• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

روسي چارواکي: دا توان لرو چې په اوکراین کې برېټانوي پوځي روزونکي په نښه کړو

۱۰ تله ۱۴۰۲ - ۲ اکتوبر ۲۰۲۳، ۰۳:۰۹ GMT+۱تازه شوی: ۱۱ تله ۱۴۰۲ - ۳ اکتوبر ۲۰۲۳، ۰۴:۰۰ GMT+۱

د روسیې د امنیت شورا مرستیال ډیمیټري مدودف د یکشنبې په ورځ وویل، په اوکراین کې د برېټانیې هر ډول پوځي چې اوکرایني ځواکونو ته روزنه ورکوي، ښايي د روسي پوځيانو هدف وګرځي.

د بریټانیا دفاع وزیر د شنبې په ورځ اوکراین ته د پوځي روزونکو د استولو د پلان ملاتړ وکړ.

د برېټانیې د دفاع وزیر ګرانټ شاپس د شنبې په ورځ په یوې مرکه کې وویل چې، دی غواړي په برېټانیا او نورو لویدیځو هیوادونو کې د اوکرایني سرتېرو د روزنې ترڅنګ اوکراین ته د برېټانیې پوځي روزونکي هم واستوي.

هغه هیله څرګنده کړه چې د برېټانیا پوځي شرکتونه به په اوکراین کې د وسلو د فابریکو د جوړولو د پلان هرکلی وکړي.

پخواني ولسمشر او د پوتین ملګری مدودف، د برېټانیا د دفاع وزیر د څرګندونو په غبرګون کې وویل: «د دغو روزونکو شتون زموږ د وسله والو ځواکونو لپاره مشروع هدف ګرځي، دوی ډیر ښه پوهیږي چې په بې رحمۍ سره به له منځه ولاړ شي.»

هغه پر هغو کسانو چې غواړي جرمني اوکراین ته د کروز تاروس توغندي ورکړي هم نیوکه وکړه.

مدودف وویل، «دوی وايي چې دا کار د نړیوالو قوانینو سره سم دی، نو د جرمني پر فابریکو باندې برید چې دا توغندي پکې جوړیږي هم د نړیوالو قوانینو سره سم دی.»

د روسیې د امنیت شورا مرستیال خبرداری ورکړ چې د لویدیځ دا کړنې به نړۍ دریمې نړیوالې جګړې ته نږدې کړي.

ددغه لوړپوړي روسي چارواکي له څرګندونو وروسته، د برېټانیا لومړي وزیر ریشي سونک د یکشنبې په ورځ وویل چې اوکراین ته د پوځي روزونکو د استولو سمدستي پلان نه لري.

سونک زیاته کړه: «د دفاع وزیر مطلب دا و چې یوه ورځ به په اوکراین کې د پوځي روزنې یوه برخه ترسره کړو، خو دا کیدای شي یو اوږدمهاله پلان وي.»

هغه وویل چې، «هیڅ برېټانیاوي سرتیری په اوسنۍ جګړه کې اوکراین ته د مرستې لپارهنه دی لیږل شوی.»

برېټانيا تېر کال له اوکراين څخه بهر شاوخوا شل زره اوکرايني پوځيانو ته پنځه اونۍ پوځي روزنيز پروګرامونه جوړ کړل او په راتلونکي کې هم د ورته شمېر د روزنې پلان لري.

ډېر لیدل شوي

ازبکستان ولې د قوش‌تیپې کانال پر سر له طالبانو سره د تقابل پر ځای د تعامل لار غوره کړې؟
۱

ازبکستان ولې د قوش‌تیپې کانال پر سر له طالبانو سره د تقابل پر ځای د تعامل لار غوره کړې؟

۲

سنټرل ایشیا ټایمز: منځنۍ اسیا هېوادونه په افغانستان کې د داعـ .ـش له حضوره جدي اندېښه لري

۳

پخواني نظامیان: په کندهار کې د طالبانو د امر بالمعروف د محتسبانو له خوا تعقیبیږو

۴

ملګري ملتونه: په افغانستان کې مېلیونونه کسان له قحطۍ یوازې یو ګام لرې دي

۵

ملګري ملتونه: د کندوز روغتون په شپږو میاشتو کې ۳۰زره ناروغانو ته وړیا خدمتونه وړاندې کړي