، ۰۵:۵۸ GMT+۰
حنیف اتمر: طالبان باید د خلکو بنسټیز حقوق او د نجونو حقونه په جدي توګه خوندي کړي
100%

د مخکېني جمهور‌ي نظام پر مهال د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر وایي، په اوسنیو شرايطو کې چې هېواد د روغتیا تر څنګ د ثبات له بېلابېلو ګواښونو سره مخ دی؛ طالبان باید د خلکو او نجونو بنستیزه حقونه ورکړي. هغه زیاتوي، چې طالبان د اوسنیو واکمنانو په توګه باید دغه مسوولیت ترسره کړي.

جمعه د (لړم ۳۰مه) نوموړي پر اېکس پاڼه زیاته کړې، چې طالبان باید د ملي مصالې د تحقق لپاره اقدامات وکړي او په دې اړوند دې خپل مکلفیتونه ادا کړي. هغه همدا راز ټینګار کړی، چې په هېواد کې ټولې ژبې د درناوي وړ دي. اتمر تر دې وړاندې هم له طالبانو نه غوښتي و، چې د افغان نجونو پر مخ دې د ښوونځیو او‌ پوهنځیو دروازې خلاصې کړي.

هغه همداراز ښځو ته د کار د حق او ازادۍ د ورکړې په تړاو هم ټینګار کړی او دا یې د طالبانو مسوولیت بللی دی.

طالبانو د خپل دویم ځل واکمنۍ راهیسې د خپلې لومړۍ دورې په څېر بیا هم د نجونو پر زده‌کړو او د ښځو پر کار د سختو محدودیتونو تر څنګ یو شمېر بندیزونه هم لګولي دي. دغه ډله په نړۍ کې د همدې سختدریځه چلند له لوري سخته منزوي شوې او د نړۍ ډېری هېوادونو ورسره ډېپلوماټیکې اړیکې هم شلولې دي.

د جرمونو نړۍوالو محکمې د یادې ډلې مشر ملاهبت الله او د سترې محکمې رییس عبدالحکیم حقاني د نیولو امر کړی او لامل یې د افغان نجونو او بشریت ضد اقدام بللی دی.

هرات کې د طالبانو والي د ترکیې او ترکمنستان له قونسلانو سره د اقتصادي همکاریو اړوند کتلي

۳۰ لړم ۱۴۰۴ - ۲۱ نومبر ۲۰۲۵، ۰۴:۵۶ GMT+۰
هرات کې د طالبانو والي د ترکیې او ترکمنستان له قونسلانو سره د اقتصادي همکاریو اړوند کتلي
100%

په هرات کې د طالبانو والي شیخ اسلام جار په دغه ولایت کې د ترکیې او ترکمنستان هېوادونو له سر قونسلانو سره په ناسته کې پر اقتصادي، ښوونیزو او فرهنګي همکاریو خبرې کړې دي. په خبرپاڼه کې راغلي، درې واړو لورو ژمنه وکړه چې په دغه برخو کې به همکارۍ پراخې کړي.

پنج‌شنبه د (لړم ۲۸مه) خبرپاڼه کې زیاته شوې، په هرات کې د طالبانو سیمه‌ییزه اداره د ټولو هغو همکاریو هرکلی کوي چې خلکو ته د خدمتونو په ښه‌والي، د اړیکو پیاوړتیا او د رغنیزو پروژو په پلي کېدو کې اغېزمنې وي.

مولانا اسلام جار ویلي، چې هرات د ګډو پانګونو او سیمه‌ییزو همکاریو لپاره پراخ فرصتونه لري. هغه وايي، د دوی واکمنه ډله چمتو ده چې ګاونډیو او سیمه‌ییزو هېوادونو سره خپلې اړیکې لا پراخې او پیاوړې کړي.

طالبان داسې مهال له ګاونډیو هېوادونو سره د ښو اړیکو خبره کوي، چې له څه مودې راهیسې یې له خپل یو ګاونډي پاکستان سره وسله‌والې شخړې وکړې او اوس‌مهال ورسره په سخت کړکېچ کې ښکېل دي.

طالبانو له پاکستان سره هر ډول سوداګریزې اړیکې بندې کړې او افغان سوداګرو ته یې هم سپارښتنې کړې، چې له دغه هېواد څخه خپلې لمنې راټولې کړي.

ننګرهار کې د طالبانو والي د ایران له قونسل سره د سوداګریزو اړیکو پر پیاوړتیا غږېدلی

۳۰ لړم ۱۴۰۴ - ۲۱ نومبر ۲۰۲۵، ۰۴:۱۷ GMT+۰
ننګرهار کې د طالبانو والي د ایران له قونسل سره د سوداګریزو اړیکو پر پیاوړتیا غږېدلی
100%

په ننګرهار کې د طالبانو والي ملامحمد نعیم اخوند پنج‌شنبه د (لړم ۲۹مه) په خپل کاري دفتر کې د دغه ولایت لپاره د ایران له قونسل مجید رضا پناه سره د سوداګریزو اړیکو پر پیاوړتیا خبرې کړې دي.

خبرپاڼه کې راغلي، چې په دغه لیدنه کې د ختیځ زون سوداګرو د دوه طرفه اقتصادي غښتلتیا او سوداګریزو اړیکو په تړاو هوکړه شوې.

خبرپاڼه زیاتوي، د ختیځ زون او د ایران د سوداګرو په تګ راتګ، صادراتو او وارداتو، د پانګونې په فرصتونو، ټرانسپورټ او ټرانزیټ تر څنګ دواړه لورو د سړو خونو په جوړولو هم خبرې کړې دي. خبرپاڼه کاږي، سوداګرو، ناروغانو او کاریګرو ته د ایران د ویزو ورکړې په تړاو هم د طالبانو دغه والي د اسانتیاوو پر برابرولو ټینګار کړی دی.

له پاکستان سره د سوداګریزې راکړې ورکړې او پر ډیورنډ کرښه د لارو تر بندېدو وروسته پر افغانستان واکمنو اوس له ایران سره اړیکو ته مخه کړې ده. همدا راز طالبانو هڅه کړې، چې د ایران سربېره د سوداګرۍ د بدیلونو لپاره د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره هم خپلې اړیکې پراخې کړي.

ایران او طالبان سرحدي سیمو کې د کاني موادو د پروسس ګډ مرکز د جوړولو هڅه کوي

۳۰ لړم ۱۴۰۴ - ۲۱ نومبر ۲۰۲۵، ۰۴:۰۶ GMT+۰
ایران او طالبان سرحدي سیمو کې د کاني موادو د پروسس ګډ مرکز د جوړولو هڅه کوي
100%

د ایران د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال خبر ورکړی، چې د یوې نوې طرحې پر بنسټ ایراني شرکتونه کولای شي د افغانستان او ایران په پوله کې د افغانستان د کانونو د پروسس لپاره ګډ مرکز جوړ کړي. ایراني رسنۍ وایي، دغه موضوع د طالبانو او ایران ترمنځ بحث شوې ده.

د ایران اېراف اژانس د راپور له مخې؛ دغه موضوع د ایران د سوداګرۍ خونې د مرستیال او د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزیر هدایت‌الله بدري په تازه لیدنه کې مطرح شوې او دواړه غاړو پرې لومړنۍ هوکړه هم کړې ده.

د ایران د سوداګرۍ خونې مرستیال قدیر قیافه په دغه ناسته کې د افغانستان د پراخو کاني زېرمو یادونه وکړه او ویې ویل، چې د یادې برخې د پراختیا لپاره پراخې او علمي څېړنې اړینې دي. هغه زیاته کړه، چې وروسته باید د کاني موادو پروسس په اساسي ډول ترسره شي؛ څو د افغانستان اقتصاد کې د پام وړ ښه‌والی رامنځته شي.

راپور وایي، نوموړي د دواړه هېوادونو د خصوصي سکتور ترمنځ د ګډې کاني کمېټې د جوړولو وړاندیز هم وکړ؛ څو همکاري په بېلابېلو برخو کې پراخه شي. قیافه د ایران د صنعتي او کاني وړتیاوو په اړه وویل، چې ایران د فولادو په تولیدي ځنځیر کې بشپړه تجربه لري او کولای شي خپلې ماشینرۍ، بنسټیزې اسانتیاوې او تخنیکي پوهه له افغان لوري سره شریکه کړي.

هغه ټینګار وکړ، چې د برېښنا انرژۍ ته لاسرسی د کاني موادو د پروسس لپاره بنسټیز اهمیت لري او ایران چمتو دی چې په ګډو برېښنايي پروژو کې ګډون وکړي. د انساني ځواک روزنه هم هغه برخه ده، چې ایران په‌کې د همکارۍ وړتیا لري.

قیافه وړاندیز وکړ، چې په سرحدي سیمه کې دې د کاني توکو د پروسس ګډ مرکز جوړ شي؛ هغه اقدام چې د ده په وينا د افغانستان لپاره ځانګړې اقتصادي ګټه لري، ځکه ډېری غني کانونه د پولې ترڅنګ پراته دي او لومړی باید د دغه زېرمو دقیقې سروې ترسره شي.

هغه دارنګه د افغانستان د کانونو د برخې لپاره د لس کلن ستراتیژیک پلان د جوړولو ګډې کمېټې د رامنځته کولو وړاندیز وکړ او ویې ویل، چې ایراني شرکتونه کولای شي د یادې ستراتیژۍ په ډیزاین او لومړنیو اصولو کې له افغان لوري سره مرسته وکړي.

راپور کې د هدایت‌الله بدري له قوله لیکل شوي، د ایراني لوري له وړاندیزونو یې هرکلی وکړ او ویې ویل چې له ایران سره د اړیکو پراختیا د دوی له کاري لومړیتوبونو څخه ده. هغه یادونه وکړه، چې تر دې وړاندې هم د ایران د صنعت، کان او سوداګرۍ له وزیر سره یې مهمې هوکړې شوې دي.

بدري ټینګار وکړ، چې د افغانستان تګلاره دا ده چې پانګه‌وال د همدې هېواد په خاوره کې پانګونه وکړي او د استخراج او پروسس ټول کارونه دې د افغانستان دننه ترسره شي.

په دې ناسته کې په کابل کې د ایران سفیر علي‌رضا بېکدلي هم ګډون لاره. هغه د افغانستان او پاکستان د اوسنیو ستونزو په اړه وویل، چې ایران غواړي له افغانانو سره په سختو شرایطو کې مرسته وکړي او د امکان تر بریده د دوی اړتیاوې پوره کړي.

بېکدلي د ایران د سوداګرۍ خونې د پلاوي حضور د ایران د خصوصي سکتور د افغانستان بازار ته د لېوالتیا څرګندونه وبلله او زیاته یې کړه، د ایران د سوداګرۍ خونې په ملاتړ سره معتبرو ایراني شرکتونو ته لاره هوارېږي چې افغانستان ته داخل شي او په بېلابېلو برخو کې فعالیت پیل کړي.

هغه همدارنګه یادونه وکړه، چې د ایران د صنعت او کانونو د وزیر او د طالب چارواکو ترمنځ مخکینۍ هوکړې باید وڅارل شي.

ایران هره اونۍ افغانستان ته د ۱۰۰۰ټنه سمنټو صادرات پیل کړل

۳۰ لړم ۱۴۰۴ - ۲۱ نومبر ۲۰۲۵، ۰۳:۲۸ GMT+۰
ایران هره اونۍ افغانستان ته د ۱۰۰۰ټنه سمنټو صادرات پیل کړل
100%

ایراني رسنیو خبر ورکړی، چې دغه هېواد د پنج‌شنبې په ورځ د (لړم ۲۹مه) د رېل پټلۍ له لارې افغانستان ته د سمنټو لومړنۍ جوپه واستوله. راپورونه وایي، ایران به هره اونۍ د مهالوېش پر بنسټ افغانستان ته ۱۰۰۰ټنه سمنټ صادر کړي.

د معلوماتو له مخې؛ دغه انتقالات د رېل پټلۍ او سړکونو د ګډې تګلارې په وسیله کېږي، چې د لګښتونو په کمولو، د لېږد په چټکتیا او د صادراتي خدمتونو په ښه‌والي کې مهم رول لوبوي. د تهران اېراف اژانس وایي، د سمنټو پرله‌پسې صادرات نه یوازې د ایران سیمه‌ییز مارکېټ پیاوړی کوي؛ بلکې د غیر نفتي صادراتو د پراختیا او د اقتصاد د تنوع په برخه کې هم اغېزمن ګام بلل کېږي.

راپور کې زیاته شوې، د خصوصي سکټور د واګونونو کارول او د سیمې د رېل پټلۍ لارو پیاوړتیا د دغه پروژې د نورو مثبتو پایلو څخه دي. دغه اقدام د ایران د لوژستیکي سیسټم د بدلون او د صادراتو د سیالۍ ځواک د لوړولو په لور یو مهم ګام ګڼل کېږي.

بل خوا په وروستیو کې د ایران د رېل‌پټلۍ د بهرنیو سوداګریزو چارو مشر شهریار نقي‌زاده ویلي، له افغانستان سره یو مهم بندر شمتیغ چې تړل شوی و؛ بېرته فعال شوی او ترکیې ته ترې رېل ګاډی هم روان شوی دی. د ده په وینا؛ په تېرو اوو میاشتو کې د ایران او افغانستان ترمنځ ۳۵۰زره ټنه سوداګري د رېل ګاډي په وسیله ترسره شوې ده.

همدارنګه د ایران رېل‌پټلۍ د شمالي حوزې دویم رییس او د «اشیانه هزاره سوم» شرکت د مشرانو ترمنځ په یوه ناسته کې د دغه شرکت عمومي مدیر سیدجواد موسوي ویلي، چې د دوی د کار اساسي محور د سون توکو او تېلو ټرانزیت دی. د ده په وینا؛ په هر پړاو کې ۵زره ټنه ډیزل د روسیې څخه د کاسپین بندر ته لېږدول کېږي او له هغه ځایه د اوسپنې پټلۍ له لارې د افغانستان روزنک بندر ته استول کېږي.

طالبانو په دې وروستیو کې له پاکستان سره خپله هر ډول سوداګري بنده کړې او افغان سوداګرو ته یې سپارښتنه کړې، چې له یاد هېواد سره هېڅ ډول سوداګریزې اړیکې ونه ساتي. له همدې امله طالبانو او افغان سوداګرو د منځنۍ اسیا هېوادونو تر څنګ د وارداتو لپاره د ایران مارکېټ ته مخه کړې ده.