• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

افغاني فلم «پیکار» د مستندو فلمونو په امسټرډم فسټیوال کې درې جایزې وګټلې

۳۰ لړم ۱۴۰۴ - ۲۱ نومبر ۲۰۲۵، ۱۶:۱۲ GMT+۰

افغان فلم‌ جوړونکياو لیکوال داوود هلمندي د خپل مستند فلم «پیکار» له امله دامسټرډم نړیوال مستند فلم فستیوال درې جایزې ترلاسه کړې. دغه فلم چې ۹۷دقیقې اوږد دی، د څو نسلو د کډوالۍ او هغو هڅو کیسه کوي چې د امنیت او ازادۍ لپاره ترسره شوي.

د مستندو فلمونو امسټرډم فسټیوال د ۳۸م پړاو ګټونکو نوملړ په هالنډ کې اعلان شو، چې پکې د هلمندي مستند «پیکار» فلم لومړی مقام وګاټه.

پیکار مستند فلم د داوود هلمندي د ژوند شخصي کیسه بیانوي؛ هغه چې له کلونو بهر اوسېدو وروسته ایران او افغانستان ته ستنیږي څو له خپل پلار سره خپل پرې شوی تړاو بیا ورغوي. د هغه کورنۍ د نړۍ په بېلابېلو هېوادونوکې ژوند کوي او هر یو د جلاوطنۍ، کډوالۍ او بېلتون بېلابېلې تجربې لري.

دا مستند د هلمندي هغه هڅه انځوروي چې له خپل سخت دریځه او عمرخوړليپلار سره غواړينږدې شي. فلم د کورنۍ د اړیکو، د سختیو پر وړاندې د مقاومت او د امنیت او ازادۍ د لټون ژوره او دردېدلې انځورګري کوي.

«پیکار»، چې په فارسي او هالنډي ژبو جوړ شوی، په دې فسټیوالکې د «د غوره هالنډي فلم ځانګړې یادونه» او د فېپرېسکي جایزه هم ترلاسه کړې.

ترویج لرونکی

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي
۱

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

۲

ملا حسن اخوند د طالبانو ځانګړو ځواکونو ته ۷۰۰۰ افغانۍ امتیازي معاش منظور کړی

۳

په ازبکستان کې د یوه افغان له موټره نږدې ۶۰۰ کیلوګرامه نشه يي توکي موندل شوي

۴

د ملایعقوب په مشرۍ غونډه کې د ملا هبت الله د فرمانونو پر بشپړې پلي کېدا ټینګار شوی

۵
ځانګړی

د افغان طالبانو پر وړاندې د پاکستان د ځينې مذهبي ډلو او علماوو نظر بدل شوی

•
•
•

نور کیسې

د قزاقستان روغتیایي ټیمونو د افغانستان په شمال کې دوه روغتیایي مرکزونه پرانیستي

۳۰ لړم ۱۴۰۴ - ۲۱ نومبر ۲۰۲۵، ۱۵:۴۶ GMT+۰

قزاقي رسنیو نن د جمعې په ورځ راپور ورکړی چې د قزاقستان استول شوي روغتیایي ټیمونو د افغانستان په شمال زلزله ځپلو سیمو کې دوه روغتیایي مرکزونه پرانیستي دي. دغه مرکزونه د زلزلې له امله ژوبل شویو او زیانمن شویو خلکو ته صحي خدمتونه وړاندې کوي.

د قزاقستان د عامې روغتیا وزارت وايي چې دغه ټیمونو تر دې دمه لسګونه معاينې، مشورې او جراحي عملیات ترسره کړي، او د ځايي ډاکټرانو سره د ناروغانو د دوسیو په مدیریت، د جراحي پروګرام جوړولو او د پېچلو قضیو په څارنه کې مرسته کوي.

راپورونه وايي چې له قزاقستان څخه یوه کڅوړه درمل، جراحي وسایل، بانډاژونه، خیمې، بسترونه او نورې ابتدایي اړتیاوې افغانستان ته رسول شوې دي.

د استول شوي ټیم غړي د ټروما، پولي ټروما او بېړني طب متخصصین دي چې د قزاقستان د ملي ټروما او ارتوپیدي ساینسي مرکز او د بېړنۍ طبي همغږۍ ملي مرکز پورې اړه لري.

دوی وايي چې اصلي تمرکز یې پر ژوبل شویو کسانو د عاجلې پاملرنې، اړینو جراحيو ترسره کولو او د ځايي صحي سیسټم ظرفیت پیاوړتیا ده.

ځايي چارواکي وايي چې که څه هم د درملنې اړتیاوې زیاتې شوي، خو د دغو دوه مرکزونو پرانیستل او د بهرنیو متخصصینو شتون د شمالي افغانستان په روغتیایي مرکزونو فشار کم کړی دی.

د طالبانو د سوداګرۍ وزیر له افغان سیکانو او هندوانو غوښتي چې هېواد ته ستانه شي

۳۰ لړم ۱۴۰۴ - ۲۱ نومبر ۲۰۲۵، ۱۴:۳۸ GMT+۰

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي په نوي ډیلي کې له افغان سیکانو او هندو وګړو څخه غوښتي چې افغانستان ته ستانه شي. هغه وویل: «افغانستان سیکانو او هندو وګړو ته اړتیا لري او دوی یې ملاتړ یې کوي».

طالب وزیر له هندي چارواکو سره په یوه سوداګریزه غونډه کې ټینګار کړی چې طالبان په خپلو پروګرامونو کې د سیکانو او هندو وګړو ملاتړ کوي او که دوی هیواد ته راستانه شي نو ملاتړ به یې لا ډير او دوامداره وکړي.

هغه وویل: «موږ غواړو هغه خلک چې په مختلفو سکتورونو کې فعال دي، په شمول د روغتیا او سوداګرۍ، افغانستان ته راستانه شي. سیکان او هندو وګړي باید هیواد ته راستانه شي ځکه چې افغانستان د دوی شتون ته سخته اړتیا لري.»

په افغانستان کې هندوان او سیکان د طالبانو د واک ته رسیدو او ګواښونو زیاتوالي وروسته له هیواده وتلو ته اړ شول. دوی د خپلو ځمکو له لاسه ورکولو په اړه اندیښمن وو او له طالبانو څخه یې وغوښتل چې ستونزې یې حل کړي.

د هندوانو او سیکانو استازو د طالبانو له چارواکو سره په غونډو کې ویلي چې په کابل کې د دوی ډیری ملکیتونه غصب شوي دي.

مخکې له دې، د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي په نوي ډیلي کې د افغان هندوانو او سیکانو ډلو له لوړ پوړو غړو سره په یوه غونډه کې ویلي وو چې طالبان به د مذهبي لږکیو امنیت ډاډمن کړي او د دوی عبادت ځایونه به بیا جوړ کړي.

خواجه اصف: طالبان چې د هر چا سره سوداګري کوي خو موږ دې نور پرېږدي

۳۰ لړم ۱۴۰۴ - ۲۱ نومبر ۲۰۲۵، ۱۳:۱۶ GMT+۰

د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف له افغان طالبانو سره د مذاکراتو ناکامه کېدو او له هند سره د دغه ډلې سوداګرۍ ته په اشاره ویلي:«طالبان چې له هر چا سره سوداګري کوي خو موږ دې نور پرېږدي».

د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف له یو پاکستاني‌ رسنۍ سره د خبرو پرمهال له افغان طالبانو سره د مذاکراتو ناکامه کېدو ته په اشاره ویلي:« زما په فکر له افغانستان سره دروازې باید خلاصي نه شي.»

نوموړي د افغان طالبانو او هند ترمنځ د سواګریزو اړیکو پراخېدو ته په اشاره زیاته کړې:«طالبان چې له هر چا سره سوداګري کوي خو موږ دې پرېږدي.»

پر همدغه مهال خواجه اصف ویلي، هغه پاکستاني چارواکو چې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو او واک ته د طالبانو د رسېدو په اړه خوشحالي کړې، د نوموړي په خبره هغوی”غلط” کار کړی دی.«کله چې طالبان کابل ته ننوتل ، ما خپله د هغوی د ښه راغلاست لپاره ټویټ وکړ، خو هغه درې کاله مخکې مسله وه. اوس په تېرو درېیو کلونو کې اوبه له ورخه تېرې شوې دي.»

یاد پاکستاني چارواکي دغه څرګندونې پرداسې مهال کړې، چې د طالبانو د سوداګرۍ وزیر له هند سره د سوداګریزو همکاریو پراختیا په موخه نوي ډیلي ته تللی او له هندي چارواکو سره یې د سوداګرۍ پراختیا به تړاوو ناستې دوام لري.

امسو: په افغانستان کې ۵۵۰ د رسنیو ضد پېښې او ۲۵ محدودوونکي فرمانونه ثبت شوي

۳۰ لړم ۱۴۰۴ - ۲۱ نومبر ۲۰۲۵، ۱۱:۳۶ GMT+۰

د خبریالانو د ملاتړ سازمان(امسو) په جرمني کې د«افغانستان د بیان ازادۍ نړيوال سمپوزيم»تر نوم لاندې یوه غونډه ترسره کړې. امسو ویلي چې د دوی د موندنو پر اساس په تېرو څلورو کلونو کې د رسنیو په وړاندې د تاوتریخوالي ۵۵۰ پېښې او ۲۵ محدودوونکي حکمونه ثبت شوي.

دغه سازمان نن په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې په سمپوزيم کې خبریالانو او د رسنیو فعالانو د افغانستان د اوسني وضعیت په ځانګړي ډول د بیان ازادۍ د محدودیتونو، د ښځو د حذفېدو، او د اطلاعاتو د نه‌لاسرسي په اړه ژور بحثونه وکړل.

سازمان د خپلو څېړنو موندنې هم وړاندې کړې او څرګنده یې کړه چې په تېرو څلورو کلونو کې په افغانستان کې له ۵۵۰څخه ډېر د رسنیو پر وړاندې د زور، تاوتریخوالي او سرغړونو پېښې ثبت شوې دي. د دې ترڅنګ، تر ۲۵پورې محدودوونکي حکمونه د طالبانو له لوري پر رسنیو لګول شوي دي.

د دې سازمان مشر حامد عبیدي، په خپلو څرګندونو کې ویلي چې په افغانستان کې انتقادي ژورنالېزم نږدې له منځه تللی او ښځې له رسنیو څخه په بشپړ ډول حذف شوې دي. د هغه په باور، ګڼ شمېر خبریالان د نیول کېدو او شکنجې له وېرې په پټه کار کوي.

ښاغلي عبیدي زیاته کړې چې په ګاونډیو هېوادونو لکه پاکستان، ایران، هند او ترکیه کې میشت افغان خبریالان هم د «تعلیق او ګواښ» په حالت کې ژوند کوي. د قانوني اسنادو نشتوالی، امنیتي فشارونه، د جبري ایستلو ګواښ او د نیول کېدو خطر د سلګونو خبریالانو ژوند له ستونزو سره مخ کړی.

هغه له نړیوالې ټولنې غوښتنه وکړه چې د خبریالانو د ساتنې، بیړنیو ویزو او د جبري اخراج د مخنیوي لپاره ژر تر ژره عملي اقدامات ترسره کړي.

د هبت الله لخوا ګوښه شوي معین غوښتل د مخدره توکو په قاچاق کې ښکېلو چارواکو نومونه افشا کړي

۳۰ لړم ۱۴۰۴ - ۲۱ نومبر ۲۰۲۵، ۱۱:۱۱ GMT+۰

د طالبانو په کورنیو چارو وزارت کې باخبره سرچینو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي، چې د ملا هبت الله له خوا ګوښه شوي د کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو سره د مبارزې معین محمد قاسم خالد غوښتل چې د هغو طالب چارواکو نومونه افشا کړي، چې د نشه یې توکو په پلور او قاچاق کې لاس لري.

د طالبانو په کورنیو چارو وزارت کې باخبره سرچینو نن جمعه، لړم ۳۰مه وویل، چې د یاد وزارت د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې ګوښه شوی معین محمد قاسم خالد د کورنیو چارو وزارت د اوونۍ د انسجام په غونډه کې ویلي و، چې د هغو طالب چارواکو نوملړ لري، چې د نشه یي توکو په پلور او قاچاق کې لاس لري.

قاسم خالد ویلي و، چې غواړي د هغو طالب چارواکو په اړه په رسمي ډول د طالبانو مشر ملا هبت الله ته معلومات ورکړي.

طالبانو د تېر اکتوبر میاشتې پر ۲۲ مه نېټه د نیمروز پخوانی والي محمد قاسم خالد د یادې ډلې د کورنیو چارو وزارت له نشه يي توکو سره د مبارزې د معین په توګه وټاکه، خو له ۲۸ ورځو وروسته یې له دندې ګوښه کړ او پر ځای یې د یادې ډلې د اصلاحي کمیسیون پخوانی رییس عبدالرحمن منیر په دنده وګوماره.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت او د یاد وزارت له نشه يي توکو سره د مبارزې معینت له خوا خپرو شویو خبرپاڼو او انځورونو کې د نوي معین په پیژندګلویزه غونډه کې محمد قاسم خالد نه ښکاري.

باخبره سرچیني وايي، چې محمد قاسم خالد د نشه يي توکو سره د مبارزې معینت څخه د ګوښه کېدو په اړه ناخوښی دی.

د لړم ۲۷مه په کابل کې د طالبانو ځینو سرچینو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي و، چې د دې ډلې د کورنیو چارو وزارت له نشه يي توکو سره د مبارزې معین محمد قاسم خالد د هغو طالب مشرانو په غوښتنه اصلاحي کمیسیون ته تبدیل شوی، چې د نشه يي توکو په قاچاق کې ښکیل دي.

د سرچینو په وینا، د نشه یې توکو په کښت او قاچاق کې د طالبانو ځینې ښکیل چارواکي چې هبت الله ته نږدې دي، د کورنیو چارو وزارت د نشه یي توکو د نوي معین محمد قاسم خالد له اصلاحاتو او تغیراتو څخه خوښ نه وو او د کندهار د والي ملا شیرین او د دفاع وزارت مرستیال ملا فاضل په هڅونه یې ملاهبت الله دې ته اړ کړ، چې له خپلې دې ټاکنې لاس پر سر شي او محمد قاسم خالد د طالبانو اصلاحي کمیسیون ته ولیږي.

د کندهار والي ملا شیرین او د دفاع وزارت مرستیال ملا فاضل هبت الله ته ویلي، چې ددې ډلې د اصلاحي کمیسیون اوسنی رییس عبدالرحمن منیر د تحریک طالبان پاکستان پر مشرانو فشار ډېروي او مخالف یې دی او باید د هغه پرځای «نرم دریځی» محمد قاسم خالد، چې د ټي ټي پي له مشرانو سره د ښو اړیکو سابقه هم لري، د اصلاحي کمیسیون د رییس په توګه معرفي شي.