• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ټلویزیون نړۍواله ورځ؛ په ټول افغانستان کې شاوخوا ۸۱ ټلویزیوني شبکې فعالیت لري

۳۰ لړم ۱۴۰۴ - ۲۱ نومبر ۲۰۲۵، ۲۰:۵۳ GMT+۰

د ازادو ژورنالیستانو اتحادیې د ټلویزیون د نړۍوالې ورځې په مناسبت په یوې اعلامیې کې ویلي، په ټول هېواد کې ۸۱ ټلویزیوني شبکې لا هم فعالیت لري. طالبانو له بیا واکمنېدو سره سم، یو شمېر ټلویزیوني شبکې بندې کړې او په ټوله کې تر طالبانو مخکې نظام کې د ټلویزیوني شبکو شمېر ډېر لوړ و.

دغه اتحادیه زیاتوي چې له دې ډلې ۵۶ شبکې ازادې او ۲۵ دولتي دي، چې په مرکز او ولایتونو کې خپرونې لري.

دغه اتحادیه وایي، په دې شبکو کې ټولټال ۱۳۶۴ کسان په کار بوخت دي چې دا د اطلاعاتو د رسولو، عامه پوهاوي د لوړولو او ملي ویښتیا لپاره ستر ملي ظرفیت بلل کېږي.

له هغه راهیسې چې طالبان د ۲۰۲۱ کال د اګسټ په ۱۵مه په افغانستان کې بیا واک ته ورسېدل، پر رسنیو او خبریالانو ګڼ محدودیتونه وضع شوي، یو شمېر رسنۍ تړل شوي، خبریالان ګواښل شوي، بندي او وژل شوي دي.

د خبریالانو د ملاتړ سازمان (امسو) بیا ویلي، چې د دوی د موندنو پر بنسټ په تېرو څلورو کلونو کې د رسنیو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۵۵۰ پېښې او ۲۵ محدودوونکي حکمونه ثبت شوي دي.

د دې سازمان مشر حامد عبیدي، په خپلو څرګندونو کې ویلي، په افغانستان کې انتقادي ژورنالېزم نږدې له‌منځه تللی او ښځې له رسنیو څخه په «بشپړ» ډول حذف شوې دي. د هغه په باور، ګڼ شمېر خبریالان د نیول کېدو او شکنجې له وېرې په پټه کار کوي او یا هم د هېواد پرېښودو ته اړ شوي دي.

په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو سره سم، له هېواده بهر یو شمېر ټلویزیوني شبکې جوړې شوې او لا هم فعالیت لري.

له دې سره سم، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي نن په برلین کې په یوې انلاین غونډه کې وویل، هغه رسنۍ چې له بهره (له افغانستان څخه بهر) نشرات لري، د اوس لپاره تر ټولو مهم مدافعین او د هېواد د پېښو ثبتوونکي دي.

د نوموړي په باور: «هغوی د افغانستان دننه غږونه تقویت کوي، د جرایمو او د بشري حقونو د نقض په تړاو راپورونه خپروي او د هېواد د تاریخ ساتونکي دي.»

افغانستان او ګڼ شمېر نور هېوادونه د نومبر ۲۱مه د ټلویزیون نړۍواله ورځ، د دې لپاره نمانځي چې د ټلویزیون اغېز، اعتبار او ټولنیز اهمیت درک کړي. د ټلویزیون نړۍواله ورځ د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ د ۱۹۹۶ کال د ډسمبر په ۱۷مه د ۵۱/۲۰۵ پرېکړه لیک له‌مخې په رسمي توګه اعلان شوه. په یاده پرېکړه کې ټلویزیون د معلوماتو د خپرولو، د عامه پوهاوي د لوړولو، د سولې او نړۍوالو اړیکو د پیاوړتیا لپاره یوه مهمه او باوري وسیله بلل شوې ده.

ترویج لرونکی

طالبانو په هرات کې د شپنیو ګزمو له لارې د ښار امنیتي فضا لا سخته کړې
۱

طالبانو په هرات کې د شپنیو ګزمو له لارې د ښار امنیتي فضا لا سخته کړې

۲

د ږېرو پر سر نیونې؛ د کندهار اوسېدونکي وایي د خلکو عزت تر پښو لاندې کېږي او سپکاوی یې کېږي

۳

امریکایي اداره: په جنسي جرمونو محکوم افغان وګړی د کاناډا پولې ته نږدې نیول شوی

۴

د پېښور سترې محکمې یو افغان کډوال ته د پاکستاني تابعیت ورکولو امر کړی

۵

سرچینې: په کندهار کې د مولوي هبت‌الله په مشرۍ د طالبانو د کابینې غونډه شوې

•
•
•

نور کیسې

اسحاق ډار: افغانستان د سیمې د ثبات لپاره مهم او اغېزناک هېواد دی

۳۰ لړم ۱۴۰۴ - ۲۱ نومبر ۲۰۲۵، ۱۹:۱۸ GMT+۰
اسحاق ډار: افغانستان د سیمې د ثبات لپاره مهم او اغېزناک هېواد دی
100%

د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار وایي، افغانستان د پاکستان او سیمې د ثبات لپاره مهم او اغېزناک هېواد دی. هغه یو ځل بیا له طالبانو وغوښتل چې له افغانستان څخه د ترهګرۍ جرړې وباسي. طالبانو بیا په وار وار ویلي، چې په افغان خاوره کې ترهګره ډله نه‌شته.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ (د لړم۳۰مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، اسحاق ډار دغه څرګندونې د هندـ پسیفیک وزیرانو فورم په غونډه کې چې په بروکسیل کې جوړه شوې وه، کړي دي.

ډار وویل: «افغانستان د پاکستان او د سیمې د ثبات لپاره یو مهم او اغېزناک هېواد دی.»

هغه ټینګار وکړ، چې اسلام‌اباد د یوه سوله‌ییز، سوکاله او ملګري افغانستان غوښتونکی دی.

د اسحاق ډار دغه څرګندونې په داسې حال کې دي، چې په دې وروستیو اوونیو کې د طالبانو او پاکستان اړیکې د تحریک طالبان پاکستان (ټي‌ټي‌پي) د موضوع او د پاکستان د هوایي بریدونو له امله ترینګلې شوې دي.

ډار همداراز له افغان طالبانو وغوښتل چې مسوولانه چلند وکړي، خپلې نړۍوالې ژمنې پوره کړي او اجازه ورنه‌کړي چې له افغان خاورې د ترهګرۍ د ملاتړ او خپرېدو لپاره کار واخیستل شي. ډار زیاته کړه، چې سیمه‌ییزه سوله یوازې هغه وخت رامنځته کېږي، چې افغانستان د ترهګرۍ له ګواښ څخه خوندي وي او د سیمه‌ییزو همکاریو لپاره زمینه برابره شي.

طالبان د پاکستان دغه ادعا چې ترهګر د افغانستان له خاورې د ګاونډیو د نارامۍ لپاره استفاده کوي رد کړې او ویلي یې دي، چې د پاکستان ناامني د دوی داخلي ستونزه ده او خپله دې حل کړي او همداراز پړه دې پر نورو نه‌اچوي او طالبانو دا هم ویلي چې له افغان خاورې به د هېڅ هېواد پر وړاندې ترهګریزو فعالیتونو ته اجازه ورنه‌کړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د سیمې له هېوادونو هم وغوښتل چې د سولې، اقتصادي همکاریو او متقابل باور د رامنځته کولو لپاره ګډ کار وکړي.

له دې سره هممهاله د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف له افغان طالبانو سره د مذاکراتو ناکامه کېدو او له هند سره د دغې ډلې سوداګرۍ ته په اشاره ویلي:«طالبان چې له هر چا سره سوداګري کوي خو موږ دې نور پرېږدي.» او زیاته کړې یې ده: « زما په فکر له افغانستان سره دروازې باید خلاصې نه‌شي.»

د روانې میاشتې په پیل کې د پاکستان او طالبانو ترمنځ درېیم پړاو خبرې اترې په استانبول کې بې‌پایلې پای ته ورسېدې. یادې خبرې اترې د اکټوبر په میاشت کې د دواړو هېوادونو ترمنځ له سرحدي نښتو وروسته پیل شوې وې.

د طالبانو او پاکستان ترمنځ ترینګلتیاو د سیمې نور هېوادونه هم اغېزمن کړي دي. له دې وړاندې د ترکیې ولسمشر او د سیمې یو شمېر نورو مشرانو له دواړو غاړو غوښتي و، چې د خبرو له لارې خپلې شخړې حل کړي.

د طالبانو د کندهار او بلخ والیانو په ازبکستان کې د انارو پر صادراتو خبرې کړي

۳۰ لړم ۱۴۰۴ - ۲۱ نومبر ۲۰۲۵، ۱۸:۵۰ GMT+۰
د طالبانو د کندهار او بلخ والیانو په ازبکستان کې د انارو پر صادراتو خبرې کړي
100%

په کندهار کې د تازه مېوو د ټولنې مشر وايي، د طالبانو د کندهار او بلخ والیانو په ملتیا یې ازبکستان ته ۵ ورځنی سفر کړی او هلته یې د انارو پر صادراتو له اړوندو مسوولینو سره خبرې کړي. نوموړی زياتوي، ازبکستاني چارواکو ورسره له زر تر ۱۰ زره ټُنه انارو د صادراتو د هوکړې ژمنه کړې ده.

په کندهار کې د تازه مېوو د ټولنې مشر حاجي ناني اغا د جمعې په ورځ (د لړم ۳۰مه) په کندهار کې ځایي رسنیو ته ویلي، چې د طالبانو د کندهار والي ملاشیرین او د بلخ والي‌ محمد یوسف وفا په ملتیا یو شمېر سوداګرو ازبکستان ته پنځه ورځنی سفر کړی دی.

د نوموړي په خبره، د ازبکستان د سوداګرۍ مسوولینو د انارو نومونه غوښتي او وروسته به ورسره تر لس زره ټُنه د انارو د صادراتو قرار داد وکړي.

هغه زیاته کړې: «پنځه ورځې مو له ازبکانو سره ناستې وکړې، هغوی د انارو یو سمپل وغوښتۍ او تر کتلو وروسته به له زر څخه تر ۱۰ زره [ټُنه] د انارو د صادراتو قرار داد راسره وکړي.»

د ناني اغا په وینا، چې په درېيو ورځو کې یې د کندهار شاوخوا ۴۰ ټُنه انار په څلورو موټرو کې د نمونې په ډول دغه هېواد ته لېږلي دي.

هغه تمه ښودلې، چې د کندهار د انارو کیفیت او کمیت ته په کتو به ډېر ژر له ازبکستان لوري سره قرار داد وشي.

سره له دې چې له څه باندې یوې میاشتې راهیسې له پاکستان سره د ډیورنډ کرښې له لارې سوداګري بنده شوې، په کندهار کې طالب چارواکي وايي، چې سږکال له دې ولایت څخه نږدې ۲۲ زره ټُنه انار بهر ته صادر شوي، چې د تېر کال پرتله ۳۲ سلنه زیاتوالی ښيي.

په کندهار کې د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ویلي، چې تېر کال ۷زره ټُنه انار صادر شوي و، خو سږکال د صادراتو کچه د پام وړ لوړه شوې او د کندهار انار تر ډېره مالیزیا، ازبکستان او روسیې ته صادر شوي دي.

د طالبانو د کرنې ریاست مسوولین د صادراتو د زیاتوالي لامل د کروندګرو له لوري د محصول کیفیت لوړول، د ساتنې او بسته‌ بندۍ لپاره ښه تدابیر او په نړۍوالو بازارونو کې د اسانتیاو برابرېدل ګڼي.

ریچارډ بېنټ: افغان رسنۍ نړیوال دوامدار ملاتړ ته اړتیا لري

۳۰ لړم ۱۴۰۴ - ۲۱ نومبر ۲۰۲۵، ۱۷:۰۸ GMT+۰
ریچارډ بېنټ: افغان رسنۍ نړیوال دوامدار ملاتړ ته اړتیا لري
100%

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنټ له نړیوالو بنسټونو څخه د افغان رسنیو او خبریالانو د اوږدمهاله ملاتړ غوښتنه کړې.

بېنټ په برلین کې د «د بیان ازادۍ درېیم نړيوال کنفرانس» کې چې د افغان خبریالانو د ملاتړ په موخه جوړ شوی و، انلاین ګډون وکړ. هغه وویل چې د نړیوالو مرستو د کمېدو او د بودیجې د راټیټېدو له امله ګڼ شمېر افغان رسنیز بنسټونه له جدي ستونزو سره مخ دي.

نوموړي زیاته کړېچې افغان رسنۍ، په ځانګړي ډول په اوسنیو شرایطو کې، د هېواد د حقیقي وضعیت د ثبت، د بشري حقونو د نقض د مستندسازۍ او د خلکو د غږ د رسولو لپاره مهم او حیاتي رول لري.

بېنټ ټینګار کړی چې نړیواله ټولنه باید د افغان رسنیو پر ملاتړ تمرکز زیات کړي، ځکه د رسنیو د کمزوري کېدو په صورت کې د حقایقو ثبت، د ازادو نظرونو تبادله او د حساب ورکونې پروسه سخته زیانمنېږي.

افغاني فلم «پیکار» د مستندو فلمونو په امسټرډم فسټیوال کې درې جایزې وګټلې

۳۰ لړم ۱۴۰۴ - ۲۱ نومبر ۲۰۲۵، ۱۶:۱۲ GMT+۰
افغاني فلم «پیکار» د مستندو فلمونو په امسټرډم فسټیوال کې درې جایزې وګټلې
100%

افغان فلم‌ جوړونکياو لیکوال داوود هلمندي د خپل مستند فلم «پیکار» له امله دامسټرډم نړیوال مستند فلم فستیوال درې جایزې ترلاسه کړې. دغه فلم چې ۹۷دقیقې اوږد دی، د څو نسلو د کډوالۍ او هغو هڅو کیسه کوي چې د امنیت او ازادۍ لپاره ترسره شوي.

د مستندو فلمونو امسټرډم فسټیوال د ۳۸م پړاو ګټونکو نوملړ په هالنډ کې اعلان شو، چې پکې د هلمندي مستند «پیکار» فلم لومړی مقام وګاټه.

پیکار مستند فلم د داوود هلمندي د ژوند شخصي کیسه بیانوي؛ هغه چې له کلونو بهر اوسېدو وروسته ایران او افغانستان ته ستنیږي څو له خپل پلار سره خپل پرې شوی تړاو بیا ورغوي. د هغه کورنۍ د نړۍ په بېلابېلو هېوادونوکې ژوند کوي او هر یو د جلاوطنۍ، کډوالۍ او بېلتون بېلابېلې تجربې لري.

دا مستند د هلمندي هغه هڅه انځوروي چې له خپل سخت دریځه او عمرخوړليپلار سره غواړينږدې شي. فلم د کورنۍ د اړیکو، د سختیو پر وړاندې د مقاومت او د امنیت او ازادۍ د لټون ژوره او دردېدلې انځورګري کوي.

«پیکار»، چې په فارسي او هالنډي ژبو جوړ شوی، په دې فسټیوالکې د «د غوره هالنډي فلم ځانګړې یادونه» او د فېپرېسکي جایزه هم ترلاسه کړې.

د قزاقستان روغتیایي ټیمونو د افغانستان په شمال کې دوه روغتیایي مرکزونه پرانیستي

۳۰ لړم ۱۴۰۴ - ۲۱ نومبر ۲۰۲۵، ۱۵:۴۶ GMT+۰
د قزاقستان روغتیایي ټیمونو د افغانستان په شمال کې دوه روغتیایي مرکزونه پرانیستي
100%

قزاقي رسنیو نن د جمعې په ورځ راپور ورکړی چې د قزاقستان استول شوي روغتیایي ټیمونو د افغانستان په شمال زلزله ځپلو سیمو کې دوه روغتیایي مرکزونه پرانیستي دي. دغه مرکزونه د زلزلې له امله ژوبل شویو او زیانمن شویو خلکو ته صحي خدمتونه وړاندې کوي.

د قزاقستان د عامې روغتیا وزارت وايي چې دغه ټیمونو تر دې دمه لسګونه معاينې، مشورې او جراحي عملیات ترسره کړي، او د ځايي ډاکټرانو سره د ناروغانو د دوسیو په مدیریت، د جراحي پروګرام جوړولو او د پېچلو قضیو په څارنه کې مرسته کوي.

راپورونه وايي چې له قزاقستان څخه یوه کڅوړه درمل، جراحي وسایل، بانډاژونه، خیمې، بسترونه او نورې ابتدایي اړتیاوې افغانستان ته رسول شوې دي.

د استول شوي ټیم غړي د ټروما، پولي ټروما او بېړني طب متخصصین دي چې د قزاقستان د ملي ټروما او ارتوپیدي ساینسي مرکز او د بېړنۍ طبي همغږۍ ملي مرکز پورې اړه لري.

دوی وايي چې اصلي تمرکز یې پر ژوبل شویو کسانو د عاجلې پاملرنې، اړینو جراحيو ترسره کولو او د ځايي صحي سیسټم ظرفیت پیاوړتیا ده.

ځايي چارواکي وايي چې که څه هم د درملنې اړتیاوې زیاتې شوي، خو د دغو دوه مرکزونو پرانیستل او د بهرنیو متخصصینو شتون د شمالي افغانستان په روغتیایي مرکزونو فشار کم کړی دی.