د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر اندرابي د جمعې په ورځ (د لړم ۳۰مه) په خپل اونیز خبري کنفرانس کې ادعا وکړه، چې له «فتنه الخوارج او فتنه الهندوستان ترهګرو ډلو» څخه د افغان طالبانو د ملاتړ له امله یې ټولې لارې بندې کړي او هر ډول سوداګري یې ځنډولې ده. خو طالبانو تل په څرګندو ټکو د پاکستان دغه ادعا رد کړې او په ډاګه کړې یې ده، چې په افغانستان کې هېڅ ترهګره ډله نهشته او هېچاته به د دې اجازه ورنهکړي چې افغان خاوره د نورو پر ضد وکاروي.
اندرابي زیاته کړې: « د لارو د نه پرانیستلو مسوولیت پر افغان طالبانو دی.»
طاهر اندرابي څرګنده کړه، له افغانستان سره د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو د پیل لپاره مهم شرط دا دی، چې طالبان باید د «اېف ای اېچ او اېف ای کې او نورو ترهګرو ډلو» له ملاتړ څخه لاس واخلي.
اندرابي ادعا کړې، چې ټاپي، کاسا ۱۰۰۰ او یو شمېر نورې لویې سیمهییزې پروژې د دوی په هڅو پیل شوي او د دغو پروژو بریا هغه وخت شونې ده، چې طالبان په خپله خاوره کې د ترهګرو ډلو له مرستې او ملاتړه لاس واخلي.
د پاکستان بهرنیو چارو وزارت د پاکستاني سوداګرو د زیان په اړه ویلي: «موږ د پاکستاني سوداګرو له زیان څخه خبر یو. موږ تر سوداګرۍ د وژنو د بندېدو انتخاب غوره ګڼو.»
پاکستان ویلي، چې له افغانستان سره د سوداګرۍ د بندېدو بهیر د غځېدو پر دريځ لا هم ولاړ دي.
د پاکستان او افغانستان تر ترینګلتیا وروسته د طالبانو د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا برادر له پاکستان سره سوداګري بنده اعلان کړه او افغان سوداګرو ته یې درې میاشتي وخت ورکړ، چې له پاکستان سره خپل سوداګریز مسایل راټول کړي او دوی به ورته د بدیلو لارو د موندلو هڅه وکړي.