• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د اسیا اتلانو لیګ؛ د فوټبال یو بل مشهور ستوری ایران ته ورسید

۱۰ تله ۱۴۰۲ - ۲ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۱:۰۹ GMT+۱تازه شوی: ۱۱ تله ۱۴۰۲ - ۳ اکتوبر ۲۰۲۳، ۰۳:۵۷ GMT+۱

برازلي نیمار چې د فوټبال د نړۍ مشهور ستوری دی، د سعودي عربستان له الهلال لوبډلې سره ایران ته ورسېد. هغه په ايران د خپلو مینه والو له تود هر کلي سره مخ شو.

د دغه لوبغاړي مينه وال په هوايي ډګر او هغه هوټل کې چې د الهلال لوبډله پکې مېشته ده راټول شوي وو او د فوټبال يو شمېر مينه وال وتوانېدل چې نيمار له نږدې وګوري. الهلال په تهران کې د مازندران ټیم سره د آسیا د اتلانو لیګ کې لوبه کوي.

د الهلال لوبډله تېره شپه نهه نیمې بجې تهران ته ورسیده او د فوټبال د مینه والو له لوري د دغه ټیم هرکلی د النصر ټیم او کریسټیانو رونالډو د هرکلي په شان نه و.

که څه هم الهلال لوبډله د شپې تهران ته ورسېده، خو د نیمار مینه وال په هوايي ډګر کې راټول شوي وو او نیمار د دوی څرګندونو ته ځواب ورکړ.

ایران ته اد النصر لوبډلې او کریسټیانو رونالډو د راتګ په څېر لارې او واټونه بند نه شول او نیمار له کومې ستونزۍ پرته خپل استوګنځي ته ورسید.

الهلال لوبډله به د سې شنبې په ورځ د تهران په آزادي لوبغالي کې د اسیا د اتلانو لیګ په ګروپي پړاو کې په خپله دویمه لوبه کې د ایران د مازندران لوبډلې سره لوبه وکړي.

ترویج لرونکی

د پاکستان لومړی وزیر: د امریکا او ایران ترمنځ د سولې هوکړه شوې ده
۱

د پاکستان لومړی وزیر: د امریکا او ایران ترمنځ د سولې هوکړه شوې ده

۲

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په نوې مسوده کې طالبانو ته د «اړوندو چارواکو» اصطلاح کارېدلې

۳
ځانګړی

طالبانو د لوګر ولایت د ابچکان کلي اوسېدونکو زرګونه جریبه ځمکه د بل چا په نوم کړې

۴

طالبان وایي کابل کې یې پر درېیو نجونو د موټر برید عامل نیولی دی

۵

طالبان: کابل به سبا د شپږو اسیایي هېوادونو د استازو د غونډې کوربه وي

•
•
•

نور کیسې

د افغانستان د ښځو والیبال ملي لوبډلې په هانګژو کې دویمه لوبه هم وبایلله

۹ تله ۱۴۰۲ - ۱ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۴:۲۶ GMT+۱
د افغانستان د ښځو والیبال ملي لوبډلې په هانګژو کې دویمه لوبه هم وبایلله
100%

د افغانستان د ښځو والیبال ملي لوبډلې د یکشنبې په ورځ د چین په هانګژو اتلولیو کې په خپله دویمه سیالۍ کې له جاپان ماتې وخوړه. د جاپان والیبال لوبډلې له اول تر دریم سېټ پورې په ترتیب سره په ٢-٢٥، ۰-٢٥ او ٥-٢٥ نتیجو افغان لوبډلې ته ماتې ور کړه.

د افغانستان د ښځو والیبال ملي لوبډله په ډي ګروپ کې له قزاقستان، هانګ کانګ او جاپان سره هم لوبډلې ده.

د افغانستان دې ملي لوبډلې پرون له قزاقستان ماتې خوړلې وه.

د دې لوبډلې راتلونکې لوبه سبا له هانګ کانګ سره ده.

د افغانستان د ښځو والیبال لوبډله د هانګژو اسیایي سیالیو کې په داسې حال کې لوبیږي، چې د تمریني اسانتیاوو د نشتوالي له امله لا د مخه ناهیلې وه.

د چین هانګژو سیالۍ؛ سلطان حسین بایقرا، د افغانستان لپاره څلورم مډال وګاټه

۹ تله ۱۴۰۲ - ۱ اکتوبر ۲۰۲۳، ۰۹:۳۴ GMT+۱
د چین هانګژو سیالۍ؛ سلطان حسین بایقرا، د افغانستان لپاره څلورم مډال وګاټه
100%

سلطان حسین د لوبې په لومړي پړاو کې د هند سنجي دوپوکار په وړاندې د یو تخنیکي حرکت په تر سره کولو هغه ته ماتې ورکړه.

د هانګژو اسيايي لوبو په دوام او د کورش په سياليو کې نن سهار د افغانستان د کورش د ملي ټيم غړي سلطان حسین بایقرا د منفي ٨١ کيلوګرامو په وزن کې د هند او کويټي ورزشکارانو په وړاندې په دوو برياليتوبونو سره نيمه پايلوبې ته لاره پيدا کړه. او د هانګژو په اسيايي لوبو کې افغانستان د زیړوڅلورم مډال وګاټه.

او همدارنګه د کویټ عیسی علي ته يې په نيمهپایلوبه کې ۰ـ۵ ماتې ورکولو سره پایلوبې ته لاره پیدا کړه.

په نیمه پایلوبه کې او فاینل ته د ورتګ او د سرو زرو او سپینو زرو مډالونو ګټلو لپاره به بایقرا د ازبکستان له امید عیسانوف سره سیالي وکړي.

د هانګژو اسيايي لوبې؛ د افغانستان د ښځو د والیبال ملي لوبډلې په لومړۍ لوبه کې ماتې وخوړه

۸ تله ۱۴۰۲ - ۳۰ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۷:۳۲ GMT+۱
د هانګژو اسيايي لوبې؛ د افغانستان د ښځو د والیبال ملي لوبډلې په لومړۍ لوبه کې ماتې وخوړه
100%

د افغانستان د ښځو د والیبال ملي لوبډله نن د هانګژو اسیايي لوبو کې د خپلې لومړې لوبې لپاره ډګر ته ولاړه، خو د قزاقستان په وړاندې د ۰-۳ پایلې سره یې ماتې. افغان لوبغاړي په ترتیب سره له لومړي سیټ څخه تر دریم پورې د ۲۵-۴، ۲۵-۵ او ۲۵-۳ پایلو سره له سیالې لوبډلې مات شولماې وخه.

د افغانستان د ښځو د والیبال ملي لوبډله په ډي ګروپ کې له قزاقستان، هانګ کانګ او جاپان سره هم لوبډلې ده. د افغانستان راتلونکې لوبه سبا له جاپان سره ده او بله ورځ به له هانګ کانګ سره لوبه کوي.

د افغانستان د ښځو والیبال لوبډله د هانګژو اسیایي سیالیو کې په داسې حال کې لوبیږي، چې د تمریني اسانتیاوو د نشتوالي له امله لا د مخه ناهیلې ږه.

د لوبډلې مشرې خوشال ملکزۍ څو ورځې وړاندې ویلي و، چې د تمرین لپاره ځای نه لري یوازې په تالار کې بدني ورزش کوي.

هغې زیاته کړې وه: «موږ ته پکار وه چې د دوی پر توپ تمرین وکړو. زه نه پوهیږم چې دوی له ټولو اسانتیاوو لرلو سره ولې د یو یا دوه ساعتونو لپاره تمرین نه کوي.»
د اسیا او نړیوالې اولمپیک کمېټو په ملاتړ د افغانستان جلا وطنه ملي اولمپیک کمېټې ۱۷ لوبغاړې د والیبال، پهلوانۍ او د سیکل ځغلولو په برخه کې هانګژو ته لېږلې دي.

افغان ورزشکار بريالي پوپلزي په سوېډن کې د بدني ښکلا په سياليو کې د سرو زرو مډال وګاټه

۶ تله ۱۴۰۲ - ۲۸ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۳:۴۳ GMT+۱
افغان ورزشکار بريالي پوپلزي په سوېډن کې د بدني ښکلا په سياليو کې د سرو زرو مډال وګاټه
100%

د NPC پرو کوالیفایر بدن جوړونې سیالۍ د ۲۰۲۳ کال د سپتمبر په ۲۳ او ۲۴مه نېټه د سوېډن په سټاکهلم کې ترسره شوې.

په دغو سیالیو کې له ۸۰ هېوادونو څه باندې ۴۰۰ ورزشکارانو برخه اخیستې وه، چې افغان لوبغاړي بریالي پوپلزي په ۹۰ کیلوګرامه وزن کې د بدن جوړونې په دې سیالیو کې قهرمان او د سرو زرو مډال یې وګاټه.

هغه د ۹۵ او له سلو ډېر کیلو ګرام وزن په کټګوریو کې هم سیالي وکړه او په ترتیب سره یې د سپینو زرو او برونزو مډالونه وګټل.

دNPC بدن جوړونې سیالیو لپاره ترټولو لوی نړۍوال ستیجونه دي، چې هر کال په اروپا، امریکا او اسیا کې ترسره کیږي او د اولمپیا سیالیو لپاره پرو کارتونه هم صادروي.

د هانګژو اسيايي لوبې؛ خالد هوتک په اسیايي المپیک کې د برنزو مډال وګاټه

۵ تله ۱۴۰۲ - ۲۷ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۵:۰۰ GMT+۱
د هانګژو اسيايي لوبې؛  خالد هوتک په اسیايي المپیک کې د برنزو مډال وګاټه
100%

د افغانستان د ووشو ملي لوبغاړي محمد خالد هوتک نن د ووشو د سياليو په نيمه پايلوبه کې د چين له «هي فنګ چن» سره لوبه وکړه او دوه پر صفر يې ماتې وخوړه. هوتک چې د ووشو وياړلی لوبغاړی دی، په اسيايي لوبو کې د برنزو مډال خپل کړ.

په دې پړاو کې هوتک په یوه اتم پړاو کې له قزاقستان څخه «نور سلطان ازمورزایف» ته ماتې ورکړه او په یوه څلورم پړاو کې یې له هند څخه «سوراج یاداو» ته ماتې ورکړه.

هوتک تېره شپه له خپلې لوبې وروسته له افغانستان انټرنشنل سره به مرکه کې وویل، چې پښه یې ټپې ده، له درد او وېرې سره به په سیالېو کې ګډون وکړي.

هوتک د ووشو په ۲۰۱۳ نړۍوالو سیالیو کې او د جاکارتا د اسیایي المپیک په ۲۰۱۸ کال کې افغانستان ته مډالونه ګټلي دي.