• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د انځورونو نندارتون؛ په جرمني کې د بیان آزادۍ د ژوندي ساتلو په موخه نندارتون جوړ شوی

۱۰ تله ۱۴۰۲ - ۲ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۰:۰۰ GMT+۱تازه شوی: ۱۱ تله ۱۴۰۲ - ۳ اکتوبر ۲۰۲۳، ۰۳:۵۷ GMT+۱

افغان انځوريز خبریال احمد شاه عظيمي چې د خبریالانو د ملاتړ سازمان له غړو څخه دی، د اروپا په کچه یې د جرمني په برلین ښار کې د خپلو انځورونو درېيم نندارتون جوړ کړ. په دغه نندارتون کې د افغانستان د حالت اړوند انځورونه نندارې ته وړاندي شوي.

په دې نندارتون کې د احمدشاه عظيمي لسګونه عکسونه چې په افغانستان کې د بيان د ازادۍ وضعيت پکې ښودل شوی، نندارې ته کېښودل شول.

دغه نندارتون چې په افغانستان کې د بیان آزادۍ (لوړو او ژورو) تر عنوان لاندې جوړ شوی و، موخه یې نړۍ ته په افغانستان کې د بیان د آزادۍ د اوسني ناوړه حالت ښودل و.

ددغه نندارتون جوړوونکی احمدشاه عظیمي وایي:«موخه یې له دغه نندارتون څخه په انځورونو کې د افغانستان د خلکو د رنځ او درد ښودل او د بیان د آزادۍ پیاوړتیا ده.»

نوموړی همداراز زیاتوي: «د جمهوریت له ړنګیدو وروسته زما په شان سلګونه خبریالان له افغانستانه کډوال شول، خو له خپل وطن او خلکو سره مینه او د بیان د ازادۍ لپاره زموږ ژمنتیا پاتې ده.»

په داسې حال کې چې په افغانستان کې د بیان ازادي له ډېرې مودې راهیسې تر پښو لاندې شوې، ډېری خبریالان او انځور اخیستونکي له هېواده وتلي دي او هغه کسان چې خوندي هېوادونو ته یې پناه وړې، تل هڅه کوي چې د خلکو غږ راپورته کړي.

پخواني خبریال خوشحال آصفي له افغانستان انټرنېشنل سره په خبرو کې وویل: «ډیرو انځورونو پیاوړي پیغامونه وړاندې کړل او دا هر اړخیزه او پراخه معنا لري چې د بیان ازادي لا هم ژوندۍ ده.»

اخوا، په ایران کې د افغانستان پخوانی سفیر او لیکوال غفور لیوال وایي: «دغه نندارتون او دغه انځورونه مونږ ته وایي چې خپل وطن لیدلی نه شو د وطن حالات له نیږدې اوریدلی نه شو حداقل په دغسې هڅو کولی شو مهمې شیبې تلپاتې کړو.»

د یادولو ده چې، دا نندارتون د افغانستان د ملاتړ سازمان د لومړني دوه ورځني سمپوزیم په څنډه کې جوړ شوی و او لسګونو خبریالانو پکې برخه واخیسته.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

طالبانو د ترکیې په پلازمېنه کې ځانمرګی برید غندلی دی

۱۰ تله ۱۴۰۲ - ۲ اکتوبر ۲۰۲۳، ۰۷:۵۹ GMT+۱

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په انقره کې ځانمرګی برید یوه ترخه او خواشینونکې پېښه بللې او په کلکو ټکو یې غندلې ده. دا برید د یکشنبې په ورځ د ترکیې د کورنیو چارو وزارت ته څېرمه شوی او دوه پولیس پکې ټپیان شوي دي.

د دغه برید مسؤلیت د کردستان کارګر ګوند (پي کې کې) پر غاړه اخیستی.

د ترکیې د کورنیو چارو وزیر علي یرلیکایا ویلي، چې دغه ځانمرګی برید پر ځايي وخت سهار شاوخوا نهه نیمې بجې شوی.

د هغه په ​​وينا، يوه ځانمرګي بريدګر خپل چاودېدونکي توکي وچول او بل بريدګر د امنيتي ځواکونو له خوا په ډزو ووژل شو.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د یکشنبې په ورځ (د تلېنهمه) په یوه خبرپاڼه کې لیکلي: «هغه ترخه او بدمرغه پېښه په کلکه غندي چې نن سهار د انقرې د پولیسو د عمومي ریاست د دروازې مخې ته رامنځته شوه او د یو شمېر ترکي پولیسو د ټپي کېدو لامل شوه.»

طالبانو دا برید په داسې حال کې غندلی چې دغې ډلې پخپله په تېرو دوو لسیزو کې د افغانستان په بېلابیلو سیمو کې مرګوني ځانمرګي بریدونه کړي دي.

د طالبانو د امربالمعروف او نهي عن المنکر وزیر محمد خالد حنفي اعلان وکړ چې د ۱۴۰۰ کال په اوږدو کې هیڅ یوې ډلې دومره ځانمرګي بریدونه نه دي کړي څومره چې طالبانو کړي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني په تېرو دوو کلونو کې څو ځلې د ځانمرګو بریدګرو له ژوندي پاتې شویو کسانو سره لیدلي او هغوی يې ستايلي دي.

د تمنا پریاني د اعتراض دوام؛ افغانستان کې له جنسیتي توپیر سره د مبارزې په موخه پرلت

۱۰ تله ۱۴۰۲ - ۲ اکتوبر ۲۰۲۳، ۰۷:۱۱ GMT+۱

تمنا زریاب پریاني او د ښځو حقونو څو نورو افغان فعالانو د جرمني په ویپرفورټ ښار کې د خپلو اعتراضونو دریمه شپه تېره کړه. دغو فعالانو درې ورځې مخکې د پرلت خیمه ودروله او یو ځل بیا یې په نړیوالو غږ وکړ چې افغانستان کې جنسیتي توپیر په رسمیت وپیژني

پریاني په اېکس پاڼه لیکلي چې: «د خیمې د درېیمې شپې پرلت، يې هم د افغانستان له هغو میلیونونو خلکو سره په یووالي او همغږۍ کړی چې نړۍ هېر کړي دي.»

دا په افغانستان کې د "جنسیتي توپیر" د پیژندلو لپاره د پریاني او د ښځو د حقونو د فعالانو له خوا د اعتراضونو دویم پړاو دی چې دريمې ورځې ته رسیدلی.

پرياني تر دې مخکې د جرمني په کولن ښار کې د نه خوړلو ۱۲ ورځنی اعتصاب کړی و.

د نوموړې په ملاتړ په نورو هېوادونو کې هم ځینو ښځو اعتصاب وکړ.

د دوی اعتراضونو پراخ غبرګونونه هم درلودل.

ملګرو ملتونو د لومړي ځل لپاره د بشري حقونو د سازمانونو او د هېوادونو د استازیو په شتون افغانستان کې د «جنسیتي توپیر» د ارزونې لپاره ناسته هم وکړه.

د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په څنډه کې د «جنسیتي توپیر سره د مبارزې» ترنامه لاندې د دغې رسمي ناستې جوړېدنه، د دغو کمپاینونو د فعالانو یوه لاسته راوړنه بلل کېږي.

دغه فعالان له هېوادونو غواړي چې په افغانستان کې جنسیتي توپیر په رسمیت وپېژني او د طالبانو له حکومته ملاتړ دې بند کړي.

پر افغانستان د طالبانو له څه باندې دوه کلنې واکمنۍ او په بیلابیلو برخو کې پر افغانو ښځو له سختو بندیزونو وروسته، د بشري حقونو فعالانو او د ښځو د حقونو ملاتړو د «جنسیتي توپیر» د رسمیت پېژندلو لپاره اعتراضونه پیل کړل.

دوی د لاریونونو او د نه خوړو د اعتصاب پرمهال له نړیوالو وغوښتل چې په افغانستان کې جنسیتي توپیر په رسمیت وپیژني.

د خوړو نړیوال سازمان: له یو میلیون څخه ډیرې میندې او ماشومان د پاېدو خواړه نه لري

۱۰ تله ۱۴۰۲ - ۲ اکتوبر ۲۰۲۳، ۰۶:۴۰ GMT+۱

د خوړو نړیوال سازمان وايي، ښځې په افغانستان کې د مرستو کمېدو تاوان پرې کوي. دغه سازمان پر خپل ایکس ټولنیزه پاڼه لیکلي، له یو میلیون څخه ډیرې میندې او ماشومان به د بودیجې د کمښت له امله خوراکي مرستې ترلاسه نه کړي.

د دغه سازمان د معلوماتو له مخې دمګړۍ په افغانسان کې څه باندې ۱۵ میلیونه وګړي له لوږي سره مخ دي. خو له افغانستان سره به د بشري مرستو د کمښت له امله په دغه هیواد کې د لوږې شمېري نورې هم لوړې شي.

بل خوا ډیری اړمن کسان بیا وايي، چې د مرستو په وېش کې درغلۍ د دې لامل شوې چې اړمنو کسانو ته مرستې نه رسیږي.

د کندهار د معروف ولسوالۍ اوسیدونکی ذبیح الله چې د وچکالۍ له امله کندهار ښار ته کډه شوی، په دغه ښار کې ورځ مزدوري کوي.

ذبیح الله وايي، عاید يې ډیر کم دی او نه شي کولای چې خپلې شپږ کسیزې کورنۍ ته درې وخته خواړه پیدا کړي:«زه هره ورځ دلته ښار ته راځم د کار په لټه کې یم، که کار پیدا شو ښه خبره ده کنه داسې ډیرې ورځې راشي چې تش لاس کورته ولاړ شم. مرستې راځي خو زما په شان بې واسطې او بې شناخته کس ته نه رسیږي.»

بل خوا د خوړو نړیوال سازمان ویلي، په افغانستان کې ورځ تر بلې د لوږې کچه مخ پر لوړیدا ده، ځکه د بودیجې د کمښت له امله د یاد سازمان مرستې کمې شوې دي.

د خوړا نړیوال سازمان ویلي په افغانستان کې د لوږي د مخینوي لپاره یو بیلیون ډالر بودیجې ته اړتیا لري.

د کتابونو راټولولو کمپاین؛ دغه کمپاین د کتابتونونو د جوړولو او لوست دودولو په موخه روان دی

۱۰ تله ۱۴۰۲ - ۲ اکتوبر ۲۰۲۳، ۰۵:۳۰ GMT+۱

په افغانستان کې د «نن ماشوم»په نوم يوه بنسټ د کتابتونونو د جوړولو او لوست ته د ځوانانو د هڅولو په موخه د کتابونو د راټولولو کمپاین پیل کړی. دغه کمپاین په لیرې پرتو سیمو کې زده کړو ته د ماشومانو د لاسرسي په موخه ترسره کیږي.

د دغه بنسټ مشر او د زده کړو فعال وزیر خان وایي، تراوسه پورې یې ۱۰۰۰ کتابونه راټول کړي او غواړي چې د افغانستان په لرې پرتو سیمو کې د نجونو او هلکانو لپاره وړیا کتابتونونه جوړ کړي.

وزیرخان زیاتوي چې، «زه غواړم کلیو ته پسې ورشم، د افغانستان په لرې پرتو سیمو کې د کتابتونونو نشتوالی، له ښارونو لیرې والی او د خلکو اقتصادي ستونزې هغه څه دي چې په زیاته کچه نجونې او هلکان کتابونو ته لاسرسی نه لري، دا به زه ورته رسوم.»

د نوموړي په خبره، له دې کار څخه یې موخه په هیواد کې د لوست فرهنګ دودول دي.

د نن «ماشوم بنسټ» اوس مهال یو کتابتون په خاکجبار ولسوالۍ کې فعاله کړی دی.

وزیر خان له یوه کال راهیسې د نن ماشوم په نوم ګرځنده ښوونځی جوړ کړی چې لسګونو ماشومانو ته په وړیا ډول زده کړې ورکوي.

نوموړی له هیوادوالو غواړي په دغه کمپاین کې ورسره برخه واخلي.

پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته د هیواد د زده کړو بهیر ګډوډ شوی دی، تر شپږم ټولګي پورته د نجونو پروړاندې د ښوونځیو د دروازې تړل، پوهنتون ته د نجونو د تګ مخنیوی او د لسګونو تعلیمي مرکزونو تړل کېدل هغه څه و چې افغانې نجونې ورسره مخامخ شوې.

اوس ستونزه او اندیښنه دا ده، هغه فعالان چې د زده کړو په برخه کې کار کوي او د ښځو له حقونو په ځانګړي توګه د نجونو پروړاندې د تعلیمي مرکزونو د بیا فعالیدو په اړه مبارزه کوي، د طالبانو له لوري نیول کیږي.

د قلم لار بنسټ مشر مطیع الله ویسا له هغو فعالانو څخه و چې څوارلس کاله یې د نجونو د تعلیم په برخه کې په ډیر شمېر ولسوالیو او کلیوالي سیمو کې د نجونو تړلي ښوونځي پرانیستلي، ګرځنده ښوونځي یې جوړ کړي او زرګونو ماشومانو ته یې د زده کړو زمینه برابره کړې ده، خو له څه باندې پنځو میاشتو راهیسې د طالبانو په زندان کې له ناڅرګند برخلیک سره مخامخ دی.

سرچینه: ترکیې په انقره کې د افغانستان په سفارت کې د طالبانو نوی ډېپلوماټ منلی دی

۹ تله ۱۴۰۲ - ۱ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۹:۱۴ GMT+۱

یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل ته تایید کړې، چې د ترکیې حکومت محمد زبیر ودان ته ډېپلوماتیکه ویزه ورکړې او هغه په ​​انقره کې د افغانستان په سفارت کې د طالبانو د نوي ډېپلوماټ په توګه کار پیل کړی دی.

د سرچينو له مخې؛ په کابل کې دترکيې سفارت ودان ته ويزه ورکړې ده.

ویل کېږي، چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت زبیر ودان د دې ادارې د لومړي سکرتر په توګه ټاکلی دی.

که څه هم د ترکیې حکومت د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني؛ خو دې ډلې ته یې اجازه ورکړې، چې په انقره کې د افغانستان سفارت او په استانبول کې د دغه هېواد قونسلګرۍ تر خپل کنټرول لاندې راولي.

د تېر کال په اګسټ میاشت کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په استانبول کې د افغانستان په قونسلګرۍ کې خپل یو ډېپلومات وټاکه او د تېر حکومت درې ډېپلوماټان یې له دندو ګوښه کړل.

د افغانستان د پخواني حکومت سفیر امیر رامین لا هم په انقره کې د دغه هېواد د سفارت چارې پر مخ وړي او د پخواني حکومت ډېری نور ډېپلوماتان اوس هم په ترکیه کې مېشت دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي په ۱۴۰۰ کال کې په ترکیه کې د افغانستان سفارت ته لاړ او هلته یې د افغانانو او د سفارت له کارکوونکو سره وکتل.