د مستونګ د ځانمرګي برید په غبرګون کې نن په بلوچستان کې کاربندیز دی

AP ۱۴۰۲ تله ۹

د پاکستان د بلوچستان صوبې په مرکز کوټه او نورو ښارونو کې د مستونګ ځانمرګی برید په غبرګون کې نن کاربندیز شوی دی.

وړمه ورځ مستونګ کې د میلادالنبي په مراسمو کې ځانمرګي برید سره ۵۹ کسان ووژل او تر ۶۰ ډېر ټپیان شول.

د پاکستان طالبانو ډلې دا برید غندلی او لا هم کومې بلې ډلې یې مسوولیت نه دی منلی.

د بلوچستان صوبايي حکومت درې ورځې ملي ماتم اعلان کړی دی.

د پاکستان سرپرست کورنیو چارو وزیر پرون وویل، د دغه هېواد په بلوچستان صوبه کې «په ترهګریزو بریدونو کې هند لاس لري.»

سرفراز بګټي د صوبايي ښار کوټې په روغتون کې د دې ټپیانو تر لیدلو وروسته خبري غونډې ته وویل: «بلوچستان کې د ترهګرۍ پېښو کې د هند استخباراتي اداره را لاس لري، چې د ترهګرۍ د پلانوونکو، اسانچارو او ترهګرو مور ده.»

ښاغلي بګټي زیاته کړه چې حکومت یې د وسلوالو پرضد پراخ عملیات په پلان کې لري.

نور خبرونه

رادیو